د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د الوتکې د غورځیدلو پر مهال باید څه وشي؟

روح الامین نیازی 12.08.2014 14:36

ژباړه: روح الامین نیازی

نن سبا په په نړۍ کې تجارتي الوتکۍ تقریبا په یو کال کې 2.5 بیلونه مسافر له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوي، که څه هم په الوتکه کې سفر کول له خطره خالي نه وي ځکه دومره وزن چې یوه الوتکه لري او بیا له ځمکې څخه په ډیره فاصله ددي امکان شته چې مسافرهر وخت د مرګ او ژوند تر منځ  واوسي. مګر د اندیښنې خبره نده ځکه چې تر اوسه 95٪ مسافر الوتکې د غورځیدلو څخه  وروسته ژغورل  شوي دي، کله چې یوه الوتکه غورځیګي نو تاسو باید دا فکر ونکړۍ چې تاسو به حتمآ وژل کېږۍ ډیرې داسي لارې چارې شته چې تاسو سره د الوتکې د غورځیدلو پرمهال مرسته کولی شي چې تاسو وژغورل شې.
داچې کله یوه الوتکه غورځیګي نو څه کول پکار دي چې تاسو وژغورل شۍ؟
راځم دې ته چې د الوتکې د غورځیدلو پر مهال باید کوم ټکي په پام کې ونیول شي چې د مسافرو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

اول: پراخه جامې یا پراخ پتلون واغوندې، او خپل بوټان کلک وتړې.
سره لدي چې ځینې میرمنې د سفر په مهال لوړي څپلۍ(سنډل) غواړي استعمال کړي خو کله الوتکه سقوط کوي نو ډیره مشکله به وي چې د لوړو سنډلو سره څوک ژر حرکت وکړي او ځان وژغوري.
بله داچې باید ارتې (پراخې)جامي واغوستل شي چې په اسانۍ سره پکي حرکت وکولی شې تر څو ژر تر ژره یو محفوظ ځای ته ځان په اسانۍ سره انتقال کړۍ.
تاسو باید له ځان سره د سفر په هکله پوره پلان ولري  پدي مانا،کله چې ستاسو سفر یوې سړې سیمي ته وي نو تاسو باید له ځان سره جاکټ، ډبل څادر او یا کمپل ولرۍ تر څو کله که الوتکه سقوط کوي نو دا وسایل تاسو سره مرسته کوي چې ترڅو ګرم پاتې شۍ.
همدارنګه د کاټن او د وړیو له جامو استفاده کول هم ګټور دي ځکه دا جامې کولی شي چې د اور او لمبې سره مقاومت وکړي.
دویم: مناسبه چوکۍ غوره کړۍ.
کله چې یوه الوتکه غورځیګي نو هغه اشخاصو د ژوندي پاتې کیدو چانس ډیر وي چې یو مناسب ځای یې ټاکلي وي پدي مانا چې داسې ځای وي چې تاسو وکولی شی چې ژر تر ژره د الوتکې څخه ووځۍ، باید هغه سیټ(چوکۍ) وټاکې چې د وتلو لار(EXIT) ته نږدي وي، همدارنګه کوښښ وکړې چې د الوتکې په اخري برخه کې ځان ته چوکۍ و ټاکې ځکه هغه اشخاص چې د الوتکې د پای په برخه کې یې چوکۍ نیولې وي 40 ٪ د ژغورلو چانس یې ډیر وي.


دریم: د حفاظتي کارت ټول معلومات ولولې.
کیدای شي چې تاسو به ډیر سفرونه کړي وي، حفاظتي معلومات به هم ولري خو بیا هم د الوتکې حفاظتي معلومات باید په غور او دقت سره ولولې ، ځکه چې د هرې الوتکې محافظتی معلومات یو له بل سره توپیر لري
 کیدای شي چې داسي څه واورې چې مخکې مو نه وي اوریدلي او همدا ستاسې د ژوندي پاتې کیدو لامل شي.
 که چيرې تاسو د بیړنۍ وتلو دروازي تر څنګ ناست و اوسۍ نو باید د همدې دروازې ټول معلومات ولولۍ، چې څنګه کولی شي چې په عاجل وخت کې ورڅخه استفاده وکړي که چيرې تاسو پدي ونه توانیږۍ چې په عاجل وخت ورڅخه استفاده وکړې نو ستاسو د ژغورلو چانس هم کمیدای شي ځکه پداسي وخت کې د الوتکې خدمه تاسو ته نشي کولی چې د استفادي طریقه دروښایي.
څلورم: پلان جوړ کړې.
کله چې الوتکه د غورځیدلو له خطر سره مخامخ شي نو تاسو باید مخکې له مخکې پلان جوړ کړی وي، مثلآ ستاسو موقیعت چیرته ده، تاسو څومره د وتلو له دروازې څخه واټن لري چې دا تاسو سره مرسته کوي چې تاسو حتآ که د لوګیو د موجودیت له کبله لاره هم ونه ویني نو د وتلو لار پیدا کولی شي، حالات په دقیقه توګه وڅیړې، د الوتکي د غورځیدلو  سطح  یا ځای معلوم کړي، یاني کله چې تاسو پدي پوه شۍ چې الوتکه په اوبو کې غورځیګي نو تاسو باید د ژوندي پاتې کیدو واسکټ life vest) ) په ځان کړې او تر هغه یې له ځانه مه لري کوي تر څو چې تاسو له الوتکې  او اوبو څخه بهر شوي نه یاست.
نو که چیري د الوتکې د غورځیدلو امکان په سړو اوبو کې وي نو تاسو هم باید ځان په کمپل ، جمپر او یا ګرم څادر کې ځان تاوو کړې او تر هغه وخته یې له ځانه مه لري کوي تر څو چې د الوتکې نه بهر شوي نه یاست تر څو د یخ وهلو څخه بچ شي.
پنځم: کمربند مو کلک وتړې.
کله چې تاسو ویده یاست او الوتکه سقوط وکړي که چیري ستاسو کمربند تړلی وي نو تاسو به بیا د کمربند په قدر پوه شي چې څومر ګتور ده څومره چې ستاسو کمربند کلک وي هغومره به له تاسو سره مرسته وکړي چي محفوظ پاتې شۍ
یادښت: د کمربند تړل د موټرونو لپاره هم ډیر ارین ده.
شپږم: ځان مو په چوکۍ کې ټینګ کړې.
تاسو باید په خپلۍ چوکي کې ځان کلک کړې او باید په هغه چوکۍ چې ستاسو په مخ کې ده په شاتنې برخه کې یې خپل سر کیږدی او که چوکۍ له تاسو څخه لیري وه نو خپل سر مو د زنګونو په منځ کې کیږدي، لکه په لاندې شکلونو کې چې لیدل کیږي.


      

اووم : غلي او خاموش پاتې شې.
مخکې لدي چې شور او غالمغال جوړ کړې پدې هکله فکر او سوچ وکړې چې سنګه کولی شې چې د الوتکې څخه بهر شې، که چیرې الوتکه ډیر قوي سقوط هم وکړی نو بیا هم د بچ کیدلو امکان شته. نو تاسو باید پدي فکر اوغور وکړي چې سنګه ژر تر ژره د الوتکې څخه بهر شې نو د شور پر ځای په ارام ذهن سره د وتلو او ژغورلو په فکر کې شې.
اتم: مخکې لدي چې له نورو سره مرسته وکړي نو خپل اکسیجن ماسک واچوې.
تاسو به د اکسیجن په ګټه پوهیږی خو بیا هم دا خبره د تکرار وړ بولم چې تاسو باید اکسیجن ته هم ډیر متوجه واوسې که چیری تاسو د وینې فشار ولري نو باید تر ټولو اول اکسیجن استعمال کړې مخکې لدې چې تاسي بې سده (بې هوشه) شې. که تاسو بې هوشه شې نو تاسو به په هیڅ ډول ونه شې کولې چې له خپلو ماشومانو او نورو سره مرسته وکړې حتآ تاسو به د خپل څنګ ملګري سره هم مرسته ونشې کولی.او هغه اشخاص چې بې هوشه هم وي باید ورته د اکسیجن ماسک ولګوې تر څو ژوندي پاتې شې.

نهم: ځان له لوګي(دود) څخه وساتې.
اور او لوګی د الوتکې د تلفاتو اصلي عوامل دي ځکه هر وخت د اور او لوګي څخه ډیری خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي،او د الوتکې لوګی په لوړه کچه زهري مواد لري نو اړینه ده چې خپل پوزه او خوله په یوې ټوټې  باندي پټ کړې تر څو چې د لوګې د تنفس څخه بچ شې او همدارنکه که امکان وي نو ټوټه لمده اوبیا یې استعمال کړې ځکه مرطوبه ټوټه په تنفس کې ډیره مرسته کولی شي.
لسم: له الوتکې څخه ژر تر ژره ووځې.
که څه هم دا به ډیره مشکله وي چې د لوګي او اور په موجودیت کې له الوتکې څخه پرته له ځند او خنډ ووځو خو بیا هم لږ تر لږه په  دوه دقیقو کې باید له الوتکې څخه ووځو، لاندی ټکې باید په نظر کې ونیسو:
    •    : باید د الوتکې د خدمه رهنما ته مو باید مخکې له مخکې په غور سره غوږ نیولی وي.
    •    د خپلو شیانو په فکر کې مه اوسې، که څه هم بعضي اشخاص د سقوط پر مهال د خپلو اجناسو په فکر کې وي چې باید له ځانه سره یې یوسي، نو دا کار به ستاسو په وتلو کې ځنډ او خنډ رامنځ ته کړي نو خپل ټول اجناس په ځای پریږدي او د خپل ځان د ژغورلو په فکر کې شې.
    •    د وتلو لار ته باید متوجه واوسي چې محفوظه وي،کله چې تاسو وځې نو اور ته مو فکر وي او  په هغه لاره باید ونه وځو چې د اور خطر پکې موجود وي او په یوه بله محفوظه لار باید ووځو.
یولسم: لږ تر لږه باید 500 فټه لرې له الوتکې څخه لاړ شو.
که چيرې الوتکه په اواره ځمکه کې سقوط وکړي نو باید د شمال (باد) په خلاف خوا ته 500 فټه یا 150 متره لرې لاړ شو او فاصله پیدا کړو ځکه هر وخت د اور او د الوتکې د چاوندې احتمال شته. اوکه الوتکه په اوبو کې سقوط وکړي نو باید د لامبلو په وسیله یاده فاصله پیدا کړو تر څو وژغورل شو.