د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه (څلورمه برخه)

محمد عارف رسولي 11.01.2017 12:03

سریزه

په دې لیکنه کې موخه داده چې زموږ د ملي تفکر د کمښتونو په لړۍ کې یوې بلې کمزورتیا ته ګوته و نیسو او که ممکنه وي چې زموږ سیاسي او مدني فعالان، ډلې او ګوندونه ورته ښه څیر شي.

د ځان پيژندنې په ځای په نورو تمرکز  

په تاریخ کې په ملتونو او ټولنو راز راز حالات ورځي. لمړی، ځینې وختونه خلک ترډېره له بل چا سره کار نه لري او د خپل ژوندانه په چارو بوخت وي. دوهم، د راز راز پيښو له کبله بیا یو بل نظر په خلکو کې رواج شي، هغوی په فردي او ټولیز ډول خپل کړه وړه، کمښتونه او کمزورتیاوې ټول هیر کړي، فکر کوي چې  د دوی هرڅه سم دي خرابي تل په نورو کې ده. دا تفکر یو ټولنیز مرض شي، افراد، ګروپونه او ډلې ټول ورباندې اخته شي، ډېر کم او یا هیڅ وخت خپلو تیروتنو، ظلمونو او بد حالت ته نه ځیر کیږي. دوی ګناه او کمښت په نورو کې لټوي او د سمولو هڅه یې کوي. خو پوهان دا دواړه حالته ښه نه بولي او علمي نظر دا بولي چې د دواړو په منځ کې یو ښه مناسب او علمي اڼدول رامنځته کړي. لمړی ځای اصلاح، خلکوته نمونه او الګو جوړ او بیا نور په نرمه لهجه او ښه سلکوک د ښو خوا ته په حکمت سره راوبولي.  

زموږ د ملت یوه فردي، ټولنیزه او ملي ستره ستونزه داده چې خپلو تیرو او اوسنیو کمښتونو، خامیو او هغو ننګونو ته چې لاملونه یې زموږ خپل کړه وړه او فکرونه برابروي، ډېر کم ځیر کیږو. هغه متل چې وایي خپل عیب د ولي لمنځ دی په موږ بیخی رښتیا دی. موږ ډېر کم د خپلو ناکامیو او پاته راتلو مسؤلیت اخلو او تل خپلې ستونزې د نورو خلکو په کړنو کې لټوو. افراد او ټولنه یو پر بل ښه او بده اغیزه کوي. نو ځکه دې کمښتونو زموږ په انفرادي، ټولنیز او ملي تفکر کې ځای موندلی دی او په ملي کلتور مو یې بده اغیزه شیندلې. له همدې کبله ده چې مسؤلیت نه منل او ورڅخه غاړه غړول زموږ یوه ستره ملي فکري تشه او ستونزه ده.  که تاسو زموږ ټول سیاسي شخصیتونه او ډلې ښه وڅیړئ په ټولو کې دا تشه شته او ورڅخه کړیږي.

دې ناوړه کتلور له موږ څخه د هغه ستراتیژیک فکر توان اخیستی چې له ستونزو وروسته د خپلو بریاوو، ناکامیو، تیروتنو او لاسته راوړنو په لاملونو په ګډه او د خپلو کارپوهانو په مرسته سم فکر وکړو، له سره تر پایه یې وارزوو، ورڅخه درس واخلو او د راتلونکي ژوند لپاره یې په کار راولو. پخواشینۍ سره تر اوسه زموږ کوم دولت، سیاسي ډلې، کوم فرهنګي ګروپ او یا مرکزد دې موکه نه ده موندلې او نه یې په ګډه ورباندې فکر کړی چې د خپل تاریخ په اوږدو کې د پردو د نیابتي جنګونو ارزونه وکړي. داسې ارزونه او ژوره مطالعه چې خپلې تیروتنې او بریاوې کره کړو او ورڅخه د اوس او راتلونکي لپاره زده کړه او کار واخلو.  

دې ډول تفکر زموږ په تاریخ لیکنه هم بده اغیزه کړې ده. د هیواد او سیمې هغه پیښې چې افغانستان په کې ښکیل و یا بیخي موږ په سړه سینه او د زده کړې لپاره نه دي څیړلې، که مو څیړلې زیات یو طرفه قضاوت مو کړئ، خپلو کمښتونو ته نه یو ځیر شوي. په دې پیښو ځینو بهرنیانو ځینې کتابونه لیکلي چې روښانه ده هغوی د خپلو ګټو له عینکو زموږ د هیواد او سیمې مسئلو ته کتلي دي. خو بیا هم که همدا تاریخي اثار موږ په کره توګه مطالعه او نقد یې کړو، خورا مهمې پایلې او تاریخي زده کړې او درسونه ورڅخه اخیستلای شو. خو په خواشینۍ سره موږ دا کار نه کوو. هیله ده هغه کتابونه چې بهرنیانو لکه روسانو، انګریزانو او نورو د خپلو ښکیلتیاوو په هکله او یا زموږ د هیواد د نورو سترو پیښو په هکله لیکلي دي زموږ ژباړونکي ورته پام وکړي. دا کار پیل شوی دی، له دې ډلې ښاغلي داود جنبش د روسي سرو لښکرو د وروستي قوماندان جنرال ګروموف د خاطرو کتاب په پښتو ژباړلی او هم ښاغلي جعفر هاند د ډوید لاین کتاب چې د بهرنیانو دوه سوه کلنه مداخله په افغانستان کې نومیږي هم ژباړلی دی. که تاسو دا کتابونه په پوره غور ولولئ، که هرڅومره هغوی د خپل نظر او ملي ګټو په پام کې نیولو سره لیکلي دي، خو بیا به هم د تاریخ په اوږدو کې زموږ کمښتونو او د پردو نیابتي جګړو ته مو ښه پام کیدای شي.  

د مثال په توګه دیوید لاین لیکي چې، «واربرټن» ویلي او دا یې د دولت پالیسي وه چې د سلیمان او هندوکش د غرونو دیوال او د کابل، جلال آباد او غزني مثلث باید د روسانو د ایسارولو لپاره د سنګرونو په توګه دوی له ځان سره ولري. د انګریزانو پالیسي په یوه اصل ولاړه وه او هغه دا و چې هیڅ وخت روسانو ته د هند د لویې وچې د ښتو او ځمکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي، هر څه، چې کیږي له روسانو سره جګړه باید د انګریزانو له موقعیتونو او مرکزونو څخه د باندې، په افغان خاوره کې د ننه وشي. دا مرکزي پالیسي د دې لپاره طرح او اختیار شوې وه تر څو که د هند د ساتلو لپاره جنګ ته اړتیا وي د خپلو ګټو د ساحې یې لیرې په افغان خاوره کې چې دوی یې پروا نه لرله تر سره شي، جنګ چې خاصیت یې د زیربناوو او نهادونو ورانی دی باید لمړی بل څوک دوی ته وکړي او که کله دوی هم پکې یو څه ګډون کوي نو د خپلو ګټو په ساحه کې د نه وي او د بل په خاوره کې د وشي. دا اصل نن هم رښتیا دی، نن زموږ  خاوره د همدې نیابتي جګړو ښکار ده، نور زموږ په خاوره کې افغانان یو د بل په ضد جنګوي او  له همغو تیرو کړنلارو او تګلارو کار اخلي خو موږ پهلوانان ورڅخه خبر نه یو او په خوند پکې لګیا یو.  

 کله چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې جاپانیانو ماته وخوړه، امریکا جاپان اشغال کړ او امریکایي جنرال مکارتر یې ګورنر و ټاکل شو د جاپان نخبه ګان په پټه سره جرګه شول چې د نجات لاره ولټوي. هغوی پریکړه وکړه چې هغه څه چې بهرنیانو ورباندې راوستي اوس باید د دوي په ستراتیژیک تمرکز کې نه وي، ځکه جاپانیان اوس ورباندې کنترول نه لري. اوس دوی باید په هغه ناخوالو، لاملونو او د وتو په لارو تمرکز وکړي چې خپله دوی په ځان راوستلي دي، لاملونه یې دوی وو، ځکه دوی کولای شي ځان کنترول او اصلاح کړي. تاریخ پوهان وایي چې د جاپان د ورستیو لسیزو بریاوې د همدې سمې او واقعیبنانه پریکړې زیږنده وې.   

زه دا نه وایم چې زموږ په ستونزو کې د نورو لاس نشته او یا موږ باید ورڅخه غافله شو. خو تر څو موږ ځان سم کړی نه وي، د نورو لاس نه شو لنډولای. کله چې په ټولنه کې تشه وي، نور یې ډکوي، بهرني قوتونه چې شرایط ورته برابر او مخه یې ډب نه شي لږ یا ډېر د خپلو ګټو لپاره په نورو ملکونو کې لاس وهنه کوي. که موږ د څو لسیزو خپلې ملي کشالې ته وګورو دا زموږ د سیاسي ډلو او شخصیتونو په نورو تکیه، غلطې محاسبې او د تیرو تیروتنو بیا بیا تکرار وو چې ورځ تربلې مو ځان پردو ته احتیاج کړی.  

په خپل ځان، کړو وړو او کمښتونو تمرکز هلته ګټور کیدای شي چې موږ څو ټکو ته پام وکړو. لمړی، موږ ولې تیروتنه کړې او لاملونه یې څه وو، څه اړتیا مو لرله چې هغه تیروتنه وکړو؟ آیا موږ بدیلې لارې لټولې وې او که نه، څه مجبوریت مو درلود چې هغه لاره غوره کړو؟ دوهم، آیا اوس له ورته شرایطو سره مخ نه یو؟ که مخ یو نو څه کول په کار دي؟ آیا له تیرو تیروتنو کومه زده کړه اوس زموږ په درد خوري او که نه؟ دریم، که موږ له خپلو تیروتنو د زده کړې څه لرو باید د توان تر کچې د ملت له زیاتو خلکو سره په مناسبه توګه او په غیرمتنازع فیه توګه شریکه شي تر څو ملي وفاق ورباندې راشي.

کیدای شي کله بیړني حالات لکه د بهرنیانو ناڅاپي یرغل او نور داسې وي چې، خپلې ټولې مسئلې باید شاته ورغورځوو او ټوله پاملرنه د یرغل مقابلې ته واړوو. په دې کې هم زیات غور په کار دی. که داسې داخلي عوامل وي چې د بهرنیانو د مقابلې لپاره لاره برابروي او یا زموږ ملي مقاومت کمزوری کوي، نو بیا باید هیر نه کړل شي، په ښه انډول او د ستراټیژیک فکر له مخې باید ورته پام وشي.  

که کومه ټولنه، کوم ګروپ، سازمان او یا کوم ګوند خپلو کمښتونو ته ښه ځیر وي او د وتو لارې لټوي، ورباندې سم فکر کوي، هنر یې زده کوي، کړنلاره او تګلاره ورته ټاکي، پلې کوي یې، بیا یې ارزوي او دا د یوه سیستم په توګه کاروي، په ځان کې د سترو کارونو د سرته رسولو وړتیا مومي. خو ټولنې او ملتونه ځینې وختونه بیا دا هنر له لاسه ورکوي، دوی کله هم نه وي ملامت، تل نور ملامت وي او زموږ دخلکو په اصطلاح مرغ آنها همیشه یک لینګ دارد. داسې دریځ دوی د غفلت په خوب ویده کوي، له مسؤلیت منلو، خپلو کمښتونو ته له ځیر کیدو او له اړینو اصلاحاتو یې راګرزوي.  

د مثال په توګه، کله چې ډاکټر صاحب فاروق اعظم، چې ښه شخصیت لرونکی انسان دی، په ارګ کې د جمهور رئیس په وړاندې په یوه عامه غونډه کې د لوی کندهار د ښوونې او روزنې وضع د دایکونډي له حالت سره پرتله کړه، او د سویلي ولایتونو د قومونو ستونزه یې راپورته کړه، هر چا د خپل نړۍ لید له مخې په ټولنیزو رسنیو کې ورسره عکس العمل وښوده. ځینو فکر کاوه چې په زړورتیا سره یې د جمهور رئیس او نورو چارواکو په مخ کې کمښتونو ته ګوته ونیوله. ډاکټر صاحب اعظم به دا کار کړی وي خو د ستونزې زړی او ریښه ییز لامل یې را ونه سپړه. ډېرو خلکو ته دا پوښتنه پیدا شوه چې ملامتي د چا په غاړه ده؟ څوک باید ځان اصلاح کړي او د چا زیات مسوولیت دی تر څو د هیواد هغه سیمه له دې ناورینه راوباسي.  

ټول پوهیږو چې دا پاکستان، ایران او ځینې نور ملکونه دي چې نه غواړي زموږ هیواد په مختلفو ساحو کې لکه ښوونه او روزنه، په اقتصاد او سیاست کې په خپلو پښو ودریږي. که اوس هم څوک په دې نه پوهیږي، خو که څیره یې د انسان وي خو په حقیقت کې به مسخه او یا خرڅ شوی وي او عقل به ېې زیان لیدلی وي. خو اصلي سوال دادی چې موږ څومره د دې هیوادونو په افغان ضد کړنو تمرکز وکړو، ناله او فریاد وکړو، په دې کې زیات جرو بحثونه او مشاجرې وکړو او خپله ټوله انرژي ورباندې ولګوو. آیا اړینه به نه وي چې په هغو داخلي نیمګړتیاوو او کمښتونو لمړی زیات تمرکز وکړو چې له لمړي سره د دوي د لاسوهنو لاملونه جوړوي. عقلانی دریځ به دا وي چې په دې کې یو غوره انډول وساتو، محوري خبره خپلې ستونزې او کمښتونه پیژندل او ځان جوړول وګڼو او بیا نورو مسئلو ته ځیر شو. که موږ قوت، اتحاد او خپلو ملي ستونزو ته د لمړیتوب په لارو چارو سم پوه شوو بیا به هیڅ بل هیواد هم زموږ به سرنوشت لوبې نه شي کولای.  

په نا امنو سیمو کې د معارف وضع ښه نه ده او ټول ورڅخه نلیږي. خو که سړی ډېرو هغو ځایونو ته ورشي چې هلته د دولت کنترول دی، لکه د کابل ښار د دشت برچي د لویدیځ په اخري برید کې سیمه. که تاسو په هغه سیمه کې د پرتو خلکو خوار او بد حالت وګورئ چې هلته د د نجونو ښوونځي خو څه کوې د هلکانو درک نه لري. په سیمه کې یوازې یو څو پاخه کورونه شته چې د زورواکانو دي، نه سړک شته، نه روغتیايي او نور خدمتونه او نه هم د څښاک اوبه. داسیمه د ځینو هغو افغاني ډلو سره د جهاد په بهیر کې پاته شوې، نو ولې دا ډلې او یا نور مسوولین له دې خلکو سره  مرسته نه کوي، ولې یې عامه پوهاوی، علم او پوهې ته تنده نه زیاتوي او د معارف رڼا ورباندې نه لوروي؟ ولې دې خلکو ته سړک نه جوړوي او د څښاک اوبه نه ورته برابروي.

خو که تاسو یو څه کښته لاړ شئ او په دشت برچي کې وګورئ چې د نجونو ښوونځي خو لا څه کوي هلته د نارینه وو او ښځینه وو لپاره په راز راز علومو کې د زده کړو کورسونه، سپورتي کلبونه، صنعت او تجارت ښه رونق لري. دا بیخي روښانه ده او د لږ عقل لرونکي خلک هم ورباندې ښه پوهیږي چې دا او ورته خدمتونو ته لاسرسی او نه لاسرسی به د دې پرګنو سرنوشت یا ښه او یا بد ټاکي.

که زموږ هزاره افغانانو په تعلیم کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي نو باید نور خلک یې هم ورڅخه زده کړي او داسې و نه انګیرل شي چې دوی ګنې د بل چا حق خوړلی دی. د ملک سیاسي ډلې او ګوندونه، مدني فعالان او دولت باید په ګډه دې پورته یادو ننګونو، او زیاتو خلکو ته د خدمتونو د نه لاسرسي مسئلو ته پاملرنه وکړي او د حل لارې راوباسي.  

الله تعالی د خپل حکمت له مخې په قومونو او ملتونو کې هغه وخت مثبت بدلون او تغیر راولي چې هغوي په خپلو ځانونو کې اړین بدلون راوړي. الله تعالی موږ ته امر کوي چې د خپل نفس او وجود په ژورو او د کائنانو په خلقت کې تفکر وکړو، د ځان او ټولنې لپاره ېې له حکمتونو څخه ګټه واخلو. انسان ته د عقل، تفکر، او تدبر ورکړه حکم کوي چې د ځان د اصلاح مسوولیت واخلي، خپلو فردي او ټولنیزو کمښتونو ته ښه ځیر او ورڅخه زده کړه وکړي. اقبال لاهوري او نور ګڼ شمیر وتلي دیني پوهان ځان پیژندنه د انسان په ژوند کې د بریا لپاره یوه بنسټیزه پانګه بولي، ګڼ شمیر دیني روایتونه او علمي پلټنې موږ ته راښيي چې مخکې له دې چې د نورو خلکو کمښتونو ته ګوته ونیسو باید لمړی ځان اصلاح او د نورو خلکو لپاره یې نمونه کړو نو بیا به په نورو خلکو هم مثبته اغیزه وکړو.  

سپارښتنې

    په انفرادي، ټولنیز او ملي ژوندانه کې باید تر هڅه لمړی خپلو تیرو او اوسنیو فکرونو، کړو وړو، تیروتنو او لاسته راوړنو ته ښه ځیر شو.  

    باید موږ له تیر تاریخه داسې زده کړه وکړو چې د اوس او راتلونکي لپاره مو په درد وخوري.  

 

    باید د خپلو او خپلو ملي مشرانو او ملي شخصیتونو تیروتنې او لاسته راوړنې دواړه په انصاف سره ورارزوو، سترګې ورڅخه پټې نه کړو تر څو زده کړه ورڅخه وکړو.  

 

    که غواړو چې نور خلک اصلاح کړو نو لمړی باید ځان اصلاح او په قول او عمل کې ورته نمونه شو تر څو هغوی زموږ په خوله باور وکړي او لاره مو تعقیب کړي.

 

    په کار ده زموږ دولت، لیکوالان او شنونکي په ګډه د یوې ملي ستراتیژۍ له مخې د هیواد د څو پیړیو پیښې زموږ د هیواد په کانټکسټ او شرایطو کې په غور و ارزوي، د زده کړې لپاره ورڅخه درسونه استخراج کړي او بیا یې په ملي کچه ټولو خلکو ته په سمه توګه ورسوي.

 

    اړینه ده چې په هغو غوره تاریخي کتابونو لکه د غبار تاریخ: افغانستان در مسیر تاریخ، د ملافیض محمد کاتب هزاره او نور کتابونه او لوستل یې تر عامو افغانانو پورې ورسوو. که څوک په دې او نورو تاریخي کتابونو نقد او تبصرې کوي، خو په دې شرط چې ملي ګټو ته تاوان پیښ نه کړي باید وهڅول شي.

 

    اړینه ده چې کوم ګټور کتابونه بهرنیانو زموږ د هیواد په هکله لیکلي راټول، مطالعه او که نه وي ژباړل شوي وژباړل شي. دا ټول باید د یوې ملي تګلارې له مخې خلکو ته په اسانه شرایطو وړاندې شي.

 

    موږ باید په خپل تاریخ کې د نیابتي جګړو هغو زیانونو ته چې زموږ هیواد ته یې پیښ کړي دي پوره ارزونه وکړو، د خپلو نخبه تاریخ پوهانو په مرسته ورڅخه د خپل ښوونیز نظام، عامه پوهاوي او هم په تاریخ کې د تخصصي لوړو زده کړو او څیړونکو لپاره ورڅخه اړین بیل کوریکولمونه استخراج او په ښوونیز کلتور کې یې داخل کړو.

 

نور بیا...  

د داسې ورځې په هیله چې افغانان د نورو په نیابتي جګړو پوه وي.