د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاعرته

لعل محمد جمال 19.07.2011 00:06

نوردي ګـــــــــودر پـريږده منــــــــــــګــي دي پريږده
زلــــــــفو خوړلي يـــي بنـــګـــــــړي دي پـــــــــريږده
دچاپـــړوســـــي نــــه دي پــــه تنــــــګ يمـــــــــــه زه
قـــــلــــــم را واخــــــلــــه درخـــــاني دي پــــريــــږده
مــــاتــه مــعـــــــلـوم يـــي ددربـــــار شـــاعــــر يــــي
شـــــــرم پــــه کــــــاردي لــــږداځــــاي دي پـــريږده
خلک لــه تانه داخـــــلاص اوصداقـــت طــمـــــه کړي
رباب دي مات شه مــــاذيـــــگري دي پـــــــريــــــږده
کـــه دوطـــــن احســــاس لـــري لـــږخـــو راپـــــاڅـه
درخـــــــونـــه لاړشــــه ښـــاپـــيــــري دي پــريــــږده