د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حکومتولۍ پیژندنه او اصلاح یې

محمد عارف رسولي 25.10.2016 19:56

سریزه

په دې مقاله کې د حکومتولۍ په پیژندنه او اهمیت باندې خبرې کوو. زموږ په هیواد کې د حکومتولۍ په حالت، ځینو لاملونو او یو شمیر حل لارو هم بحث کوو.  

حکومتولي څه ته وايي؟

حکومتولي (حکومتداری) یا Governance څه شی دی. حکومتولي یو ټاکلی، نړیوال قبول شوې تعریف نه لري. ځینې وختونه کله چې خلک حکومتولي یادوي موخه یې په ساده توګه حکومت یا هغه څه وي چې حکومت یې کوي. که څه هم اوس اوس خلک غواړي چې حکومتولي په پراخه مانا وکاروي، چې په هغو کې رسمي او نارسمي میکانیزمونه، ټولنیز او اقتصادي اغیزې او د دولت رسمي کارونه او نور راځي (نړیوال بانک).

 همدارنگه، د یوه بل تعریف به بنا حکومتولي (governance) هغه روښ او طریقه ده دکوم په واسطه چې دولت حاکمیت ترلاسه کوی او هغه په کار اچوي تر څو عامه څیزونه او خدمتونه وړاندې کړي. که ښه حکومتولي نه وي نو بیا فساد او درغلیو ته لاره اواریږي.  درغلي یا (Corruption) د شخصی ګټو لپاره د عامه او دولتی پوست یا واک کارولو ته وایي. په دې ترتیب ګورو چې درغلي او فساد یوازې رشوت نه دی بلکه زیات اړخونه لري.

همدارنګه، په ځینو سکتورونو کې حکومتولي په ځان کې نورمونه، پروسې، وسیلې، خلک، او سازمانونه رانغاړي، کوم چې ټاکي څنګه خلک له اړوندو سکتور  لکه ځنګلونو، کرنې، روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو سره چلند کوي. دا تعریف زیات څیزونه په ځان کې رانغاړي: دودیز کلتور، د اوس وخت بیوراکرسي، خصوصي مارکیټ او عامه قوانین. ښایي عملي نه وي چې د حکومتولۍ ځینې اړخونه بدل کړو، لکه دودیز کلتور، خو په حکومتولۍ ښه پوهه د هغې د ټولو خواوو په نظر کې ساتل غواړي.  د ښې حکومتولۍ مهم اړخونه عبارت دي: د قانون حاکمیت، روڼوالی (شفافیت) او د درغلیو کچه کمول، د اړوندو خلکو شمولیت په پریکړو کې، حساب ورکول، عامه او کاروباري خلکو ته د دولتي مقرراتو د پلي کولو لږ خندونه، او سیاسي ثبات.

 

په یوه ملک او د هغو په سکتورونو کې د حکومتولۍ د ارزونې لپاره له دریو محورونو او شپږو بنسټونو څخه کار اخلي. په بل عبارت که دا دری محوره او شپږ اصله سم و نو ویلای شو چې د هغه ملک په هغه سکتور کې حکومتولي سمه ده. دا دری محورونه دی:  

 

    د حکومتولۍ اساسي ستنې – قوانین، کړنلارې (پالیسۍ)، او نهادونه – د کاغذ په مخ څنګه ښکاري؛

    څنګه د پالیسۍ او پلي کولو پریکړې کیږي؛ او  

    څومره په عمل کې حکومتولي ښه کار ورکوي.  

 

هر یو د پورته محورونو په اجزاوو او هر یو جز په فرعي اجزاوو ویشل کیږي،

 

همدارنګه، پورته محورونو او دهغو د اجزاوو د سمې ارزونې لپاره په شپږو اصولو تکیه کیږي. دا شپږ اصول په لاندې ډول دي:

    حساب ورکول – دا چې خلک او نهادونه د خپلو کړنو په اړه حساب ورکوونکي وي

    کارورکړي ــ دا چې د حکومتولۍ میکانیزمونه خپلې ټاکل شوې پایلې تر لاسه کړي

    موثریت – دا چې حکومتولي په لږو ضایعاتو او کم لګښت کار وکړي

    عدالت – داچې د اړونده سکتور ګټې، مصارف او تکلیفونه داسې وي چې عادلانه وبلل شي

    مشارکت – دا چې ټول علاقه لرونکي خلک فرصت ولري چې واوریدل شي، یا د دولت په هغو پریکړو اثر وکړي چې هغه سکتور او دوی اغیزمن کوي

    روڼوالی (شفافیت) – دا چې د هغه سکتور په هکله مالومات او چې څنګه اداره کیږي په مناسب ډول ورته لاسرسی ولری.

 

که غواړو چې حکومتولي په ملک کې  وارزوو، اصلاح په کې راولو، او ټینګه یې کړو په پورته محورونو او اصولو باید ځان پوه کړو او ورڅخه کار واخلو. ښه حکومتولي، سیاسي ثبات، سوله او امنیت له یو بل سره تړلي دي، دا ښکارندې په ملک کې د ښوونیز، اقتصادي او سیاسي نظام د غوړیدا لپاره اړین دي او له شتون پرته یې پرمختګ او سوکالي ناممکن کار دی. اوس باید پوه شو چې ښه حکومتولي څه شی ده.

 

که په کوم ملک کې قانون برلاسی و، په پریکړو کې روڼوالی و، د درغلیو او فساد کچه کمه وه، د خلکو په اړوندو پریکړو کې ګډون زیات و، دولتي کسانو تل خلکو ته حساب ورکاوه، دولتي مقرراتو خلکو ته زیات خنډونه نه جوړول او سیاسي ثبات موجود و نو ویلای شو چې دا ملک ښه حکومتولي لري. که موږ غواړو چې حکومتولي سمه کړو، ثبات راولو او ملک مو پرمختګ وکړي نو باید ملت او دولت په ګډه د پورته ښکارندو د ټینګښت لپاره یو بل ته لاس ورکړي او اصلاحات راولي.

 

د هیواد له شتمنیو او زیرمو سمه ګټه هغه وخت اخیستل کیږي چې په ملک کې ښه حکومتولي وي. که ښه حکومتولي نه وي د ملي زیرمو څخه سمه ګټه نه اخیستل کیږي، جرمونه عام شي، د ځمکو مالکیت روښانه نه وی، د ملک عام خلک بې وسه وي، خلکو ته عامه خدمتونه نه وړاندې کیږي، د خلکو اقتصاد نه غوړیږي، خلک د چاپیریال خدمتونو لکه پاکې هوا او اوبو له کارونې محروم وي او د ګټو مساوي ویش ته لاسرسی نه لري.

په افغانستان د حکومتولۍ حالت

په افغانستان کې د حکومتولۍ وضع په خورا بد حالت کې ده. که پورته تعریفونو، محورونو او اصولو ته ښه ځیر شو. په ټولو کې موږ ستونزې لرو. دا چې ولې موږ دا ستونزې لرو او لاملونه یې څه دي دلته یې ځینې لاملونه ذکر کیږي: لاملونه به یې زیات وي زه یې دلته یو څو یادوم، دلته زه هغه څه یادوم چې په رښتیا پیښ شول او د دې لیکنې موخه دا نه ده چې ملامت او سلامت، ګرم او ناګرم په ګوته شي: (۱) که څه هم زموږ خلکو د هیواد زیاتې سرښندنې وکړې او ډېرې قربانۍ یې ورکړې خو کله چې جهاد د مسلمانانو په منځ کې په خپل منځي جنګ واوړي، اوږد شي، خلک محتاج، مهاجر، بیوزله، نالوستي او له ښو رهبرانو محروم شي ښه دیني او ټولنیز ارزښتونه له لاسه ورکوي. په همدې ترتیب زموږ زیات خلک د مجبوریتونو په بهیر کې یو ډول معامله ګر عادت شول، چې هرچیرې یې ښه وه هلته یې شپه شوه، بهرنیانو مو له مجبوریتونو بده ګټه پورته کړه، روسانو له یوې خوا پریمانه امدادي مواد او مرستې راکړل، خو د خپلو خلکو سره د جنګ او د هغوی د اجباري کوچ لامل هم شول، ،  زموږ خلک مجبور شول چې خپلو طبیعي دښمنانو یا هغه چاته چې ورسره ارضي ستونزې او یا نورې تاریخي ناندرۍ او ستونزې لرو پنا وروړي، (۲) په ایران او پاکستان کې مو مفت راشنونه وخوړل، عربو، غربیانو او نورو پیسې، موټرې، وسلې او نور امکانات راکړل تر څو بیا هم خپل هیواد وران کړو او خپل خلک ووژنو، د وسلو، مهماتو، پیسو او نورو موادو لپاره هر چاته اړ شوو او لاس مو ورته ونیو، (۳) موسسو هغه کارونه پیل کړل چې پخوا به خلکو په خپله د حشر په مرسته کول لکه د کانالونه او کاریزونو پاکول او په دې ترتیب مو خلک مفت خواره  او تنبل شول، (۴)  هغه وسلې او پیسې چې نورو راکړې وې زموږ په خلکو کې د شرافت، عزت او اقتدار نښه شوه، (۵) د هیواد ښوونیز او اقتصادي سیستمونه او دولتي نهادونه او نظام ټول وشړیدل، کادرونه مو شهیدان، بوډاګان او یا مهاجر شول او د قانون حاکمیت او دولتي نهادونه ټول له منځه لاړل، (۶) بی سواده، جاهل او زورواکان په واک کې شول چې تر قانون یې پورته عمل کاوه او تر ملي ګټو یې خپلې ګټې غوره بللې، مجلل او شاهانه ژوند او عیاشۍ ته یې ملا وتړله، د پخوانیو شعارونو لکه اسلامي او الهي نظام د پلي کولو په ځای یې قومی، ژبنیو او سمت پالنې ته لاس واچاوه، (۷) په کمین کې ناستو بهرنیو کړیو او غلیمانو ته مو موکه په لاس ورغله چې زموږ نالوستي، بی خبره او بیوزله خلک له یو بل سره د اوږده وخت لپاره وجنګوي، په منځ کې یې کرکې او نفرتونه راپیدا کړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده. د نظام په وړاندې وسلوال پاڅون ځکه نه کابوو کیږي چې دلته په نظام کې زورواکان نه پریږدي هغه مشروعیت ومومي، دوی د ځان ګټې په همدې ګډوډۍ کې ګوري تر څو نورې ګوتې وغوزوي، نورې دولتي او شخصي ځمکې لاندې کړي، له کانونو ناروا ګټه واخلي او د ملک اډانه او تاریخ بدل کړي.  

زموږ د خلکو ۳۶ سلنه د بیوزلۍ (فقر) تر کرښې ټیټ دي، ډېر لږ مو د څښلو پاکو اوبو او صحي تشناب او حفظ الصحې ته لاسرسی لری، په سلو کې ۷۴ کسان نالوستی دی، د خلکو اوسط عمر مو ۴۸ کاله دی، او په هرو زرو نووو زیږونو کې ۱۰۳ ماشومان مري چې د نړي تر ټولو لوړ رقم دی. خو په همدې خوار او بیوزله افغانستان کې د نړۍ تر هر شتمن کس لکس ژوند ځینو ته ورسید. د ګوتو په شمار خلک ملیاردران شول او نور ملت ورته په بې وسۍ او لوږې کې کتل نو ځوان نسل مو د ناهیلۍ څخه مهاجرتونو ته مخه کړه.  

تر ټولو بده داچې ځینې لګیا دي زموږ تاریخ مسخ کوي، د هیواد ملي وحدت، ملي هویت، ملي شخصیتونو او ملي قهرمانانو ته سپکاوی کوي. هغوی ځان ته حق ورکوي خپلو سیاسي مخالفینو ته سپک او سپور ووایي او ښکنځلې ورته ورکړي.

 پورته حالت زموږ ټول غوره ټولنیز او دیني ارزښتونه او ملي کلتور او فرهنګ له منځه یوړل او په پای کې د هیواد ګټې، میړانه، له الله تعالی ویره، په لږ شي قناعت، غوره کلتور او نور زیات ښه ارزښتونه مو له پامه وغورځول شول. د پیسو ټولولو، د شخصي او دولتي ځمکو غصب، رشوت، درواغ، له پردو سره د هیواد په سر معامله، د انسان وژنه او نور روا کارونه وبلل شول.

کله چې تعصب، کرکې او قومي توپیرونه زیات شي، نظام کمزوری او حکومتولي وشړیږي په ټولو خلکو اغیزه کوي. زموږ په مسلکي کسانو کې به ځینې پاک خلک وي خو زیات یې په خواشینۍ سره که څه هم د ملت له مالي امکاناتو روزل شوي دي، له بودجې یې معاش خوري، له لوکسو موټرو یې ګټه اخلي خو په زیاتو کې مسوولیت پیژندنه، د کار سره مینه او د کار اخلاق په نشت حساب دي. په خواشینۍ سره دا حال زموږ په ادارو کې له ورایه څرګندیږي.

 په نوره نړۍ کې خلک کار، د کاراخلاقو، وظیفې پیژندلو او هیواد ته خدمت کولو ته د خپلو ځانونو او نورو د شخصیت د جوړونې او د انسانیت د تکامل د وسیلې په سترګه ګوري. خو په موږ کې دولتي څوکۍ د خدمت نه بلکه د پیسو پیدا کولو وسیله شوې. زموږ په هر سکتور او اداره کې به ځینې پاک او زړه سواندې کسان وي خو په ټولیزه توګه زیاتې ادارې مو د سمو خدمتونو له وړاندې کولو عاجزې دي. که تاسو هرې شفاخانې ته سر ورښکاره کړی، نه سم مدیریت شته، نه غوره خدمت، نه کوم د کار کولو منل شوې ستنډرد، کړنلاره او تګلاره شته. ډاکتر او نرس په مجلس او فسبوک کې لګیا وي او د ناروغ په غم کې نه وي.  

هغه بله ورځ زما د یوه دوست د ګټې وټې مشر زوی موټر وهلی و او کومې دولتي شفاخانې ته یې وړی و. راته کیسه یې کوله چې که څه هم هغه روغتون په ظاهره سم ښکاري، خورا زیات لګښتونه ورباندې شوي، خو د بې پروایۍ او نه مدیریت یو ښه نړیوال مثال کیدای شي.  ناروغ د کوما په حالت کې و، کورنۍ یې غوښتل چې هند یا پاکستان ته یې ولیږدوي، خو په هغو روغتون کې یې ورته ویلي و چې که مو زیات وخوځاوه نور هم خرابیږي.  په ساعتونو یې سیروم ورته ورکړي و، خو د بولو څخه یې خبر نه وو. کمبخت ناروغ پښې وهي خو خبرې نه شي کولای، تر ساعتونو وروسته یې کوم خپلوان ور فکر شوی و، ډاکترانو او نرسانو ته یې ویلي و او د نل په مټ یې بولې خارجې کړې وې، د مثانې تکلیف ورته پیدا شوی و. پلار خوارکي یې په رڼو اوښکو ژړل او بدې ورځې یې کولې او د علاج درک یې نه لګیده او تر دریو ورځو وروسته پوه شول چې باید بهر ته یې ولیږدوي. ناروغ ته یې له زیاتو ستونزو  د کوم وکیل به مرسته د پاکستان له سفارت څخه ویزه ترلاسه کړې وه.  هغه پاکستان ته یې بار کړ چې په موږ یې څه حال راوستی!  

په ښوونځیو کې شخړې او ځورونې عامې شوې دي او د درس ورکولو معیار خورا ټیټ دی. په پوهنتونو کې زاړه نوټونه درس ورکول کیږي او د کوریکولم له اصلاح سره زیات استادان علاقه نه لري، د ملت او دولت د اړتیاوو سره برابر مضامین درس نه ورکول کیږي. د پوهنتونو او د هغوی د خدمتونو د سرټیفیکشن او معیاري کیدو درک نه شته. د چا څیړنو او عملي کار ته فکر نه دی.    

یو ځوان چې له پوهنتون څخه فارغ شي، یا بې کاره شي، که واسطه و نه لري څوک یې په کیسه کې نه وي، ادراه په اداره ګرزي څوک ېې له خالي پستونو نه خبروي. که په کومه اداره کې کمبود هم وي او غوښتنلیک ورکړي څوک ورباندې سر نه ګروي، هر مخور ته ورځي که واسطه یې شي خو څوک یې په درد نه خوري. ځکه په نن زمانه کې یوازې د هغه چا سپارښتنه قبلیږي چې یا په ولسي جرګه کې ښه ستر پارلیماني ګروپ ولري، یا هغه څوک چې بل زور ورته زور کیدای شي څوک ورته غوږ کیږدي.   

کله چې تاسو له رادیو اوری چې کوم سرباز او یا کوم معیوب کس سره له زیاتو هڅو په میاشتو میاشتو خپل معاش نه وي اخیستی، هغه دروازه په دروازه ګرزي څوک یې غږ نه اوري، له هجرت څخه د راستندونکي زده کوونکي بوډا او بې سرپناه پلار د زوی اسناد په لاس لالهانده ګرزي چې خپل زوی په ښوونځی کې داخل کړي خو له یوې ادارې بلې ته استول کیږي بیله دې چې کار یې خلاص شي زړه مو درد کوي خو دا زموږ د هیواد ترخه واقعیتونه دي.

د هیواد د سړکونو په رغونه او پخولو په سلهاوو ملیونه افغانۍ لګیږي خو د ټيټ کاري کیفیت، د ستنددر د نه مراعات، خرابو موادو کارونې او نورو له کبله په اکثره ځایونو کې تر تکمیل یوه میاشت وروسته بیرته خرابیږي. خو دا شرکتونه خدای په سر نه حاضروي، د خپل کار معیار نه ښه کوي، نه ورڅخه څوک پوښتنه کوي.   

ټول خبر دي چې ځینې لوړپوړي چارواکي د خپلوانو په نامه شرکتونه لري، که څه هم دا د نړیوالو او د افغانستان د ملي قوانینو خلاف کار دی، او دې ته د ګټو تضاد وایي او ممکنه نه ده چې څوک دې د برحاله چارواکي له شرکت سره د پروژو په اخیستلو کې سیالي وکړي، خو که کله داسې پیښه شي چې کوم بل شرکت له چارواکي پروژه وګټي په یوه او یا بله بانه د شرکت خاوند چارواکی پروژه نه مني او ردوي یې. دا او ورته درغلۍ د پروژو په پلي کولو کې زیات خنډونه رامنځته کوي، زیات وخت نیسي او کارونه په ټپه ولاړ وي.  

د ښه پلان او مدیریت د نه شتون له کبله، د درغلیو او فساد د خنډونو له لاسه زموږ د ادارو بودجه یوازې له ۳۰ سلنه څخه ۴۰ سلنه پورې مصرفیږي. په دې یوه نیمه لسیزه کې له دې ډېره کمه زده کړه وشوه او هر کال دا ستونزه تکرار شوه. که دا بودجې سمې او پوره لګول شوې وای اوس به زموږ هیواد له ۵۰ سلنه او یا ان ۶۰ سلنه زیات اباد شوی وای. سږ کال جمهور رئیس دا مسئله ډېره جدي نیولي ده خو په خواشینۍ سره چې کوم سم د مدیریت سیستم نه شته باور مې نه شته چې زیاته بودجه به مصرف شي او پیسې به پاته شي.   

د بودیجې د نه مصرف به زیات لاملونه وي خو زما په باور ځینې یې دادي: (۱) زموږ ادارې د تیرو تیروتنو او ستونزو ارزونه نه کوي تر څو یې وپیژني، ورڅخه زده کړه وکړي او د هغو په مرسته د راتلونکی کال لپاره یو ښه مسلکي پلان جوړ او پلی کړي تر څو تیروتنې بیا بیا تکرار نه شي، (۲) فکر کیږي چې پروژې او پروپوزلونه ځکه ځنډېږي چې د معامله ګرۍ لپاره ځینو ښکیلو خواوو ته د ښکار موکه په لاس ورشي ځکه په کم وخت کې معامله کول ستونزمن کار وي، (۳) په دولتي ادارو کې د لیاقت او تجربې په اساس نه بلکه د خپلوۍ، قوم او ګوندي اړیکو په اساس ټاکنې ددې مخه نیسي چې کار اهل د کار ته وسپارل شي، زر کارونه او پروژې جوړې او پلې شي، له مشاورینو سم کارواخلي او بودجه مصرف کړي ترڅو هیواد ودان او کارپوه خو بیوزلو کادرونو ته هم  کار پیدا شي، (۴) په هیواد کې د حساب او کتاب نه شتون یاېي خورا کمزورتیا، په هر قیمت د زورورو لخوا د خپلو کسانو حمایه، د معافیت کلتور او نور د دې لامل شوی چې د کم کاره چارواکو ویره نه کیږي او هرڅه چې کوي په مخ یې وړي، (۵) په پریکړو کې روڼوالی یا بیخي نه شته او یا بیخي کم دی، نو ځکه چارواکو ته زمینه برابریږي چې د چا خبره تر وښو لاندې اوبه تیرې کړي او پټه معامله وکړي، (۶) د زورواکانو غوښتنې هم دولتي ادارې کارته نه پریږدي، هغوی په هر قیمت چې وي، خپلوان مقرروي، پروژې که حق یې وي او که نه ترلاسه کوي یې، (۷) په هیواد کې دوه سره حکومت یو بل لوی خنډ دی. ځینې خو له خدایه نه ویریږي، خو په خپله ناکامۍ، تاریخي رسوایۍ، هم یا نه پوهیږي او یا ورسره وس نه شته او اوبو په سر اخیستي، لوټه ږدي او تیریږي، د خپلې خوا هره ناروا ښه بولي او ورڅخه ننګه کوي، (۸) په هیواد کې د یوه منظم، پاک او قوي سیاسي تحریک نه شتون ترڅو له یوې خوا له نظام سره په ښو کې لاس ورکړي او له بلې خوا فاسدو چارواکو ته په میړانه او له بیلګو سره ګوته ونیسي او رسوا یې کړي، (۹) د بې پرې، وړتیا لرونکو او مسلکي مدني ټولنو، ازادو رسنیو او مسلکي او څیړنیز ژورنالیزم نه شتون ترڅو په کمښتونو په وخت مسلکي نیوکه وکړي. زموږ زیاتې رسنۍ او مدني ټولنې په خواشینۍ سره پروژوي بڼه لري، په زیاتو سیاسي او قومي موضوعاتو کې راګیر دي او د ځینو داخلي او غرض لرونکو بهرنیو کړیو لخوا تمویلیږي.   

دا ننګونې څنګه اصلاح کړو؟

که څه هم د هیواد جمهور رئیس هڅه کوي چې کله کله ځینو دولتي ادارو ته سر ورښکاره کړي، د ښو خدمتونو او کمښتونو ارزونه وکړي، مکافات او مجازات ورکړې چې د عوامو هیلې یې یو څه راټوکولې او یو څه ښه ګامونه هم اخیستل شوي، لکه دولتي عواید په ځینو ساحو کې زیات شوي او ځینې مفسد چارواکي له کاره ګوښه شوي دي. په نورو کې ویره راپیدا شوې. دا ښه ګامونه دي باید دوام ورکړل شی، خو کافي نه دي. اړتیا ده دا لاندې ګامونه هم واخیستل شي:

د حکومتولۍ پورته یاد شوې غوښتنې باید پوره عملي شي. قانون پلی، په پریکړو کې رونوالی، حساب ورکول، باید په کلکه مراعات شي. زیاته اړینه ده چې د معاصر مدیریت څخه باید ګټه واخیستل شي. په معاصر مدیریت کې په دولتی ادارو کې ستندرد مقررات، د هر کارمند لپاره د کار لایحه، مکافات، مجازات، او مدیریتي سیستم باید رامنځته شي.

مدیریتي سیستم دادی چې وزارت، اداره یا هر بل سازمان لکه فابریکه یا روغتون هغه څه کوي چې خپلې کاري پروسې یا فعالیتونه مدیریت کړي ترڅو یې تولیدات یا خدمتونه د سازمان هدفونه ترلاسه کړي، داسې چې د مشتریانو غوښتنې په ښه کیفیت ترلاسه او د مقرراتو مراعات هم وکړي. د دې لپاره چې په رښتیا موثر وي او کار ورکړي، سازمان (اداره) خپل کارونه ښه مدیریت کولای شي که چيرې یې په سیستم کې واچوي. په سیستم کې هیڅ مهم څیز له نظره نه غورځول کیږي، هرکس په روښانه پوهیږي چې، څوک د څه لپاره، کله، څنګه، ولې او چیرته مسوول دی.   ستندرد مدیریتي سیستم سازمان یا ادارې ته یو نړیوال معاصر مودل په لاس ورکوي چې ورڅخه پیروي وکړي. ستر سازمانونه، یا هغوی چې پیچلې پروسې لري، د مدیریتي سیستم څخه پرته سم فعالیت نه شي کولای. هغه کمپنۍ چې په موټر جوړولو، فضایي کارونو، دفاع، یا روغتیایي خدمتونو رسولو او یا د ملک په د ښوونیز نظام په چلولو کې لګیا دي د زیاتو کلونو راهیسې له مدیرتي سیستم څخه کار اخلي. د         ISO 9001 او ISO 14001 ستندرد مدیریتي سیستمونه اوس اوس دا بریالي لارښوونې او خدمتونه و ټولو سازمانونو ته برابروي. خو دلته اړوندو کارپوهانو ته اړتیا ده چې دا په یوه اداره کې پلي کړي او د بریا شرط یې هم دادی چې د هغې ادارې رهبري یې په کلکه وغواړي، رهبري او په کلکه یې پلي کړي. زه وړاندیز کوم چې دولت باید یو څو هغه ادارې لکه وزارتونه، شفاخانې، پوهنتونونه او نور د دې ستندردونو او سیستمونو د پلي کولو لپاره وټاکي چې جوړښت(ساختار) یې سم، مدیران یې ځوان، نوښتګر او په خبره یې سر خلاصیږي. یو یا دوه کارپوه مشاورین د هغو د پلي کولو څخه د یو څه وخت لپاره نظارت وکړي، د تلپاتې پلان، نظارت او ارزونې کلتور په کې نهادینه شي نو بریا مومي. دا سیستم چې کله په یوه یا څو ادارو کې په بریا پلی او ښې پایلې ورکړي، بیا دولت په اسانۍ سره هغه په نورو دولتي ادارو کې پلي کولای شي.    

همدارنګه، اړتیا ده په دولتی ادارو کې پلان کول، پلي کول، ارزول او ورڅخه زده کړه نهادینه شي. د یوې ملي پالیسۍ په رڼا کې هره ملي اداره په خپله کاري ساحه او یا سکتور کې، د هیواد د شرایطو او زیرمو سره سم د داخلي او یا بهرنیو کارپوهانو په مټ د خپلو ادارو لپاره په مشارکتي توګه اوږد مهاله ستراتیژیکې تګلارې جوړې او ورته منځ مهاله او لنډ مهاله د عمل پلانونه جوړ او پلې کړې. که دا پروسه څو ځلې تکرار شي، د ښکیلو کادرونو او ادارو ظرفیت خورا لوړیږي، په کم وخت کې سترې پروژې طرح او په بریا پلې کولای شي. خو د بریا شرط دادی چې، د پلان کولو، ارزولو او ورڅخه د زده کړو دواملرونکې دا پروسه په رښتیا مشارکتي وي، د هرې ادارې د رهبرۍ لخوا په ژمنتیا او د نورو کار کوونکو په رښتیاني شمولیت کې ترسره شي. دا پروسه په لاندې شکل کې ښه ښودل شوې ده.  

په شکل کې ګورو چې پلان کول باید پلي شي، ورارزول شي، له تیروتنو او ګټورو تجربو څخه د راتلونکي بل پلان د اصلاح لپاره کار واخیستل شي. دې ته یو سیستم وایي چې تل په اړوندو ټاکلو وختونو کې تکراریږي او ځان اصلاح کوي.


د پورته ویناوو سره سم یو څو لنډې سپارښتنې

    د فساد ورکولو، د ښې حکومتولۍ د ټینګښت،  په ټولو د قانون د یو شان تطبیق لپاره باید دولت یوه ملي کړنلاره، د پلي کولو تګلاره، کلکه سیاسي اراده او ملي اجماع رامنځته او خپلې پریکړې د قانون په بنسټ په کلکه پلي کړي،  

 

    د کارپوهانو، رسنیو او منابرو په مرسته باید د دې پورته ناوړه کلتور، فساد او مسوولیت نه منلو ناوړه پایلې عوامو خلکو ته بیان، او د دې حالت څخه د وتو لپاره د ملي اجماع په رامنځته کیدو کې مرسته وکړي،

 

    د مسوولیت نه منلو، د غوره کار اخلاق نه لرلو، له خلکو او وظیفې سره د بېغوري کولوپه وړاندې د قوانینو د پلي کولو ترڅنګ باید د معنوي لارښوونو، دیني موعظو، هنری او مدني فعالیتونو، لیکنو، مجازاتو او مکافاتو ورکولو او نورو  له لارې ټینګه مبارزه وشي،  

 

    فساد او له دولتي امکاناتو د ځاني او سیاسي ګټو لپاره کارول یوه ټولنیزه او کلتوري ناروغي ده او د دیني او سیاسي تقوا د نشتون څخه راپیدا کیږي، د زمانې په تیریدو په عادت بدلیږي، سمول یې ستونزمن کار دی او زیات وخت غواړي. همدارنګه، د ښې حکومتولۍ د ټینګښت او درغلیو د ورکولو لپاره کلکې سیاسي ارادې، په ټولو خلکو د قوانینو یو شان تطبیق کولو ته اړتیا ده. همدارنګه، ښه ښوونیز نظام، پاک او اغیزمن شخصیتونه، لیکوالان، واعظان، وړتیا لرونکی روحانی شخصیتونه، او تر ټولو ستر مهم او زیات ستر ملي زعیمان هم زیات رول لري او باید ادا یې کړي،  

 

    سیاسي ګوندونه که په رښتیا غواړي د شعار په ځای عمل وکړي، خلکو ته د خدمت له لارې درناوی تر لاسه کړي، خپلې تیروتنې جبران کړي، افغان ملت له فساده خلاص او د ښې حکومتولۍ خاوند یې کړي نو باید پخپله رهبري یې فساد او زورګویۍ ته نه ووایي، غوره کادرونه وروزي، خلکو ته الګو شي، اړوندې دولتي ادارې چې د دوي د کسانو تر رهبرۍ لاندې وي نمونه، له فساده پاکې او د سترو وړتیاوو لرونکې کړي،   

 

    مدني فعالان، روڼ اندي، دعوتګران، لیکوالان او پاک سیاستوال باید یو بل ته لاس ورکړي، داسې ګډ ملي خوځښت رامنځته کړي چې درغلیو، فساد او مسوولیت نه منلو ته نه ووایي، فاسد کسان د قانون په بنسټ رسوا او خلکو ته وروپیژندل شی، له مفسدینو د قانون څخه بهر ننګه کول شرم وبلل شي، او له خپله ځانه اصلاحات پیل کړي،

 

    د هر راز فساد د رسوا کولو لپاره څیړنیز ژورنالیزم او اړوندو رسنیو ته وده ورکړل شي، په اړوندو سکتورونو او کاري ساحو کې ژورنالستان وروزل شي، په بې پرې او عادلانه توګه د بیلګو او شواهدو په بنسټ د مفسدینو رسوا کوونکي حفاظت او ونازول شي،   

 

    هرڅومره زر چې ممکنه وي، د هیواد لپاره کادري او د بشري منابعو پالیسي او اړونده قانون او مقررات رامنځته او په کلکه یې پلې کړي،  

    د همدې کړنلارې، قوانینو او اړوندو مقرراتو په بنسټ یې د وړتیا له مخې په کار ګومارنه حتمي شي، د هر دولتي مسوول لخوا پخپله اداره کې د خپلوانو مقرري غیر قانوني اعلان شي، د ګوندي، سمتي، قومي او ژبنیو لاملونو له کبله په کار ګومارل جرم وبلل شي او سرغړوونکو ته د قانون په اساس سخته سزا، او په رښتیا سره پلي کوونکو ته مکافات ورکړل شي،

 

    د ټولو دولتي ادارو لپاره د ادارې د مشرتابه په رهبرۍ او د ټولو اړوندو کارکوونکو په ګډون پلان جوړول، ارزول او ورڅخه زده کړه او په راتلونکی پلان جوړونه کې ورڅخه ګټه اخیستنه لازمي او قانوني غوښتنه اشي،

 

    ټولې ادارې د خپلو پلانونو د پلي کولو، لاسته راوړنو، پاته راتلو، او د هغو د لاملونو راپور موظفې دولتی ادارې ته په ټاکلي وخت وړاندې کړي او مسوولیت واخلي،   

 

    په دې هکله دولت باید د کدرونو په روزلو، د دولتی ادارو د وړیتاوو او ظرفیت په لوړولو کې زیاته پانګونه وکړي. د همدې پلان کولو په پروسه کې ترپلي کولو مخکې باید داسې شاخصونه (Indicators) وټاکل شي چې د هغو له مخې هره اداره خپل پرمختګ او پاته راتلل وارزوي، راپور یې تیار او په ټاکلي وخت یې له اړوندو موظفو ادارو سره شریک کړي،   

 

    په ادارو کې باید د ښه کار او غوره لاسته راوړنو لپاره نړیوالې معیاري لایحې، مقررات او یو سیستم رامنځته شي. د هغو ستندرد لایحو او سیستم په بنسټ باید ټولې ادارې کار وکړي او کارونه یې د هغو سره سم عیار شي،  

 

    د دې لپاره چې درغلي د مفسدینو لپاره ګرانه شي باید په ټولو پریکړو، په کار ګومارنو، د قراردادونو په ورکړه، د پروژو په ویش او نورو کې زیاته روڼتیا رامنځته او په کلکه مراعات شي، له سرغړوونکو سره بې له توپیره قانوني چلند وشي،  

 

    د خدمتونو د وړاندې کولو لکه د پاسپورت، جوازونو، لایسنسونو، شرکت راجستر کولو، جریمې تحویلولو، معاش تر لاسه کولو او داسې نورو بهیرونه زیات ساده او شفاف شي، تر څو د رشوت مخه ډب شي او له بلې خوا د خلکو وخت ضایع نه شي،

 

    د زیاتو بریالیو ادارو او شخصیتونو خدمتونه، د کار طریقې او لاسته راوړنې د دولتي زعامت لخوا خلکو ته تشریح او وستایل شي،  ترڅو نور هم وهڅول شي او د کار غوره اخلاق رامنځته، ټینګ او په یوه کاري کلتور بدل شي.

 

د داسې ورځې په هیله چې سیاستوال، دولتی چارواکي اوټول مسلکي کسان مو ښې حکومتلۍ او د قانون حاکمیت ته ژمن وی، د خدمت تنده او د زیات او غوره کار اخلاق ولري.