د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که دهمګرایي ټیم شرم لري نو

روح الامین نیازی 16.07.2014 11:51

کله چې په لومړي پړاو تاکنو کې عبدالله 45٪ رایې ترلاسه کړې نو په ډېره خوشالۍ سره به یې ویل چې دا ګټونکی ده او ښاغلي اشرف غني او ټیم ته به یې د ښاغلي عبدالله په حکومت کې ځای نه وي.
خو باالعکس ډاکټر اشرف غني به ویل چې که چيرې دی بریالی شي نو دده په حکومت کې به د عبدالله ټیم ته د لیاقت په اساس ځای ورکوي، خو نه هم د عبدالله او او نه هم د اشرف غني دا خوب په لومړي پړاو کې پوره شو او ټاکنې بل پړاو ته لاړي.
خو کله چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې نو له نیوکو او سختو الفاظو څخه کار اخستل هم پیل شول، چې تر ټولو ډیرې نیوکې د اصلاحاتو د ټیم له خوا وې.
د نیوکو یو قوي سابقه لرونکي او تجربه کارو لوبغاړو څخه یو هم د عبدالله دویم مرستیال محقق وه چې ضد او نقیضې نیوکې یې درلودې او تر ټولو اول یې د ټاکنو د دارالانشا په مشر ښاغلي امرخیل نیوکې پیل کړې.
په خپلو څرګندونو کې ويلي وه، چې ټاکنې د شخصي لاسوهنو له امله دويم پړاو ته لاړې، ګنې نو د (اصلاحاتو او همپالنې) ټيم په لومړي پړاو ټاکنو کې بريالى و.
هغه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر په دې تورن کړه، چې د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه کار کوي او د ډاکټر عبدالله عبدالله د برياليتوب مخه نيسي.
هغه ويلي وه: " په دغو ټاکنو کې ټول واکونه د ټاکنو کمېسيون د دارلانشا مشر ته ورکړل شوي، امرخېل د اشرف غني احمدزي په ګټه کار کوي او په دویم پړاو کې هم دا ډار شته دى، چې د ټاکنو په پايله کې به لاسوهنې وشي."
همدارنګه محمد محقق د دایکندي ولایت ته په کمپاینیزه موخه سفر کړی وو ، محقق غونډې ته د خپلې بې علمه او بې معنی وینا په ترڅ کې د خپل سیال ټیم او سیاسي رقیب ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته په نیغه او شخصي ډول توهین آمیزه او بې مفهومه خبرې وکړې او ویلي یې وه « ډاکټراشرف غني ددې وړتیا نلري چې د افغانستان ولسمشرشي ځکه چې اشرف غني د روغ صحت خاوند نده ،خوارځواکی ده او څیره یې هم ولسمشر ته جوړه نده».
همدارنګه به د اصلاحاتو ټیم ویل چې «در تیم مقابل تحول و تداوم جهادی موجود نیست، مردم افغانستان به کس رای نمیدهد که در جهاد اشتراک نداشت»
د اصلاحاتو تیم به ویل چې دا ځل به خپل رقیب ته داسي ماته ورکوو چې د سیاسي ډګر څخه بیخي هذف شي ،یو له دغو اشخاصو څخه د بلخ والي وو چې د (ارمان ملی) ورځپاڼې سره په یوې مرکې کې داسي ویلي وه (من باور دارم که در دور دوم اشرف غني احمدزي چنان شکست خواهد خورد و از صحنه سياسي کاملاً حذف خواهد شد، زيرا به نظر من اشرف غني پايگاه اجتماعي ندارد و آن عده از کساني که از وي حمايت کرده اند بيشتر افکار چپي دارند و مارکسيست بودند و آنها ريشه در عمق جامعه مسلمان ما ندارند و از حمايت مردم برخوردار نيستند، اما در صورت پيروزي داکتر اشرف غني احمدزي که حال پيروزي وي ناممکن است، عقده گشايي وپرونده سازي جاي همکاري را خواهد گرفت وبعيد نيست که اگر اشرف غني پيروز شود تمام انرژي خود را در محاکمه اعضاي حکومت کرزي به مصرف خواهد رسانيد.)
کله چې اشرف غني خپل سیال (عبدالله ) مناظرې ته چلینج که نو د اصلاحاتو ټیم وویل چې «هغه ټیم چې له دوي څخه یې کمې رایې ترلاسه کړي دوي هیڅکله ورسره مناظره نه کوي او وخت ورته نه ورکوي چې ددوې سیال (اشرف غني) شهرت ته ورسیږي» او په ډیر ریشخند سره به یي ویل چې سه معجزه به وشي چې ددوې سیال به له دوې څخه چې تقریبآ(887594) رايي وروسته ده په دویم پړاوکې ورڅخه مخکي شي، دوې یواځې په زلمي رسول،شیرزي،سیاف،محمود کرزي او نورو ډاډه وو خو دوې نه پوهیدل چې دوې یواځې له خپلې یوې رایې سره دوې سره یو ځای شوي ول.
کله چې دویم پړاو ټاکنې ترسره شوي نو په ماښام یې عبدالله عبدالله په یوې خبري غونډه کې وویل چې د ټولو هیوادوالو نه مننه چې په دویم پړاو کې یې پراخ ګډون وکړ،او ویي ویل چې پایلې معلومې دي.
خو کله چې ددوي ناظرینو د رای پاڼو نتیجې خپل ټیم ته ورسولې نو ددوي خوبونه په سیند لاهو شول، او کله چې نتیجه ددوي د سیال په ګټه وه  نو د درغلیو او مهندسي تقلب اوازونه یې تر اسمانه ورسول.
 او ویي ویل چې ټاکنو کمېسيون د دارلانشا مشر باید د دندې څخه برطرفه شي،د اوه میلونو اشخاصو ګډون دوي ته د منلو وړنده، او باید د ټاکنو په پروسه کې ملګري ملتونه څارنه او مداخله وکړي، چې وروسته یې بیا د ملګرو ملتونو پړیکړې هم ونه منلې.
نو بالاخره یې د بحران، افغانستان تجزیه کیدو او د موازي حکومت اخطارونه شروع کړل، او د لویې جرګې په تالار کې یې غوښتل چې موازي حکومت اعلان کړي خو د امریکا د ولسمشربارک اوباما او د بهرنیو وزیر جان کري په اخطار له دي کار لاس په سر شو او خپلو ملاتړو ته یې وویل چې څو نورې ورځې صبر وکړي.
بلاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په مرسته یو جوړ جاړي ته ورسیدل چې د ټولو رایو تفتیش به په مرکز کابل کې کېږي او پایلې به دواړه نوماندان هم مني او بریالی نوماند به د ملي یووالي حکومت جوړوي.
راځم اصلي موضوع ته چې له دومره تهمتونو،او نیوکو سره سره دوي اوس د ملي یووالي حکومت ته خه ډیر خوشحاله دي، او وایي چې له اشرف غني سره به د ملي یووالي حکومت جوړوي.
اوس پوښتنه داده :
چې دوي ولې اوس ددوي په وینا،  د لومړي پړاو ناکام نوماند سره ایتلافي حکومت کې برخه اخلي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ولې د یو ډنګر سري په حکومت کې ګډون کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
 ولې له هغه چا سره چې په لومړي پړاوکې تر دوي (887594) وروسته وو یوځای کار کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ددوي په وینا ولې له هغه چا سره جوړ جاړی کوي چې څهره یې ولسمشرۍ ته جوړه نده؟؟؟؟؟؟؟؟
ددوې په وینا، ولې په درغیلو ګټونکي سره په نره معاملې ته حاضریږي؟؟؟؟؟؟؟؟
ددوې په وینا، ولې هغه ټیم سره ځان شریکوي چي په ټیم کې یې جهادي مشران نشته ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ددوې په وینا، ولې د هغه چا لاس لاندې کار کولو ته تیار شول چې جهاد یې نده کړی؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دا ټول هغه مسایل دي چې ټول ملت پري پوهېږي چې دا ټول هر څه د اصلاحاتوټیم د مقام او څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره ترسره کړل.
اوس که چېرې په عبدالله عبدالله ،امرالله صالح،محقق،عطا نور په ټوله کې د اصلاحاتو ټیم کې لږ شرم او غیرت هم وي نو باید د اشرف غني په حکومت کې ګډون ونه کړي او که کوي یې نو په کومو سترګو به یې کوي؟ ځکه دوې خپله په سلهاوو تورونه او تهمتونه (ډنګر،غیر جهادي، په درغلیو کامیاب،بي څهري)  په اشرف غني احمدزي ولګول.
 اوس باید په نره خپل اپوزیسیون ته دوام ورکړي او په اینده کې دي کوښښ وکړي چې په راتلونکې کې د خلکو زړه لاس ته راوړي، تر څو په اینده کې په ټاکنو کې بریالی شي.