ښه او اغیزمنه تلویروني خپرونه په دې ډول تولید کړئ!

د یوې تلویزونې خپرونې د تولید لپاره درې مرحلې اړینې دي چې باید د پلان جوړونې، ثبت او نشر پرمهال په نظر کې ونیول شي.
لومړۍ برخه
د خپرونې د ثبت څخه وړاندې: Pre-Production
په دې برخه کې د اړوند خپرونې لپاره څیړنه ترسره کیږي، مطالب چمتو کیږي او بیا خپرونې ته سکریپټ لیکل کیږي.
د خپرونې سکریپټ موږ سره په ښه تولید کې مرسته کوي. په دې برخه کې څو اصطلاحات مهم دي چې باید وپیژندل شي او د خپرونې د چمتو کولو پرمهال ترې ګټه واخیستل شي.
د خپرونې بڼه Format
که غواړو یوه تولیدي خپرونه جوړه کړو، نو له هر څه وړاندې باید په دې فکر وشي چې زموږ خپرونه کومه بڼه لري. په ساده ډول، که غواړو خپرونه ثبت کړو، نو لاندې پوښتنې باید له ځانه وکړو:
ایا دا خپرونه سیاسي ده؟
اقتصادي ده؟
سپورټي ده؟
او که ټولنیزه یا معلوماتي بڼه لري؟
که چیرې موږ د خپرونې بڼه مشخصه کړه، نو اوس کولې شو چې مخکې لاړ شو او د اړوند خپرونې لپاره مواد چمتو کړو او د خپرونې لپاره سکریپټ ولیکو. لومړې باید په سکریپټ رڼا واچوو:
د خپرونې سکریپټ څه ته ویل کیږي؟
د خپرونې سکریپټ یوازې د خپرونې متن مانا نه لري، بلکې موږ ته د خپرونې د مخته وړلو لاره ښايي چې په کې د خپرونې موضوع، د پیل منځ او پای ترتیب او د نطاق یا ویاند خبرې شاملې وي. په دې ډول د هرې خپرونې لپاره سکریپټ ډیر مهم دی چې ولیکل شي تر څو روښانه شي چې خپرونه د څه په اړه ده او په لومړي، منځ او پای برخه کې باید نطاق څه ووايي. د خپرونې سکریپټ موږ سره مرسته کوي چې خپرونه منظمه، روښانه او اغیزمنه وړاندې کړو.
د خپرونې ویاند یا نطاق
د خپرونې د ښه وړاندې کولو لپاره ویاند یا نطاق مهم دی چې وټاکل شي. په تلویزون او راډیو کې د هرې خپرونې لپاره ځانګړې نطاق او ویاند شتون لري. مثلا که سیاسي، اقتصادي، سپورتي او ټولنیزې خپرونې په نظر کې ونیسو، نو ویلې شو چې د هرې خپرونې لپاره جلا جلا نطاق ټاکل کیږي او د هرې خپرونې د بڼې مطابق هغه ته ښه روزنه ورکول کیږي. که نور یې هم واضح کړو د سیاسي خپرونې ویاند نه شي کولې چې تفریحي خپرونې وړاندې کړي. ځکه چې دا د ژورنالیزم له مسلکي اصولو سره په ټکر کې راځي.
د خپرونې پروډیوسر
د خپرونې پروډیوسر د خپرونې زړه بلل کیږي، ځکه همدا پروډیوسر دی چې زموږ خپرونې ته ځلا او خوند ورکوي. څومره چې ښه پروډیوسر ولرو همومره به ښه خپرونه ولرو. د خپرونې پرمهال پروډیوسر له موږ سره مرسته کوي چې څنګه خپرونه وړاندې کړوو؛ که د خپرونې پرمهال کومه غلطي کوو، همدا پروډیوسره دی چې موږ څاري او موږ ته لارښوونه کوي. همدارنګه د خپرونې جریان کنټرولوي، د تیروتنو مخه نیسي، د خپرونې ویاند ته اړینې لارښوونې کوي. په ټوله کې ویلې شو که چیرې د خپرونې لپاره ښه پروډیوسر ولرو، نو ښه خپرونه به هم ولرو. ښه خپرونه د پروډیوسر کمال دی.
د خپرونې د ثبت برخه Production
په دې مرحله کې خپرونه په سټډیو یا له سټډیو څخه بهر ثبتیږي. د ثبت پرمهال لاندې وسایل له موږ سره مرسته کوي، اړینه ده چې د هرې وسیلې نوم او دندې وپیژنو:
کیمره
د هرې خپرونې ثبت او وړاندې کول توپیر لري. په ځینو خپرونو کې له یوې کیمرې کار اخیستل کیږي او په ځینو کې له دوه، دری او ان له ډرون او کرین کیمرو څخه هم ګټه اخیستل کیږي، تر څو خپرونه په زړه پورې ثبت شي.
ټرای پاډ
ټرای پاډ د کیمرې لپاره مهمه وسیله ده چې کیمره په هغه کیښودل کیږي، د کیمرې ثبات تضمینوي او د تصویر د لړزیدو مخه نیسي.
مایکروفون
په ځینو خپرونو کې وایرلیس یا بې لاینه مایکونه کارول کیږي، په ځینو کې لایني مایک او په ځینو کې بم مایکونه کارول کیږي. دا هم د خپرونې د بڼې پورې اړه لري. ښه غږ د ښه تصویر همومره ارزښت لري. که چیرې د یوې خپرونې غږ بې کیفیته وو، نو پروډیوسر او ویاند ټوله خواري ضایع کیږي. د دې لپاره اړینه ده چې ښه او با کیفیته مایکونه وکارو.
پرمپټر
که خپرونه معلوماتي او ټولنیزه اوسي، پرمپټر په کې اړین دی، ځکه دا له موږ سره مرسته کوي چې موږ وشو کولې د خپرونې مطالب په روانه بڼه وړاندې کړو چې لیدونکي اغیزمن کړي. پرمپټر عموما د خبرونو د ثبت پرمهال ډیر کارول کیږي. دا د سکرین بڼه لري او په یو ځانګړې ټرای پاډ کیښودل کیږي، تر څو په سکرین لیکل شوی متن وښايي.
لایټنیګ
ښه لایټینګ د خپرونې کیفیت لوړوي. په سټډیوي خپرونو کې لایټینګ ډیر مهم رول لوبوي، که چیرې موږ یوه خپرونه په سټډیو کې ثبتوو او لایټینګ مو کمزوری وي، نو ډیره بې کیفیته خپرونه به ولرو. ښه لایټینګ له موږ سره مرسته کوي چې ښه او اغیزمنه خپرونه ثبت کړو.
د کیمرو د ثبت بیټرۍ
د خپرونې د ثبت پرمهال د کیمرو لپاره اضافه بیټرۍ اړینې دي، ځکه که اضافه بیټرۍ ونه لرو، نو ممکن زموږ د خپرونې پرمهال د کیمرې بیټرۍ چارچ خلاص کړي او خپرونه مو نیمګړې پاتې شي، که اضافه بیټرۍ شتون ولري، نو کولې شو چې ژر تر ژره بیټرۍ بدله کړو او خپرونې ته دوام ورکړو. دا کار به مو مسلکیتوب خوندي کړي.
ګرین سکرین/شنه پرده
شنه پرده د مختلفو بیګروانډونو لپاره کارول کیږي، د اډیټ پرمهال خپرونه لا مسلکي کوي. ځکه خو په هره تلویزوني سټډیو کې شنه پرده اړینه ده او پرته له دې څخه اغیزمنې خپرونې نه ثبتیږي او نه ښه اډیټ کیږي. د شنې پردې ګټه داده چې موږ کولې شو له یوې سټډیو څخه د مختلفو خپرونو د ثبت لپاره ګټه واخلو او بیا یې په اډیټ روم کې اډیټ او بیګرونډ ورته تبدیل کړو. شنه پرده زموږ خپرونه نوره هم په زړه پورې او قوي کوي.

د خپرونې د اډیټ او نشر برخه Post-Production
کله چې خپرونه ثبت شوه. له دې وروسته اډیټ روم ته لیږل کیږي او هلته اډیټ کیږي. ویډیو، تصویر، غږ، بیګروانډ او ګرافیک یې ترتیببږي. له دې ټولو مرحلو وروسته د خپرونې پروډیوسر د چیګینګ لپاره یو ځل بیا ګوري، که څه ستونزه ولري، له اډیټور سره پرې خبرې کوي او اړین تغیرات په کې راولي، که نه وي نو د خپرونې د سکیچول مطابق نشراتو ته ځي. په پایله کې ویلې شو که چیرې د هرې خپرونې لپاره دا درې مرحلې چمتوالې، ثبت او اډیټ او نشر په سمه توګه عملي شي، نو پرته له شکه به یوه مسلکي، اغیزمنه او بریالۍ خپرونه ولرو.