د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داعش څوک دي او څه غواړي؟

روح الامین نیازی 01.07.2014 13:16

دغه توری(داعش) د دولة الاسلامية في العراق و الشام مخفف دی. تر دې وړاندې يې نوم تنظيم القاعده في بلاد الرافدين وو.       هغه مهال یې ابومصعب الزرقاوي مشر وو. په ۲۰۰۶ کې د زرقاوي له وژل کيدو وروسته ابوعمر البغدادي د دې ډلې مشر وټاکل شو . نوموړي په عراق کې ګڼې نورې مقاومتي ډلې سره راټولې کړې او له هغوي نه يې د دولة الاسلامية في العراق په نوم نوی تنظيم تأسيس کړ. دغې ډولې منظم دولتي تشکيلات جوړ کړل او د دفاع د وزارت په ګډون یې ګڼ وزارتونه لرل. د دې تر څنګ داعش په لومړنۍ غونډه کې یو ځل بيا له اُسامه بن لادن او نيابتاً له ایمن الظواهري سره بيعت وکړای شو. په ۲۰۱۰ کال د اپريل په میاشت کې ابوعمر البغدادي د امریکايي پوځيانو په یوه چاپه کې ووژل شو او پر ځای یې ابوبکر البغدادي مشر وټاکل شو.         ويل کيږي چې ابوبکر البغدادي په ۱۹۷۱ کال کې د بغداد په شمال کې د سامراء په سيمه کې په یوه عربي کورنۍ کې زيږيدلی دی. اټکل کېږی، چې بغدادی په ۱۹۷۱ کال د بغداد شمال سامراء ښار کې زیږېدلی. د رپوټونو له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا د یرغل پرمهال د ښار د یوه جومات مذهبی امام و.ځینې پر دې باور دي چې هغه د صدام حسین د حکومت پرمهال یو جهادی مشر و. ځینې نور بیا وایی کله چې نوموړی د (بوکا )په زندان کې څلور کاله بندی و، سخت دریځی یې لاپسې ډېره شوه.
(بوکا) زندان او پوځی اډه د عراق په جنوب کې پرته ده، چې امریکایانو تر ډېره هلته د القاعدې نیول شوی مشران بندیان کړی وو.هغه په ۲۰۱۰ کال په عراق کې د القاعدې مشر شو. د عراق القاعده هغه ډله وه، چې ورسته د داعش په نامه بدله شوه. بغدادی په سوریه کې د نصرت جبهې د یوځال کولو په هڅه کې نور رول پیدا کړ، نوموړی چا په عامو غونډو کې نده ليدلی. نوموړی مختلف نومونه او لقبونه لري لکه،علی البدری السامرایی ، ابو دعا ، دکتر ابراهیم ، کرار او ابو بکر بغدادی. نوموړي د بغداد په اسلامي پوهنتون کې لیسانس او دوکتورا تر کچې زده کړه کړي ده.
نوموړی ډير د پيچلي، ژور، څو بعدي شخصيت څښتن دی او د ملګرو په منځ کې په یوه تکړه ستراتيژيست مشهور دی. په ډیره کمه موده کې يې په عراق کې د صحواتو په نامه د ځايي اربکيانو له لاسه د القاعده ماته شوي شيرازه بيرته سره راټوله کړه، په هغه کې يې نوي ساه پو کړه او د شيعه فاکټور پر ضد د هر اړخيز او بې امانه جنګ له لارې يې د عراقي سنیانو باور بيرته ترلاسه کړ.
د عراق د مرکزي بانک، د عدليې وزارت، د ابوغريب او حوت د محبسونو بريالي عمليات یې د کارنامو او ستراتيژیو ښه مثالونه دي.
هغه د القاعدې له اوسنی مشر ایمن الظواهری سره بیعت نه دی کړی. ظواهری له داعش غوښتی وو چې پر عراق خپل پام ورټول کړی او سوریه د نصرت جبهې ته وسپاری.بغدادي او جنګیالی یې په ښکاره له ایمن ظواهری سرغړونه کوی، چې د ډېری شنونکو په وینا، بغدادي اوس د اسلامپالو سخت دریځو له ډېر ملاتړ او واک څخه برخمن شوی دی.په واشنګټن پوست کې ډیویډ ایګنیشس لیکی: “شاید د داعش مشر ابوبکر البغدادی د القاعدې شبکې د پخوانی مشر اسامه اصلی ځایناستی وی”.
الظواهری لاهم د خپلو استازو او نژدې کسانو په پاکستان، عربستان او شمالی افریقا کې د خپلو مینه والو منځ کې محبوبیت لری، خو بغدادی په لا ډېر دقیق پلان جوړولو، ښه جنګی تاکتیک او مدیریت شهرت لری.شنونکی وایی، دا ځانګړتیا د دې لامل شوې، چې له داعش سره د نوی نسل ډېر زلمی جنګیالی یوځای شی.د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې امریکا په رسمی توګه بغدادی “ترهګر” وباله او د هغه په اړه یې هر هغه چا ته د لسو میلیون امریکایی ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ، چې په اړه یې معلومات لری او یا یې معلومات د هغه د مرګ لامل شی.
په ۲۰۱۳ کال کې یې د یوه غږيز پيغام له لارې په سوریه کې د اسد د رژيم پر خلاف د مقاومت اعلان وکړ او ورسره جوخت یې د دولت اسلامیه د نامه په پای کې له عراق سره د شام نوم هم زیات کړ او په دې ډول د دولة الاسلامية في العراق والشام (داعش) نوم ترې جوړ شو. د داعش توندلارو جنګياليو له درې اوونۍ په کمه موده کې د موصل او تکريت په څېر مهم ښارونه نيولي دي.دوی وروسته له دې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړ او اوس د دغه هېواد د يو شمېر سرحدونو په ګډون د عراق پراخه سيمه تر خپلې ولکې لاندې لري.


داعش او د خلافت اعلان
يوه وېډيو چې پر انټرنټ خوره شوې د داعش وياند ابو محمد عدناني اعلان کړی دی چې د دغې ډلې شورا غونډه کړې او د 'اسلامي خلافت' او د مسلمانانو لپاره د خيلفه ټاکلو پرېکړه يې کړې ده.
ده په ويډيو کې د داعش له لوري د خليفه په توګه د البغدادي يادونه کړې او پخپله ابوبکر بغدادي هم دا انتخاب 'قبول' کړی او خپل ځان يې د نړۍ د مسلمانانو مشر بللی دی.
د داعش له لوري په خپره شوې ويډيو کې د ابوبکر البغدادي بشپړ نوم ابراهيم بن عواد بن ابراهيم بن علي بن محمد بدري هاشمي قريشي حسيني ياد شوی دی.
د دغې ډلې وياند ابو محمد عدناني په هغه ويډيو کې چې د 'پولو ماتېدل' نوم ورکړای شوی اعلان وکړ چې اسلامي خلافت جوړ شو او هغه پولې چې برتانيا له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په منځني ختيځ کې کښلې وې له منځه تللې دي.
ده له ټولو مسلمانانو وغوښتل هر چېرته چې وي د مسلمانانو د خليفه په توګه له ابوبکر البغدادي سره خپل بيعت اعلان کړي.
ماخذونه
IRIBNEWS.IR
BBC Pashto.COM