د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هیواد کې اوږدې شخړې، قومي تعصبونه او کابو کول یي

محمد عارف رسولي 07.11.2016 12:52

سریزه

د دې مقالې موخه داده چې په ګران هیواد کې د قومي تعصباتو په مخینه، د جګړو، استعماري قوتونو د پلانونو او ورته لاملونو سره یې د تړاو، د قومي تعصبونو د کمښت او ورکیدو په امکاناتو بحث وکړو. په دې بحث کې به په اشخاصو نه بلکه په پالیسیو، کړنو او حوادثو نظر ورکوو. کیدای شي په ځینو برخو کې د مالوماتو د کمښت او یا شخصي قضاوت او سلیقې له مخې کومه مسئله سمه نه وي څیړل شوې خو دا به عمدي نه وي او انساني تیروتنه به وي. په دې لکنه کې به هڅه کیږي چې که د کوم وخت کومه نیمګړې پریکړه یادوو د اړوندو خلکو د توهین لپاره نه بلکه د زده کړې لپاره به وي.   

که څه هم زموږ زیات خلک هغه لیکنه خوښوي چې په نیغه هغه او دغه خاین وبولي او ویې رټي. خو زه باور لرم چې سپکې او سپورې ویل تر یوه وخته د یو شمیر خلکو خوښیږي خو د نورو په وړاندې او په راتلونکي وخت کې د لیکنې علمی اړخ ته زیان رسوي او اغیزه یې کمیږي. کومه لیکنه چې په رغنده نیت شوې وي، با انصافه خلک یې خوښوي او اهمیت یې ورځ تر بلې زیاتیږي.  

زموږ او ورته نورو وروسته پاته ټولنو کې زیات خلک د حقایقو د راسپړلو په ځای یوازې په مقابل او هغه لوري نیوکه کوي چې ورسره وران وي، د هم فکره خلکو تیرتنو ته ګوته نیول ډېر کم لیدل کیږي. دا ځکه چې د لیکوال فکري او یدیولوژیکي چوکاټ د خپلې خوا کمښتونه نه شي لیدلای، یا ښه ورباندې پوهیږي خو ورڅخه سترګې پټوي، یا هم فکر کوي چې نیوکه به د ده له ډلې خلک بلې خواته کړي او بله داچې داسې ډلې د خپلو ملګرو رغنده نیوکه هم نه شي زغملای. خو دا یوه تیروتنه ده. په دې ترتیب زموږ ګوندونه د خپلو غړو په مرسته د دوي د خورا مهمو کمښتونو د ورپیژندلو څخه محرومیږي. دوی نه پوهیږي چې په اصل کې د ډلو او ګوندونو پالیسۍ، کړنې او عملونه د دوی په هکله عامه نظر ټاکي نه کومه انتقادي لکنه. د انتقادي لکنو څخه ریښتیني او پراصولو ولاړ ګوندونه زیاته ګټه اخلي، د خپلو غړو او نورو هیوادوالو په نظر پوهیږي او بیا یې ښه مدیرت کولای شي. په رسیدلو ټولنو کې بیا رغنده نیوکه باب وي، زغمل کیږي او د ځان او خپل ګوند د اصلاح په سترګه ورته کتل کیږي.  

د ټولنیزو، پرمختیایي او سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې هغه ملتونه بریا ته رسیږي چې زیات خلک یې د خپل ځان، خپلې ټولنې، سیاستوالو، ګوندونو او دولتونو د کړو وړو، تیروتنو، لاسته راوړنو، او تاریخ په هکله په بې پرې او امانتدارۍ سره لیکنې، نیوکې او راپورونه کاږي، له نورو خلکو سره یې شریکوي او نور یې په مینه لولي. خو دا لیکنې به د عقدو له مخې نه بلکه په مناسبه ژبه او په انصاف سره د پریکړو څخه د زده کړې او د حقایقو د رالوڅولو لپاره به وي، نه د تهمت ویلو او خپلې خوا څخه د ناروا ننګې کولو لپاره. که په کومه ټولنه کې د داسې لیک او لوست، خوځنده کلتور او تنده بنسټیز شول د تلپاتې تمدن، انساني او هوسا ژوند په لور به چټک ګامونه واخلي او خپله بریا به حتمي کړي.   

د قومی تعصب پیژنده

هرڅوک حق لري بلکه دنده یې ده چې خپل قوم ته خدمت وکړي، له جهالته یې راوباسي او په سمه یې روان کړي، ستونزې یې کمې او لوړو پوړیو ته یې ورسوي، دا ټول باید د قانون په چوکاټ کې تر سره شي او د بل چا حق ورنه کړي. خو قومي تعصب دادی چې یو څوک په ټولنه او ملت کې خپل قوم او ورپورې تړلو کسانو ته د قانون او ټولنیزو منل شوو اخلاقو په خلاف  د نورو خلکو حق ورکوي، د نورو قومونو په وړاندې له تبعیض څخه کار اخلي، د خپلو بد ورته ښه او د نورو قومونو ښه ورته بد ښکاري. قومي تعصب، تبعیض، نژاد پرستي او خپل ټبر تر نورو لوړ کڼل په بشري تاریخ کې ستر ستر ناورینونه، نړیوال جنګونه، زړه بوږنوونکې عامه وژنې او د پیړیو پیړیو ناخوالې رامنځته کړې دي. کله چې انسان په دې ناروغۍ اخته شي که هر څومره ذلیل وي خو تر نورو ځان ښه او اصل ورته ښکاري، نور ډېر شریف خلک ورته سپک مالومیږي هغوی ته انسانیت، دین، معنویت، عدالت او قانون هیڅ مانا نه لري.  

قومي تعصب یوه جاهلي ښکارنده ده، انسانان د خلقت په اساس ټول سره برابر او یو پربل ښه والی یې د صریح نص په اساس یوازې په تقوا کې دی. د الله رسول (ص) د قوم په نامه تعصب کوونکي د خپل امت په کتار کې نه شماري، د افغانستان او نورو هیوادونو په قوانینو کې قومي تعصب او تبعیض منع دي او جرم بلل کیږي. که څه هم په عمل کې به په زیاتو ټولنو کې قومي تعصبات په یوه او بل شکل وي خو د قانوني او اخلاقي نظره تعصب په نن زمانه کې د شرم وړ او د نه منلو عمل دی او بشري ټولنې هڅه کوي چې ورسره مبارزه وکړي. په ټولنه کې لمړی باید د تعصب د ودې او دوام لاملونه او بستر وپیژنو او بیا یې کابو کړو.    

په هیواد کې د قومي تعصبونو وده  

افغانستان له پخوا یو بیوزله، وروسته ساتل شوی او له راز قومونو جوړ هیواد و او دی. له پخوا به تر یوې کچې قومی کرکې او تعصبونه و، خو کله هم چې په هیواد کې ثبات او په نسبي توګه ښه حکومتولي راغلې تعصبونه راکم شوي او وروڼو قومونو په سوله او ورورۍ کې ګډ ژوند کړی دی. دا په هره ټولنه کې همداسې وي. د چا چې د ظاهر شاه او داود خان دورې په یاد وي، قومی تعصبونه تر ټولو ټیټې کچې ته رارسیدلي وو. نو که غواړو چې قومي تعصبات کم او ورک کړو باید د ملک ثبات، سولې، پرمختګ او د بیوزلۍ ورکولو لپاره کار وکړو. هغه څوک چې د ملک ثبات په هره وسیله له ګواښ سره مخ کوي خدای (ج) او تاریخ ته به مخ توري او په دنیوي او اخروي خسران کې به وي.     

د شورویانو د اوږده اشغال، افغان وژنې او د افغانستان ورانولو په بهیر کې افغانان خپلو طبیعي او په کمین کې ناستو ګاونډیو دښمنو ملکونو ته په کډه کیدو اړ شول،  په پخواني شوروي کې بې شمیره اقتصادي او سیاسي ستونزې په ډېریدو شوې، له نړیوالې رسوایۍ سره مخ شول، د سرو لښکرو افسانو خپل رنګ وبایله او د روسانو سرته سد ورغی.  

ګورباچوف د افغانستان جنګ د خپل ملک لپاره د ناسور زخم وباله، د کمونستي نظام او ساړه جنګ په ځای یې د پروسترویکا او ګلاسناست یا د بازار اقتصاد او له غرب سره د همکارۍ پالیسي خپله کړه، نو له افغانستانه د سرو لښکرو د وتو خبره یقیني شوه. په کابل کې رژیم له هره پلوه بې نړیوال حامي، ګوښه او په محاصره کې پاته شو. د کابل په رژیم  د مخالفینو جنګي فشار، د نظام په بقا د خلکو د باور کمښت او تر ټولو زیات داخلي اختلافاتو په کابل کې د وخت اداره ورځ تربلې کمزورې کوله.  

تاریخ ښودلې چې په داسې حالت کې په رژیم کې فرصت طلبه خلک د خپلو ځاني او قبیلوي ګټو لپاره خپل زاړه شعارونه پریږدي او په قمار او معامله پسې ګرزي او د رژیم پاشل کیدل له داخل څخه پیل کیږي. په همدې اساس د هغه وخت د کابل په رژیم کې هم ورځ تر بلې د مشرانو تر منځ ناندرۍ، بې باوري، قومی اختلافات او کرکې په زیاتیدو شوې او په پای کې ړنګ شو. ما په هغه وخت کې پس له څو کلونو وروسته یو ډېر ژمن انقلابي او خپل ټولګي وال ولید چې د خپل قوم خبرې یې کولې، پخواني شعارونه یې هیر کړي وو. زه په هغه انکشاف وروسته د نورو پرمختیاوو په رڼا کې په کراره کراره پوه شوم چې هغه یوه ستراتیژي وه، په خورا زیرکۍ د بهرنیانو لخوا طرح شوې وه او په خواشینۍ سره زموږ د خلکو د ساده توب، په سیاست کې د تجربو د کمښت، د ټیټ تمدني پوهې او کلتور، داخلي اختلافاتو او کلونو جنګونو له کبله ښه عملي شوه خو د زموږ د هیواد او خلکو لپاره زهر وه.  

د دې طرحې د عملي کیدو لپاره شورویانو خپل ځینې پخواني انترناسیونالستي ملګري د لیونتوب تر سرحده ناسیونالستان کړل، د ملیت کلمه او د ملیتونو د خود مختارۍ او حقونو خبرې چې پخوا په هیواد کې چا کمې او یا هڅ نه وې اوریدلې عامې کړې، په دې ډول یې د خپلو تر ځمکې لاندې ایښودل شوو ماینونو په څیر بلکه لا نور خطرناکه ټولنیز او سیاسي ماینونه بیوزلو او وروسته ساتل شوو افغانانو ته وکرل. د همدې دورې ځینې تربیه شوې په نامه تیوریسنان او شنونکي اوس  اوس قومي فاشیستي نظریات لري. نور قومونه جاهل، له تمدنه لیرې او یوازې خپل ټبر ورته د نړۍ ترهر قوم متمدن ښکاري. څوک به ووایي چې دا څنګه کیدای شي؟ باید پوه شو چې له ښکیلاکګرو سره، کارپوه اروا پیژندونکي او تجربه لرونکي ټرینران شته، هغوی په اسانۍ سره کولای شي د خلکو مغزونه پریمینځي، له پخوانۍ مفکورې یې تش او په ځای یې نوې نظریه ورپیچکاري او بیا یې جوش کړي. دا نن بیخي باب ده او د سختو جنګونو د پرمخ بیولو لپاره له دې میتود څخه کار اخیستل کیږي.   

د نظام نخبه کسانو هڅې وکړې چې رژیم له نظامي سقوط څخه بچ او دا حالت بدل کړي، خو په رژیم کې مطرح کسانو او ډلګیو خپله لاره لرله. ډاکټر نجیب هڅه کوله چې قدرت یا شریک کړي، یا یې د ملګرو ملتونو تر اشراف لاندې یوې لنډ مهالې ادارې ته وسپاري، خو د لمړي بدیل لپاره زیات ناوخته شوی و او دوهمه طرحه هم چې زیات کار ورباندې وشو او د بریا په درشل کې ناکامه شوه. نورو ملګرو یې له ډول ډول لارو کار واخیسته چې د خپلې خوښې مقابل لوري سره معامله وکړي، ورسره په مشروط ډول یو ځای، تسلیم او بیا په قدرت کې ورسره شریک شي. دا هلته ممکنه وه چې په هیواد او په تیره په مقابل جبهه یا جهادي تنظیمونو کې سیاسي او قومي نفرتونه د پخلاینې له سرحده تیر شوی وای، هغوی نه وای توانیدلي چې د قدرت د انتقال په یوه مناسبه لاره یوه خوله شي، دا کار وشو، او وروسته دا طرحه په عمل کې په بریا بلې شوه.  

غرب چې دا وخت یې د افغانستان قضیه پاکستان ته سپارلې وه، روسانو هم په کابل کې د خپل ملګري رژیم له مرستې لاس اخیستی و او پخپلو داخلي ستونزو اخته وو او پخوانی شوروي اتحاد په وړو وړو مستقلو ټوټو وویشل شو.  خو پاکستان ته ښه موکه په لاس ورغله، د پیښور په ګورنرهاوس کې یې یوه داسې فرموله جوړه کړه چې په افغانستان کې یې د سولې راوستلو او ټیکاو مخه ورباندې ونیوله.  

له بلې خوا په تنظیمونو کې هم د نظام جوړونې او دولتدارۍ تجربه نه وه. ځکه هغه تکنوکرات او د دولت او دولتي نهادونو کارپوهان پاکستان نه پریښودل چې د افغاني تنظیمونو سره کار وکړي او مجبورول چې غرب ته لاړ شي. ځینې چې په پاکستان کې پاته شول یا ووژل شول او یا تر نظارت لاندې بې اغیزې وساتل شول. دې ډلو ته مالومه نه وه چې جنګ کول، خپلې او د بل وینې تویول که سخت کار دی خو په حقیقت کې د نظام جوړول تر هغو لا زیات ستونزمن، وخت نیوونکی، د وړتیاوو او ښې رهبرۍ غوښتونکی دی. هغوی نه پوهیدل او تراوسه هم نه پوهیږي چې نهادونه له سره جوړول لسیزې وخت، ښه رهبري، زیات امکانات او ښه تخصص غواړي. هرچا فکر کاوه چې که یو ځلې کابل ګوتو ته ورغی، خپل حکومت یې اعلان کړ، بیا اړتیا نه لري چې له چا سره قدرت شریک کړي، مزې او چرچې به کوي، تاریخ به د سره لیکي او هیڅ څوک به یې مخه نشي نیولای. د حیړانۍ خبره نه ده چې د طالبانو په تحریک کې متفکر مغز سید طیب آغا د عملي تجربو له مخې اوس اوس غوښتنه کړې چې د پوهنتون د استادانو، بې پرې کارپوهانو او په اداره او مدیریت کې د با تجربه خلکو له مشورو د کار واخیستل شي.  

د سازمانونو، تحریکونو او ګوندونو په عادي حالاتو کې د زیات وخت لپاره په خپل مسیر کې خپلو ارمانونو ته ژمن ساتل ستونزمن کار دی او په جنګي او تیت او پرک حالت او لږو امکاناتو کې یې ساتل بیا بیخي ناشونې خبره ده. بنسټیز لاملونه یې دادي چې په بیوزله او جګړو وهلو ملکونو کې د نظام او ملت جوړولو په ستونزو او لارو چارو د هر چا سر نه خلاصیږي، درک کول یې زیات وخت غواړي او زیات ملتونه، ګوندونه او تحریکونه له خپلو تیروتنو، لاسته راوړنو او تاریخي حوادثو زده کړه نه کوي او په پای کې ټولې تیرې تیروتنې بیا بیا تکراروي.

له بلې خوا د هغوی بهرنیو تش په نامه انډیوالانو دا تنظیمونه د روسانو سره د جنګ تر وخته پورې حمایه کول، هغوی نه غوښتل چې دا تنظیمونه د په افغانستان کې پرمختللی نظام جوړ کړي، بلکه ورځ تر بلې یې په نفاق اخته کول. غربیان د جهادي ډلو په لاس د یوه قوي حکومت له جوړیدو ویریدل، خو ګاونډیانو بیا په افغانستان کې هیڅ ډول حکومت او سم نظام نه شو زغملای، او ټولو هڅه کوله چې دا ډلې او تنظیمونه ویشلي وساتي او هر یوه هڅه کوله چې تر خپل نفوذ لاندې یې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره وکاروي. دې لاملونو د تنظیمونو تر منځ د شخړو زمینه برابره کړه، د جنګیالیو د موندلو لپاره چې امکانات کم شوي وو نو قومي کرکو ته لمن وهلو د ملشو په موندنه کې مرسته کولای شو، د دې او نورو لاملونو له کبله جنګ لا نور هم اوږد شو.     

چې کله د کابل له ادارې او د مجاهدینو له تنظیمونو وشړیده، نه یې نظام جوړ کړ او نه یې جنګونه ودرول، ملي اقتصاد، دولتي نهادونه او د قانون حاکمیت  وشړیدل اوږدو جګړو وروسته ثبات او ټولنیز خوندیتوب له منځه لاړل. قانون او دولتي حاکمیت له چا ننګه نه شوای کولای، د سابقه رژیم خلک ځینې د پلان او ځینې بیا د مجبوریت له مخې اړ شول چې خپلې قبیلې ته پناه یوسي، دولتي او قانوني مصؤنیت په قبیلوي دودیزه ننګه او محافظت بدل شول. دا پدیده په هر ملت او هره ټولنه کې د شخړو د دوام په صورت کې رامنځته کیږي او په افغانستان کې همداسې وشول. اوس هم که جنګ دوام وکړي  پایله به د هیڅ کومې خوا په ګټه نه وي او ټول به له یوه نامالوم برخلیک سره مخ وي.

ښه مې په یاد دي په ایدیولوژیو تر جنونه مین خلک د جنګ په دواړو خواوو کې لمړی داسې وو چې ورور په مخالف ورور رحم نه کاوه. خو د شخړو تر دوام وروسته بیا حالت بدل شو. ایدیولوژیکي تندروانو چې واقعیتونو یې سترګې لږ لږ خلاصولې، د خپلې خیالي دنیا کمښتونه، د ملګرو په منځ کې سیاسي ناندریو، د ګټو په سر جنګ، د پخوانیو شعارونو پیکه کیدل، له یوبل سره دوکه، د نړیوالوملګرو ورڅخه لاس اخیستل، د خپلو ملګرو مالي فساد او نور د دې لامل شول چې  ځان او کورنۍ نور په هغه سیستم کې خوندي و نه ګوري. په دواړو خواوو کې به ژمن خلک وو خو ترډېره زیات یې سودا ګر وو او رنګ یې واړاوه. ځکه داسې خلک نه کوم ارمان او نه کومه ژمنتیا لري، یوازې په هر وخت کې په خپلو ځاني ګټو پسې ګرزي. همدارنګه، د یوه شړیدلي نظام لپاره او په نفاق اخته مشرانو تر قوماندې لاندې کم خلک خپل ژوند په خطر کې اچوي او ورځ تربلې له یو بل څخه بیلیږي.  

دواړو خواوو ته ځینو خلکو چې پخوا یې ځانونه انترناسیونالستان او یا مجاهدین بلل خو ډېر زر په قومی ټیکه دارانو او سرسخته قوم پرستانو بدل شول. دا ځکه چې اوس هغه پخوانی شعارونه د ګټې وټې نه وو او په خپلو سیمو کې نوې کړنلارې ته اړتیا وه چې بیا د مزو وخت راشی او د  خوارو او بې وزله او ساده افغاني پرګنو له نابوهۍ څخه بیا ګټه واخلي.    

په خواشینۍ سره زیات انترناسیونالستان چې دهغه وخت په اصطلاح د بورژوا، تنګ نظره ناسیونالستانو او د  تورې ارتجاع تر پلوي ورور یې د کیوبا او یا بل ملک یو انقلابي ورته ډېر ګران و. اوس همغه کسان نور قومونه جاهل، له تمدنه لیرې او ورته ښکنځل کوي خو خپل قوم ورته په نړۍ کې تر ټولو متمدن بریښي. همدارنګه، یو شمیر هغه انقلابي مسلمانان چې د خپلې خاورې زیات یادول ورته یو ډول مردوده ملي ګرایي ښکاریده اوس قومي ټیکه داران او سخت نژاد پرستان شوي دي، خپلو مشرانو ته تر پیغمبرانو لوړه مرتبه قایل دي او خدای، اسلام، دیني شعایر او هر څه ورڅخه هیر دي.

دا اوښتون او بدلون ځینې پلان شوي او ځینې طبیعی لاملونه لری. په پلان شوو قومي تعصباتو او ملي او تاریخي اختلافاتو ته لمن وهل د شخړو د دوام لپاره ترټولو ښه او غوره وسیله وي او زموږ د هیواد غلیمانو په مهارت ورڅخه ګټه واخیستله. په دې ترتیب یې پخواني نړیوالو ارمانونو ته یو شمیر ژمن ملګري، شنونکي او شخصیتونه په تندروو قومي ټیکه دارانو بدل کړل.   

 هغه څه چې په طبیعي توګه رامنځته شول او په هره ټولنه کې په ورته حالاتو کې په لږ توپیر سره رامنځته کیږي دا وو چې، د اوږدو شخړو په بهیر کې ډېری علمي شخصیتونه، پاک او ریښتیني رهبران چې د هیواد په ګتو سودا نه شي کولای له صحنې وزي، زورواکان، او معامله ګر خلک یې ځای نیسي. په افغانستان کې همداسې وشول. د قدرت او مزو چړچو د ساتلو لپاره د هیواد په ګټو معامله کوونکو خلکو ته اړینه وه چې ملیشې او یو څه عام خلک په ځان پسې ولري. د دې لپاره  اسانه لاره دا وه چې قومي تعصباتو او کرکو ته لمن ووهي، ځانته د بهرنیو کړیو پام راواړوي، معامله ورسره وکړي او خپل امتیازات وساتي. د سیمې د هیوادونو هم ورته پام شو او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره یې پانګونه ورباندې وکړه، امکانات یې ورکړل، او اوس خپل هیواد ته په یوه ستره ننګوه بدل شوي دي.   

داسې کسان په ملک کې د نظام په سر کې راغلل چې له یوې خوا پخپله قومي تعصباتو ته د لمن وهلو له لارې خلک په ځان راټولوي، تل زیات امتیازات غواړي، په نیوکو او نظر څرګندولو کې هیڅ کوم نزاکت او دولتي پروتوکول نه پیژني او مدام تر خوږ ګوته نیول کوي. خو د ملامتۍ ګوته هم تل نورو ته نیسي او په قوم پرستۍ یې تورنوي، د ستونزو د مخامخ حل په ځای په رسنیو کې ګوت څنډنه کوي او د هیواد حیثیت او وقار ته تاوان رسوي. ځینې دا خلک ځانته مسلمانان، مجاهدین او کارپوهان وایي، ستر ستر لقبونه کاروي خو ډېری فعالین، لوستي او ان جنرالان یې د بحث او مشاجرې په وخت، په ټولنیزو رسنیو کې، نورو قومونو ته توهین او ښکنځلې کوي، خپل قوم متمدن او نور قومونه جاهل بولي. په داسې حال کې چې ښکنځلې کول او فحش ویل د الله د رسول (ص) په قول د منافقت خاصیت دی.  

ټول پوهیږو چې پاکستان او ایران په افغانستان کې ولې د یوه داسې قوي حکومت له جوړیدو ویریږي چې، د اسلام مبین دین او افغاني ملي هویت او هیواد پالنه یې بنسټ وي، ځکه دوی ښه پوهیږي چې دا د هغوی لاس لنډوي. هغوي هڅه کوي چې د افغانانو د ملي ویښتیا مخه ونیسي، او نه پریږدي چې د ټولو وروڼو قومونو په شمول زموږ په هیواد کې د ملي هویت او ملي یووالي بنسټونه ټینګ شي. که زموږ د ملت زیات خلک نه پوهیږي خو زموږ غلیمان ښه پوهیږي چې نه ماتیدونکي ملتونه د دین او ملي روحیې دواړو ښه ترکیب لري او څوک ورته په بده سترګه نه شي کتلای. که له دې دوو پدیدو یوه کمزورې شوه ملت زیات کمزوری کیږي. نو ځکه دا او نور غلیمان زموږ ملي هویت او ملي وحدت نه زغمي، ځینې یې موږ د خپل تمدن ساحه بولي او هره ورځ یوه نه یوه دسیسه راته جوړوي. زموږ غلیم ګاونډیان په خپلو دسیسو او زموږ په ناپوهۍ دومره ډاډه شوي چې اوس په ښکاره وایي که د دوي د کشمیر ستراتیژیکه مسئله له هند سره حل نه شي افغانستان ته سوله نه شي راتلای. په حقیقت کې که موږ ملي شعور درلودلای دې باید په افغانستان کې یوه ستره لړزه راوستلې وای، خو موږ لکه پوډریان او تریاکیان د نشې په خوب ویده یو. دا پیغور یوازې د دولت مخالفینو ته متوجه نه دی بلکه هغه دولتي چارواکي، ګوندونه او شخصیتونه چې د شخصي، سمتي او ګوندي ګټو لپاره د هیواد په دې حساس تاریخي  پړاو کې اوس هم زیات امتیازات غواړي، د سولې مخالفت کوي، قومي تعصبونو او کرکو ته لمن وهي، هم په مساوي توګه په دې موضوع کې پړ دي.    

زموږ ګاونډیانو او نورو مداخله ګرانو ته  پورته لاسوهنې هلته ممکنې دي چې زموږ ملت ویشل شوی، په شخړو اخته، بیوزله او نالوستي وي او جاهلان یې په سرنوشت حاکم وي. دښمن قوتونه غواړي چې زموږ سیاسیون فکري ثبات و نه لري، ترهر قانون ځان لوړ وبولي او ملي ګټې او ملي شعایر د هغوی په قاموس کې نه وي. نو د دې لپاره  قومي کرکو او نفرتونو ته لمن وهل له دوی سره مرسته کوي.   

له بلې خوا عامه ذهنیت د ملي ګټو په محور ښه مدیریت کیدای شي، تر اوږدو شخړو وروسته چې خلک بیوزله، نالوستي او ویشل شوي او ښه رهبران یا نه لري او یایې دوی په قدر نه پوهیږي. نو د عامه ذهنیت سم مدیریت د ملي وحدت او ملي ګټو په محور زر ممکن نه وي. له همدې کبله دا قومي ټيکه داران هم زر د عامه ذهنیت له کوم کلک، سرتاسري، علمي او معقول غبرګون سره نه مخامخ کیږي چې لږ عقل یې سرته ورشي. شرایطو زیږولې سیاستوال او د ملي ګټو په ځای ځاني ګټو ته ژمن په نامه مشران یوازې هغه وخت خولې سمې خوځوي چې د ملت اکثریت یې و رټي او په معقولو لارو خپله واقعی څیره وروښیي.

سر په ګریوان او ځان اصلاح کړو

پوهان وایي چې د ټولنیزو او ملي ناخوالو او د پردو د لاسوهنو د مخنیوي معقوله او اسانه لاره داده چې ملي او په هیواد مین قوتونه ځان، خپلو کړو وړرو او تیروتنو ته پام وکړي، لمړی ځان او بیا خپل عام خلک اصلاح کړي. د تل لپاره له بهرنیانو ګیلې کول زیاته ګټه نه کوي، ترڅو مو دهغوی د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نه وي نیولي او په ځان او خپلو خلکو کې مو مثبت بدلون نه وي راوستلی ژړا او واویلا مو څوک نه اوري. هغه څوک چې له خپله عقله کار نه اخلي د پوډریانو په څير یې نور خلک هم  زاریو ته غوږ نه ږدي او باور نه کوي چې هغه به پوډر پریږدي. یوازینۍ د نجات لاره داده چې خپل مسوولیتونه ومنو او له زولنو ځان وباسو.  

زموږ په ملت کې ډېری خلک له اوسني حالت څخه ځوریږي خو ستونزه داده چې د ملت د اکثریت خلکو کمزوری سیاسي شعور، له تاریخي پیښو نه زده کول، یو بل نه منل او ځانځاني په موږ کې زور اخیستی او د نجات لاره نه مومو. د موږ هر سړی من دی، چارکی خو څه کوې نیم منی هم په موږ کې نشته او هر سړی په بیله لاره روان دی او بل ته تن نه ورکوي. پایله دا شوه چې موږ کیدای شي ملي ګټو، ملي او دیني شعایرو ته تهدیدونه یا نه حس کوو او که ورباندې پوهیږو، ځان تیروو او نورو هیوادوالو ته لاس نه ورکوو. نو ځکه موږ که هرڅو ځوریږو خو هیواد ته د یادو سترو ننګونو په وړاندې په همغږۍ مناسب علمي او ملي غبرګون نه شو ښودلی. زموږ زیات کسان چې ځانونه د هیواد په غم غمجن بولي، په بیځایه تربګنیو، عقدو او ځان غوښتنو کې ګیر دي، ګډ کار او ګډو سوچونو ته تن نه ورکوي او ډېره لنډه ځمکه ویني.  

ملي حاکمیت او خپلواکي ساتل د شخړو د دوام او کمزورتیا په وخت کې یوازې په جنګ او قربانیو ورکولو ممکن نه دي. که علم، پوهه، اقتصاد، غوره دیپلوماسي، ویښ او یو موټی ملت و نه لرئ وینه به ورکوئ، لکه د ګور جنجي په خپل منځ کې به یو بل خورئ، بریا به مو ناممکنه وي او له څه وخت وروسته به له منځه ځئ.   

 ځینې خلک چې تاریخي مالومات، ټولنیز بدلونونه او سیاسي تحولات، د ملتونو جوړښت، وده او بدلون سم پیژني، پوهیږي چې متمدن نظام جوړول چې خپله ځمکنۍ بشپړتیا، دیني او ملي شعایر او خپلواکي وساتي د پیړیو پیړیو پیچلی کار دی، اړین شرایط لکه ویښ قوم او ښه زعامت، برابر نړیوال او سیمه ایز شریط او نور غواړي. هوښیار خلک پوهیږي چې هر چاته نړیوال طاقتونه اجازه نه ورکوي چې د هغوی ګټې په خطر کې واچوي او په یوه خطرناک سیاسي او سیمه ییز قدرت بدل شي. نو اړینه ده چې د هیوادنیو ګټو لپاره زموږ په داخلي او بهرنۍ پالیسۍ او تګلارو کې سم انډول وي.  یوازې شعار ورکول ملتونه تباه کوي، هوښیار خلک په دې پوهیږي چې نړیوال ستر قوتونه اوږد یاد لري که تاسو تل په حق او ناحق شعار ورکوی، د خپلو مسوولیتونو د پیژندنې په ځای نړیوال طاقتونه تهدیوی ښه ورځ نه شی ورڅخه لیدلای.

څه کول په کار دي؟

د قومي، سمتي او ژبنیو تعصباتو ورکولو لپاره اړینه ده پورته یاد شوي لاملونه او بستر یې له منځه یوسو. اوږدو جګړو ته د پای ټکی کیږدو، سوله راولو، ټول افغانان په یوه ټغر سره راټول شو، یو بل ومنو، د خپلو خلکو سیاسي، ټولنیز او مدني شعور لوړ کړو،  ملي نهادونه لکه د قانون حاکمیت، ملي اقتصاد، ښوونیز نظام او نور ورغوو.

مسولیت ګډ دی، د مشرانو په شمول ټول ملت مسوولیت لري. په هیواد مینو پوهانو، لیکوالانو، سیاستوالو، مدني فعالانو، سیاسي ګوندونو او د ټول ملت دنده ده چې خپلو با احساسه او درد لرونکو هیوادوالو ته لاس ورکړي. موږ یو بد عادت لرو، تل له مشرانو هرڅه غواړو، شرایطو او امکاناتو ته یې نه ګورو، خپله په سیاسي پروسه کې برخه نه اخلو، تل منفي نظریات خپروو، د باطل په وړاندې په حکمت او عقلانیت نه دریږو او تشې ګیلې کوو.  

مشران که په هره کچه وي مسوولیت لري، خو هیڅ مشر یوازې بیله پیروانو څه نه شي کولای او په تیره بیا چې لاس یې تړلي وي، نه ښه ټیم لری، نه امکانات او نه پوره اختیار، نو ښه کارونه ورته خورا ګران وي. په پرمختللو ټولنو کې چې ملتونه سترې لاسته راوړنې لري یوازې په مشرانو پورې یې اړه نه لري بلکه د مشرانو او پیروانو ګډه لاسته راوړنه وي. پخوا چې شرایطو زیات توپیر درلود د مشرانو په هکله نظر دا وه چې هر څه کولای شي. کیدای شي پخوا به دا یو څه رښتیا وه خو اوس وخت بدل دی. د غرض لرونکو قدرتونو دسیسو، د اړیکو انقلاب لکه: صوتي، تصویري او پرلیکه او ټولنیزو رسنیو، مهاجرتونو، تجارت او نورو هر څه بدل کړي دي. له بلې خوا زموږ په ملک کې شخړو او جنګونو هم ستره اغیزه درلوده. د مرحوم ظاهر شاه او یا مرحوم داود خان په وخت کې څوک د هغوی په مخ کې نه شوای دریدلای، د دې به نور لاملونه وي خو په حقیقت کې د وخت او ملک شرایط بل ډول وو. په هغه وخت کې به یو بې وسلې سرباز له یوه کمربند سره یوه کلي ته له یوې رقعې سره ورغی او په لسهاوو خلک به یې ډله تر علاقه دارۍ او یا ولسوالۍ پورې په اسانۍ راوستل خو اوس حالت بدل دی.  

کله چې د تعصب سره د مبارزې خبره کوو موخه دا نه ده چې موږ ملي او دیني شعایرو او وطنی ګټو ته ژمن هیوادوال و هڅوو له قومي تعصب کوونکوسره د ورته عمل او د کنځلو په ځواب کې ورته کنځلې وکړي. بلکه وړاندیز دادی چې عقلاني، ازمویل شوې او د بریا لارې خپلې کړي. په ټولو قومونو کې هم ښه خلک شته او هم له کرکو او تعصبونو ډک کسان لري. موږ باید په ټولو قومونو کې د تعصب کوونکو په ګناه د هغوی له ټبر سره پریکون ونه کړو، ځکه د هغوی زیات خلک به ورسره همغږي نه وي. باید ښه خلک ومومو، ورسره اړیکه ټینګه کړو، لاس ورکړو او په ګډه ورسره کار وکړو. یوازې د بل قوم متعصبو کړیو ته نه بلکه په خپل قوم کې تعصبونو او نفرتونو خپروونکو ته هم نه ووایو.  

باید هغه مشران، ملي شخصیتونه او ګوندونه چې په قومي تعصبونو خپرولو او ورڅخه د ګټې اخیستلو اراده نه لري او په زیانونو یې سم پوهیږي، په دې هکله خپل ملي او دیني دین ادا کړي. لیکوالان باید په دې هکله رغنده لیکنې وکړي، د تعصب سره د مبارزې په ملي کړنلاره رڼا واچوي او د تعصب جاهلي اړخونه روښانه او تاوانونه یې په ګوته کړي. یاد شوي سیاسي ګوندونه باید د خپلو سازمانونو لپاره علمي کړنلارې او تګلارې جوړې اوپه کلکه یې علمي کړي.    

له بلې خوا تول ملي او هیواد پال شخصیتونو او ګوندونو ته اړینه ده چې د ملي ګټو په ضد کړنو په وړاندې په ژمنتیا ودریږي او تش کتونکي پاته نه شي، خو د احساساتو په ځای عقلانیت ته او د شعار په ځای سم علم وکړي. د ګډ کار روحیه، زغم، یو بل منل، په ټیم کې کار او نور د په ځان کې تقویه کړي. یوازې مشري د نه غواړي، بلکه د ټولنیز ګډ فعالیت لپاره د تل د مقرراتو او د اړونده ټولنې او سازمان د قانوني کړنو او دوام پلوي د وکړي. په نورو پسې د خبرې نه کوي، هرچاته د درناوی ولري، څه چې په خوله وایي عمل د هم پرې وکړي.  

هیواد او ملي ګټو ته ژمن کسان اړتیا لري چې د غفلت خوبونه پریږدي، له افراط او تفریط دواړو تیر شي، هڅه ونه کړي له نورو خلکو ځان بیل او انقلابي وښيي، یو بل باید وزغمي، له سلیقوي او وړو فکري توپیرونو سره سره یو بل ومني، ګډ کار وکړي او د سترو سترو ارمانونو د تحقق او د هیواد د نجات لپاره په یوه محور سره راټول شي. کله چې دا کار وشي، نو بیا به د ملي ګټو د ساتنې لپاره د خیانت په وړاندې په همغږۍ سره یوازې د نه ویلو ملیوني غږ لړزوونکي وي. په یقین سره ویلای شو چې هلته به نه کوم متعصب، قومی ټيکه دار او نه کوم بهرنی لاس کوم خنډ جوړ کړای شي.  

کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د هیواد ګتو ته د ژمنو افغانانو د یووالي، ګډو ارمانونه لرلو او ګډ کار خبره راپورته کړې ځینې دوستان سمد لاسه تبصره وکړي چې راځی یو ځل د هیواد دښمنان تعریف کړو. زه وایم چې کیدای شي دا به ښه وي چې لمړی په ټولو عامه افغانانو نیک باور ولرو، هر افغان ته د ورورولۍ لاس ورکړو، په پوهاوي او لا نوره ملګرتیا یې پانګونه وکړو او پایلو ته یې صبور واوسو. که موږ داسې لوړ انساني او ملي لرلید چې زموږ د ژوند له ارمان سره اړخ لګوي او په رښتیا د ټول ملت په ګټه او د زړه غوښتنه یې وي ولرو، خپلو خلکو ته یې تشریح کړو او د هغوی باور ورباندې یقیني کړو ډېری افغانان به مو په دې سفر کې ملګري شي. همدارنګه، اړتیا ده چې دې لرلید ته د رسیدو لپاره د علمي پلان کولو په پروسه کې اړونده موخې، مناسبه  کړنلاره او  تګلاره رامنځته کړو چې عام افغانان ورته راجلب کړو. هغه افغانان چې تراوسه یوازې  سیل کوي، د ترخو تجربو له کبله په چا باور نه شي کولای خو زړه یې درد کوي او پاک وجدانونه لري له ځان سره د هیواد د ګټو خونديتوب ته راوبولو او په دې بهیر کې د هیواد د ګټو غلیمان خپله ځان ښکاره کوي او له صحنې وزي.  

د رښیتینو دعوتګرانو همدا عادت وي. ښه لاره خلکو ته ښیي، په نرمه ژبه او په مهربانۍ یې ورته ښيي. دعوتګران له ځانه قاضیان نه جوړوي، وایي: موږ بلونکي یو نه قاضیان، چې د خلکو په هکله حکم وکړو. زموږ په ملي ګټو مین او ورته رابلونکي خلک هم د عوامو د پوهاوي په وخت باید په خلکو د زر حکم کولو په ځای د خپل پوهاوي په اسلوب او خپلو اعمالو کې فکر وکړي، کیدای شي د عامه پوهاوي په میتود کې یې ډېر کمښتونه وي نو خپل ځان د اصلاح کړي.  

 که ستونزې په علمي، مسلکي او هراړخیزه توګه راوسپړو، له سرسري قضاوت څخه تیر شو، خپل تاریخ او د نورو ملتونو حالت ته نظر وکړو، د ماتیدونکو دولتونو حالت ته ښه پام وکړو، ځان دوکه نه کړو، له ځانه په ريښتینولۍ پوښتنه وکړو چې، زموږ حال ولې داسې دی، ولې نور ملتونه دومره زیاتې ناخوالې نه لري او نور، نو د ټولو سوالونو ځواب یو دی او هغه دادی چې جګړه د ټولو ستونزو ریښه ایز لامل دی او تر څو سوله او ثبات په ملک کې رانه شي همدا به مو حال وي. نو ټولو ريښتینو افغانانو ته په کار ده چې د تلپاتې سولې په لاره کې نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي او سوه بریالۍ کړي.  

له کرکو، قومي ټیکدارانو او جهالتونو پاک، یو موټي، سرلوړي او خپلواک افغانستان په هیله