په هېواد کې د لوست او مطالعې فرهنګ ته وده ورکول زموږ د ټولو ملي وجیبه ده. اړینه ده، چې خپل هېوادوال او د کورنۍ غړي وهڅوو، څو د کتابونو لوست او مطالعې ته مخه کړي او ځانونه پرې عادت کړي. ځکه مطالعه د فردي او ټولنیز پرمختګ بنسټ جوړوي.
که څه هم له تېرو کلونو راهیسې په ټولنه کې د لوست فرهنګ ته د خلکو پام زیات شوی، خو د ټولنیزو شبکو ناسمه استفاده او په کې بېځایه بوختیا د مطالعې پر وړاندې یو ستر خنډ ګرځېدلی دی.
دا باید ونه ویل شي، چې ټولنیزې شبکې په بشپړه توګه د مطالعې مخالفې دي؛ بلکې که سمه استفاده ترې وشي، د خلکو لپاره ډېرې ګټورې تمامېدای شي. نن سبا ګڼ شمېر پوهان، لیکوالان، علما او فرهنګپالان په انټرنیټي پاڼو کې علمي مطالب خپروي، چې زیاتره یې د لوستلو ارزښت لري. اصلي ستونزه دا ده، چې ځینې کسان له دې زرین فرصت څخه سمه ګټه نه اخلي او خپل ارزښتناک وخت پر ناسمو بوختیاوو لکه ګېمونو، فلمونو او بېګټې لیکنیزو بنډارونو تېروي.
پخوا، که څه هم په افغانستان کې اوسنیو ټکنالوژیو ته لاسرسی نه و او چاپي کتابونه هم په ندرت موندل کېدل، خو بیا هم خلکو مطالعې ته ځانګړې پاملرنه کوله. د لوست فرهنګ د کمزورۍ له مهمو لاملونو څخه د څلوېښت کلنې جګړې زیانونه یادولای شو، چې هېوادوال یې له اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، علمي او فرهنګي ناخوالو سره مخ کړل. په ځانګړي ډول علمي قشر ته ستر زیانونه واوښتل، د ځوانانو مهاجرت زیات شو او ډېر خلک له ښوونیزو مرکزونو لرې پاتې شول، چې د مطالعې پر فرهنګ یې منفي اغېزې وکړې.
سره له دې، الحمدالله اوس بیا د مطالعې دود مخ پر ودې دی او د عامه پوهاوي له لارې هڅې روانې دي، څو د ټولنې بېلابېل قشرونه لوست او مطالعې ته وهڅول شي.
نن سبا د ټکنالوژۍ عصر دی او د مطبوعاتو ډګر هم خورا پراخ شوی دی. د هېواد په کچه ملي معتبرې ورځپاڼې او همدارنګه په ولایتونو کې اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ خپرونې شته، چې خلکو ته د لاسرسي وړ دي. همداراز، د کتابتونونو پراخ فعالیتونه او د خپرندویو ټولنو له لوري د کتابونو چاپ د مطالعې زمینه نوره هم برابره کړې ده. که څوک چاپي کتابونو ته لاسرسی ونه لري، د انټرنیټ له لارې کولای شي بېلابېل کتابونه آنلاین ولولي او یا یې ښکته (ډاونلوډ) کړي.
مطالعه د انسان د فکر د پراخېدو، د حافظې د پیاوړتیا او د پوهې د کچې د لوړولو تر ټولو اغېزمنه وسیله ده. څېړنې ښيي، چې دوامداره مطالعه نه یوازې د حافظې ځواک زیاتوي، بلکې د دماغ د نوښت او تحلیل وړتیا هم پیاوړې کوي. مطالعه انسان ته دا فرصت برابروي، چې له علمي پرمختګونو، اختراعاتو او نويو نظریو سره ژوره بلدتیا پیدا کړي. هغه څوک، چې تل علمي کتابونه او مقالې لولي د تفکر، تحلیل او تصمیم نیولو وړتیا یې لوړېږي. رواني څېړنې دا هم څرګندوي، چې لوست او ژوره مطالعه ذهني آرامتیا رامنځته کوي او د منفي افکارو پر ځای مثبت فکر پیاوړی کوي.
د ټولنې ډېری ناخوالې د ناپوهۍ له امله رامنځته کېږي او د دې تیارې د له منځه وړلو یوازینۍ لار د پوهې او مطالعې په واسطه ترسره کیدای شي.
له همدې امله اړینه ده، چې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړو او هر فرد وهڅوو، څو خپله کورنۍ، دوستان او ماشومان لوستلو او مطالعې ته تشویق کړي، تر څو یوه روښانه، پرمختللې او باخبره ټولنه ولرو.