د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حکمتيار وروستی دريځ او پر طالبانو يي اغيز

اجمل درمان 09.04.2016 15:20

د وروستيو راپورونو له مخې ګلبدين حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو له شرطه تېر شوی. د ياد حزب د پلاوي مشر امین کریم وايي، حکمتیار په هیواد کې د سولې او پخلاینې لپاره نور له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه نه کوي. ښاغلي کريم له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل د شرط په توګه نه، بلکې د یو هدف په توګه ياد کړل. ده همداراز وویل چې د ښاغلي حکمتیار لپاره دا شرط نه دی بلکې ځیني نور اصول مطرح دي. ټاکل شوې ده چې د حکمتیار پلاوی روانه اوونۍ د سولې له عالي شورا سره درېم پړاو خبرې وکړي.
کلونه کيږي چې افغان خاوره د افغانانو په وينو لمديږي، د څو لسيزو راهيسې دلته پردۍ جګړه روانه ده او بيه يي افغانانو پرې کړېده. په تير کې ټولو افغان حکومتونو په خپل وار هڅه کړې څو دلته د جګړې اور مړ کړي خو د پام وړ لاسته راوړنې يي نه دي ترلاسه کړي. په نيږدې لسيزه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅې يادولی شو چې اوسنۍ د سولې عالي شورا بنسټ هم د نوموړي په حکمرانۍ کې کيښودل شو. کرزي هم ډیرې هڅې وکړې چې له وسله والو مخالفينو سره توافق ته ورسيږي خو کومه پايله يي نه درلوده. اوس د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ د ملي يووالي حکومت هم د کار له پيله له وسله والو مخالفينو سره سوله کول د کاري لومړيتوب په توګه يادوي. په همدې موخه په نړيواله کچه کنفرانسونه هم داير شول، د پګواش غونډې ترسره شوې، د امريکا، چين او پاکستان په منځګړيتوب څلور اړخيزې ناستې ترسره شوې او آن دا چې د سولې عالي شورا په جوړښت کې هم بدلون راوستل شو؛ خو دوی هم هغه څه ترې ترلاسه نه کړل؛ کوم چې ولس هيله درلوده.
د ملي يووالي حکومت په وروستيو هڅو کې د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي له افغان دولت سره د سولې خبرې پيل کړې. تر دې دمه يي له افغان حکومت سره څو وارې ګډې ناستې هم ترسره کړي دي او ويل کيږي چې په نيږدې راتلونکې کې به توافق ته هم ورسيږي. که څه هم دلته په حکومت کې دننه ځينې ډلې ټپلې، له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو مخالفت کوي خو باور مو دی چې له حکمتیار سره سوله د هیواد له امنیت سره مرسته کوي او نورې ډلې هم هڅولی شي چې د سولې او پخلاینې لار خپله کړي ځکه په هيواد کې به د حکومت هغو مخالفو ډلو ته د جګړې لپاره دلیل پاتې نه شي چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې جګړه پر مخ بيايي. دلته بل د پام وړ ټکی دا دی چې په هيواد کې به جګړه په یوې مخې ختمه نه شي او د حکومت ټول مخالفان به وسله په ځمکه کينږدي ځکه دلته په افغان جګړه کې دوه ډوله د حکومت مخالفې ډلې له حکومت سره په جګړه کې ښکېلې دي.
لومړۍ ډله : لکه څرنګه چې اوس ټول ولس او نړۍ ته هم په ډاګه شوې چې دلته په افغانستان کې جګړه د افغانانو داخلي جګړه نه، بلکې د لويو استخباراتي کړيو جګړه ده؛ نو ښکاره ده چې يوه ډله د حکومت مخالف وسله وال هغه څوک دي چې له بهرنيانو او لويو استخباراتي کړيو مالي او معنوي ملاتړ ترلاسه کوي. دوی هغه وسله وال دي چې د پاکستان، ايران او امريکا په شمول د سيمې او نړۍ د نورو هيوادونو لخوا مالي او پوځي تجهيز او روزنه ترلاسه کوی او د هغوی په اشاره ټوپک په اوږه ګرځوي. دوی په هر حالت کې د نورو په غوښتنه جګړه کوي او د افغان حکومت او حکمتيار تر منځ سوله به د دوی په لوړه کچه چارواکو د پام وړ اغيز ونه کړي خو دلته بيا د هغو طالبانو لپاره زرين چانس او موکه برابريږي؛ کوم چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخي جنګيږي. د دوی لپاره به بيا د جګړې هيڅ دليل شتون ونه لري.
دويمه ډله : دلته په افغانستان کې د حکومت په مخالف لوري کې د جګړې بل اړخ بيا هغه وسله وال دي چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې ټوپک په اوږه ګرځوي. دوی په هيواد کې د سراسري اسلامي قانون او عدالت غوښتونکي او د ډيموکراسۍ خلاف دي. که چيري حزب اسلامي له حکومت سره سوله کوي نو دلته به بيا د دغه طالبانو لپاره هم د جګړې دليل ختم شي. د دوی لپاره بيا ښه چانس دی چې ټوپک له اوږدې ښکته او قلم په لاس واخلي او د جنګي مبارزې پر ځای؛ سياسي مبارزه پيل او د خپل هيواد په آبادۍ کې برخه واخلي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې کولو يو لوی مثبت ټکی دا دی چې که حکمتیار پوځي مخالفت په سیاسي مخالفت بدل کړي، ډير امکان شته چې د اسلامي حزب بېلابېلې ډلې پر ځان راټولې کړي او پر یوه مهم قوت بدل شي ځکه چې دغه ګوند د پام وړ نفوذ لري. دا يو حقيقت دی چې نور د دولت مخالف وسله وال هم له جنګ او جګړو ستړي دي او د سیاسي فعالیت ملاتړ کوي.