د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ادبي ليک : غرور

لعل محمد جمال 13.07.2011 21:33

هغه چه پاچا ګدا کوي،هغه چه انسان احتياج کوي،هستي نيستي کوي ،دساده ګي تضاد دي.انسانه ته ډير کمزوري پيداشوي يي نوکمزوري اختياراوعاجزي ته تسليم شه ترڅو دژوندپه خوند پوه شي.
هغه څوک يواځي دي چه نوروته په ټيټه ګوري اوځان ورته لوي ښکاري، هغه څوک يواځي نه دي چه تواضع اوعاجزي ولري.واړوته دحقارت په سترګو مه ګوري هغه کارونه چه واړه يي کوي غټان يي نه شي کولي.نمرود چه ځان يي لوي بللو ديوورکوټي ګوډ ماشي دلاسه مردار شو.دانسانيت دښمن دي تل دخلکو ورڅخه کرکه راځي .که چيرته دا نه واي نو دتواضع په خوند به څوک نه پوهيداي.دهغه چا ملګري دي چه په ناروا لاروچارويي چوکي ، مال اومتاع لاس ته راوړي وي .ددي خوي لرونکي ځان ور ته ښه ښکاري خو دچاپيريـــــــــــــــــال دپامه به بدي راځي ،چاته څه مه ورکوه خوډير په ورين تندي دخلکو سره غږيږه.خلک دانه غواړي چه يوڅه ورکړي که هغه نغدي مرسته يا چوکي وي .
دکاميابي راز په دي کي دي چه تواضع اختيارکړي دخلکو خدمت په اخلاص وکړي ،ښه ژوند همدغه دي چه په عاجزي کي تيرشي.
ديومغرور پاچا دومره قدرنه وي لکه څومره چه ديو عاجزفقير قدروي .غرور هغه غر دي چه څوک ورته ډيرپه اساني ختلي نه شي اوعاجزي هغه هواره ځمکه ده چه هرڅوک کولي شي په اساني پري تګ راتګ کوي، ډيرخلک مي وليدل چه لوي وه خو خوي يي ډيرشکسته او عاجزه وه ،خوډير مي وليده چه واړه وه خوخوي يي ډيرلوي او مغروره وه.
په پښتوکي يو متل دي چه خدايه لوي مي کړي خو لويي رامه کړي،که غواړي چه دالله(ج)رضاحاصله کړي اوپه خلکو کي قدرمن شي نو دغرورڅخه تيښته اوپه عاجزي پسي روان شي .داډيره بده مريضي ده چه دخلاصون يوازيني لاره يي په تواضع سره دالله(ج)دربارته سرښکته کول اوتوبه ويستل دي.
1390/4/21 پاي