د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آی ايس آی هوډ لري چې په نړيواله کچه افغانان بدنامه کړي

اجمل درمان 24.07.2016 13:31

څو ورځې وړاندې د جرمني د بایرن ایالت اړوند د ورزبرګ په سیمه کې یو  ځوان په اورګاډي کې د تبر او چاقو په واسطه په خلکو بريد وکړ او څو تنه يې ټپيان کړل. بريدګر له بريد وروسته د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو. داعش ډلې د يادې پيښې د مسوليت منلو تر څنګ له بريد وروسته بريدګر ته منسوبه هغه ويډيو هم خپره کړه چې ويل کيږي بريدګر په کې د بريد لپاره چمتوالی ښايې. په دې ویډو کې، اوولس کلن هلک چې په پښتو خبرې کوي او ویل کیږي چې ریاض احمد دی، یوه چاړه په لاس کې خوځوي او وایي داسې برید یې پلان کړی چې د فرانسې پیښه له خلکو هېره شي. په لومړيو کې د جرمني د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیمن ويلي و چې د پېښې عامل ۱۷ کاله عمر لري او افغان دی. خو وروسته له څيړنو څرګنده شوه چې بریدګر افغان نه بلکه پاکستانی دی. اوس د جرمني رسنيو سره په خبرو کې د ترهګریزو چارو کارپوه ایلمار تیویشن ويلي چې، ترهګر اصلا د پاکستان اوسېدونکی دی خو په جرمني کې یې خپل نوم له محمد ریاض څخه ریاض خان احمدزي ته بدل کړی دی.
پوښتنه دا ده چې بريدګر ولې او چا له محمد رياض څخه په رياض خان احمدزي کړ؟
ولې يې پاکستانی هويت په افغاني هويت بدل شو او له دغې کار څخه اصلي موخې څه دي؟
له هغه وخته چې شوروي پر افغانستان يرغل وکړ او بیا د مجاهدينو د خپل منځي او د افغانستان د کورنيو جګړو پر مهال افغانان له هيواده کډه کولو ته اړ شول او په پاکستان کې يې پناه واخيسته؛ پاکستان له افغانانو په ځانګړي توګه له ځوانانو خورا ناوړه ګټه پورته کړه. د دې تر څنګ چې افغانانو د پاکستان په آبادۍ کې ستر رول لوباوه؛ د پاکستان استخباراتي ادارې افغان ځوانان د ترهګريزو بريدونو لپاره روزل. له هغې نه وروسته بيا کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امريکا د طالبانو د نظام نسکورولو لپاره په افغانستان بريد وکړ او دلته ميشته شوه؛ د پاکستان استخباراتي ادارې (آی ايس آی) په افغانستان کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د بريدونو لپاره؛ افغان ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو او نورو ترهګریزو حملو د ترسره کولو په موخه روزنه پيل کړه. د ترهګرو د روزنې مدرسې يې جوړې کړې او کلنۍ بوديجه يې ورته ځانګړې کړه.
اوس چې د محمد رياض په نوم پاکستاني د افغان په نوم د جرمني د بایرن ایالت اړوند د ورزبرګ په سیمه کې ترهګريز بريد کړی دی؛ نو د پاکستاني پوځ او استخباراتو ايډيالوژۍ ته په کتو دا په ډاګه کيږي چې دغه تنکی بريدګر هم د یادو ادارو له خوا د بريد ترسره کولو ته هڅول شوی دی. خو دلته بيا هم پوښتنه دا ده چې ولې د بريدګر پاکستانی هويت په افغاني هويت بدل شو له دغې کار څخه د پاکستان هدف څه دی؟
لومړی راځو دېته چې ولې د بريدګر پاکستان هويت په افغاني بدل شو؟. لکه څرنګه چې په وروستيو کې د افغانستان د امنيتي وضعيت د ترينګلتيا او اقتصادي رکود له امله په ميلونونو افغانان بهر ته په ځانګړي توګه جرمني ته کډوال شوي دي او د نورو هيوادونو په نسبت په جرمني کې د افغان کډوالو د پناه ترلاسه کولو چانس ډیر دی؛ نو آی ايس  آی هم همدا فکر کړی دی چې که د افغانانو په نوم پاکستاني اتباع په جرمني کې د پناه ترلاسه کولو غوښتنه وکړي نو پرته له شکه به يې د پناه ترلاسه کولو چانس ډير وي. په همدې موخه يې د پاکستاني ترهګر نوم له محمد رياض نه په رياض خان احمدزي تبديل کړو.
آی ايس آی څه غواړي؟
په وروستیو کې د پاکستان ترهګريزه څېره نه يوازې افغانانو ته ښه برنډه شوې ده بلکې نړۍ ته هم په ډاګه شوه چې پاکستان ترهګرپال او ترهګر زيږی دی. اوس چې په جرمني کې په اورګاډي کې بريد ترسره کيږي؛ دا په نژدې یوه میاشت کې په افغانستان سربېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې څلورمه ترهګریزه پېښه ده چې پاکستاني اتباع یې ترسره کوي. د جولای په اوایلو کې یوه پاکستاني تبعه ګلزارخان په سعودي عربستان کې ځانمرګی برید وکړ، بیا په هسپانیا کې په دوه جلا جلا پېښو کې څلور تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په تور ونیول شول، ورپسي په جرمني کې بل پاکستانی ايران ته د جاسوسۍ په تور ونيول شو او دا تازه پېښه بیا هم په جرمني کې ترسره کيږي نو دا ټولي پيښې نړۍ ته د پاکستان اصلي ترهګريزه څېره لا ښه څرګندوي. نړۍ اوس په قوي باور په دې نظر ده چې پاکستان ترهګر پال او ترهګر زيږوونکی هيواد دی  او بايد منزوي شي. نو پاکستان او د دې لپاره چې د ترهګرۍ پالنې دا تور نوم له ځانه ليرې او يا کم تر کمه خپل سيال ځان ته پيدا کړي؛ افغانستان هم له ځان سره په دغه پديده ککړوي او غواړي چې په نړۍ کې افغانان بدنامه کړي او د ترهګرۍ نوم له افغانستان سره وتړي.