د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو کېږو کنه ورکېږو!

روح الامین نیازی 09.06.2014 14:13

کله چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هیڅ نوماند ونشو کولی چې ټاکلی معیار (50 ٪+1) پوره نکړل نو ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.
داچي ولې ټاکنې دویم پړاو ته لاړي ډیر علتونه شته چې ولس پری پوه دی.
لومړی داچې په لومړي پړاو کې اته نوماندان وه چي ډيری یې پښتانه وه نو ټولی رایې ویشل شوې وی پدي مانا چې ډیر پښتانه نوماندان ولاړ وه چې د پښتنو رایي ووېشل شوی وې.
راځو دي ته چي په لومړي پړاو ټاکنو کې د پښتنو څومره رایې وی؟
    •    زلمی رسول:  750997  رایي چې (11.37) سلنه رایي راځي ترلاسه کړي وې.
    •    عبدالرب رسول سیاف:  (465207) رایې چې (7.04) سلنه رایې راځی ترلاسه کړي وي.
    •    قطب الدین هلال: (181827) رایي چې (2.75) سلنه رایې راځی ترلاسه کړي وي.
    •    ګل اغا شېرزی: (103636) رایي چې (1.57) سلنه رایې راځی ترلاسه کړي وي.
چي اکثره دا رایي( 90 ٪ ) د پښتنو وي که چيرې دا ټولې رایې سره جمع کړو نو (22.73٪) رایي راځي  که چيري دا ټولي رایې داکتر اشرف غني ته لاړی شي نو ښکاره ده چې ښاغلی اشرف غني به په ډېر توپېر سره بریالی ښي.
اوس پوښتنه داده چي ایا دا ټولې رایې به اشرف غني ترلاسه کړي او کنه؟
مونږ افغانانو کي یو عیب داده چې په ژونديو اتلانو نه ویاړو خو کله چې همدا اتلان وفات شي نو بیا ټول وایي چې ډیر ښه شخص وه،ډیر عالم وه، په افغانستان کې له هغه نه بل په وطن مین شخص نوه او داسي نور.په داود خان یي د کفر ټاپه ولګوله،امان الله خان يي هم کافر باله، ډاکتر نجیب ته يي د روسانو جاسوس ویل خو اوس د ټولو ارمان کوو خو هیڅ ځای نه نیسي. اوس نو یو بل چانس لرو چې دا چانس ډاکتر اشرف غني احمدزی ده که چيري مو دا چانس هم له لاسه ورکه نو بیا به په ټول ژوند کې بل چانس ونلرو.

 راځم اصلي موضوع ته،داچي  سیاف، شيرزی، زلمی رسول، محمود کرزی او ځیني نور په نوم مشران له ښاغلي عبدالله سره یو ځای شول، نو ایا دوی کولی شي چي خپلې رایي داکتر عبدالله ته راوړي دا ولس پورې اړه لري، په هر حال راځو دي ته چي مونږ ته څه کول پکار دي چې له اوسني حالات څخه ووځو؟
باید ټول د افغانستان د ژغورلو لپاره رایه ورکړو، ټول نارینه او ښځینه باید د ټاکنو په ورځ د رایو مرکزونو ته لاړ شي،او باید رایي کاندید ته نه بلکي برنامي او پروګرامونو ته ورکړو، او ټول پوهیږو چي د برنامو نوماند اشرف غني احمدزی دی مونږ دا نه وایو چې ډاکتر عبدالله غیر پښتون دی بلکي د هغه برنامی زمونږ په ګټه ندي بلکي افغانستان یو عالم او قوي مشر ته ضرورت لري چې دا ځانګړنې په ډاکتر اشرف غني کي شته، خو بعضې پیسه دوست پښتانه چې پیسو لیونیان کړي دی دوي د پیسو لپاره هر سه کوي او کړي یي هم دي. نو مونږ ټول افغانان باید خپل په نوم مشران پسي لاړ نشو بلکي د خپل اولادونو اونسلونو لپاره وړ نوماند ته رایه ورکړو.
په پای کې د عدم تشدد بابا خان عبدالغفار خان وینا تکراروم چې وایي
يو کېږو کنه ورکېږو!!!!!!!!