د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي نظام ستنې او چوکاټ وپیژنئ او مه یې ورانوئ

محمد عارف رسولي 11.10.2016 13:09

سریزه

په دې مقاله کې د ملکونو د نظام د مهمو بنسټونو او چوکاټ د پیژندلو، ټینګښت او په ملي ثبات کې یې په رول رڼا اچول کیږي، د نظام ځینې بنسټیزې پایې، چوکاټ او له هغې جملې څخه د ملي شخصیتونو رول ته ګوته نیول کیږي.  

همدارنګه، ښه به وي چې هغه معیارونه چې له مخې یې ځانګړي کسان د ملی زعیم او ملي اتل مقام ته د رسیدو لپاره اړین وي په ګوته کړو. د  اوسنیو وختونو د شخصیتونو په هکله قضاوت تاریخ ته پریږدو او اوس ورباندې بحث نه کوو.   

دا هغه بنسټونه، چوکاټ او لارې چارې دي چې د نړۍ د قوي ملتونو مشرانو او سترو پیژندل شوو نړیوالو سیاستوالو ورڅخه په خپلو ملتونو کې د ملي وفاق او د عامه نظریاتو د غوره مدیریت لپاره کار اخیستی او اوس یې هم کاروي. په دې لیکنه کې یې یوازې د نمونې په توګه یادوو، نه یې رد او نه یې تاییدوو. زموږ مشران هم کولای شي چې د خپلو شرایطو په بنسټ ورڅخه مناسب کار واخلي.  

د نظام بنسټ او چوکاټ  

هیواد مو په سترو ستونزو کې راګیر دي. هر با احساسه او تحلیل ګر افغان ته اړتیا ده چې په لاملونو یې فکر وکړي، له احساساتو تیرشي، مسئلو ته لکه څنګه چې دي نظر وکړي، ځان تیر نه باسي او له حقایقو سترګې پټې نه کړي. موږ افغانان په ډلو او ایدیالوژیو ویشل شوي یو خو اړتیا ده د هیواد د ستونزو د حل لپاره یو بل ته غوږ ونیسو. له خپل تاریخ او له نورو ملتونو د ستونزو په تحلیل او حل کولو کې کار واخلو.   

که د ننیو ملکونو نظامونه، حکومتولي، اساسي قوانین او ملي ارزښتونه مطالعه کړو، که  د زړو تاریخي تمدنونو تاریخ په غور سره د  دیني متونو او پوهانو له نظره را وسپړو ځینو بنسټیزو پایلو ته رسیږو.  یوه لمړۍ پایله داده چې د ثبات لرونکو ملکونو او ملتونو نظام یو ټینګ چوکاټ لري چې په محکمو ستنو ولاړ وي. هر ملت چې دا چوکاټ او ستنې یې ښه پیژندلي دي، د هغوی د ټینګښت بریالۍ هڅې یې کړې دي پرمختللی او هوسا ژوند لري. که کوم ملت دې ستنو او چوکاټ ته سمه پاملرنه نه ده کړې تل له ناورینونو سره مخ وي او د ښې ورځې مخ نه ګوري.  

د ملتونو دین، هویت او هیواد پالنه، کلتور، ګډ ټولنیز ارزښتونه، ملي شخصیتونه او ملي قهرمانان، ګډ تاریخ، ګډ ارمانونه، ګډ افتخارات او نور داسې ټولنیز کلتوري بنسټونه او چوکاټ رامنځته کوي چې په معاصره نړۍ کې د ملتونو ټینګښت تضمینوي. خو که کوم ملت ورته سمه پاملرنه و نه کړي، بې غوري ورسره وکړي او په اهمیت یې پوه نه شي ښه ورځ نه شي لیدلای. دا د ویښو ملتونو سرې کرښې وي او د هغوی د سیاستوالو په ګډون هیڅ څوک ورڅخه د تیریدو اجازه نه لري.  

د ملتونو دین او هیواد پالنه دوه اساسي ستنې دي چې د زمانې په تیریدو سره ټاکلی تعریف او شکل مومي، خلک پکې ځان ګوري، ورسره مینه پیدا کوي او ورڅخه ننګه کوي. ابن خلدون چې ستر مسلمان او پيژندل شوی نړیوال تاریخ پوه، فلیسوف او سیاست پوه  و وایي چې: ستر او ثبات لرونکي ملکونه د دین او هیواد پالنې په دو ستنو ولاړ وي. دی وایی چې غوره مشران او سیاستوال د ټولنې دې دواړو ښکارندو ته په ښه تناسب سمه پاملرنه کوي، یو هم له نظره نه غورځوي، په یوه او یا بله خوا کې افراط یا تفریط نه کوي، ښه ترکیب او غوره انډول ورکوي او د خپل ملک ښه راتلونکی تضمینوي. هر هغه مشر چې په دې کار کې یې لټي کړې، تیروتی دی، د زمانې په تیریدو سره یې خپل ملت ته زیات زیانونه اړولي دي او په تاریخ کې یې هم بد نوم ګټلی دی.  

د دین او هیواد پالنې په دواړو او یا یوه کې د څرنګوالي او ماهیت په لحاظ د زمانې په تیریدو سره کیدای شي په ځینو ملتونو کې یو څه بدلون راشي خو بیخي له منځه نه ځي. د مثال په توګه که څه هم عیسویت په غربي ملکونو کې تر پخوا بدلون موندلی، کلیسا د خلکو په کړو وړو د پخوا په شان کار نه لري، په خلکو جنت نه خرڅوي، له دوزخ څخه د خلاصون سند د پیسو په بدل کې نه ورکوي، خو بیا هم د هغو ملکونو په تاریخ، کلتور او معنوي ارزښتونو مستقیمه او یا غیر مستقیمه زیاته اغیزه لري. هیواد پالنه، ملي روحیه او عصبیت په ټولنو کې کله یو څه کمزوري او کله بیا د ځینو لاملونو له کبله زیات قوي او کیدای شي افراطي اړخونه غوره کړي. د هتلر د اریایي نژاد مفکوره یو افراطي عصبیت او غلطه مفکوره وه، خو تر یوه وخته یې زیات خلک ورباندې قانع کړي وو.  

د دې دوو پدیدو د اهمیت به زیات لاملونه وي خو د ځینو پوهانو په اند انسان د خپل فطرت له مخې دیني مفکورې، عبادت او خداشناسۍ ته میلان لري او هم له خپل ټاټوبي، خاوري او هیواد سره مینه یې هم په فطرت او ذات کې اخښل شوې ده. که وګورو په اکثریت انسانانو کې دا دوه پدیدې په مختلفو ترکیبونو شته. د ځینو خاصو لاملونو له مخې په یو شمیر کمو خلکو کې د یوه لپاره تنده زیاته قوي او د بل لپاره یو څه پیکه وی خو په اکثریت خلکو کې بیا دواړه په یوه سم انډول شتون لري. دلته ایدیولوژیکي، کلتوري او ټولنیز ارزښتونه، تاریخي پیښې او بدلونونه مهم رول لري او د دواړو په ماهیت او څرنګوالی باندې اغیزه لري.  

اوسني قوي ملکونه او ستر نړیوال سیاستوال د خپل هیواد دین، او له وطن سره مینه دواړه ښکارندې د هغوی د اهمیت په بنسټ تل په یوه ښه ترکیب سره کاروي. ملي مشرانو ته ځکه دواړه اړین دي چې پخپله ټولنه کې یو له بله لیرې خلک منځني دریځ ته راولي او دې ته د عامه اړیکو مدیریت وایي. د ملکونو مشران پوهیږي چې د هغوی د ټولنې اکثریت خلک هم کلک دیني باور او هم له خپل هیواد او ملي هویت سره بې کچې زیاته مینه لری. همدارنګه، کیدای شي په ټولنه کې د ځینو ملي احساسات زیات قوي وي خو د نورو بیا یوازې دیني باورونه ټینګ وي. که مشران د دې دواړو ارزښتونو په منځ کې یو سم انډول و نه ساتي په ټولنه کې یو والی نه شي رامنځته کولای. موږ ګورو چې په تاریخ کې ځینو مشرانو د  پورته یادو دوو پدیدو په هکله تیروتنه کړې، یوه خوا یې له نظره غورځولې او په بله یې زیاته تکیه کړې ناکام شوي دي.  

زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې ځینو سیاستوالو او مشرانو په دې ساحه کې تل لږ یا ډېرې تیروتنې کړې دي. له ځينو تر یو څه وخته وروسته هیر شول چې زموږ ټولنه یوه مذهبي ټولنه ده، د ملت عقیدې او مقدساتو ته سپکاوی د نظام بیخ باسي. همداشان، نورو بیا د هیواد پالنې، ملي هویت او ملي شعایرو په اهمیت سترګې پټې کړې، نه پوهیدل چې زیات خلک یې قوي ملي احساسات لري، ملي شعایرو او ملي هویت ته زیات درناوی کوي او دوي باید ناهیلي نه شي.  

دا کار د ملک د سترو زعیمانو لپاره خورا اړین دی ځکه دوي د ټولو نظریاتو ته باید پام وکړي تر څو د ټولنې کومه برخه د محرومیت احساس ونه کړي، ملي وفاق راولي او د ملک سترې، ټولنیزې او سیاسي ستونزې حل کړي.  

د ترکیې ولس مشر رجب طیب اردګان یې ښه مثال دي. هغه د ترکیزم او دیني مفکورې د یوه ښه ترکیب څخه د خپل ملک د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو سره سم مناسب کار اخلي، څوک به ورسره هم نظره وي او یا نه، په حقه به وي او که نه خو هغه دا دواړه ستنې ښې کاروي او له یوه اړخ څخه هم غافله نه دی. دا ځکه چې هغه په یوه او یا په دواړو ټینګ باور لری او یا دا چې د خپلو ټولو خلکو، ملت پالو او تندو مذهبي ډلو نظریات او ارزښتونه د امکان تر حده په نظر کې ساتي.  

که موږ وګورو هغه ملکونه چې د نظام دا دوې ستنې یې ټینګې وي زیات قوت لري، سترې سترې لاسته راوړنې لري. که تاسو د ترکیې د ملت ټول تاریخ ته وګوری، د هغوی اغیزه په سیمه او نړۍ کې، د هغوي تمدن، کلتور، فتوحات او ټول د دې شاهدي ورکوي چې هغوی ستره وړتیا لري او دا په یقین سره د قوي دیني باور او سترو ملي ایدیالونو او هویت په بنسټ رامنځته کیدای شي.  

ملي شخصیتونه څوک دي؟

د یوه ملت د وګړو لپاره د ملي مشرانو او ملي قهرمانانو اړتیا وي تر څو ورته د الګو او نمونې حیثیت ولري، په پله یې پل کیږدي او ورڅخه زده کړه وکړي. ریښتینې ملي قهرمانان او زعیمان د اړوندو خلکو په هویت، کلتور، تاریخ او افتخاراتو مثبت اثر لرلای شي. شرط دادی چې د تش ویاړ په ځای د هغوی له کړو وړو، تدبیر، سرښندنو، لاسته راوړنو او هم له تیروتنو یې زده کړه وکړي. خو که کله هم ملي مشرانو ته د تقدس په سترګه و کتل شول، پرستش یې پیل شو، بې تیروتنو وبلل شول ټولنه په غلطه روانیږي، او د ګټو په ځای تاوان پیښوي ځکه د نوو نوښتونو او نوو مشرانو د رامنځته کیدو مخه هم ډب کولای شي. ملي اتلان او زعیمان هم انسانان دي، کیدای شي د ښو لاسته راوړنو سره سره یې تیروتنې هم کړې وي. سوال دادی چې په رښتیا ريښتینی زعیم څوک کیدای شي.  

د ملک بنسټ ایښودونکي، د خپلواکۍ اخیستونکي، له ملي بحرانونو او خپل منځي شخړو څخه د خپلو خلکو را ایستونکي او د بریا په لور یې رهبري کوونکي ملي مشران او زعیمان بلل کیدای شي. همدارنګه، هغه څوک چې له هیواد څخه د د فاع په جګړو کې يې مثاله زړور توب، سرښندنه او تدبیر له ځان ښودلی وي هم د ملي قهرمانانو په ډله کې راتلای شي. په دې ټولو کې شرط دادی چې دوی ټول به انساني ارزښتونو ته وفادار، بې تعصبه او د ټولنې د ټولو خلکو وحدت غوښتونکي به وي.   

تعصب نه لرل، د ټولو پرګنو یووالی په قول او عمل کې غوښتل د ملي زعامت لپاره ستره اړتیا ده. تعصب لرونکي کسان هیڅ ځای هم د ملتونو په تاریخ کې ملي قهرمانان او ملي زعیمان نه دي شوي ځکه نفرتونو ته رابلونکي خلک ټولې پرګنې نه بښي. هغه کسان چې د یوه ملت د زعامت لپاره وړتیا لري، خپلو ځوروونکو ته بښنه کوي، نلسن منډیلا تر اوږدو جیلونو او عذابونو او ربړیدلو وروسته د سپین پوستي نژاد پرسته لګکي حاکم قشر مشران وبښل، ورسره ګډ حکومت یې جوړ کړ، او معاصره مقتدره سویلي افریقا یې رامنځته کړه. نن سبا د برازیل، روسیې، هندوستان، چین او سویلي افریقې هیوادونه د نوو رابرسیده کیدونکو سیاسی او اقتصادی قدرتونو په ډله (BRICS) کي ځای لري. د هغه زغم، عفو، نړۍ لید او د راتلونکي ښه ګډ ژوند لپاره لید لوری د نړیوالو په زړونو کې محبوب انسان کړ. ګاندي د استقلال په جګړه کې هندوستانیان داسې رهبري کړل، ستر رهبر او زعیم شو خو هیڅ کله چا ونه لید چې د هند په ګڼ توکمیزه پرګنو کې د هغه یو په بل لوړ او یا ځانته نیژدې بللې وي. مارټین لوتر کنګ که په امریکا کې د نژادي تبعیض په وړاندې مبارزه کوله خو ارمان یې دا نه و چې سپین پوستي را وغورځوي، له هغو څخه یې کرکه نه تبلیغ کوله بلکه ارمان یې دا و چې یوه ورځ د سپین پوستي، تورپوستي او د نورو نژادونو ټول ماشومان سره یو ځای په مساوي شرایطو کې لوبې وکړي. ټول خلک د کار او روزګار مساوي فرصتونه ولري او نژادي توپیر له منځه یو وړل شي. د ده پیغام دومره قوي و چې هغو سپین پوستانو چې بشري وجدان یې یو څه سالم و ورسره یو ځای شول او ورڅخه ننګه یې وکړه.  د دې ټولو مشرانو یوه ځانګړنه داوه چې هغوی په خپل ژوند کې ستر ملي ارمانونه لرل، هغه یې له خپلو خلکو سره شریکول او دې ارمانونو ته د رسیدو لپاره یې تل لرلیدونه او موخې ټاکل او پلانونه یې جوړ او پلي کول.  

هغوکسانو چې د ملک بنسټ یې ایښی وي لکه په افغانستان کې میرویس هوتکي او احمد شاه ابدالي چې د معاصر افغانستان په رامنځته کیدو کې یې مرکزي رول درلوده. د احمد شاه ابدالي په لښکرو کې د ټولو قومونو لکه ازبیکو جنګیالي او غوره جنرالان و. بیا وروسته امان الله خان غازي چې له انګریز څخه یې د هیواد خپلواکي په داسې شرایطو کې بیرته واخیسته چې د بریتانیا په امپراطورۍ کې لمر نه لویده، ټوله سویلي اسیا او د نړۍ زیاتې نورې برخې یې تر ښکیلاک لاندې وې امان الله خان د خپلواکۍ ناره پورته، د استقلال معرکه یې رهبري او وګټله او په ملک کې یې زیات اصلاحات راوستل. هو هغه به ځینې تیروتنې، په اصلاحاتو کې زیاته بیړه، ځینې غیر اړین کارونه او نور به یې کړې وي خو هغه هیڅ کله د ده له قهرمانۍ څخه څه نه کموي. که دی په واک کې پاته وای زموږ هیواد به اوس بیخي بدل وای.

د ملي شخصیت کیدو لپاره مناسب چاپیریال، تاریخي شرایط، ځاني وړتیا، غوره ملګري، کلتور، ټولنیز حالت، ستر ارمانونه او نور اغیزه لري. ملي شخصیتونه یوازې په یوه قوم او ټبر کې نه راپورته کیږي بلکه امکان شته او تاریخ هم شاهدي ورکوي چې په ټولو قومونو کې ښه او بد، ریښتیني او خاین شخصیتونه راټوکیږي او وده کوي. ځینې جاهل، له کرکو او نفرتونو ډک متعصب په نامه لیکوالان داسې انګیري چې کوم قوم متمدنه او بل بیا تل ورسته پاته او له مدنیت څخه بې برخې وي. خو نړیواله پوهه، تجربه، تاریخي روایات او بیلګې ټول ښيي چې هر ځای، هر قوم، نژاد، ټولنه او جغرافیه کولای شي ستر ستر نابغه او نړیوال شخصیتونه په اړینو شرایطو کې رامنځته کړي او یا هم د خاینو شخصیتونو د ظهور کتونکي وي.   

هغه څوک ریښتینی ملي زعیم او ملي قهرمان کیدای شي چې عادل وي، د ټولو پرګنو وحدت وساتي او له تعصب او کرکو کار نه اخلي. امان الله د افغانستان دټولو خلکو به برابرۍ باور درلود. غلامي یې ورکه کړه او له هیڅ چا یې کرکه نه لرله. د هغه د ملي سیاست یوه ښه بیلګه داده چې کله به په اوږدو سفرونو روان شو نو عبدالله خان دروازي به یې د کفیل په توګه و ټاکه، دروازي یو بل ستر افغان، غوره دیپلومات او ملي شخصیت و چې په څو مهمو نړیوالو معاهدو کې یې له خپل دولت او هیواد څخه غوره نمایندګي کړي ده. امان الله خان چې کله تر نورو هیوادونو مخکې له انګریزانو د خپل هیواد خپلواکي بیرته واخیسته، په ټوله نړۍ او په تیره په اسلامي ملکونو کې یې خورا ستر اعتبار پیدا کړ. امان الله خان ته  په هغه وخت کې د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې د عثماني خلافت د ځایناستي په سترګه کتل کیده، د سیمې ازادي بښونکوخوځښتونو خپل سرلاری باله او ځکه نو د هند لمړی موقت دولت هم په کابل کې جوړ شو. خو ستر ښکیلاکګر قدرتونه اوږد یاد لري او دوي ته چې چا ستر تاوان رسولی وي په اسانۍ سره او زر یې نه بښي. همغه و چې استعمارګرانو ورته ستونزې پیدا کړې او د هغه د لوړو ارمانونو د رښتیا کیدو مخه یې ډب کړه.  

د ځینو نورو ملي شخصیتونو او قهرمانانو ځانګړنه دا وي چې هغوی د اړتیا په وخت کې د هیواد او له ګټو یې د دفاع په جګړو کې بې مثاله زړورتوب، سرښندنه او غیر عادي غوره نوښتونه له ځانه ښودلي وی، خلک یې په ځان راټول کړې وي او غلیم ته یې په کمو امکاناتو ستره ماته ورکړې وي. هیڅ امتیاز یې نه وی غوښتی او د خپلو ګټو په ځای یې د هیواد ګټې مهمې بللې وي. په دې کتار کې وزیر محمد اکبر خان، میر مسجدي خان کوهدامني، ملا مشک عالم، امین الله خان لوګري، زماني کنري، عبدالله خان اچکزایي، غازي محمد جانخان وردګ او جرنیل غازي کریم خان وردک او نور ملي څیرې راځي. که څه هم زموږ د تاریخي شخصیتونو د کارنامو په لیکلو کې په خواشینۍ سره زیاته پاملرنه نه ده شوې خو د دې څو کسانو زړورتیا او د ملي او قومی قوتونو مشري ثابته ده، زیات کره شفاهي او لیکلي اثار ورباندې شته. دې خلکو کومه بله تمه نه لرله او ان مشري یې نه غوښتله. دوي په رښتیني توګه افغاني جنرالان او ملي قهرمانان دي.  

یوه بله مهمه ډله بیا هغه کسان دي چې په سختو شرایطو کې یې د زړه په وینو او د سر په بیه د ملي سترو امانتونو د ساتنې او د راتلونکو نسلونو ته په سپارلو کې یې زیاتې ستونزې، جیلونه، کړاونه، د دار رسۍ، چنوارۍ او له توپ سره تړل ګاللي دي. په دې ډله کې کاتب هزاره، غبار، عبد الحی حبیبي او نور راځي. ځینو نورو بیا د ملي او ان ټولې سیمې او امت دبیدارۍ لپاره ملاتړلې وه، نړیوال پیغام یې لاره زموږ له سرحدونو بهر هم خلک ورباندې فخر کوی او ان ځینې یې خپل بولي. دا شخصیتونه مولانا جلال الدین محمد بلخي، سید جمال الدین افغان، خوشحال خان خټګ او امیر علي شیرنوایي او نور چې بیا بیخي بله کتګوري ملي او ان نړیوال شخصیتونه دي. په ښځو کې نازو انا، رابعه بلخي او نورې څیرې شته چې عالمې فاضلې او د خپل وخت په شرایطو کې غیر عادي او ملي څیرې وې.  

دا او نورې ملي څیرې ولې یادې کړو، احترام یې وکړو او یاد یې تازه وساتو. له یوې خوا د هغوی د زیاتو ستونزو ګاللو او درایت له کبله الله تعالی موږ ته د خپلواک هیواد نعمت راکړ. نو هغوی په موږ حق لري چې دعا ورته وکړو او په ښو یې یاد کړو. له بلې خوا، د هغوی د یاد تازه ساتل زموږ د راتلونکو نسلونو د تربیې لپاره  د الګو او مثال په توګه خورا مهم رول لری او هغوی ورڅخه د میړانې، هیوادپالنې او سرښندنې درس اخیستلای شي. دوی زموږ د تاریخ مهم شخصیتونه دي. د ملي مشرانو سمبولیک رول، د نورو لپاره د الګو او نمونې په توګه ورته کتل د ملتونو په جوړښت کې زیات رول لري.د دوي د یاد ساتل زموږ د ملي نظام او ارزښتونو د چوکاټ یوه برخه جوړوي او ټول قومونه مو سره یو موټی ساتي.  

د ملي او نړیوالو څیرو او شخصیتونو د اهمیت له کبله ایران هڅه کوي زموږ هغه ملي او نړیوالې څیرې چې هلته یې وخت تیر کړی وي لکه مولانا جلال الدین محمد بلخي او سید جما الدین افغان خپل هیواد ته منسوب کړي. زموږ هغه ملي شخصیتونه چې دوی ته یې خپلول ممکن نه دي ورته د خپلو ګوډاګیانو په مرسته سپکاوی کوي. پاکستان هم په خپلو توغندیو د غزنوي، ابدالي او غوري نمونه ږدي، که یې خپل هم نه دي خو د زمانې په تیریدو یې د خپلولو تمه لري ځکه په اهمیت یې پوهیږي.  

جورج واشنګټن چې د امریکا د متحده ایالاتو بنسټګر او ابراهام لینکن د داخلي جنګونو پایته رسوونکی بلل کیږي نو دواړه ملي ستر تاریخي زعیمان او ملي شخصیتونه دي. هره ورځ د هغوی د کار ځای او کور لیدو ته په زرهاوو زده کوونکي راولي، او د هغوی د ایدیالونو، اخلاقو، مبارزاتو، کړو وړو، ارزښتونو او لاسته راوړنو په هکله ورته مالومات ورکوي او هڅه داوي چې د امریکې ځوان کهول د دوي د ملي ګټو او ملي شعایرو په چوکاټ کې واچوي او ورته وفادار پاته شي. که وګورو ټول ملکونه دا کار کوی، پاکستان ته وګوری له محمد علي جناح څخه یې څومره ستر شخصیت جوړ کړی دی، ان هڅه کوي چې غزنوي، ابدالي، غوري او نور راخپل کړي. ایرانیان هڅه کوي سید جمال الدین افغان او مولا جلال الدین بلخي هم ځانته ورکړي. په هند کې بیا ګاندی او نهرو دي چې د هندوستان د خلکو لپاره د لارې مشالونه دي. ټول ملکونه په خپلو خلکو کې د ورته نظریاتو او ارزښتونو د رامنځته کیدو لپاره د ملي اتلانو له کارنامو، تدبیرونو او افکارو څخه کار اخلي او دوی ته بیا اسانه وي چې په ستونزمنو مسئلو کې ملي وفاق ته ورسيږي.  

په اوس وخت کې هم موږ ځینې ملي شخصیتونه لرو، باید مثبت فکر وکړو، له منفي افکارو ځان وساتو، خپل وړ مشران و پیژنو، قدر یې وکړو، لاس ورکړو، که اړینه وي په مناسبه موکه سالمه نیوکه ورباندې وکړو خو باید فرصت له لاسه ورنه کړو. کیدای شي که دا کار و نه کړو، بیا به افسوس کوو، څه به لاسته نه راځي. وایي له یوه لاسه ټک نه خیژي. هو! که مشران هر څومره ښه وي خو پیروان یې هم باید ښه وي او یوازې مشران زیات څه نه شي کولای. همدارنګه، که موږ د نړۍ د مشهورو سیاستوالو په څیر څوک نه لرو خو وايي تر پردي زوی خپله لور ښه ده، موږ کولای شو د اوسنیو مشرانو تر شا کلک ودریږو او سترې لاسته راوړنې ولرو.  

ملي شعایر او زموږ سیاستوال

زموږ په ملک کې تر اوسه د ملي شعایرو په هکله کوم غوره اړین عامه پوهاوی نه دی رامنځته شوي. اوس اوس په ځوانانو کې یو څه ذهنیت د راټوکیدو په حال کې دی، باید ورته پام وشي او وده ورکړل شي. که زموږ ځینې سیاستوال د ملي شعایرو، ملي اتلانو او د هغوی د تاریخي اهمیت او رول څخه بې خبره دي، ځینو نورو ته یې یادول ګناه ښکاري، ځینې له رښتینو ملي شخصیتونو منکر دي او نور په زور په موږ تپي په دې کې ټول مسوول یو. که موږ په ملت او په تیره بیا په ځوان کهول کې د ملي شعایرو په هکله عامه پوهاوی زیات کړ، هغوي یې غوښتنه وکړي، نو د قدرت او ووټ تږي به بیا په هر مجلس کې ورته وفاداري ښيي.

په خواشینۍ سره زموږ زیات سیاستوال په پورته ملي محورونو او اهمیت یې یا سم نه پوهیږي او یا ورسره د ځینو لاملونو له کبله په قصدي توګه سم چلند نه کوي. د دې یو لامل دا دی چې زموږ د تاریخ په اوږدو کې د ملي شعایرو او ملي شخصیتونو له رول څخه سترګې پټې شوې او یا سلیقوي چلند ورسره شوی. که وګورو ملي شعایرو لکه ملي سرود، ملي بیرغ او ملي شخصیتونو ته اړینه پاملرنه نه ده شوې. هر رژیم د ځان لپاره نوی بیرغ غوره کړی دی. که له ځایه د ملي بیرغ سره مینه درس ورکړل شوې وای په اسانۍ به چا نه بدلاوه. د چا چې زړه شوې د ځاني ګټو او یا د ایدیولوژیکي دریځ له کبله یې ملي شخصیتونه هیر کړي او یا ان غندلي دي، ملي سرود ته مو اهمیت نه دی ورکړی، ځکه موږ د ملي شعایرو په هکله کومه دودیزه او تاریخي ملي پالیسي نه لرله چې له یوه نسل څخه بل ته نقل شي ترڅو پردي پال کسان زموږ د ملي شعایرو له سپکاوی منع کړي. په ټوله اسلامي نړۍ کې هیڅ کوم مذهبي ګوند او یا کوم کس د خپلو ملي شعایرو په هکله شک نه کوي خو زموږ په ملي سرود او بیرغ کې که څه هم د الله اکبر ښکلې کلمه هم شته، زموږ د ملي یووالی سمبول دي خو یو شمیر هغه خلک چې په کابل کې اوسیږي، د نظام له ټولو سهولتونو ګټه اخلي خو ملي سرود ته پاڅیدل ورته ښه نه ښکاري. ملي سرود ته پاڅیدل د تقدس او کومې مذهبي عقیدې له مخې نه بلکه یوازې یوې ملي ښکارندې او د ملت یو والي او هویت ته د درناوي نښه ده. دا که د دې خلکو ګناه ده خو زموږ د تیرو چارواکو، سیاستوالو او مشرانو کمښت هم دی چې ولې یې ملي شعایرو ته درناوی په ملک کې نهادینه کړی نه دی.   

کله چې زموږ ځینې سیاستوال زموږ د ملي مشرانو نمونه په سپکه خوله یاد کړي، د ملت د یوه ستر قشر په ذهن کې ستر طوفان رامنځته او په نظام او ملت کې سخت بحران رامنځته کړي، د نظام چوکاټ جوړیدو ته نه پریږدي او دملک ثبات ته تاوان رسوی. د دوي نظریات او کړنې په هرو دوو یادریو اونیو کې یو یا ان څو ځله په ملک کې یو نوی انډوخر او ناورین او ملي بیلوالی رامنځته کوي. د ملت او دولت دواړو پام د هیواد د ودانولو، د اوږدمهالو طرحو د پلي کولو او هیواد ته په ګډه د کار په ځای په اور وژنو، د معضلاتو په حل او پخلا کولو تیریږي. تاسو د څو ورسیتو میاشتو پیښو ته وګوری په هره اونۍ کې د هیواد د سیاستوالو د کړنو او یا اظهاراتو په اړه یو بحران رامنځته شوی، ټولې رسنۍ ورباندې لګیا وي، خلک او ان زموږ نظامی جنرالان ورسره موافق او مخالف دریځونه نیسي. که ښه ورته ځیر شئ ګورئ چې هغه نظر غوړه مالي وي، ځان چاته ورنیږدې کول، نور په نیش وهل وی او هیڅ کومه ملي ګټه نه لري. ایا دوی نه پوهیږي چې دا په بحران کې ملک اوس ملي وفاق ته اړتیا لري نه نور نفاق ته؟   

په نوره نړۍ کې سیاستوال او مشران یې د عامه نظریاتو مدیریت کوي، په خلکو کې د نظر یو والی رامنځته کوي چې په سیاست کې ورته د هم نظره کولو(Consensus Building) پروسه وايي. په دې ترتیب دا غوره مشران د نظریاتو له پلوه د ټولنې یو له بله لیرې کسان ګډ او منځني دریځ ته راولي. داسې مشران غوره ارزښتونه رامنځته کوي، که په کومو مسئلو کې له یو بل سره اختلاف کوي له منل شوي چوکاټ نه وزي.  داسې ملتونه د زمانې په تیریدو سره د یوه غوره نظام ټینګ بنسټونه او چوکاټ رامنځته کوي. وروسته بیا نوی لرلید رامنځته کوي او ملي کړنلارې او تګلارې ورسره عیاروي.

خو په خواشینۍ سره زموږ په ټولنه کې ځینې سیاستوال چې ځان پوه هم بولي ټول ملت ته د خطاب په ځای یوازې د ټولنې هغې برخې ته په خبرو کې پام کوي چې د ده ګټې ورسره خوندي وي او د نور ملت په غم کې نه وي. په نن زمانه کې دا ترټولو بد او ناکام سیاست دی. که تاسو وګوری زموږ ځینې ناکام سیاستوال او د ډلو مشران یوازې قومي سیاست چلوي، یا د ټول مسلمان ملت په ځای یوازې یوه محدود قشر ته تش په شعار کې امتیازات غواړي، خپله کوم ګټور کار نه ورته کوي، هغوی غواړي یوازې د دې خلکو رایه خپله کړي او یا خلک ورباندې وویروي کوم ګټور خدمت نه ورته کوي، او په پای کې همغه قشر تر ټولو نورو خلکو خوار دی.  

غلیمان او زموږ د نظام تخریب

زموږ د هیواد قسم خوړلي غلیمان به شیطنت کې لوی لاس لري، د نظام ستنې او بنسټونه، د نظام ټینګښت او تخریب تر موږ ښه پیژني. نه پریږدي افغانستان د هویت، ملي ایدیالونو، ملي لرلید او ګډو موخو په مرسته په خپلو پښو ودریږي. د نورو بربنډو او پټو لاسوهنو او دسیسو تر څنګ تل هڅه کوي چې زموږ په ملک ې سوله تخریب کړي، د جنګ اور ته لمن ووهي، ملي شعایرو ته مو سپکاوی کوي ترڅو زموږ د نظام بنسټ او ستنې ټینګ نه شي او بې ثباتي تلپاتې شي. هغوي په افغانستان کې د خلکو په منځکې مذهبي، لساني، قومي او کلتوری کرکو ته لمن وهي اونه پریږدي چې افغانان د ګډ ملي هویت څښتنان شي. هغوي زموږ د ملي شخصیتونو په رول پوهیږي، نو تل یې هڅه داده چې زموږ ملي څیرو ته د خپلو ګوډاګیانو په مرسته سپکاوی وکړي او بې اهمیته یې کړي، دوی خپل ګوډاکیان په مختلفو جامو او څیرو کې ګومارلي دي، د روڼ اندي او کله هم په بله جامه کې. دوی په ظاهره د استقلال ګتونکی خو په اصل کې د ټول استقلال داعیه مو ترسوال لاندې راولي. د بهرینو ګوډاګیان رنګارنګ دي خو موخه یې یوه او د هیواد معنوي بنسټونو ته زیان رسول دي. د ټولو کړه وړه له ورایه ښکاري او هڅه کوي د هیواد ملي شعایرو، ملي شخصیتونو، ملي ارزښتونو او د افغانستان ملي هویت ته تاوان ورسوي. له دوی سره باید نفرت وشي، تجرید شي او اصلي څیرې یې خلکو ته وښودل شي.  

دا د ګوتو په شمار د پردو غلامان تل هڅه کوي چې د احمد شاه ابدالي رول د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکي او یو موټی کوونکی په توګه او د اعلیحضرت امیر امان الله خان رول د هیواد د خپلواکۍ د ګټونکي او نورو ورته شخصیتونو رول تت او پیکه وښيي. نو افغانانو ته اړتیا ده چې دې ښکارندو ته سم ځیر شي، د خپل هیواد د بنسټ ایښودونکي احمد شاه بابا او د هیواد د استقلال د ګټونکي امان الله خان ستر تاریخي رول ته په درنه سترګه وګوري. سړی حیران شي چې ولي نور هیوادونه ډېرو کمزورو شخصیتونو ته په ستر تاریخی رول قایل دي او موږ دومره لوړو شخصیتونو ته اړینه پاملرنه نه کوو.  

همدارنګه، زموږ ملي شخصیتونه د افغانستان په ټولو وروڼو قومونو کې راپورته شوي او په ټول ویاړلي افغان ملت پورې اړه لري. زموږ په هر ویاړلي قوم کې د راز راز  شرایطو په بنسټ ملي او خادم شخصیتونه شته او تیر شوي دي. همدارنګه، تاریخ شاهدي ورکوي چې د دې امکان هم شته چې په هر قوم او ټبر کې ناولي او خاین کسان هم د خاصو شرایطو په بنا را منځته شي.   

ګډ ارمانون، لرلید  

له اوسني ستونزمن حالت څخه هغه وخت خپل هیواد ایستلای شو چې د نړۍ، سیمې او خپل هیواد ستر تصویر ته وګورو، تر لسو او پنځلسو کالو وروسته د خپل هیواد، سیمې او نړۍ حالت په خپل ذهن کې مجسم کړو او په وړو وړو سلیقوي مسئلو کې راګیر نه شو. باید ځانته ستر ګډ، ملي ارمانونه وټاکو او ورته د رسیدو لپاره ملي لرلید او موخې په روښانه توګه په ګوته کړو. دا لرلید تل باید له اوسنيو واقعیتونو سره پرتله او تل ورته له خپل ملي ارمان سره تړاو ورکړو. دا ملي ګډ ارمانونه او ورته د رسیدو لپاره لرلید باید تل د ملت پرګنو ته پوره روښانه کړو او په هغوی کې سترې هیلې پیدا کړو ترڅو  لوړو ارمانونو ته د رسیدو لپاره ستره انرژي پیدا کړي.  

سپارښتنې

    دولت باید د غوره پالیسیو او کلک ملي عزم په مرسته د هیواد او نظام د بنسټیزو ستنو او چوکاټ څخه چې عبارت له خپل دین، هیواد پالنې او ملي هویت، ملي شعایرو، ملي ورځو، ملي سرود، ملي بیرغ، ملي شخصیتونو، ملي کلتور او نورو څخه ننګه وکړي،  

 

    باید وړتیا لرونکي ملي مشران وپیژنو، لاس ورکړو، له منفي فکرونو تیر شو او مثبتې انګیرنې خپلې کړو. ملي مشران هم باید د افغانستان دین، ملي هویت او هیواد پالنې ته په ښه تناسب او انډول سره قایل شي تر څو د ملت ټول وګړي ورسه همغږي شي،

 

    مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه، روڼ اندي، لیکوالان، اکادیمیکي نهادونه، رسنۍ او عام ولس باید د ملي او دیني ارزښتونو ودې او د نظام د بنسټونو ټینګښت او ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي،

 

    هر هغه سیاستوال، ډله او ګوند که د هیواد د پورته یادو بنسټونو او چوکاټ سره بې پروایي کوي، باید ورټل شي او ورسره پریکنده عمل وشي،

 

    هغه بهرنۍ کړۍ او داخلي مزدوران یې چې هڅه کوي زموږ ملي شعایرو ته تاوان ورسوي باید د ټول ملت او په تیره د روڼ اندو له کلک او نه پخلا کیدونکي خو حکیمانه غبرګون سره مخ شي،

 

    باید هر افغان د خپل ایماني او ملي مسوولیت له مخې د ملي شعایرو په هکله عامه پوهاوی خپله دنده وبولي او په ټنګښت کې یې تل خپل رول ادا کړي،

 

    باید هر افغان خپله دنده وبولي چې ټول هغه بهرني لاس وهونکي او د هغوی داخلي لاسپوڅي په قاطعیت سره رسوا کړي چې زموږ ملي نظام د بنسټونو او چوکاټ د کمزورتیا لپاره کار کوي او په کلکه ورسره مبارزه وکړي،   

 

    باید ټولو افغان سیاستوالو ته په زغرده او کلکه ووایو چې د ملي نظام ستنې او چوکاټ وپیژنئ او مه یې ورانوئ. که یې کوم چا له دې کاره لاس نه اخیسته باید رسوا، ګوښه او ورټل شي.  

 

د یوه هوسا، سرلوړي او خپلواک افغانستان په هیله