د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکمتيار د لا ډیر امتياز په لټه کې

اجمل درمان 05.09.2016 14:53

په داسې حال کې چې له څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې افغان سفارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نمایندګۍ؛ له پاکستانه د کډوالو د ستنېدو بهیر د ګړندي کولو لپاره د «خپل وطن ګل وطن» په نوم کمپاین پیل کړی، بل لور ته ريپوټونه وايې د حکمتیار پر مشرۍ د حزب اسلامي غړیو له خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې د کډوالو د حقونو د ترلاسه کولو په نامه «د کډوالو اواز» په نوم کمپاین پیل کړی دی چې موخه يې په پاکستان کې د پاتې کيدو لپاره د افغان کډوالو هڅول دي. په دغه کمپاین کې د حمکتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار او ملګري یې کمپ په کمپ ګرځي او کډوال د خپلو حقونو اخیستلو په نوم په پاکستان کې پاتې کيدو ته هڅوي. دوی وايي، په افغانستان کې د کډوالو ستنېدنې ته شرایط نه دي برابر او د پاکستان حکومت باید کډوال افغانستان ته د تګ په پار مجبور نه کړي.
پاکستان کې همدا مهال افغانان په ډیرې سختۍ او بد حالت د ژوند شپې سبا کوي. د پاکستاني حکومت لخوا په بيلابيلو نومونو زورول کيږي، ښکنځل کيږي او زندانونو ته اچول کيږي. کورونه يې نړيږي او په بيلابيلو ډولونو بې عزتي يې کيږي. دوی هلته د پاکستاني مليشو لخوا زورول کيږي او پيسې ترې اخيستل کيږي. ډیری شنونکي له افغان کډوالو سره د پاکستان په مور او ميرې چلند نيوکه کوي او وايې په پاکستان کې طالبان ازاد ګرځي خو په کډوالو باندې يې ځمکه سور اور ګرځولې ده. ډيری وختونه پاکستاني چارواکي افغان حکومت ته د پيغور په توګه يادوي چې دا څو لسيزې يې د  افغانانو بوج په ځان منلی او نور يې نه شي زغملی. همداشان کله چې د کابل او اسلام آباد اړيکې د سياسي ملحوظاتو له مخې خړپړې شوي دي؛ سمدستي پاکستاني حکومت له افغان کډوالو په افغان حکومت د فشار د آلې په توګه کار اخيستی دی.
همدا تيره ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې امنیتي ځواکونو ۳۲۸ افغانان نیولي چې وايي له قانوني اسنادو پرته یې ژوند کاوه. ويل کيږي پاکستاني ملیشه ځواکونو دا افغانان د چاپو پرمهال نیولي. د پاکستان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د افغان کډوالو په مقابل کې چلند سخت کړی دی، چې له امله یې په دې وروستیو کې له دغه هیواد د کډوالو په ستنېدلو کې هم د پاموړ زیاتوالی راغلی دی. خلاصه دا چې هلته ميشت افغان کډوال په ډير سخت حالت کې د ژوند ترخې شيبې تيروي.
خو پوښتنه دا ده په داسې حال کې چې دمګړۍ پاکستان کې  افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ ښاغلي حکمتيار د کوم هدف لپاره ياد کمپاين په لاره اچولی دی؟
ښاغلی حکمتيار د دوه هدفونو لپاره په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کيدو لپاره کمپاين کوي.
لومړی : په وروستيو کې چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې خبرې تودې دي او د حکمتیار لخوا حکومت ته د  نورو شرطونو تر څنګ له ده سره په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو لپاره د استوګنې ځايونه او نمرې ورکول؛ حکومت د شرط په توګه ايښودل شوي دي؛ اوس د ښاغلي حکمتيار ډله  انديښنه لري که چيري افغان کډوال ټول په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي نو د دوی لخوا افغان حکومت ته دا ورکړل شوی شرط به بې ارزښته شي او  حکومت به يې شرط ونه مني. نو د دې لپاره چې د ښاغلي حکمتيار شرط پر ځای شي او  ارزښت يې کم نه شي؛ ډله يې لګيا ده په پاکستان کې د افغان کډوالو په کمپونو ګرځي او هلته د پاتې کیدو لپاره يې کمپاين کوي.
دويم : هلته د افغان کډوالو د پاتې کيدو په موخه د ښاغلي حکمتيار هڅې د دې لپاره دي چې هيواد ته د راستنيدونکو کډوالو امتياز له ځان پورې وتړي. اوس چې ټاکل شوې ډېر ژر د حکمتیار او سولې عالي شورا مذاکرت مثبتې پایلې ته ورسیږي؛ نو د حکمتيار ډله هم په دې لټه کې ده چې افغان کډوال هلته پاتې شي او بيا له حکمتيار سره د افغان حکومت  له سولې وروسته خپل هيواد ته ستانه شي. اسلامي حزب د دې لپاره چې له افغان حکومت سره د سولې تړون د لاسليک تر څنګ لا ډیره د خلکو توجه جلب کړي؛ هڅه کوي چې په پاکستان کې افغان کډوال تر يوې مودې له ځان سره وساتي او کله چې يې له افغان حکومت سره د سولې خبره نهايې شوه؛ د افغان کډوالو له پراخې جوپې سره کابل ته راشي او وښايې چې اوس هم په خلکو کې پراخ نفوذ لري.