د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ په ملي تفکر کې کمښتونه (دریمه برخه)

محمد عارف رسولي 05.01.2017 12:15

سریزه

په دې لیکنه کې په هیواد کې د سیاسي او ټولنیز تفکر د کمښتونو په لړۍ کې د سیاسي شخصیتونو او ډلو په منځ کې د سترو ملي آرمانونو په ځای په عقدو پاللو باندې بحث کوو. هیله ده چې دې مرض ته ټول افغانان، ډلې، لیکوالان او شنونکي ښه ځیر شي او دا کمښتونه لرې کړي.  

د آرمان په ځای عقدې پالل

 افغانستان چې یوه وروسته پاته قبایلي ټولنه ده، موږ په خپل ټولنیز او سیاسي کلتور کې له وړوکتوبه له ګډ کار او جمعي رهبرۍ سره نه روږدي کیږو. د نظر توپیرونه په ورین تندي نه شو زغملای. مشران او سیاستوال مو د ریښتینو او قوي شخصیتونو سره د کار په ځای ډېر زر د غوړه مالانو په لومه کې راګیر شي، له حقایقو سره واټن پیدا او اختلافونه په عقدو واوړي. له بلې خوا، د لوړو ګډو ملي آرمانونو او لرلیدونو ټاکل، ورته کار کول او وفادار پاته کیدل زموږ په فرهنګ کې پوره نه دي اخښل شوي او له وړوکوالي څخه مو نه دی تمرین کړي. داسې سیاسي ډله چې ستر ملي ارمانونه ولري، د ستراتیژيکو پلانونو له مخې کار کار وکړي، د مدونو او مخکې تصویب شوو پالیسیو له مخې سیاسي فعالیت وکړي او خپلو بنسټیزو شعارونو ته وفادار پاته شي. نو ځکه په ټولو سیاسي، ټولنیزو او ایدیو لوژيکي ډلو کې مو تر څه وخت وروسته ډېر زر سیاسي او ټولنیز فعالیتونه د شخصي ناندریو، تربګنیو، قبیلوي او سلیقوي کشمکشونو ښکار شي.  د نظر اختلاف مو له یو بل سره زر په  دسیسه، کینه او عقده بدل شي او هغه آرمان چې مو په خورا احساساتی توګه منلی و تر خپل سیوري لاندې ونیسي.  

پخوا شینۍ سره که تاسو د خلق دموکراتیت ګوند د خپل منځي اختلافاتو تاریخ وګورئ، که د مجاهدینو تنظیمونه او د هغوی په منځ کې نفاق او بیلوالی مطالعه کړئ، که د غربي دموکراسۍ طرفداران،  که نور قوم پرسته او هغه چې ځان ته ملي ګرا ګوندونه وايي په دقت سره وڅیړئ، په لږ او یا زیاته کچه د قبیلوي فکر او عقدو پاللو ښکار شوي دي. که تاسو د اوس وخت د ځینو مدني فعالانو ناندرۍ وګورئ وینئ چې تر مسلحو ډلو کله کله زیات احساساتي عمل کوي او که یې له وسلې سره سروکار وای کیدای شوای یو د بل وینه یې تویې کړې وای. دا ټول موږ ته راښيي چې زموږ خلک که په هره ډله کې هم وي د کلتوري نیمګړتیاوو له مخې عقده یی فکر او کړنې کوي. منو چې په دې ګروپونو کې به لمړی یوه او یا بل دا لوبه پیل کړې وي خو په حقیقت کې دا ستونزې زموږ د داخلي خامیو او د بهرنیو قوتونو د کړنلارو او تګلاو له کبله په موږ راغلې دي.  

ستر قدرتونه چې هم اوږد یاد لري او هم د وروسته پاته ملتونو کمزورۍ، کمښتونه، ټولنیز جوړښت او مجبوریتونه ښه پیژني پوهیږي چې داسې شرایط رامنځته کړي چې د دې هیوادونو سياسي ډلې، مدني فعالان او دیني جماعتونه به په هغو کې کومې خواته ځي.  

په داسې یوه ملت کې خو په عادي ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې هم سم چال چلند او قضاوت ګران کار وي، خو کله چې په کومه ټولنه کې شخړې او وینه توییدل عام شي، په ډلو کې فعالیت به کار وبار او بزنس، خلکو ځورولو، د بیت المال په خوړولو او عیش او عشرت بدل شي، د جنګیالیو د جلب او جزب ښه او آسانه وسیله د قومي کرکو او نفرتونو خورول شي، له الله څخه ویره یا بیخي هیره او یا ورته پوله پوله جوړه شي، په داسې حالتونو کې بیا هر څه د وحشت او بربریت تر کچې واوړي.

 یو عالم وایي چې هر انقلاب تر یوې اونۍ وروسته سپیڅلی نه شي پاته کیدای. که هغه افغانان چې د هیواد څو لسیزو په ناورین کې شاهدان دي په سړه سینه سوچ وکړي کیدای شي دا ومني چې په دې خبره کې زیات وزن شته. همدارنګه، هر دیني عالم ته مالومه ده چې د مسلمانانو خپلمنځي شخړې فتنه ده او څومره چې دا فته دوام کوي په هره ساحه کې که هغه، دیني وي، که اخلاقي او که ټولنیز ژوند او نورو اړخونو کې تباهي راوړي او مسولیت یې هم د دوام ورکونکو په غاړه وي.  

د اصولو په ځای عقدې پالل یوه ټولنیزه ستونزه ده، په مشرانو، کدرونو، شنونکو او لیکوالانو او ان دیني عالمانو کې کیدای شي زیات نفوذ ولري. له ځینو ځانګړو کسانو پرته زموږ په ټولو خلکو کې دا ناروغی شته، خو په ځینو کسانو کې د افراط کچې ته اوړي. که تاسو وګوری دا کمښت زموږ زیات مشران او شخصیتونه تباه کړي دي. زموږ له ځینو شنونکو او لیکوالانو څخه یې د سالم وجدان لرونکو خیر غوښتونکو او عامه پوهاوي ته د کار کوونکو په ځای بې روحه نانځکې جوړې کړې دي. د خپلو شرمونکو عقدو د پوره کولو لپاره هره ناروا او په ملت ملنډې نه یوازې مني بلکه د نورو سترګو ته هم د خاورو ورشنلو هڅه کوي او لا داسې هم انګیري چې خورا وفادار او غښتلي انسانان دي. باور وکړئ دا په هره خوا او زیاتو ډلو کې شته او موږ یې ټول ګورو.

ځینې دیني قضاوتونه، فتواوې او سیاسي شننې او نور ټول د ځاني او ګروهي موخو لپاره کارول کیږي او دا د سخت ټیټ کلتور نمایندګي کوي. زه نه وایم چې باوجدانه انسانان، مشران او دیني عالمان به نه وي، خو ښکاره خبره ده چې د دې پاکو خلکو اثر او اغیزه زیاته نه مالومیژي او میدان شغالي شوی دی.

زه به دلته نومونه نه یادوم خو هر باوجدانه افغان ته وایم چې عقدو پاللو ستا په مخ کې په مشرانو څومره اغیزه لرله؟ آیا همدا عقدې پالل نه وو چې اوس موږ د نړۍ په ملتونو کې څوک جدي نه نیسي او فکر کوي چې له موږ څخه څه نه جوړیږي. رښتیا ووایه همدا عقدې پالل او یو د بل پښې وهل نه وو چې موږ او زموږ ټولې سیاسي ډلې یې د خپل تاریخ په هره برخه کې له پښو غورځولي دي. که مو کله هم په ملي کچه کومه سوبه لرلې ده آیا هغه د ګوتو په شمار د ځینو ریښتینو انسانانو د ځان تیریدنې او قربانیو محصول نه و، او آیا بیا همدا لاسته راوړنه هم همدې عقدو پالونکو زموږ له لاسه نه ده ایستلې؟

آیا د حل لاره شته. که موږ دا منو چې زموږ په کلتور کې د زغم او له حقایقو سره د مینې او د جمعي رهبري د فرهنګ په ځای ځان غوښتنه او ډلبازیو کار خراب کړی دی. که دا رښتیا وي، چې لوړ ګډ آرمان ته د دوام لرونکې ژمنتیا او کار په ځای موږ ډېر زر د عقدو او کینو ښکار کیږو، او که په دې عقیده یو چې موږ افغانان په علمی او منل شوو میتودونو د خپلو ډلو او ګوندونو لپاره په ناسمو دودونو پسې ګرزو، که باور لرو چې په مبارزه کې د انسان حثیت او شرف ته د سپکاوی په ځای باید درناوی وشي نو لږ تر لږه خو باید په ځان کې د بدلون احساس او اړتیا پیدا کړو. بیرته زړو عادتونو ته ور ونه تښتو او نور هم سمې لارې ته راوبولو.

که مو لمړی دا احساس وموند، د ځان لپاره مو یو ګډ ملي لرلید چې له ګډو ملي آرمانونو سره مو تړاو ولري وټاکه، د اوسنيو ننګونکو او واقعیتونو سره مو پرتله کړ، له ځان سره مو دوکه و نه کړه او له ځان سره مو رښتیا وویل په موږ کې به ستره خلاقه انرژي رامنځته او د سترو کارونو او بریاوو وړتیا به ومومو.