د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څڼورکي کاکا ته د ټپي کوچني زارۍ

اجمل درمان 20.04.2016 12:04

هی ..!
ما مه وژنئ
زه مسلمان يم، ما ته شپږ کليمې هم زده دي، سهار وختي مې لمونځ وکړ او د مسجد له قاري صاحب مې سبق هم وويلي.
د نن سبق مې دا و چې :
بسم ا لله الرحمن الرحیم
} وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا} {وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا} ﴿النساء: ۲۹-٣٠﴾
ژباړه: او خپل ځانونه مه وژنئ، بېشکه الله پر تاسې مهربان دی. او څوک چې په ظلم او تیري کولو سره دا کار)ځان وژنه( ترسره کړي، نو مونږ به ډېر ژر هغه د دوزخ په اور کې وغورځوو او دا الله ته ډېره اسانه ده.
قاري صاحب د نن د سبق تفسير داسې وکړ : دا مبارک آیت شريف په د انتحار او انفجار او ځانمرګي حراموالی په صراحت سره بيانوي. ځکه چې انساني نفس د انسان خپل ملکیت نه دی او نشي کولی هرډول ناروا تصرف په کې وکړي، بلکې دا یو ستر الهي امانت دی، دخپل نفس وژل د بل نفس د وژلو د ګناه څخه زیات او حرام عمل دی، ځکه انتحار کوونکی هم خپل ځان وژني او هم د خپل ځان د وژلو په واسطه نور انسانان له منځه وړي.
نو پوښتنه کوم؛ هی څڼورکی کاکا ..!
ما ولې وژنې ؟
ما نه سبق پاتې کيږي، زما تفسير نيمګړی کیږي،
ما مه وژنه، زه غواړم قاري شم او نورو ته قرآن ورسوم، زه مې د خوږ پيغمبر ص حديث شريف باندې عمل کوم، زما پيغمر ص راته ويلي چې ( خيرکم من تعلم القران و علمه) ژباړه: قرآن زده کړئ او نورو ته يې هم وښيئ ..!
څڼورکیه کاکا جانه ..! زه مسلمان يم، زه انسان يم، زه معصوم يم. زه يتيم يم،
خیر دی ما مه وژنه ..!
خیر دی ما مه وژنه ..!

د پروني بريد په وير
اجمل درمان