غرونه ژاړي
31.07.2013 20:36واي هډوکي مي سوځيري
يو کافر راته راغلي
رانه ټولي ملغلري
رانه ويوړي بي حسابه بي کتابه
رانه ويوړي مس اوسره زر
رانه ويوړي دبابا دلاس امسا
رانه ويوړي دادي دکور کټوي
رانه ويوړي دغازيانو دلاس توري
رانه ويوړي دا بودا
رانه ويوړي زما تاريخ
بس يتيم شمه بي وسي
داټول هر څه رانه ويسي
داسي څوک شته چه ددي غرونو اوښکي واخلي؟
او دا غرونه دلاسا کړي
د زمرود اود لاجورد پوښتنه وکړي
لکه افغان لکه يو مرد پوښتنه وکړي
له بلي خوا
يوه توره بلا راشي
رانه واخلي ښکلا ګاني
دمربلو او غميو
په يو څو ماتو بيسکيټو
رانه ويوړي خپل کاله ته
چه خپل کور پري ښه رنګين کړي
داخو پريږده خپلو بچو يمه په سر اخيستي
رانه په غلا کي يي
سپين غر، تور غر اخسيتي
په سپين سترګي يي ور وړي
څه په ښکاره څه په غلطي يي ور وړي
لا ور روان په بي رحمي يي ور وړي
ور وړي بادار ته يي خپل
په شور مستي يي ور وړي
اوس کوه نور الماس خبر يي چيرته؟
چه پري دعوه داهندوستان کوي تل
داهم زما دپلار خرڅ شوي ميراث
چه په لندن کي پراته
دادبابا وياړ مي نن
دملکي په غاړه
زما واکداره ربه ته پري لږ رحم وکړي
زړونه يي لا يخ نه دي لا
او لا هم ور روان دي ورته
داد لندن موزيم کي
داڅه اثار چه ګوري
دا په ناچيزه سودا
دا زما له غرو يي ويستي
زما له بچو يي
په چل دوکو اخيستي
دغه پاريس او فرانسه چه ښکلي
زما له هډوکو يي
اميلونه جوړ دي
اوس هغه غر نه يمه
شمشاد سپين غر نه يمه
هغه اريانا نه يمه
هغه باختر نه يمه
هغه بلخ نه يمه
هغه بخديا نه يمه
چه به زما ښکلا ته په سياحت داټول جهان راتللو
اوس دجنګ ځاي يم
هغه مست شور نه لزم
هغه ددرد ټکور نه لرم
اوس زه بدرنګه بي مانا شومه
دژوند نا ترسه يم څپو وهلي
له خپله لاسه مي تل اور اخيستي
بس يوه ځولي درته دسوال لرمه
لږ له ما لري لاړ شي
ماکي نور څه پاتي دي
له مانه څه غواړي نور
هغه جــــــــــمال نه لرم
اخر ولي ؟
اخر زه هم وبال نه لرم؟
2013-7-31ننګرهار