د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ ځوان ستوری سټیون سمیت پیژنئ؟

روح الامین نیازی 24.08.2015 16:16

 / ژباړه :روح الامین نیازی
پوره نوم یې سټیون پیټر ډیویریکس سمیت دی، په ۱۹۸۹ کال د جون په دوهمه نېټه د آسټرلیا په سډني کې زیږیدلی دی چې پلار یې د آسټرلیا او مور یې د آنګلستان هېواد څخه ده.
ښي لاسی توپ وهوونکی او لیګ بریکر ګوګلي توپ اچوونکی دی،  تر اوسه یې په  آسټرلیا، اسټرلیا الف، آسټرلیا انسټیټیوت اف سپورټ، کینټ یوولس، نیو سوت ولیز نوولس کلن، نیو سوت ولیز، پونا وارییررز، راجستان رایل، رایل چلنجربنګلور، سوترلانډ، سډني سیکسر، سډني سوت ایسټ او نورو مختلفو لوبډلو کې لوبې ترسره کړې دي.
سمیت اوسمهال د آسټرلیا د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو لوبدلمشر دی، سمیت په لومړیو کې د یو توپ اچوونکي الراونډر  په هیڅ لوبه ترسره کوله چې ورسته بیا په منظم ډول توپ وهوونکی شو.
په ۲۰۱۴ کال کې نوموړی مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو چې بیا نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د مایکل کلارک د ټپونو له وجې لوبډلمشرهم وټاکل.
سمیت په ۲۰۱۵ کال کې د ټیسټ لوبو په درجه بندۍ کې دریم ځای خپل کړ، په ۲۰۱۵ کال کې سمیت د (الان بارډر مډال) غوره جایزه چې هر کال په آسټرلیا کې غوره لوبغاړي ته ورکول کېږي ترلاسه کړ.
سمیت خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په کال  ۲۰۱۰ کې د پاکستان په خلاف ترسره کړه، تر اوسه یې په ۲۱ شل اوریزه سیالیو کې ګډون کړی او ټولې یې۱۶۸  منډې جوړې کړي زیاتې منډې یا های سکور یې په یوه لوبه کې ۳۴ دي.
په شل اوریزه لوبو کې بیا د توپ اچونې په برخه کې په ۲۱ لوبو کې ۳۷۷ منډې ورکړي او ۱۷ لوبغاړي یې هم اوټ کړي  دي، غوره توپ اچوونه یې په یوه لوبه کې د شل منډو په ورکولو سره د درې لوبغاړو سوځول دي.
سمیت خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۰ کال د ویسټ انډیز په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې سمیت  ۹.۵ اورونو کې  د ۷۸ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول خو په یاده لوبه کې یي توپ وهنه ونکړه.
تراوسه یې ۵۸ یو ورځنۍ نړیوالۍ لوبې ترسره کړي چې ټولې یې۱۵۴۹ منډې جوړې کړي، څلور سلیزې او ۷ نیمه سلیزې یې وهلي های سکور یې په یوه لوبه کې ۱۰۵ دي همداراز یې په یو ورځنیو لوبو کې ۲۷ لوبغاړي هم سوځولي دي غوره توپ اچوونه یې په یوه لوبه کې د ۱۶ منډو په ورکولو سره د درې لوبغاړو سوځول دي.
نوموړي خپله لومړي پنځه ورځنۍ لوبه هم په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې یې په لومړي اننګز کې د توپ اچوونکي په هیڅ ولوبیده خو کومه ویکټه یې ترلاسه نکړه، مګر په دوهم اننګز کې یې بیا د ۵۱ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي وسوځول چې آسټرلیا بیا یاده لوبه د ۱۵۰ منډو په توپیر وګتله. په دوهمه ټیسټ  لوبه کې سمیت یوازي ۱۰ اوره توپ اچوونه ترسره کړه خو کومه ویکټه یې ترلاسه نکړه خو د توپ وهنۍ په برخه کې یې بیا عجیبه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۷۷ منډې یې جوړې کړي.
سمیت تر اوسه په ۳۲ ټیسټ یا پنځه ورځنیو لوبو کې کډون کړی چې ټولې یې ۲۹۵۲ منډې جوړې کړي چې ۱۱ سلیزې وهلي او ۱۲ نیمه سلیزې هم لري.
کله چې سمیت د کلارک پرځای د هند خلاف سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو نو سمیت هم په یادو ټولو لوبو کې سلیزې ووهلې او له ډان براډمن، نیل هاروی ، جاک فینګلیټن، او ماتیو هایډن سره یوشان شو چې هغوې هم څلور سلیزې سر په سر وهلي وې.
سمیت یوازنی لوبډلمشر شو چې خپلې لوبډلمشرۍ کې یې سر په سر سلیزې ووهلې. نوموړي د هند خلاف سیالیو کې چې په ۲۰۱۴/۱۵  کلونو کې ترسره شوې یو نوی ریکاډ جوړ کړ او په یوازې ځان یې په یادو لوبو کې ۷۶۹ منډې جوړې کړې او ډان براډمن څخه یې دا ریکاډ په خپل نوم کړ.
سمیت په ټیسټ لوبو کې د سیریز د غوره لوبغاړي جایزه یو ځل او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه   ۵ ځلې ترلاسه کړي ده ترلاسه کړیده
  همدا راز یې په یوورځنیو لوبو کې دوه ځلي د سیریز غوره لوبغاړي جایزه او ۵ ځلي د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړیده.