د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترابه تاته يو وړه غوندي تحفه لرمه

لعل محمد جمال 02.08.2013 14:48

ترابه ستا په شاعري کي څومره خوند پروت دي

مطيع الله تراب ته ډالي
د مور دميني په رښتيني رنګا رنګ پروت دي
زه يي په خوله کي دويلو څه صفت نه لرم
زه پري ليکل او تبصره او دا جرات نه لرم
ستا په هر شعر کي فلسفه پرته ده
دژوند قيصه خوږه ،ترخه پرته ده
دا مات او ګوډ مي په ډير څه ومنه
خير که نور وس نه لرم
بس داد ميني يو تخفه وګڼه
داستا وينا په شعر کي
دزړه ملهم په شعر کي
تا داخپل ژوند دي په خطر کي واچوو
بس يو هدف دي دادي
چه دي ملت ته څه خدمت وکړم
په يو افغان،پښتون غيرت وکړم
دا خپل ملت دي بيدار کړي دي تل
تا دظالم څيره ښودلي ده تل
تا په ډير سوچ دقت
خبره کړي ده تل
تا ديو څو پردو خلکو هميش
څيره ښودلي ده تل
تا ديو افغان پښتون په صفت
وظيفه
ادا کړي ده تل
ته يو زيږ ژبي شاعر
ته نازولي شاعر
ته ناپييلي شاعر
تاته هيواد خپل
له دي بنګړو او زلفو
له دي منګي او ګودر
له دي ليلا او مجنون
له دي ادم اودرخو
له دي سپوږمو، ښاپيرو
ډير نازولي ښکاري
ډير ژړيدلي ښکاري
ډيردرديدلي ښکاري
ډيريتيم شوي ښکاري
داستا وينا مي خوښه
له شات شکرو خوږه
له دي وريښمينو ښايسته
داستا هره خبره دبيت
دا اباسين شور لري
د مستي زوږ لري
دزړه ټکور لري
دسترګو پور لري
رنځ او رنځور لري
ستا شاعري ته دوه لاسي سلام دي
تا ددربار شاعرته
يو څو ليکلي نسخي
ويلي دي تل
هميش ليږلي دي تل
تا خپل ملت باندي ژړلي دي تل
ته په ايرو کي
يو پټ شوي جمال
چه په قدر دي څوک نه پوهيږي
ته يي په غرو کي ملغلري په شان
په پيدا کيدو دي خلک
ستړي ستړي کيږي
ننکرهار 2013-8-2