د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما پيشو ماته میاو

روح الامین نیازی 30.06.2014 03:22

تېره ورځ مونږ او تاسو په کابل کې د لاریون شاهدان وو. چې ډیری د نظار شورا ،جمعیت غړو او محمود کرزي(د ولسمشر ورور) پکي ګډون درلوده. چې یو له ده اشخاصو څخه د سولې د شورا ريس صلاح الدین رباني وه، کله چې برهان الدین رباني (صلاح الدین رباني پلار)ووژل شو نو دا میراثي چوکۍ ده ته په میراث د ولسمشر کرزي له خوا ور ډالۍ شوه او پرون یي بیرته په ښاغلي ولسمشر حامد کزي د مرګ شعارونه ورکول او دافغانستان پرځای یې د خپل جمعیت بیرغ په لاس او په ډبره غوسه او تعصب یې (مرگ به کرزی مرگ به ارگ نیشین) شعارونه ورکول، او محمود کرزي هم ورته خوله وازه وازه کوله او هغو پسي چکوړی چکوړی روان وو.
راځو دي ته چې دوي ویل چې مرګ د ارګ په اوسیدونکو، ددي ارګ او ولسمشر کرزي برکت وو چې دوي پسي نن هغه موټرونه چې په سلهاوو زره ډالر قیمت لري ګرځي او سلهاو مارکیټونه،بلند منزلونه،کورونه،بانکي حسابونه په خارج او داخل کې لري او ددي ارګ له برکته دوي دومره قوي ، یاغیان او باغیان شول، صلاح الدین رباني چا پیژنده؟ عبدالله یو عادي ویاند وه، قانوني، محقق،صالح،معلم عطا او داسي نور په لسهاوو اشخاص ددي ارګ له برکته مشهوراومیلونران شول اوس بیرته په ارګ باندي مرګ وایې؟ ددي ارګ له برکته دوي هغه دریشۍ اغوندي چې قیمت یې 50،60 زره ډلر وي چې سلهاوو کورنیو دیو میاشت مصرف ده، ددي ارګ له برکته هم پوزیشن او هم پوزیشن دی، قانوني پوزیشن او عبدالله اپوزیشن، امرالله صالح اپوزیشن او معلم عطا پوزیشن.
داچې ددوي ټیم پدي باوري او یقیني شوي چې ټاکنې یې په ډیر توپیر بایللي اوس تقلب او درغلۍ شوي مګر په لومړي پړاو کې هر څه سم وه ځکه نتیجه یی ددوی په ګټه وه اوس چې هر څه ددوی په ضد دي نو تقلب شوی او ګل مرجان یې نه منې نو!!!!!!!
ددوي اخلاق هر چاته معلوم دي چې څومره اخلاق لري؟ که مونږ ټاکنې ونه ګټو نو دوینو سیلاب په وګورۍ، جمعه خان همدرد باندي برید په هکله اوریا په کابل نیوز کې په ډیر سپین سترګۍ وویل چي ښاغلي جمعه خان همدرد ځانمرګي انتقالول او زیاته یي کړه چې ددوي ډیر د کمپاین غړي هم ددوی له خوا وژل شوي ،د لوي پکتیا په ټوله کې پښتانه یې پسونه وبلل.
 پدي هکله یو هدیث شریف ده غواړم چې تاسو سره یې شریک کړم: یو ورځ یو شخص په لاره تیریده نو رسول الله (ص) ورڅځه پوښتنه وکړه چې په دنیا کې مسلمانان زیات دي او که کفار؟ نو دي شخص ورته وویل چې ټوله دنیا مسلمانان دي، کله چې بل شخص راغی نو رسول الله (ص) ورڅخه بیا دا پوښتنه تکرار کړه چې په ځواب کې ورته هغه شخص وویل چې نیم خلک مسلمانان او نیم کفار دي، همداسي بل کس هم راّځي او پیغمبر(ص) ورڅځه بیا همدا پوښتنه کوي او هغه ورته په ځواب کې وايې چې ټول خلک کفار دي
، پدي وخت کي اصحاب کرام ورڅخه ددي راز په اړه پوښتنه کوي په ځواب کې رسول الله (ص) ورته فرمایي: لومړي کس چې ویی ویل چې ټول مسلمانان دي هغه خپله مسلمان وه ځکه چي ټول خلک ورته مسلمانان ښکاریدل، دویم کس چې وویل نیم مسلمان او نیم کافر دي نو دا منافق وه،او دریم کی چې وویل ټول کفار دي نو هغه کافر وه ځکه هر څوک ورته کافر ښکاریده .    (دحدیث ژباړه)
نو په حدیث ثابته ده چې هغه شخص چې چا کوم فکر کوي هغه خپله هماغسي وی، یاني عبدالله خپله پسه ده چې نورو ته پسونه وایي!!!!
داچې پایلي معلومي دي نو دوي غواړي چې دا ملي پروسه سبوتاژ کړي،داسي ویل کیږي چې کله ډاکتر عبدالله ځان نوماندوه نو مارشال فهیم ته ورغلی وه او ورته یې ویلي وه چې ته باید زما له نوماندۍ ملاتړ وکړې نو فهیم ورته وویل چې نه ځان مه نوماند کوه ځکه چې ستا کامیابی په ټاکنو کې ناممکنه ده ددي پر ځای چې ځان کاندید کړي باید اول معونیت واخلو ځکه په هغې کې زمونږ ګته ده او کنه زه به ستا ملاتړ وکړم خو د اشرف غني په مقابل کې زمونږ بریا ناممکنه ده، ځو ډاکتر عبدالله ورته وویل چې نه دا ځل مونږ تاکنې ګټو یواځي ته له ما سره مرسته وکړه. داچې عبدالله عبدالله د معنوي په سیستماتیک درغیلو کامیاب نه شو نو هیڅ کله به کامیاب نشي.
یوه بله ډیره جالبه واقعه چې دلیدلو وړ وه هغه پدي لاریون کې محمود کرزي ګډون وه ، کله چې شعار ورکول کیده چې (مرگ به کرزی) نو د ولسمشر ورور به ورته ګوته پورته نیوله او ډیر خوشحالۍ سره به یې یوې خوا او بلې خوا ته کتل، ما په ټول ژوند کې داسې یواځنی کس ولید چې د ورور په مرګ ځوشحاله کیده او کله چې دورور د مرګ خبره څوک اخلي نو خوشحاله شي.
د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال پدي لاریون کې هم موجود وه چې په لاریون کې یې وینا هم وکړي او ویي ویل چې که د ټاکنو کمیسیون ډاکتر اشرف غني بریالی اعلان کړي نو دوي به هم بل حکومت او خپل موجودیت اعلان کړي. چې دا د محقق په بې سوادي او جهالت دلالت کوي چې د واک تر لاسه کولو لپاره هر څه کوي.
او بله دا چي نن په ارمان ملي ورځپاڼه کې یې په خپل ورور تهمت ولګوه چې ګویا په قصدي ډول نه غواړي چې دا مشکل حل او غواړي چې په واک کې پاتي شي.
په هر حال پرون خدای شته چې په اول کې ډیر خفه وم چې د ولسمشر په ضد مې دا نارې اوریدلي، خو وروسته مي فکر کار وکړه چې دوي ملامت ندي ځکه چې کرزي صیب همداسي عادت کړي کله چې به یي وزارت، ریاست،سفارت اونورڅه غوښتل نو ولسمشر به ورته ډیر ژر ور ډالۍ کول،خو اوس بیرته په ولسمشر ورګ وایي؟ د ولسمشر غټه ستونزه همدا وه چې له ډیر نرمښت څخه یي کار اخیسته او ټول واک یي د اکثریت په خلاف د نظار شورا ته ځانګړی کړی وه چې اکثریت تري خفه شول مګر د نظار شورا ورڅخه راضي نشوه چې همدي د نظار شورا افغانستان په نړۍ کې ستر فاسد هیواد معرفي که. اوس چې ددوی د زاوال وخت رارسیدلي ده نو ځګ ته هم خوله اچوي تر څو په راتلونکي حکومت کې ځان ته د قدم او پیسو ځای پیدا کړي چې ددوی ګټي پکي خوندي پاتي شي ،چې ددوي دا غوښتنه د اشرف غني په حکومت کې ناشونې ده چې پوره شې.
په پای کې دومره ویل غواړم چې (زما پیشو ماته میاو)