د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که له حکمتيار سره سوله وشي ..!

اجمل درمان 26.04.2016 12:03

د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب کلونه کيږي چې په افغانستان کې د موجوده حکومتونو سره په وسله واله جګړه بوخت دی. د افغان حکومت له بلې وسله والې مخالفې ډلې (طالبانو) سره هم جنګي مخينه لري او په افغان حکومت کې له يو شمير دخيلو کړيو په ځانګړي توګه له شمالي ټلوالې سره يې هم له پخوا راهيسې په اوړو کې شګه شتون لري. د دغه ګوند رهبر ګلبدين حکمتيار چې ويل کيږي د پاکستان په شمشتو کمپ کې استوګنه لري؛ په وروستيو کې د وسله والې مبارزې پر ځای د سياسي مبارزې په ترسره کولو سره سر راپورته کړي. شنونکي په دې اړوند چې حکمتيار ولې په خپل دريځ کې ۱۸۰ درجې بدلون راوست؛ بيلابيل نظرونه لري.
ځينې شنونکي وايې چې حکمتيار په وروستيو کې ځان په سياسي انزوا کې ايساريدونکی وليد نو ځکه يې افغان حکومت ته په خپلو شرطونو د چليپا کرښه راښکله او پرته له هغه شرطه چې تل يې پرې ټينګار کاوه؛ سولې ته غاړه کيښوده. دوی دليل راوړي چې په وروستيو کلونو کې اسلامي حزب څو ټوټې شوې چې ځينې يې په حکومت کې هم په لويو څوکيو پاتې شوي دي. دغه ډله شنونکي د بيلګې په توګه د حميدالله فاروقي، وحيدالله سباوون او عبدالهادي ارغنديوال ډلې يادوي چې په تيرو ټاکنو ځينو يې له اشرف غني؛ ځينو يې له عبدالله او ځينو يې له قطب الدين هلال ملاتړ څرګند کړی و. نو د دې لپاره چې هم د خپلو ملاتړو له کمښت سره مخ نه شي او هم په سياست کې مطرح پاتې شي ښاغلي حکمتيار غوره وبلله چې له افغان حکومت سره پرته له شرطه روغې جوړې ته حاضر شي.
بله ډله شنونکي بيا وايې چې د حکومت د يو شمير نورو مخالفو وسله والو ډلو په څېر د اسلامي حزب ډله هم نور له جنګه ستړې شوې د جنګي مبارزې پر ځای د سياسي مبارزې غوښتونکې ده نو ځکه يې له خپل هميشني شرط پرته له افغان حکومت سره روغې جوړې ته حاضره شوه. دوی وايې چې حکمتيار له پخواني حکومت سره هم د سولې په موخه په لسګونو ځله خپل استازي افغان حکومت ته را استولي و خو دا چې د حزب مهم او لوړپوړي غړي په حکومت کې په لويو څوکيو ګمارل شوي و نو تير حکومت يې وسله واله مبارزه بې ارزښته وګڼله او سوله يې ورسره ونه کړه.
په هر صورت مونږ په دې غږيږو چې که له ښاغلي حکمتیار سره سوله وشي نو د افغانستان په سياسي جوړښت او د افغانانو په ژوند کې به کوم بدلون راشي؟
۱ــ لکه څرنګه مو چې په خپله تيره ليکنه کې هم پرې بحث کړی و چې د حکمتیار سره سوله به لويه کچه د ملا منصور ډلې په لوړ پوړو طالبانو کوم اغيز ونه کړي خو بیا هم وايو چې له حکمتيار سره سوله به د هغه طالبانو لپاره په افغانستان کې د جګړې دليل له منځه يوسي؛ کوم چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې جنګيږي. د اسلامي حزب سره سوله به له يو لوري د حزب اسلامي د وسله والو سره جګړې ته د پای ټکی کيږدي او له بل لوري به د ملا منصور ډلې په طالبانو کې د جنګي مبارزې پر ځای د سياسي مبارزې هيلې راوټوکوي.
۲ــ افغان حکومت او د سولې عالي شورا ته به يي ګټه دا وي چې د اوړو پوزه به پيدا کړي ځکه د کرزي د حکومت په شمول تيرو حکومتونو و نه شو کولی چي حکمتيار سولې ته رامات کړي ، خو د اشرف غني او عبدالله تر منځ شريک حکومت لپاره به دا په کور دننه او له هيواده بهر يوه لويه لاسته راوړنه وي چي په دې توانيږي چې د څو لسيزو جنګي قوماندان سره روغې جوړې ته رسيږي.
۳ــ د هغه متل په مصداق چې ( تربور له تربوره ډاريږي ) د حکمتيار سره په سولې به د حکومت دننه دهغو کړيو په ځانګړي توګه د شمالي ټلوالې زور هم کم شي د اسلامي حزب سره جنګي سابقه لري او اوس د حکومت غوښينه برخه جوړوي. ځکه په شمال کې به د زور او واک تعادل رامنځته شي. بيا به هيڅوک په يو ولايت کې د جلا حکومت او امپراطورۍ د جوړولو هڅه ونه کړي.
۴ــ د اسلامي حزب ټولې پاشل شوې ډلې به په یو واحد رهبر او يو نوم راټولې شي او په دې ترتيب به ښاغلي حکمتيار ته د سالم سياست کولو زمينه برابره شي.
۵ــ د حکمتيار سره سوله به په اوسني حکومت او د سولې په عالي شورا د خلکو تللی باور يو اندازه بيرته ترلاسه شي.