د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرتي ستونزي اومفسده اداره

لعل محمد جمال 08.06.2011 21:50

دهرڅه نه وړاندي دټول افغان سايټ دکارکوونکو څخه په منني چه هر وخت يي دملت ستونزي او حقايق يي خپاره کړي،او دملي احساس ښکارندوي کوي.
راځو اصلي موضوع ته،هغه موجوده ستونزي او مفسده اداره دافغانستان او په خاص ډول دننگرهار ولايت ستونزو ته رابولم.زمونږځوريدلي ملت به ترڅوځوريږي هغه که په هره برخه کي که وي.که دبيکاري ،صحت،تعليم،امنيت،برق،ښاروالي او داسي نورو برخو کي وي.
غواړم په دي هره برخه لږه رڼاواچوم.که دبيکاري برخي ته راشو،دومره غټه ستونزه ده چه دبيکاري له وجي خلک ډير ځوريږي حتي بعضي خلک جرمونو ته هم لاس اچوې.سره ددومره مرستو چه خداي (ج)مي دي دروغجن نکړي د١٥٠هيوادونو په راتګ او دملياردونو په کومک سره افغان دولت خلکو ته په کار موندلو کي پاتي راغلي دي.آيا دولت خلکو ته دکار زمينه برابرولي نشي،آيا دپيسو په استعمال نه پوهيږي؟هو،هر څه کولي شي خو پيسي هم خوږشي دي ،دوي دپيسو په نشه مست دي ،له دوي څخه به ملت دکار څه توقعه وکړي.يوماشوم خپلي کورني ته دنفقي په برابرولوکي يو لړ سختو کارونوته لاس اچوي لکه،غلاکول،خيرات ټولول،شاقه کارونه اوپه ډيرانونو دکاغدونو ټولول او داسي ډيرکارونه شته چه دولت ددوي داقتصادي وضعي اوتعليم ته جدي پاملرنه وکړي ترځواينده کي ددولت داوږو بارنشي.يوبااستعداده ځوان مواول خوتعليم په ډيروسختو شرايطو کي ترسره کړي بياچه کله فارغ شي هر دفتر ته چه اسناد ورکوي په يوه اوبله بهانه وظيفه نه ورکوي،داځکه چه دغه ځوان پيسي او واسطه نلري. يو کس په خپل تعليم پښيمانه وماته يي وويل چه دداسي دفترونه ډيرخفه يم ځکه چه هر دفتر ته ځم او اسنادورکوم،نوکله دکاري تجربو،کله داسنادو په کمبود،کله يوه بهانه اوکله بله بهانه راته کوي اووظيفه نه راته راکوي.اخرزه هم ددي ملت بچي يم او کنه،اخرداولي؟خير که کاري تجربه نلري ،ددي لياقت خولري چه وظيفه څه ناڅه ترسره کړي،اوبله داچه نوي فارغ دي پکارده چه وهڅول شي اوددفتر خلک ورسره بايد همکاري وکړي.ده وويل چه يوه ورځ مي دغصي څخه يوه بل دفترته چه داشپزي وظيفه پکي اعلانه شوي وه خپل اسنادمي ورکړه ،دوه ورځي وروسته راته تيلفون وشو چه ستاسو وظيفه مونږ سره وشوه اوخپلي وظيفي ته راشه ،ورته مي وويل چه اسناد دي زما وکتل هغه ويل هو،نوماورته وويل چه داوظيفه دي تاته مبارک وي .په افغانستان کي ښه استعادونه شته خوڅوک دکار زمينه ورته نه برابروي.که چيرته څوک په يوه وظيفه مقرريږي هغه هم په واسطو باندي مقررشي ،که لياقت لري اوکه نه يي لري هيڅ پروا نکوي.
دمزدورانو په برخه کي هم ډيري ستونزي شته دي،دمزدورانو په چوک چه کله راځم ډير زيات مزدوران په سخته ګرمي کي بيکاره ولاړوي چه ټول سرک يي بند کړي وي،سره ددومره عايداتو چه دولت يي په لاس کي لري ،که چيرته دننګرهار دګمرک عايدات دولت په سالمه توګه استعمال کړي ،ګمان نه کړم چه څوک دي بيکاره پاتي شي.دولت دي دوي ته مختلفي فابريکي جوړي کړي ترڅو له يوي خوا ددوي اقتصادي ستونزي حل اوهم اقغانستان به دنورو ګاونډيو سره سيال شي.که يي نشي برابرولي نو دولت دي دغه نوي ځوان نسل ته پريږدي چه چاري پخپله سمبال کړي.
رابه شو دصحت برخي ته،په ننګرهار ولايت کي يوه بله غټه ستونزه ده .په ټول ننگرهار کي يوه صحت عامه ده،هْغه هم يواځي دننګرهارمرکزلپاره هم بسنه نکوي ځکه چه نفوس ډير زيات دي.دغه صحت عامي ته دنوروولايتونو څخه هم مريضان راځي.دغه يوه صحت عامه کفايت نکوي .ولي دولت په دي ندي توانيدلي چه نورو ولايتونو اوولسواليو کي روغتونونه جوړکړي ترڅو زمونږدولس ستونزي دصحت په برخه کي هواري شي.که راشو دصحت عامي ستونزوته ترټولو يي غټه ستونزه دبي مسلکه اوبي کدرو ډاکټرانوده.چه يوه بيلګه به يي درته ووايم، زه يوه ورځ صحت عامي ته لاړم مريض راسره وه اوهغه هم اپنډکس وه نو ډاکټرانو راته وويل دمريض صحت دانديښني وړندي بيرته يي کورته ويوړه،بغيرله دي چه معاينات يي وکړي مريض ته يي دواورکړه،دوه ورځي نوري هم تيري شوي خودمريض وضعه ډيره خرابه شوه،لاړم اوشخصي تلويزوني معاينات مي وکړه مريض اپنډيکس دي.نوبيرته مي صحت عامي ته ويوړه،مريض مو بسترکړه هلته هم دډاکټرانو دبي غوري څخه يوه ورځ تيره شوه چه کله موعمليات وکړه نو دمريض کولمه شکيدلي وه داښه وه چه مريض ‌ژوندي پاتي شو.داټول دبي مسلکه اوبي غوره ډاکټرانو نتيجه ده.
رابه شودتعليم برخي ته،دتعليم په برخه کي هم ډيري ستونزي لرو،يو هم دمکاتبو نشتوالي دي چه په ښار او ولسواليو کي يي کمبود ډير ليدل کيږي.که مکاتب شته هغه هم دبيکاره چاپيريال مشکلات لري ،دصنفونو کمبودات اودتفريح لپاره مناسب ځايونه نه لري .بله هم په تاسف سره دمسلکي استادانو دکمبود ده.دولت بايد مسلکي استادان راجلب اودهغوي معاشات لوړ کړي ترڅو دهغوي اقتصادي مشکلات رفعه شي.ترڅوپه پوره اطمينان دشاګردانوروزني ته ادامه ورکړي.
که دپوهنتون برخي ته راشو په دي برخه کي بياهم دتعليمي ماحول په برخه مشکلات لرودلته هم دتعليم لپاره دمناسب ځاي اودمسلکي استادانوپه برخه کي ستونزي شته دي.اوکه څه بي مسلکه استادان لروهغه هم دتعصب په مرض اخته دي که هرډول تعصب وي (ژبني،گوندي،سمتي،قومي....)
هراستادديو ګوندلرونکي وي،دپوهنتون دډګرڅخه هم دسياست ډګرجوړشويدي.دپوهنتون تعليمي وضعه ډيره ضعيفه اودنشت سره برابره ده. دعالي تحصيلاتووزارت هم دننګرهار پوهنتون سره دميري مور په شان سلوک کوي اوکه څه بوديجه ورکوي هغه هم بيا شخصي جيبونه پري ډکيږي.پوهننون ته مونږدعلم ځانګو ويلي شو،نوپکارده چه په علم اواخلاقوسمبال اشخاص راوستل شي.يوکس چه ماپيژانده دپوهنتون دشروع کيدو يوڅوورڅي وروسته پوهنتون رياست ته راغي اوغوښتل يي دشموليت اسنادمعاوين علمي باندي وگوري ،نودمعاوين علمي لخواورسره ډيره بده وضعه اوډيري سپوري پوچي ويناووي ورته وکړي،ځوان هم خپل اسنادپه ډيري ناهيلي راواخيسته اوبيايي دپوهنتون مخ هم ونه ليده.ددغه ځوان مسووليت دچاپرغاړه دي؟زمونږه په پوهنتون کي چه داسي وضعه وي نو دنورو څخه به څه ګيله وکړو.پوهنتون دعلم ځاي دي بايد داسي کسان لري شي،ترڅوموځوان نسل په ارامه فضاکي ځپلو درسونوته په شوق سره ادامه ورکړي.داسي خلک په اصطلاح زاړه بقايات دي چه نه غواړي خدمت وکړي اودنوروملکونو په ګټه نماينده ګي کوي،ددوي په مغزو کي دتعصب پيچکاري وهل شوي ده.دامنيت په برخه کي هم ډيري ستونزي لرو،امنيتي وضعه ډيره خرابه ده.ننګرهار چه دسولي کوروه اوس دلته خلک هم په ډار ژوندکوي .دامنيت په برخه کي مو فساد دومره ډير شوي که يو غټ مجرم ونيول شي بيرته هماغه ساعت خوشي شي.
دبرق په برخه کي هم دننګرهار خلک ډير ځوريږي،کله چه والي راغلي ننګرهارته نوپه لمړي قدم کي يي دننګرهار خلکوسره دبريښنا دجوړولو وعده وکړه ،چه په يوکال کي دننه به دننګرهارښاريان دبريښنا څخه مستفيد شي.خودادي کلونه تيرشول دوالي وعدي پرځاي نه شوي اوڅه بريښنا موچه درلوده دهغي څخه هم بي برخي شو.اوس دګرمي موسم دي دننګرهارولايت دنوروولايتونو په نسبت ډيرګرم ولايت دي په کارده چه ددغه ولايت لپاره دبريښنا غم زر وخوړل شي دننګرهارچه څه برق لري هغه هم دچارواکو په خدمت کي ٢٤ساعته وي خوښه يي که خرڅوي يي اويا يي کوم کس ته چه ښه واسطه ولري ورکوي يي دننګرهار دښارپه زړه کي په مياشتو مياشتو برق نه وي.دبريښناڅخه هم دتجارت مرکزجوړشوي دي.
دښاروالي برخي ته که راشو نودلته هم ډيري ستونزي شته دي،چه دښاروالي دنه پاملرني په صورت کي دښارپه هرګوټ کي دچټليو اوډيرانونوزيات والي دننګرهاردښاردهواپه ککړتيا اوښکلا يي ډير بده اغيزه کړي اودمريضانو تعدادهم ورځ په ورځ زياتيږي.دموټرونو تم ځايونه په ښارکي يو لړستونزي چه دګڼي ګوڼي زيات والي لامل گرځيدلي دي،ښاروالي ته په کاردي چه دموټرونو تم ځاي ته يو مناسب ځاي چه دښارڅخه لري وي وټاکي ترڅو دګڼي ګوڼي ستونزه له منځه لاړه شي.بله داچه په ښارکي دکراچيو ډيروالي دتګ راتګ پر مهال خلک دستونزو سره مخامخ کړي،ښاروالي دوي لپاره بايد ښارګوټي جوړ کړي ترڅو له يوه طرقه ددوي اقتصادي ستونزي حل اوله بله طرفه دښار په صفا والي کي عمده رول ولوبوي.په دي هيله چه دچارواکو پام دغو ستونزو ته واوړي.ديو اباد،سوکاله او سمسور افغانستان په هيله. مننه