د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد عارف رسولي

17.01.2017 14:01    |   محمد عارف رسولي زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه (پنځمه برخه)

علمي منل شوي نړیوال اصول غوښتنه کوي چې سیاسي او ټولنیز شخصیتونه او ډلې باید مثبت لرلید او لوړ ملي ارمانونه ځانته وټاکي او ورته په قول او عمل کې ژمن وي. د دوي لرلید او ارمانونه باید له یوې خوا د ملت د زیاتو خلکو د زړه غوښتنې، د ستونزو لپاره حل لارې او هیواد ژغورونکي وي، خو له بلې خوا داسې مطرح نه شي چې په لوی لاس د ملت د کومې برخې په وړاندې دریځ نیول پکې څرګند او د ټکر په روحیه بنا وي. د مثبت او جوړونکي دریځ لرونکي بریالي انسانان له نورو خلکو سره نه بلکه تل له خپل ځان سره سیالي کوي. د یوه کس، مدني او سیاسي ډلې له ځان سره سیالي داده چې د خپل ځان او ټولنې لپاره یې د نن خدمت او ښې لاسته راوړنې تر پرون او د سبا یې تر نن غوره وي، خلک د هرې ورځې په تیریدو سره د دوی په لاسته راوړنو، ریښتینولۍ او ملي ګټو ته په ژمنتیا ډاډ مومي. داسې کسان او ګونډونه د خلکو زړونو ته لاره مومي، خپل ملتونه له بحرانه په اسانۍ ایستلای شي، په ځان یې بسیا کولای شي او د پردو له احتیاجه یې را ایستلای شي.

11.01.2017 12:03    |   محمد عارف رسولي زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه (څلورمه برخه)

په دې لیکنه کې موخه داده چې زموږ د ملي تفکر د کمښتونو په لړۍ کې یوې بلې کمزورتیا ته ګوته و نیسو او که ممکنه وي چې زموږ سیاسي او مدني فعالان، ډلې او ګوندونه ورته ښه څیر شي.

05.01.2017 12:15    |   محمد عارف رسولي زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه (دریمه برخه)

په دې لیکنه کې په هیواد کې د سیاسي او ټولنیز تفکر د کمښتونو په لړۍ کې د سیاسي شخصیتونو او ډلو په منځ کې د سترو ملي آرمانونو په ځای په عقدو پاللو باندې بحث کوو. هیله ده چې دې مرض ته ټول افغانان، ډلې، لیکوالان او شنونکي ښه ځیر شي او دا کمښتونه لرې کړي.

02.01.2017 13:44    |   محمد عارف رسولي زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه (دوهمه برخه)

دا لیکنه د تیرې لمړۍ برخې په دوام له درنو لوستونکو سره شریکوم. هیله داده چې موږ افغانان و خپلو کمښتونو ته او له هغو جملې له تاریخه د نه زده کړې ستونزې ته پام وکړو.

29.12.2016 15:02    |   محمد عارف رسولي زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه

په دې لیکنه کې په خپل هیواد کې و ځینو کمښتونو ته د دې لپاره ګوته نیول کیږي چې که ممکنه وی د زیاتو اړوندو خلکو، شنونکو او لیکوالانو پام ورته راواړو. په دې مسئلو او کمښتونو بحثونه کیږي خو زما په باور پایله لرونکي نه دي او په سیستماتیک شکل نه کیږي، د کومې مدونې پالیسۍ او تګلارې له مخې په بې پرې توګه نه ترسره کیږي.

18.12.2016 17:00    |   محمد عارف رسولي د ملتونو د وروسته والي او پرمختګ لاملونه

سترې امپراطورۍ، په پښو ولاړ ملتونه که پام ونه کړي د زمانې په تیریدو سره د خپل زوال لپاره راز راز لاملونه په ځان کې راپیدا کوي. کله چې اشراف او ملګري یې په عیاشیو، د مال او ثروت په ټولو، د ځمکو په غصب، او ظلمونو اخته شي، فساد عام شي، د ښې حکومتولۍ او د قانون د پلي کولو پته نه لګي او همدا د نظام د شړیدا لپاره پیلامه وي.

07.11.2016 12:52    |   محمد عارف رسولي په هیواد کې اوږدې شخړې، قومي تعصبونه او کابو کول یي

د دې مقالې موخه داده چې په ګران هیواد کې د قومي تعصباتو په مخینه، د جګړو، استعماري قوتونو د پلانونو او ورته لاملونو سره یې د تړاو، د قومي تعصبونو د کمښت او ورکیدو په امکاناتو بحث وکړو. په دې بحث کې به په اشخاصو نه بلکه په پالیسیو، کړنو او حوادثو نظر ورکوو. کیدای شي په ځینو برخو کې د مالوماتو د کمښت او یا شخصي قضاوت او سلیقې له مخې کومه مسئله سمه نه وي څیړل شوې خو دا به عمدي نه وي او انساني تیروتنه به وي. په دې لکنه کې به هڅه کیږي چې که د کوم وخت کومه نیمګړې پریکړه یادوو د اړوندو خلکو د توهین لپاره نه بلکه د زده کړې لپاره به وي.

25.10.2016 18:56    |   محمد عارف رسولي د حکومتولۍ پیژندنه او اصلاح یې

په دې مقاله کې د حکومتولۍ په پیژندنه او اهمیت باندې خبرې کوو. زموږ په هیواد کې د حکومتولۍ په حالت، ځینو لاملونو او یو شمیر حل لارو هم بحث کوو.

11.10.2016 12:09    |   محمد عارف رسولي د ملي نظام ستنې او چوکاټ وپیژنئ او مه یې ورانوئ

په دې مقاله کې د ملکونو د نظام د مهمو بنسټونو او چوکاټ د پیژندلو، ټینګښت او په ملي ثبات کې یې په رول رڼا اچول کیږي، د نظام ځینې بنسټیزې پایې، چوکاټ او له هغې جملې څخه د ملي شخصیتونو رول ته ګوته نیول کیږي.

29.09.2016 10:13    |   محمد عارف رسولي وردګ پوهنتون ورځ تربلې پراختیا مومي

په دې مقاله کې غواړم چې د وردګ پوهنتون د پرمختیاوو، د دې دولتي علمي نهاد په هکله زموږ د خلکو د لرلید، ارمانونو، ژمنو، مرستو، بسپنو او د پوهنتون د اوسني حالت په هکله درنو لوستونکو ته یو څه مالومات وړاندې کړم. موخه دا نه ده چې هسې د خپلې سیمې او خلکو ښه ووایم، د افغانستان تر نورو خلکو یې لوړ وبولم.

08.09.2016 10:30    |   محمد عارف رسولي ټولنه او د رهبرۍ تشه

په دې مقاله کې د فزیکی او ټولنیزو تشو لکه د رهبرۍ، عقلانیت او غوره کلتور د نشتون او تشو په هکله، ستونزو او سره پرتله خبرې کیږي. همدارنګه، هڅه کیږي چې د رهبرۍ د تشې په مفهوم، زیانونو، او د دې تشې د ډکولو په سمو لارو خبرې وکړو. دلته اصلي موخه د فزیک او فزیکی تشو بحث نه دی، یوازې غواړو د ټولنیزو تشو د تشریح او عامه پوهاوي لپاره د فزیکي تشو له مثالونو ګټه واخلو.

01.09.2016 09:25    |   محمد عارف رسولي ملتونه، ستر لیدلوري، د مثبت بدلون تنده

دا مقاله په دې بحث کوي چې په ملتونو کې څنګه د مثبت بدلون لپاره شرایط او تنده راپیداکیږي. د ګډو سترو ارمانونو ټاکل او ورته کار کول د هغوی په یووالي، ویښتیا او پرمختګ کې څه اغیزه لري؟ همدارنګه، په لیکنه کې به د شته ننګونو او فرصتونو په پیژندنه، اهمیت او د دې ټولو په تړاو رڼا واچول شي.

20.08.2016 13:53    |   محمد عارف رسولي د خپلواکۍ ګټل، نمانځل او ساتل یې

له دې لیکنې موخه داده چې د محترمو لوستونکو او په تیره بیا د ځوان کهول پام د پوره او تل پاته خپلواکۍ د ګټلو، ساتلو او نمانځلو مهمو ټکو، لارو چارو، ستونزو او رازونو اهمیت ته را وګرځوو. که زموږ ملت دا پورته موخې په بریاليتوب سره ترلاسه کړي نو اوسنی او راتلونکي نسلونه به ورڅخه ګټه واخلی. دا به مرسته وکړي چې، د هیواد راتلونکي زعیمان، ملي سیاستوال، ملي مبارزین او ټول ملت په بیړنیو او ستونزمنو حالاتو کې سم ګامونه واخلي.

04.08.2016 11:31    |   محمد عارف رسولي په افغانستان کې د پلان کولو قحطي!!

سریزه دا مقاله د افغانستان په دولتي، سیاسي، اداري او هم د خصوصي سکتور په کلتور کې د پلان کولو کمښتونو او یا بیخي نه شتون ته ګوته نیسي. زموږ ټولنه او پلان کول په افغانستان کې تر ډېره د پلان کولو کلتور خورا کمزوری دی. کیدای شي ډېر کم به داسې کومه دولتی اداره او یا د خصوصي سکتور کوم شرکت و مومئ چې په یوه یا څو کلونو کې په منظمه توګه په مشارکتي توګه د خپلې رهبرۍ په شمول پلان وکړي، ورباندې بیا کتنه وکړي، کمښتونه یې راوسپړي او ورڅخه زده کړي. کیدای شي لاملونه یې داوي چې، له شخړو وروسته زموږ نهادونه شریدلي، پوهان مو مهاجر، شهیدان او یا تقاعد شوي دي. بله داده چې له بده مرغه د پلان کولو ارزښت تراوسه زموږ کلتوري او ټولنیز شعور ته نه دی داخل شوی. دا مې له زیاتو نړیوالو کارپوهانو اوریدلي چې په افغانانوکې په خواشینۍ سره د پلان کولو کلتور وده نه ده کړې.

27.07.2016 11:58    |   محمد عارف رسولي د افغانانو له ستونزو ډک دریځونه

په دې مقاله کې زموږ د ځینو خلکو احساساتي ستونزمنو دریځونو او د هغوی ځینو لاملونو ته ګوته نیول کیږي چې په راز راز مسئلو کې چې زیاتې په نورو ملکونو پورې اړه لري څرګندیږي. دا دریځونه زموږ د خلکو قیمتي وخت ضایع کوي، زموږ کنترول ورباندې نشته او زموږ د ملي وفاق او ګټو په بیه تمامیږي. دا دریځونه زموږ د ځینو کسانو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې بې له کره ارزونې، د علم او معلول له پلټلو پرته ترسره کیږي.

04.07.2016 12:53    |   محمد عارف رسولي نهادونه ریښې ځغلوي: په ستونزمنو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړول

زموږ ګران هیواد افغانستان چې له اوږده وخته راهیسې د بیوزلیو ترڅنګ اوږدې شخړې هم ورباندې راغلې د ماتیدونکو هیوادونو په کتار کې راغی. داچې هیوادونه څنګه دې حالت ته راځي، ستونزې او فرصتونه یې کوم وي، څنګه له دې حالت څخه خلاصون مومي د نن زمانې د پرمختیايي پوهې لپاره یوه ستره ننګونه ده.

01.06.2016 10:12    |   محمد عارف رسولي د افغانستان ستونزې او فرصتونه، سیاسي او ګوندي فعالیتونه – شلمه برخه

دا مقاله د خپلې لړۍ شلمه برخه ده. په دې مقاله کې د هیواد سیاسي او ګوندي فعالیتونو او هغو تاریخي لاملونو ته اشاره شوې چې زموږ د سیاسي تفکر، سیاسي فعالیتونو او ګوندونو د پوخوالي مخه یې نیولې. همدارنګه، هڅه شوې ده چې په ملک کې د یوه رغنده سیاسي، ټولنیز او اقتصادي چاپیریال د رامنځته کیدو لپاره یو شمیر وړاندیزونه وکړو.

22.05.2016 21:07    |   محمد عارف رسولي ټولنې او ملتونه څنګه انکشاف کوي، ستونزې او فرصتونه – ۱۹ برخه

د دې مقالې موخه داده چې د ټولنو او ملتونو د پرمختګ په پروسه، شرایطو او غوښتنو په هکله د محترو لوستونکو او په تیره د ځوانو کدرونو مالومات زیات شي. دلته به د اکشاف او پرمختګ په پیژندنه، ډولونو، شرایطو او لارو چارو نظر ورکړو. لغتونه: انکشاف، پرمختګ، وده، رشد، پراختیا، تلپاتې انکشاف، انساني پانګه (سرمایه)، ټولنیزه پانګه،

18.05.2016 10:26    |   محمد عارف رسولي په افغانستان د قانون د پلي کولو ستونزې، فرصتونه - (۱۸ برخه)

د مقاله د تیرو برخو په لړۍ کې اتلسمه برخه ده. موخه یې داده چې په وروستیو پنځلسو کلونو کې زموږ په هیواد کې د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانینو په نه پلي کیدو بحث وکړو. لمړی، به د زاړه دولتي، ټولنیز او سیاسي برلاسي کلتوراو ځینو نوور تاریخي مسئلو ته چې د نوي اساسي قانون له روحیې سره په ټکر کې وو او د هغه د پوره پلي کیدو مخه یې ډب کوله اشاره وکړو. دوهم، و به ګوروچې ولې زموږ په دولتي ادارو کې د اساسي قانون د غوښتنو سره سم پرمختګ را نه غی، ولې سترې سترې پروژې سمې پلې نشوې او ملک ولې د زیاتو مرستو له شتون سره سره اړینه پرمختیا و نه کړه.

07.04.2016 10:22    |   محمد عارف رسولي د معاصر افغانستان ستونزې، فرصتونه او ځینې حل لارې

د دې مقالې موخه داده چې که ممکنه وي زموږ په ملي ژوند کې له خپل تاریخ څخه د نه زده کړې ستونزې او دهغو پایلو ته ګوته ونیول شي او که ممکنه وي د یوه رغنده بحث لاره اواره شي. له تاریخ څخه درس نه اخیستل زموږ ستونزه له بشري او په تیره د خپلې تولنې او ملت له تاریخه زده کړه ملتونو او ټولنو ته موکه ورکوي چې د خپل ملت له تیرو تیروتنو خبر، په لاملونو یې پوه او بیا یې تر وسه وسه تکرار نکړي. همدارنګه، له خپلو تیرو ښو لاسته راوړنو، بریاوو او اړوندو تدبیرونو هم خبر شي، او ورڅخه ګټه واخلي.

03.04.2016 10:39    |   محمد عارف رسولي د معاصر افغانستان ننګونې او فرصتونه (اوومه برخه )

له سیمه ایزو او نړیوالو طاقتونو سره په اړیکو کې زموږ ننګونې تر یو څو مشرانو د تاریخ په ځینو محدودو وختونو کې وراخوا زموږ معاصرې سیاسي څیرې په سترو جیوپولیټیکي، او جیو ستراتيژیکو نړیوالو اړیکو او مسئلو ښه نه پوهیدل. زموږ د ملت ډېری خلک بلکه زیاتې سیاسي څیرې اوس هم سم نه پوهیږي او ځان تیرباسي چې زموږ ستراتیژیک موقعیت، زموږ طبیعي او د اوبو زیرمې د ګټو ترڅنګ موږ ته په تیر تاریخ او په اوس وخت کې څه ننګونې او د چا لخوا پیښولای شي، او د کومو بهرنیانو د کومو لاس وهنو لاملونه شوي او تر دې وروسته هم کیدای شي. دا زموږ په تیر تاریخ او ټولنیز او سیاسي ژوند کې ډېرو ښکیلو خواووته دومره نه وه مالومه چې زموږ حریص ګاونډیان به څنګه په خپلو اړیکو کې دې ته ګوري او خپلې ګټې به خوندي کوي او موږ ته څه کول پکار دي.

18.03.2016 21:01    |   محمد عارف رسولي بیوزلي (فقر ) څه شی دی او څنګه یې کمولای شو؟

په دې لنډه لیکنه کې هڅه شوې چې دننۍ پرمختیایی او انکشافی پوهې په رڼا کې د قومونو، ټولنو، سیمو او ان ملتونو په بیوزلۍ اوورپورې تړلو مهموستونزو یو څه رڼا واچول شوې. همدارنګه دبیوزلۍ په پیژندنه، ډولونو، اړونده لاملونو او ورڅخه د خلاصون په لارو هم بحث شوی دی. په مقاله کې هڅه شوې چې د بیوزلۍ سره د مبارزې لپاره په خپله دټولنې او دهغې دکسانواو سازمانونود وړتیا، په ټولنه کې دمشرۍ ، کلتور، ګډ سوچ، ګډ کارته لیوالتیا، انسانی پانګه، ټولنیزه پانګه، دتغیر او بدلون تنده اونورو په ونډه او ارزښت باندې خبرې وشي.

30.12.2015 13:50    |   محمد عارف رسولي د ټاپي ګټو ته یوه ژوره کتنه

د ټاپي پروژې د ګټو، ننګونو او تیاریو په اړه اړتیا ده چې د اړوندو کارپوهانو په مرسته باید د پروژې شرایطو او قرارد ته په کتو سره یوه دقیقه ارزونه وشي ترڅو مالومه شي چې په تخمیني ډول دا پروژه څومره فني او غیر فني مکمل او یا پارټ ټایم وظیفې رامنځته کولای شي. دا ځکه چې موږ باید ورته د یوه اړین پلان له مخې په وخت سره ټریننګ شوې بشري قوه تیاره کړو ترڅو ورڅخه سمه ګټه واخلو. همدارنګه، اړینه ده چې په علمي توګه اټکل شي چې زموږ ملي اقتصاد ته په مستقیمه، غیر مستقیمه او باالواسطه ډول څومره ګټه رسوي او څنګه دا ګټه زیاتولای شو.

06.10.2015 10:49    |   محمد عارف رسولي د تاريخ سبقونه له تاریخه زده کړه

د تاریخ سبقونه چاته د زده کړې او پند وسیله شي او چاته یوازې دردوونکې خاطرې او ناهیلي کوونکي یادونه وي. ملتونه او ټولنې زیات وختونه تیروتنې کوي. څوک له خپلو تیروتنو او ناکامیو زده کوي او څوک بیا له پښو غورځوي. څوک ناکامي د راتلونکي بریالي کیدو لپاره، د زده کړې، کلک هوډ او د نوې سوچ ښه فرصت بولي او ځینې نور بیا د ناهیلۍ له لاسه تر ډېره په خپلو پښو نه دریږی. د تاریخ له سبقونو څخه زده کړه د هر انسان، ټولنې او ملت لپاره اړینه ده.

11.09.2015 10:38    |   محمد عارف رسولي دکابل ښار په جنوب کې دغفلت په خوب ویده خلک

انسانان د ستړیا لیرې کولو لپاره خوب ته اړتیا لري. دا خوب موږ ته اړین او ګټور دی. خو په انسانانو، قومونو، سیمو او ټولنو یو بل ډول خوب هم ورځي چې د غفلت خوب ورته وایي، دا یوه ټولنیزه ستونزه او کرختیا ده چې په خواشینۍ سره د زمانې په تیریدو سره د پيچلو ټولنيزو جوړښتونو، کلتوري ښکارندو، بهرنيو لاسوهنو، شخړو او مفسدو مشرانو له ترکيب څخه په یو قوم او سیمه کې رامنځ ته کيږي. دا یو د ځانځانۍ او ناهیلۍ حالت دی چې خلک د هغه په جریان کې په ظاهره بیده نه وي خو احساس، معنویات، ارزښتونه، مسؤلیت منل، اوږدمهاله سوچ، دسبا فکر او ګډ کار ته یې ملا ماته وي. د غفلت خوب او د ښو مشرانو نشتون یو بل سره مرسته کوي. په ویدو ټولنو کې ښه مشران نشي رامنځته کیدای او ځان غوښتونکي او د کمې وړتیا مشران بیا ټولنه نه ویښولای شي او نه یې غواړي.