د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استخاره هیڅ کله دروغ نه وي

روح الامین نیازی 22.06.2014 11:48

داچې په لومړي پړاو ټاکنو کې هیڅ یو نوماند ونشوه کولی چې 5+1٪ پوره کړي نو ټاکنی دویم پړاو ته لاړې، مخکي لدي چې دویم پړاو ټاکنې ترسره شي مونږ د مختلفو څیرو او اشخاصوشاهد وه.
یو له دغه څیرو څخه حضرت صبغت الله مجددي وه چې له ښاغلي غني څخه یي خپل ملاتړ اعلان کړه،ښاغلي مجددي ویلي وه چې له ډیر فکر او غور وروسته یي له ډاکتر غني سره یو ځای کېږي  او ویلي یي وه(ما استخاره کړي او دا راته معلومه شوه چې په اوسنیو حالاتو  کې اشرف غني وړ او مناسب شخص دی ما داکتر عبدالله عبدالله ته هم پیغام لیږلی او ورته ویلي ته هم زمونږ دوست یي  زه له تا سره کوم مشکل نلرم مګر په اوسنیو حالاتو کې تاسو ددي وړ شخص نه یاست چې د افغانستان ولسمشر شي ).                                       
د ښاغلي مجددي لدي څرګندونو څو شيبې وروسته ډاکټر عبدالله یوه غونډه درلوده او یو ژورنالیست ورڅخه د ښاغلي مجددی ددي څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه چي ښاغي عبدالله عبدالله ورته په ځواب کې استخاره په فال تعبیر او وویل چي حکومت په فال نه کېږي.
چې وروسته بیا دا موضوع دومره جدي او رسنیزه شوه چې ځینو به ښاغلی مجددي فالبین او ځینو نوروبه یو قوي عالم باله،خو یو خبره چې مونږ ټولو مسمانانوته د منلو وړ ده هغه د الله (ج) کلام اود خوږ پيغمبر احکام دي چې هیڅکله به دروغ نشي.
داچې دویم پړاو ټاکنې په بریالیتوب ترسره شوي او د استخارې او فال تر منځ نه توپیر کوونکی ټیم اوس وايي چې ټاکنې نه منې او دوي ته نړیواله ټولنه،یوناما، فیفا،ټیفا،د ټاکنو دواړه کمیسونونه او ولسمشر کرزی د اعتبار وړ ندي!!!!!!!!!
راځو دی ته د عبدالله عبدالله د رایو او اشرف غنی د رایو ترمنځ واټن یا فاصله ولي دومره زیاته شوه چې اوس عبدالله د ټاکنوپایلې نه مني ؟
په لومړي پړاو ټاکنو کې اته نوماندان وه چې خلکو نشو کولی چې صحیح انتخاب وکړي،اوس چې دوه نوماندان پاتې وه نوټولو کولی شو چې غوره او دقیق انتخاب وکړي.
بل داچې ډاکټر عبدالله  او دویم معاون محقق او یو شمیر نورو ویاندویانو په رسنیو کې داسي په غیر اخلاقي او غیر افغاني څرګندونو خوله وازه کړه چې د ماشومانو په څیر یی ویناووي وکړي ، افغانان هم ډوډۍ خوري په ښه او بد باندي پوهیږي، د همګرایي د ټیم یو څو اشخاصو نومونه د مثال په ډول یادوم: عبدالله عبد الله او محقق چې پرته لدي چې خپلې برنامې تشریح کړی نو همیشه یی په ډاکتر اشرف غني نیوکي ،سپکې او سپورې کولي، فضل الرحمن اوریا چې  وينې د تویدو خبرې یی کولي، شولګري،بهزاد،او ځینو نورو خو حتا د ختیځ او جنوب ښځې بي فرهنګه او بي کلتوره وګڼلې، دوی د همدي لپاره چې ګویا په ټاکنو کې خو د پښتنو په سیمو کې امنیت نشته او دوی به په تاکنو کې ګډون ونکړي، دوي په زلمي رسول، ، ګل اغا شیرزي ،د سیاف  ټیم او نورو اشخاصو طمع پیدا کړي وه چې دوی به په دوهم پړاو کې ګویا په 80٪ توپیر ټاکنې وګټي خو دوي پدي نه پوهیدل چې دوي یواځي له خپلې یو رایي سره له همګرایی سره یوځای شوي دي نه له ټولي فیصدۍ سره!!!!!!!!!
اوس دوی وایي چې ولي پښتنو رایي ورکړي دي دوي خو په لومړي پړاو کې خپلې رایی نوي استعمال کړي نو ولي یي په دوهم پړاوکې ګډون وکړه، ولي په پکتیا، خوست ،ننګرهار،پکتیکا،لغمان،کنړ، لوګر، وردګ کندهار اویوشمیر نورو ولایتونو کې خلک د رایو صندقونو ته راوتلي وه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د پنجشنبې په ورځ یوه بجه په سبا ټلویزیون کې یو ژوندی بحث وه چې پکې شولګری،جنرال عمرخیل،عصمت قانع او د تحول د ټیم یو غړی هم وه، چې په بحث کې شولګری وایي چي په میدان وردګو ولایت کې ټاکنې ندي شوي او په نرخ ولسوالې کې د ډاکتر اشرف غني په ګټه صندقونه ډک شوي په خوا کې یی جنرال عتیق الله امرخیل ورته په ځواب وایي چې لاس راکه چې پښتون هم یي او قسم وخوره چې په لومړي پړاو کې هلته ټاکنې شوي وې اوکنه؟ او تاسو په نرخ ولسوالې کې د اشرف غنې نه ډیري رایی نوي ګټلې؟
خو شولګری ددی پر ځای چې ځواب ورکوي ژوندۍ خپرونه پریږدي او له سټوډیو وځي ایا دا همګرایی ده؟؟؟؟؟؟
همدارنګه په لمر تلویزون کې احمد سعیدی چې ډیری خلکو پاک او په وطن مین شخص باله اوس چې له عبدالله سره یو ځای شوی ده نو د حقیقت پر ځای اوس د لیونیانو په څیر خبرې کوی وایی چې(مردم افغانستان شخص ی که 25 سال خارج از افغانستان بوده اعتماد نمیکنند) او دا هم په تیښته بریالی کېږي او سټوډیو پریږدي. نو د همګرایی ټیم به چا ته د اعتماد او باور ټیم وي؟
لدي ټولو سره د اشرف غني ښه پلانونه، ښه ډول کمپاین،د عالمانو ملاټر، د ولس بیداریدل او د سهامي شرکت نه جوړول ددي علت شو چې داکتر اشرف غني تقریبا 59 ٪  رایو په ګټلو سره مخکښ شي.