شاه محمود میاخېل: جګړه مارې ډلې، ملي روایت او اجنډا نه لري
مرکه: ولي الله ملکزی
موږ ولې هره ستونزه د ټوپک شپېلۍ ته په نښه کوو؟ د پرولتاري انقلاب او ستر اسلامي امت شعارونه څرنګه د قوم او ژبې په کوچني خُم کې رنګ شول؟ د افغان او افغانیت له کلمو سره دا حساسیت له کومه راغی؟ آیا د ګوندونو جوړول د ستونزې حل دی؟ آیا له مقاومت خېلو سره همغږي لرئ؟ آیا ولس به بیا د جمهوریت په فراریانو باور وکړي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ما تیره ورځ د دفاع د پخواني سرپرست وزیر او نومیالي شنونکي، شاه محمود میاخېل سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې مطرح کړېدي.
ښاغلی میاخېل: د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې کودتاګانې کېږي او حکومتونه ړنګیږي. خو په افغانستان کې هره کودتا او بدلون له ټوپک سره تړل شوی او د حکومتونو ترڅنګ پوره نظام او سیستم ورسره له منځه ځي؛ ستا په فکر ولی داسې کېږي؟
تر کومه ځایه چې زه مطالعه لرم، د ظاهر شاه له دورې رادېخو ولیدل شول هرچا چې واک نیولی دوئ یوازې د قدرت د نیولو لپاره پلان درلود، هغه په سیاسي لحاظ باندې وو او که په نظامي؛ خو د حکومتولۍ لپاره نه وو. نو ځکه دا تسلسل په افغانستان کې د سیستم د ناکامۍ باعث شو، خلک په حکومتونو شکمن او په وړاندې یې پاڅونونه رامنځ ته شول. د حکومت تعریف همدا دی چې عام ولس باید په تصمیم نیولو او احتساب کې برخه وال وي. خو دلته د خلکو مشارکت ورک شو، یوې ډلې یا یو شخص واک ونیو او نور یې نفې کړل. د حذف او انحصاري سیاست له وجې، ولس ناراضه شو، بهرنیو مداخلو ته لاره هواره شوه، د سیمې او نړۍ استخباراتو لاسونه را اوږده کړل؛ یوه خبیثه کړۍ جوړه شوه او نظام بیا بیا سقوط شو.
پوښتنه: په افغانستان کې د خلق او پرچم ګوندونو، د هجرت او جهاد په مهال د غازیانو تنظیمونو او د ناسیونالزم لارویانو؛ چا د پرولتاري انقلاب او وطن وطن شعار زمزمه کول او چا به د ستر امت او حتی خلافت د جوړېدو خوبونه لیدل. دا راته ووایه چې د دغو اړخونو دا فکري ساحه ولی دومره راتنګه شوه چې کيڼ لاسي د قوم ګیرايئ په دائرې کې راغونډ شول او د اسلامي امت خبره لومړی په ملت او اوس په ملیتونو باندې وویشل شوه، لامل به یې څه وي؟
کله چې جنګونه اوږدیږي نو دښمنۍ، سیالۍ او عُقدې رامنځ ته کیږي او څوک چې محروم پاتې کیږي هغوئ هڅه کوي واک ترګوتو کړي کنه نو د شکایت لمن رانیسي. موږ د جمهوریت په دورې کې ولیدل چې موړ غریب، دواک دننه او د باندې خلکو، حتی بهرنیانو ټولو ګیلې درلودلې. په پایله کې یوه ملي اندېښنه او د رواني نارغۍ یوه څپه رامنځ ته شوه. اوس څوک ملت نه مني، څوک افغانستان نه مني او څوک له افغانیت څخه منکریږي او داسې انګېري چې ښايي ستونزه به یې حل شي؛ حال دا چې مشکل نور هم اضافه کېږي. هغه څوک چې ملي ګټي په خپلو شخصي او سکتارستي محور کې ګوري، دوئ هم په یوې رواني ناروغۍ اخته شویدي. خو وخت او تاریخ ګواهي ورکوي چې د افغانانو ملي ګټې، یوازې په یو مشروع ملي نظام کې خوندي کیږي.
میاخېل صېب؛ د نیویارک ځوان مسلمان ښاروال، زَهْران مَمْداني تاریخ ولیکلو. نوموړي تېره اونۍ په جار سره وویل چې زه په یوګنډا کې زېږېدلی یم او په دغه هویت ویاړم. خو زموږ ځینې هېوادوال چې د افغانستان په جغرافیې کې له پېړیو پېړیو راهیسې کوڅه په کوڅه اوسیږي، عقیده، وینه، کلتور، دردونه او ویاړونه یې شریک دي؛ د افغان له کلمې سره حساسیت لري او ځانونه په جلا جلا نومونو یادوي. دا واټن ولی راپېدا او څنګه پراخه شو؟
دغه یوه لپه افراد چې ځانونونه په نورو نومونو یادوي، حتی په خپلو قومونو کې هم ځای نه لري؛ دوئ ډېر محدود کسان دي چې ښايی له څو سوو یا زرو تنو زیات نه وي. افغانستان خو پرېږده، د خپلو خلکو استازولي هم نه شي کولای. دغه ډول وګړي اصلا بله اجنډا نه لري؛ زما په آند دا هم د رواني ناروغۍ ادامه ده چې په منفي شیانو لنګر اچوي او د ځان او دغه رنګ داعیې لپاره مارکیټ لټوي. د افغان او افغانیت خبره ادبي بحث نه دی بلکې یوه سیاسي مسئله ده. کله چې د ملکونو د جوړښت بهیر پېل شو، نو دغه هویت افغانستان ته ورکړل شو او ومنل شو. هرڅوک چې د هرې ژبې او قوم وي دلته اوسیږي، هغه افغان دی. افغانستان نه تجزیه کېدونکی دی؛ په دې پنځو لسیزو کې هر ډول لاسوهنې، یرغلونه او هجرتونه وشول خو افغانستان ثابت پاتې شو. که افغانستان ویشل کېږي نو د دې سیمې ټوله جغرافیه به بدلیږي او د سیمې هیوادونه هېڅکله دېته تیار نه دي.
د جمهوریت په وروستیو کې د عدلیې د وزارت د چوکاټ دننه، ۱۰۷سیاسي ګوندونو خپل نومونه ثبت کړل. مګر دغه احزاب د درمل په ځای درد او مصیبت وو. تاسو ولی د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند جوړول ضروري وګڼل او اغېز به یې څومره وي؟
اول خو دا چې د افغانستان ستونزه تخنیکي نه ده، بلکې سیاسي ده او سیاسي ګوندونو ته اړتیا ده. سیستمونه او مذاهب په افرادو کې نه څېړل کېږي. مثلا که یو کس بدکاره وي، هېڅ څوک نه شي ویلای چې اسلام خراب دی. ځینې اصول او ارزښتونه دي چې د اسلام او موډرنې حکومتولې له مخې سیاسي ګوندونه ته اړتیا لیدل کېږي؛ ځکه ګوندونه یې کولای شي او په انفرادي ډول ناممکن دي. د بېلګې په توګه، د طالبانو تحریک پخپله یو حزب دی، اوس هغه څوک مطرح دي چې ګوند لري، بې ګونده خلک ګوښي او له صحنې د باندې دي. ځینې ښي اړخ ته لاړل او څه کیڼ ته، نتیجه دا شوه چې ملي ګوندونو رشد ونه کړ. زموږ خوځښت یو ملي حرکت دی، په جمهوري ارزښتونو ولاړ دی او دلته د نفې، حذف او انحصار لپاره هېڅ ځای نه شته.
پوښتنه: له افغانستان څخه د باندې، په لسګونو سیاسي، کلتوري او مذهبي بنسټونه جوړ شوي چې یو له دغو ډلو څخه د ملي مقاومت په نوم ډله ده او په وسله والې مبارزې ټينګار کوي. آیا ستاسو ترمنځ د همغږۍ او ارتباط کوم تارونه غزېدلي که څنګه؟
ځواب: د طالبانو په ګډون، د هېواد هېڅ سیاسي او مدني حرکت او جګړه ماره ډله د ټولو خلکو استازولي نه شي کولای، ځکه دوئ یو ته هم ملت خپله رایه نه ده ورکړې. البته، په پېل کې مو له یادې مقاومتي ډلې سره رابطه وه مګر اوس نه شته. موږ په جنګ عقیده نه لرو او تشدد د حل لاره نه بولو. د څنګ ته کولو او میم زرما ټوله زما سیاست نه پخوا نتیجه ورکړی او نه به یې په راتلونکې کې ورکړي. څرنګه چې د نظامي او جګړه مارو ډلو اجنډا او روایت ملي نه دی، نو موږ ورسره اړیکه هم نه لرو. بله بنسټیره خبره دا ده چې دوئ به دا جنګ چېرته کوې؟ بیا به ایران او پاکستان ته ځې او هلته به اډې جوړوې؟ د هغوئ ټوپک به پخپلو اوږو ږدې؟ دا خو د حل لاره نه شوه؛ له جنګ وروسته به یې تګلاره څه وي؟ بیا غواړي قدرت په زور ونیسې؟ ټول ګورو چې د زور له لارې، کله یوه ډله د واک په ګدۍ کښېني او کله بله. نه حالات سمېږي او نه د جنګ لمبې سړېږي. که سیاست مثبتې پایلې نه لري، نو د جنګ ناوړې پایلې هم زموږ د سترګو په وړاندې دي. طالبان او ټول غورځنګونه او بنسټونه دې پخپل تفکر او پالیسیو کې بدلون راولي او باید ومني چې افغانستان د ټولو ګډ وطن دی؛ هر وګړي برابر حق لري او رول یې باید خوندي وي.
پوښتنه: د تېر جمهوري نظام لوړ رتبه غړي اکثره په اختلاس او فسادونو تورن دي، آیا دوئ به د ولس په متن کې بیا ځای ومومي او په دوئ به څوک باور وکړي؟
زه د افرادو اړوند څه ویل نه غواړم چې څوک به څه رول ولوبوي؟ خو که خبره د سیستم، اصولو او حقوقو وي نو ښکاره ده چې زموږ ځیرکه او با دیانته ولس د ښه او بد انتخاب پخپله کولای شي.
وروستۍ پوښتنه: له نن څخه پنځوس کاله وروسته به تاریخ څه ولیکي چې شاه محمود میاخېل څوک دی؟
فکر کوم بهتره به وي د دې پوښتنې ځواب، تاریخ ته پرېږدم چې خپل بې پرې قضاوت وکړي.
—-------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې، مرکې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.
ادرس یې دا دی: Wali Malakzay