د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جانکېري نسخه ولې بدله شوه ؟

اجمل درمان 12.04.2016 12:26

کابو يو نيم کال وړاندې د ۱۳۹۳ کال د وږې په ۳۰ مه نيټه د امريکا د بهرنيوو چارو وزير جان کيري په منځګړتوب د افغانستان ولسمشرۍ د ټاکنو وروسته رامنځته شوي بحران د ختمولو لپاره د دوو نوماندانو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شو. دغه هوکړه ليک چې سياسي توافق بلل کيږي، پر اساس يي اشرف غني د ولسمشر په توګه د لوړې تر مراسمو وروسته په دريمه ورځ د يو فرمان له لارې عبدالله عبدالله د اجرايه رييس په توګه وټاکه او په دې ترتيب د ملي يووالي حکومت د کار په لومړۍ ورځ د قانون پښتۍ ورماتې کړې. د ملي يووالي حکومت له رامنځ ته کېدو راهیسې تر ننه د دواړو مشرانو ترمنځ خپلمنځي ناندرۍ روانې دي. له هيواده د کاري ځواک تېښته، د پانګې فرار، د ناامنیو پراختیا او اداري فساد د ملي يووالي د حکومت د يو کلنې دورې په لمن هغه تور داغونه دي چې د ولس او حکومت تر منځ د واټن د پيدا کيدو سبب شول.
د ملي يووالي معجون مرکب حکومت چې د جانکېري نسخه وه په سياسي هوکړه ليک کې یي ويل شوي و چې له دوه کالو وروسته به ولسمشر لويه جرګه دايروي، په اساسي قانون کې به ځينې تعديلات راولي او د اجرايه ریاست څوکۍ به د صدارت په څوکۍ بدلوي. خو اوس تيره ورځ کابل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جانکېري له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ګډه کنفرانس کې د ملي يووالي د حکومت پخوانۍ نسخه بدله او عمر يي له دوو کلونو څخه تر پنځو کلونو وغځاوه. نوموړي په خپله تيره نسخه سترګې پټې کړې او زياته يی کړه چې د ملي يووالي حکومت عمر پنځه کاله دی او په دغه هوکړه‌ لیک کې يي د کار د پای لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې. د جان کېرې له دې پرېکړې سره هغه ګنګوسې رد شوې چې ګواکې له دوو کلونو وروسته د ملي يووالي حکومت د مشروعیت له کړکېچ سره مخ کېده.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د ملي يووالي حکومت د بنسټګر جانکېري لومړۍ نسخه چې پر اساس يي بايد په دوو کلونو کې لويه جرګه داير، په اساسي قانون کې تعديلات رامنځته او د اجرايه رياست څوکۍ د صدارت په څوکۍ بدله شوی وای؛ ولې بدله شوه او پر ځای يي نوې نسخه د پنځو کلونو لپاره ورکړل شوه؟
په دې کې خو شک نشته چې امريکا په افغانستان کې له سياسي پلوه د ضعيف او نامشروع حکومت غوښتونکې ده خو په ټوله کې ويلای شو چې دوه لاملونه شته چې جانکېري يي د خپلې نسخې بدلولو ته اړ کړ:
۱ــ له هغه بد نوم څخه ځان ژغورل چې په افغانستان کې د لويې جرګې د دايريدو په صورت کې به د ملي يووالي حکومت په جوړښت کې تغيرات راتلل، د واک واګی به يو نفر ته په لاس ورتلو او په دې ترتیب به د جانکيري د دوه سره حکومت نسخه؛ لکه څنګه چې ده؛ ناکامه بلل کيده. په دې معنا؛ لکه څنګه چې ولس په تيره يو نيم کلنه دوره کې د ملي يووالي له کړنو ډير سخت بيزاره دی نو که اوس جانکيرې د ملي يووالي حکومت کاري موده نه وای غځولی او لويه جرګه دایر شوی وای نو پرته له شکه به لويي جرګې دوه سره حکومت له منځه وړو، په واک کې به يوازې اشرف غني پاتې کيدو او عبدالله به يي د ولسمشرۍ په لومړي معاونيت او ځينو نورو امتيازاتو راضي کولو او جنرال دوستم ته به يي اعلی سرقومانداني او پوځي مارشالۍ رتبه ورکوله؛ نو په دې صورت کې به بيا نړيوالو ته هم ثابته شوې وه چې په افغانستان کې د جانکېري د ملي يووالي حکومت نسخه ناکامه ده ځکه خو لويي جرګې دا نسخه فسخه کړه. جانکيري له همدغه شرم څخه ځان وژغوره او درې کاله نور يي هم ولس دوه سره حکومت منلو ته اړ کړ.
۲ــ د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په خاطر يو ځل بيا په ولس د دوه سره، ناکاره او ضعيف حکومت تپل، په افغانستان کې خپل حضور ساتل او وسله والو مخالفينو ته په لوی لاس په افغانستان کې د جګړې دليل په لاس ورکول چې اساس به يي افغان حکومت له مخالفينو سره په جګړو او خبرو بوخت وساتي او په آسانۍ سره به خپل اهداف ترلاسه کړي.