د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه (پنځمه برخه)

محمد عارف رسولي 17.01.2017 14:01

مثبت لرلید او جوړونکی دریځ نه لرل.  

علمي منل شوي نړیوال اصول غوښتنه کوي چې سیاسي او ټولنیز شخصیتونه او ډلې باید مثبت لرلید او لوړ ملي ارمانونه ځانته وټاکي او ورته په قول او عمل کې ژمن وي. د دوي لرلید او ارمانونه باید له یوې خوا د ملت د زیاتو خلکو د زړه غوښتنې، د ستونزو لپاره حل لارې او هیواد ژغورونکي  وي، خو له بلې خوا داسې مطرح نه شي چې په لوی لاس د ملت د کومې برخې په وړاندې دریځ نیول پکې څرګند  او د ټکر په روحیه بنا وي. د مثبت او جوړونکي دریځ لرونکي بریالي انسانان له نورو خلکو سره نه بلکه تل له خپل ځان سره سیالي کوي. د یوه کس، مدني او سیاسي ډلې له ځان سره سیالي داده چې د خپل ځان او ټولنې لپاره یې د نن خدمت او ښې لاسته راوړنې تر پرون او د سبا یې تر نن غوره وي، خلک د هرې ورځې په تیریدو سره د دوی په لاسته راوړنو، ریښتینولۍ او ملي ګټو ته په ژمنتیا ډاډ مومي. داسې کسان او ګونډونه د خلکو زړونو ته لاره مومي، خپل ملتونه له بحرانه په اسانۍ ایستلای شي، په ځان یې بسیا کولای شي او د پردو له احتیاجه یې را ایستلای شي.

چې کله کوم سازمان د خپلو مثبتو لرلیدونو، تګلارو او کړنو په مرسته و پیژندل شو او په ریښتیولۍ ورته ژمن پاته شو، موکه مومي چې په هغه څه زیات تمرکز وکړي چې د دوي او د دوی د ملت د ژوند ستر مقصد او ارمان وي، په هغه څه له حده زیات وخت نه تیروي چې دوی یې نه غواړي او هغه کیدای شي له کوم چا سره اختلاف او ستونزې وي. دا ځکه مهم ټکی دی چې په دې ډول موږ جوړونکی دریځ او مثبت فکر ته په خپل سازمان او ژمنو کسانو کې وده ورکوو، په ټولنه او ملت کې یو والی، ژمنتیا، ستره انرژي او د سترو کارونو لپاره وړتیا رامنځته کوو. دلته اړتیا ده چې لمړیتوبونه د یوه غوره تحلیل په پای کې د ملي ګټو په رڼا کې وسنجول شي. په دې معنی که ستونزه او کومه ډله د ملي ارزښتونو لپاره ستر او جدي کوم خطر رامنځته کوي بیا خبره بیله ده او همغسې باید ورسره چلند وشي.  

اوس ګورو چې زموږ په ټولنه کې په خواشینۍ سره داسې کسان ډېر کم دي چې پورته مسئلو ته پام وکړي او خپل ځان او ډله ورباندې سمبال کړي. زموږ ډېری سیاسي، ټولنیز او مدني فعالان د پورته غوره حالت په مخالف سمت کې په دوو لاندې برخو ویشل کیږي: لمړی، هغه سیاستوال، شخصیتونه او ډلې دي چې یوازې منفي او عکس العملي دریځونه لري، دوی نه یوازې خپله په کوم ګډ آرمان تمر کز نه کوي، کوم ګډ مثبت نظر، لرلید، موخې او کوم جوړوونکی پروګرام نه وړاندې کوي،  بلکه تل په  یو شمیر لانجمنو افکارو کې راګیر، له نورو سره په ټکر کې او تل په منفي خوا کې ولاړ وي. دا خلک تل په خپل چاپیریال کې یوازې له هغو حوادثو سره عکس العمل ښیي او په وړاندې یې منفي دریځ خپلوي چې، د دوي له طرز فکر او شخصي ګټو سره په ټکر کې وي خو کومه جوړونکې طرحه او ارمان نه وړاندې کوي.  

په داسې یوه چاپیریال کې سیاسي فعالان او ګوندونه تل انفعالي، عکس العملي او منفي فکر او دریځ خپلوي چې دا په ټولنیزه او سیاسي مبارزه کې خورا مهم کمښت دی. داسې دریځ زموږ په ټولنه کې د ملي ګډ تفکر په وړاندې ستر خنډ دی، زموږ خلک له یو بل څخه لرې کوي او د ملي وفاق او یو والي په ځان نفاق او بیلوالی رامنځته کوي. تاریخ موږ ته ښيي چې دا خاصیت موږ له پرمختګ او ښو لاسته راوړنو څخه راګرزوي او قوت مو له منځه وړي.   

د منفي دریځ لرونکو خلکو ښه بیلګه زموږ په هیواد کې هغه کسان دي چې تل فکر کوي او په دې تل تمرکز کوي چې دوی له طبقاتي ظلم او ستم  سره مخ شوي دي او یوازې د خلاصون لاره منفي او تعصبي شعارونه ګڼي، ټول تمرکز یې د نورو په غندنه دی، ممکنه ګډ مثبت ارمانونه یې ټول شاته کړي دي، د ستونزو حل یوازې په هغه څه کې ګوري چې دوی یې نه غواړي. دې کار دوی ته یو عکس العملي او منفي دریځ ورکړئ او له نوښتګرو مثبتو او جوړوونکو نظریاتو محروم شوي دي. د دې په ځای علمي دریځ دادی چې که څوک د محرومیت فکر هم کوي، مثبت ملي تفکر، له نورو قومونو، سیاسي ډلو او لوبغاړو سره د  داسې ګډو ملي ارمانونه او لرلیدونو په هکله د یو جوړونکی دیالوګ پیل کړي چې منفي او ملي ضد تفکر په کې نه وي.  

د دې په وړاندې یو شمیر نور خلک چې فکر کوي پورته ډله له ملي تفکر او ملي ارمانونو سره په ټکر کې ده هم په عکس العملي دریځوونو کې راګیر دي. د اجندا زیاته برخه یې د پورته ډلې سره په منفی مبارزه او هغه څه تیریږي چې دا دوی یې نه غواړي. که دوی ملي ګټو ته ځان ژمن هم بولي خو بیا هم دریځ یې علمي نه بلکه عکس العملي دی. دوی هم ملي لوړ ارمانونه، ملي شعایر، د خپل ملت د ټولو خلکو د غوښتنو سره سم کوم غوره لرلید نه مطرح کوي چې پورته ډله کوزه په خاورو خځلو کې پریږدي او ملت د ملي ارمانونو په مرسته په ځان راټول کړي. پایله دا شي چې له عام افغانه د دې دواړو ډلو په منځ کې کله کله توپیر ورک شي او دواړو ډلو ته د یو ډول شریرو قوتونو په سترګه وکتل شي. په حقیقت کې هره ډله چې مثبت او جوړونکی دریځ نه خپلوي او په منفي افکارو کې غرق وي نه بریالۍ کیږي. زه فکر کوم چې درنو لوستونکو د دواړو خواوو دریځونه لوستي او اوریدلي دي او ښه ورباندې خبر دي چې زه یې له نامه اخیستو ډډه کوم.

د منفي دریځ لرونکو ډلو یو بل ښه مثال یې په هیواد کې د روښنایۍ غورځنګ کیدای شي. دې خلکو د دې په ځای چې په جوړونکي دریځ، د ټولو لپاره او په سر کې د ځان لپاره یې په ټولنیز عدالت، عامه خدمتونو او بریښنا رسولو باندې یې تمرکز کړی وای یوازې د نور ملت په تاوان یې په یوه غیر عاقلانه غوښتنه تمرکز وکړ. د نورو قومونو او ولایتونو کرکه یې راپاروله او څه یې ترلاسه نه کړل. شنونکی داسې فکر کوي چې د دې ډلې د مشرانو موخه د ټولنې د یوه قشر د رهبرۍ په سر شخړه ده خو بانه د بریښنا د مزي مسیر شو چې غواړې یو څه او وایې بل څه. د دې غورځنګ مشرانو نه کوم ملي اصلاحي لرلید وړاندې کړ او نه یې ریښتینولي له ځانه وښودله، یوازې د خلکو له احساساتو یې بده ګټه پورته کړه او ناکام شول.

زموږ په هیواد کې په څو وروستیو لسیزو کې داسې کسانو ته یو شمیر طلایي چانسونه په لاس ورغلل چې ریښتیني ملي اتلان او زعیمان شي، خو له لاسه یې ورکړل. که دوی مثبت ملي لرلید درلودلای، د ټول ملت د زړه ارمان یې تمثیلولای، له نوښتونو ډکه رهبري یې له ځانه ښودلې وای، ملت یې له اوسنیو ناورینو څخه را ایستلای شوای. د دوي د ناکامیو لوی لامل دا و چې دوي مثبت ملي تفکر او لرلید ته ژمنتیا نه لرله او په وړو، ډلبازیو، قومي ارمانونو او سیالیو کې راګیر شول.  

دوهمه ډله، بیا داسې خلک دي چې یوازې غواړي اوسنی حالت وساتي، که په هیواد کې هرڅومره جهالت، تیری، نابرابري او فساد شتون ولري او ډېری خلک له ظلمونو کړیږي خو دا تفکر لرونکي خلک ورڅخه راضي ښکاري او تر ډېره غواړي اوسنۍ وضع وساتي. د دې ډلې د دریځ به ډول ډول لاملونه وي. کیدای شي د دوي ګټې په اوسني حالت کې وي او نه غواړي بدلون په کې راشي. یا دا چې د هغوی تحلیل او علمیت کم دی او تر دې ښه حالت نه شي لیدلای او درک کولای چې ورته مبارزه وکړي. دا ډله په ټولنیزو بدلونونو نه باور لري، نه ورباندې پوهیږي او نه ورته اړتیا ویني. په حقیقت کې په وروسته پاته ټولنو کې د ډېرو کسانو حالت همداسې وي. دوی چې په ټولنیزو، سیاسي او تاریخي مسئلو د پوهیدو له نعمت څخه محروم وي د ستونزو او پیچلو قضایاوو لاملونه نه پیژني. دوی یوازې یو بل ملامتوي او ښې لاسته راوړنې نه لري. تل نورو ته اړ او د نفاق او بیوزلۍ، شخړو او ناندریو په لومو کې راګیر وي.  

سپارښتنې

    موږ باید هڅه وکړو چې خپل سیاسي، ټولنیز او مدني شخصیتونه او ډلې وهڅوو چې د خپلو ځانونو او سازمانونو لپاره رغنده داسې ارمانونه، لرلیدونه او موخې د علمي پروګرامونو په رڼا کې وټاکي چې خپل خلک ورباندې راټول کړي.

 

    دوی باید رغنده او جوړونکي دریځونه خپل کړي او په هغه څه تمرکز وکړي چې د دوي او د ټول ملت ارمان وی. له منفي تفکر او عکس العملي دریځونو ځان وساتي او په خپلو کادرونو کې مثبت فکر ته وده ورکړي.

 

    زموږ کادرونه، مدني او سیاسي فعالان او ټول ګوندونه باید ښه ځیر وي چې که په ټولنه کې جهل، ظلم او تیری شتون ولري، د هغو د توجیه او په تیره ساتلو په فکر کې نه شي. باید یوه وي چې، یوه نه یوه ورځ به دا ټولنیز نظم له منځه ځي او هلته به زیاتې تلپاتې ستونزې رامنځته شي چې حل کول به یې ګران وي. دوي باید په مثبتو بدلونو او اړتیاوو یې ځان سم پوه او د ښو تګلارو او کړنلارو په مرسته کار ورته وکړي.