د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امنيتي ځواکو ليکې بايد چاڼ شي

اجمل درمان 22.06.2016 12:07

که څه هم په تير کې په ځلونو ــ ځلونو بيلابيلو سياسي شخصيتونو او چارواکو ويلي چې د حکومت دننه پنځم ستون شتون لري چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې سره په تخريبي اعمالو کې مرسته کوي خو هيچا دا جرأت نه کولو چې دغه پنځم ستون بربنډ کړي. اوس تيره ورځ د وردګو د امنيه قوماندان خليل اندرابي په رينجر موټر کې د بغلان لپاره د طالبانو نظامي مسول نيول کيدلو په ډاګه کړه چې د حکومت په منځ کې پنځم ستون شتون لري. دې پېښې یو ځل بیا هغه شکونه نور زیات کړل چې پر اساس یې ویل کېدل له طالبانو سره ځیني امنیتي چارواکي په پټه مرسته کوي.
راپورونه وايي چې د بغلان لپاره د طالبانو پوځي مسوول قاري ظاهر وړمه ورځ د میدان وردک د امنیه قوماندان خلیل اندرابي په رینجر موټر کې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري په بغلان ولایت کې نیول شوی دی. قاري ظاهر له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ټپي شوی و او د پولیسو په موټر کې کابل ته وړل کېده چې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت منسوبانو په خنجان کې ونیوه. د يادې پيښې په ترسره کيدلو سره د حکومت په منځ کې د پنځم ستون د شتون شکونه لاهم زیات شول.
پوښتنه دا ده چې پنځم ستون څه ته وايې او څه ډول د حکومت دننه فعاليت کوي؟
دغه خاين قشر د امنيتي ځواکونو په روحيې کوم اغيز لري؟
پنځم ستون هغه ډلې او ډلګۍ ته ويل کيږي چې د دولت يا سازمان له منځه د هماغه دولت او يا سازمان په خلاف کړنې ترسره کوي او په بحراني حالت کې يې د کړنو په مقابل کې دريږي. دغه کلمه د هسپانيه (۱۹۳۶‌- ۱۹۳۹) کلونو له کورنيو جګړو څخه سرچينه اخلي. هاغه مهال د جمهوري غوښتونکو په مقابل کې د اردو یو جنرال د فرانسیسکو فرانکو په نوم  قیام وکړ او له څلورو (شمال، جنوب، ختيځ او لويديځ) خواوو يې پر پلازمينه مادريد بريد وکړ او بيا يې مقابل لوري ته پيغام واستولو چې «مونږ له څلورو خواوو د مادريد په طرف مخ پر وړاندې درروان يو خو ګورئ تاسې يوازې په دې څلورو ستونونو حساب مه کوئ. بلکې پنځم ستون هم لرو چې هاغه دننه په مادريد او حتا ستاسو په منځ کې شتون لري او زمونږ لپاره کار کوي. دوی ستاسي له عقايدو او نظرونو سره مخالفت لري او کړنې یې په غير مستقيمه توګه زمونږ په ګټه دي. که زمونږ له څلورو ستونونو ډار نه لرئ نو له دغې پنځم ستون څخه وډار شئ چې ستاسې په منځ کې شتون لري او زمونږ د څلورو خواوو قواوو ته؛ ښار ته د ننوتلو لپاره زمينه سازي کوي».
د هسپانيې له کورنيو جګړو وروسته بيا د پنځم ستون اصطلاح سياست ته داخله شوه او په نورو هيوادونو کې هم عامه شوه. په ټوله کې پنځم ستون هغه ډلو او ډلګيو ته ويل کيږي چې په شعوري او لا شعوري توګه د دښمن په ګټه او دولت او سازمان په خلاف کړنې ترسره کوي. افغانستان هم له دغې پديدي په امان کې پاتې نه دی او د نظام دننه داسې اشخاص شته چې د حکومت له منځه د حکومت پر ضد غږ پورته کوي. دلته داسې خلک ډير شتون لري چې د حکومت وزير وي، تغذيه يې له بيت المال نه کيږي او د حکومت له ادرسه ډير امتيازات ترلاسه کوي خو کارونه يې ټول د حکومت او نظام پر ضد او په شعوري او يا لاشعوري توګه د دښمن په ګټه دي. د نمونې په توګه يې يوازې په امنيتي ليکو کې د پنځم ستون شتون ته اشاره کوو.
تاسې ته به ياد وي چې څه موده وړاندې يو ځانمرګی بريدګر په دې توانيدلی و چې د کابل امنيه قوماندانۍ کليدي برخې د امنيه قوماندان شعبې ته ځان رسولی و او چاودنه يې وکړه. دا چا تر امنیه قوماندانۍ او بيا د قوماندان تر شعبې ورسولو؟ همدغه ډول د کابل ښار له کلکو امنيتي سربير بيا هم ښار ته له چاوديدونکو توکو ډک موټر داخليدل او بيا په شا شهيد سيمه کې چاودنه کول هم په حکومت کې دننه د پنځم ستون په شتون دلالت کوي. همداراز په ننګرهار او مزار شريف کې د هندوستان قونسلګريو ته د ځانمرګو بريدګرو ننوتل د حکومت په دننه کې د پنځم ستون د شتون خبر کره کوي. که پلټنه وشي په هيواد کې ۹۰ سلنه ترسره شوي خونړي بريدونه د پنځم ستون د همکارۍ له امله دي.
دا خاين قشر نه يوازې دا چې د بريدونو ترسره کولو لپاره له بريدګرو سره د بريد موقعيت ته په رسيدو کې مرسته کوي بلکې له وسله والو سره نظامي مرستې هم کوي. دوی چې خپل وجدانونه يې پلورلي وي؛ د امنيتي ځواکونو لباس، وسلې او اعاشه هم وسله والو مخالفينو ته انتقالوي. همداراز دوی (پنځم ستون) له هیواد او امنيتي ځواکونو سره د مادي خيانت ترڅنګ معنوي خيانت هم کوي. معنوي خيانت په دې معنا چې کله چې يو سرباز او يا افسر په دې پوه شي چې د دوی قوماندان او بل لوړ رتبه چارواکی له دښمن سره لاس لري او دوی يې پلورلي دي نو د جنګ په لیکو کې د امنيتي ځواکونو په مورال خورا منفي اغيز لري. امنيتي ځواکونه بيا په لوړ مورال او ډاډ له دښمن سره د مقابلې کولو وړتیا له لاسه ورکوي.
له دې پيښې چې د وردګو د امنيه قوماندان خليل اندرابي په رينجر موټر کې د طالبانو نظامي مسول چې د درملنې په موخه کابل ته ليږدول کيده؛ له دې پيښې وروسته حکومت ته په کار ده چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې چاڼ پيل کړي او دغه خاين قشر که په هره کچه وي ولس ته بربنډ او د قانون منګولو ته وسپاري. که داسې ونشي نو له دښمن سره په مقابله کې به مو خدای مکړه د امنيتي ځواکونو لوړ مورال زينمن شي.