د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د معاصر افغانستان ننګونې او فرصتونه (اوومه برخه )

محمد عارف رسولي 03.04.2016 09:39

سریزه
د دې لړۍ په تیرو برخو کې د هیواد په خارجي او داخلي ستونزو، ننګونو او فرصتونو او حل لارو یو څه بحث وشو. دا مقاله هم د هغې لړۍ برخه ده او په داخلي ننګونو کې یې شمیرلای شو. هیله ده درانه لوستونکي ورڅخه ګټه پورته کړي.

له سیمه ایزو او نړیوالو طاقتونو سره په اړیکو کې زموږ ننګونې
 تر یو څو مشرانو د تاریخ په ځینو محدودو وختونو کې وراخوا زموږ معاصرې سیاسي څیرې په سترو جیوپولیټیکي، او جیو ستراتيژیکو نړیوالو اړیکو او مسئلو ښه نه پوهیدل. زموږ د ملت ډېری خلک بلکه زیاتې سیاسي څیرې اوس هم سم نه پوهیږي او ځان تیرباسي چې زموږ ستراتیژیک موقعیت، زموږ طبیعي او د اوبو زیرمې د ګټو ترڅنګ موږ ته په تیر تاریخ او په اوس وخت کې څه ننګونې او د چا لخوا پیښولای شي، او د کومو بهرنیانو د کومو لاس وهنو لاملونه شوي او تر دې وروسته هم کیدای شي.  
دا زموږ په تیر تاریخ او ټولنیز او سیاسي ژوند کې ډېرو ښکیلو خواووته دومره نه وه مالومه چې زموږ حریص ګاونډیان به څنګه په خپلو اړیکو کې دې ته ګوري او خپلې ګټې به خوندي کوي او موږ ته څه کول پکار دي.
روښانه ده چې زموږ ګاونډیانو تل غوښتل او اوس هم غواړي چې زموږ په ځاي مهمې سیمه ایزې پروژې لکه، د غازو او برښنا د انرژۍ نل لیکې او ستراتیژیک نړیوال اقتصادي دهلیزونه چې څو ملکونه سره نښلوي د هغوی له خاورې تیر شي او موږ ورڅخه بې برخې شو. که څه هم افغانستان ښه جغرافیوي موقعیت لري او د سترو نړیوالو پروژو لپاره ښه مناسب فرصت لري خو زموږ ځینو همسایه ګانو تل هڅې کړې چې دوی یې ترلاسه کړي. همدارنګه، هغوي هڅه کوي چې داسې شرایط په موږ راولي چې موږ د خپل ملک له اوبو سمه ګټه نشو پورته کولای، او د تل لپاره یې ټوله برخه هغوي وکاروي. په دې هکله د هغوي ستراتیژي داده چې زموږ ملک نا ارامه، په شخړو کې راګیر او بیوزله وساتي.
په تاریخي لحاظ موږ سمه نه وه درک کړې چې څنګه د اسیا په ترانزیتي لارې بدلیدلای شو، کوم شرایط ، ظرفیتونه او وړتیاوې ولرو چې له خپل ستراتیژیک موقعیت او شته طبیعي زیرمو څخه سم کار واخلو او د نورو له شره ځان خلاص کړو. زموږ نژدېوالی د نړۍ د سترو طاقتونو لکه هند، چین او روس سره زموږ ګاونډیانو او نورو نړیوالو قدرتونو ته څه مانا لري، راته څه ګټې او تاوانونه لري او څنګه ورڅخه په هوښیارۍ کار واخلو.
زموږ کم شمیر سیاسي ملي لوبغاړو تر یوې محدودې کچې کله ناکله د نړیوالو طاقتونو په منځ کې یو نسبي انډول ساتلی دی، به نړیوالو شخړو او جګړو کې بې طرفه پاته شوي دي، خو پخواشینۍ سره له اړونده سولې او ثبات څخه یې بیا سمه ګټه نه ده پورته کړې، په مزو او چړچو کې ډوب شوي، د غفلت په خوب ویده شوي دي، د خپل منځي اختلافاتو ښکار شوي، او د ملک د پرمختګ او په ځان بسیا کیدو لپاره یې کوم د پام وړ کار نه دی کړی.
په نورو وختونو کې زموږ د ملک ځینو ساده، بې تجربې، او په سیاست کې نابالغه مشرانو د نورو د فکري او ایدیولوژيکي شعارونو په لومه کې ګیر شوي، او دایې نه ده درک کړې چې پردي ملکونه د ځان او خپلو ګټو لپاره کار کوي او نه ښایي چې تر اړینې کچې زیات ورباندې تکیه وشي. ځینو خو په خواشینۍ سره د خپلې ړندې مفکورې په بنا خپلو ملي ګټو ته د نورو سره د پیوستون له لارې کتلې دي او خپله مدینه فاضله یې په پټو سترګو د نورو د هرڅه په منلو کې لیدله او خپل ټول هویت یې ورته له نظره غورځولی و. نورو هم د هیواد پالنې او ملي ګټو ته سم پام ونکړ او خبره ورڅخه ورانه شوه.
موږ د نړیوالو سترو قدرتونو او د سیمې د طاقتونو د روابطو په انډول کې کله هم زیات بریالي نه وو. موږ د یوه داسې ملي فکر چوکاټ رامنځته نکړ چې د هغه له مخې د خپلو ملي ستراتیژیکو او تاکتیکي ګټو او شته خطرونو په هکله معیارونه او سمه ارزونه ولرو. زموږ په ګډ سیاسي شعور کې د دې سم توپیر نشته چې بنسټیز ستر خطر له لیرې سترو طاقتونو دی  او که له هغو سیمه ایزو طاقتونو چې ورسره لانجې لرو. ځکه موږ د هغوی ستراتیژیکي ګټې په خپل ملک کې سمې نه وې درک کړې. موږ اوس هم سم نه پوهیږو چې د چا زموږ په ملک کې کومې ګټې دي. کومې یې روا او موږ ته بدې نه دي، کومې یې لږ او کومې یې زیاتې مضرې او د منلو وړ نه دي.

زموږ د دې پاته راتلو بنسټیز لاملونه څه دي؟
د پورته پاته راتلو به لاملونه زیات وي. کیدای شي د راز راز مسلکونو او پخوانو تجربو خاوندان به له ډول ډول زاویو ورته ګوري. خو داسې فکر کیږي چې زموږ په ملک کې د یوه اوږده وخت لپاره د یوه سم نظام نه ټینګښت، د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکمیت، او سیاسي ثبات د نشتون او کودتا ګانې به تر نورو ستر او مهم لاملونه وي.
که موږ د یوه اوږده مهال لپاره د یوه سم نظام خاوندان وای، د هغه نظام تر سیوري لاندې به په موږ افغانانو کې هم دا وړتیا پیدا شوې وای چې په پخپلو نړیوالو اړیکو ستراتیژیک فکر او سمې پریکړې وکړو. کله چې په دې خبرو د فکر یو څه موکه برابره شوې ده، له کوم ستر ملي تراژیدۍ او کوم ستر ناورین، کودتا، د رژیم له بدلون، داخلي کشمکشونو او یا د نورو د عسکري مداخلې سره مخ شوي یو. دلته د دې ناخوالو یاد د دې لپاره اړین دی ترڅو اوس ورته ځیر شو، د نظام د اصلاح، ودې، تداوم، ښې حکومتولۍ، او د قانون د پلي کولو لپاره په ملي عزم ګډې هڅې او نه ستړې کیدونکي ګامونه واخلو. که دا کار موږ سم وکړو نو له تاریخه به مو سمه زده کړه کړې وي.
تر زیاتو ملي قربانیو وروسته د جګړو په ډګر کې بریالي شوي یو خو له دې سرښندنو مو سمه ګټه نه ده پورته کړې او له څو لسیزو وروسته بیا په موږ د جګړو ناولی وخت راغلی، بیا مو په همغه خبیثه دایره کې مزل کړی دی، او اوس هم پکې لګیا یو. وبه لیدل شي چې کله موږ خپلو تیروتنو ته ځیر کیږيو، کله دا وخت راځي چې د شخړو دا خبیثه دایره ماته کړو او دا تاریخ بیا تکرار نکړو. هر با وجدانه او باایمانه افغان یقین کولای شي چې هرڅومره چې دا کار زر وشي د ټول ملت په ګټه دی.
د دې خبرې مانا دانه ده چې په ټول ویاړلي ملت کې هیڅ څوک نه پوهیږي بلکه مطلب دادی چې په دې اړه اړین پوره کدرونه نلرو، او هم د ملت په اړوندو قشرونو، پرګنو، رسنیو، زیاتو اړوندو دولتي چارواکو کې اړینه پوهه کمه ده  ترڅو موږ د پورته واقعیتونو او تیرو تجربو په رڼا کې یوه ملی وفاق ته ورسیږو. ترڅو موږ خپلې ستونزې ښې و ارزوو، لمړیتوبونه وټاکو او سمې ستراتیژیکې پریکړې وکړو. همدارنګه، نن هغه وخت تیر دی چې یوه کس او یا څو کسانو به پریکړې کولې او نور ملت به منلې. نن سبا ملتونه باید په ستراتیژیکو پریکړو پوه وي او که نه بریا ستونزمنه وي.
پایله
زموږ ملت، سیاستوالو، او ملي مشرانو ته اړینه ده چې په دې هکله یو کاري ټیم له اړوندو ملي لیکوالانو، تاریخ پوهانو، د ملي ستراتیژیکو پلانونو له کارپوهانو، د نړیوالو اړیکو او ستراتیژیکو مطالعاتو له څیړونکو او نورو جوړ او په کار وګوماري او یو ملي سند رامنځته کړي او خلکو ته یې تشریح کړي. دا به مرسته وکړي چې په ملک کې د موضوع په هکله یو سم او اړین چوکاټ جوړ او پلی کړي. که دا کار وشي نو یو سم بنسټ به کیښودل شي، عامه پوهاوی به زیات شي او په راتلونکي کې به د نورو پوهانو په مرسته به بډای شي.
دولتي ملي نهادونه، رسنۍ، مدني ټولنې، اکادیمیکي نهادونه، د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونه او نور ټول باید په دې کار کې ګډې هڅې او نه ستړي کیدونکي ګامونه واخلي.
نور بیا......
د یوه سرلوړي، خپلواک او په ځان بسیا افغانستان په هیله