د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له امریکا سره امنیتي تړون، که افغان وژنه؟

روح الامین نیازی 29.06.2015 12:31

د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته په ۴۸ ساعتونو کې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شو، چې د ډیری خلکو له مثبت غبرګون سره مخ شو، حتا د ولسي جرګې ځینو غړو خو د امریکا په سفارت کې ورته واړول او پوره او د زړه له اخلاصه یې ورته کمپاین هم وکاوه، په لمړیو کې افغانانو فکر کاوه چې ددې تړون له لاسلیک وروسته به افغانستان ګل ګلزار شي، امنیت به راشي، غریبي به له منځه لاړه شي، کار او بار به پیدا شي او تر ټولو مهم داچې افغان ځواکونه به په سپکو او درنو وسلو سمبال او تجهیز شي،  خو د وخت په تیریدو سره اوس افغانان په دې فکر کې دي چې دې تړون کې چا ګټه او چا زیان وکه؟ حتا هماغه اشخاصو چې ورته د کمپاین کاوه اوس ددې تړون د لغوه کیدو خبرې کوي.
اوس پوښتنه داده چې ولې د افغانانو ذهن یو ځل ۱۸۰ درجې تغیر وکړ؟ د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو سره د هر افغان په خوله کې یو خبره ده چې ولې امنیت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی، ولې هره ورځ افغان وژنه مخ په زیاتیدو ده، ولې افغان ځواکونه تجهیز او په وسلو سمبا نه شول، ده هغه څه دي چې د افغانانو ذهن ته یې ۱۸۰ درجې بدلون ورکړ.
کله چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د لویې جرګۍ په تالار کې د یاد تړون په لاسلیک کولو شرط ، امینت کیښود خو امریکا ورته د هیڅ ځواب ووایه، چې وروسته حامد کرزی د خلکو له سختو او تیزو نیوکو سره هم مخامخ شو خو بیا کرزي په امینت ټینګار کاوه او ویل یې چې دا تړون به هاغه وخت لاسیک کړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت راشي کرزي ویلي و چې سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده او که دوې ونه غواړي نو افغانستان ته به هیڅکله هم امنیت او سوله رانشي.
په هر حال تړون د ملي یووالي د حکومت له خوا لاسلیک شو، د تړون له لاسلیک وروسته د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې نا امني خپل اخري حد ته ورسیده، افغان وژنې لا پسې زیاتې شوي، مختلفې ولسوالۍ (وانټ وایګل، چهار دره، دشت ارچي سقوط) او ډیری نورې ولسوالۍ چې تر سخت تهدید لاندې دي، حتا د افغان ځواکونو په مرګ ژوبلې کې هم ۵۷ سلنه زیاتوالی راغی، امریکا طالبان خپل دښمان نه ګڼې ، ملي امنیت وایي “ شپږ راتلونکې میاشتې به زمونږ د بقا میاشتې وي" یادو ټولو عواملو د ولس تر منځ اندیښنې خپل اخري حد رسولي دي. خو هغه امریکا چې صدام یې د ځمکې لاندې پیدا کړ ولې دومره ډلې ډلې طالبان نه وینې؟ ولې د دوی په وړاندې بې پیلوټه الوتکې نه استعمالوي هغه الوتکې چې تا ستنه هم وینې؟ ولې په سقوط شویو ولسوالیو کې ډلې ډلې طالبان نه وینې؟ حتا د افغان ځواکونو لپاره هوایي مرسته هم نه کوي چې د جنګ په میدان کې یوازې پروازونه وکړي؟
د نړۍ ستر قدرت امریکا ددې هر څه ننداره کوي او په خپلو اډو کې بېغمه خوبونه او ارام کوي، حتا د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرانو جره کې وویل چې له یاد تړون څخه باید د امنیت غوښتنه ونشي ځکه چې په یاد تړون کې د امنیتي ځواکونو د تجهیز او ملاتړ خبره او یادونه شوي. حال داچې دیاد تړون په دویمه ماده داسې ده:
 “دواړه لوري (امریکا، افغانستان) په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت، له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تأمینولو کې د ونډې اخیستنې لپاره د نږدې همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د افغانستان توان لوړوي ترڅو د خپل ملي حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام پر وړاندې کورني او بهرني ګواښونه دفع کړي”
کله چې د امنیتي او دفاعي تړون سره ـ سره اوس هم نا امنۍ شته نو د امنیتي تړون لاسلیک په څه مانا؟ ځیني خلک او کارپوهان بیا پدې اند او فکر دي چې د یاد تړون له لغوه کیدو وروسته به افغانان له لوږۍ مړه شي حال داچې روزي رسوونکی الله (ج) دی، نه امریکا او یا نور قدرتونه.
ک چیرې یاد تړون لغوه شي نو یو، دوه او یا پنځو کلونو کې به زمونږ اقتصاد بلاخره یو څه ښه شي او یا، باید د بدیل لاره وکتل شي، لکه چې پخواني ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په کتنه کې ویلې دي چې روسیه او چین د ناټو او امریکا ښه بدیل کیدای شي ځکه ناټو په افغانستان کې ناکامه ده.
د طالبانو لومړی او اساسي شرط هم د نړیوالو ځواکونو په بشپړ ډول وتل دي، کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه بهر شي نو ډیر امکان شته چې افغانستان کې سوله راشي، او بیا به نور یوه مور نه بوره کېږي، یو ماشوم به نه یتیم کېږي، یوه میرمن به نه کونډه کېږي او بلاخره به کورنۍ نه بې کسه کېږي، خیر که خلک په غریبې، فقر او بې وسې کې ژوند وکړي، خو ویره خو به نه لري چې نن به ووژل شم او یا هم اولاد به مې ووژل شي.
 نو ویلې شو چې دا تړون د افغانستان په ګټه نه ، بلکې د امریکا په ګټه دی، نو که غواړو چې نور نو باید افغان وژنه بس شي نو باید ژر تر ژره دا تړون لغو شي.