د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کيسه زه يو غريب يم

لعل محمد جمال 16.06.2011 14:53

لنډه کيسه زه يو غريب يم

انور کاکا چه په يوه کلي کي په کرايي کورکي ژوندکاوه .ډير بي وسه ،سپين ږيري ،بي کسه او ضعيفه مګر ډير باهمته شخص وه.ده به هره ورځ مزدوري کوله خوچاته يي دڅه په نامه لاس نه نيوه.
دمزدوري يي هم چنداني خوند نه وه،انورکاکا يوځوي درلود،نور يي هيڅ هم نه درلودځوي يي ورباندي خوراګران وه انور کاکا چه به دکارنه راتلو نو داستراحت لپاره يي ځوي يوه ښه وسيله وه ټوله پريشاني به يي دځوي په ليدو تلله.
ځوي يي دمکتب په شپږم صنف کي وه خورا لايقه اوهوښيار وه چه په هرچا ډير ګران وه.انورکاکا يوه ورځ چه دکور نه دمزدوري په نيت راوته چه په غوږو يي ترپ شو او دماشوم چغه شوه،خلک راټول شو،انورکاکا هم ورغي څه ګوري چه ځوي يي دموټر دټيرونو لاندي په وينو کي لت پت پروت وه روغتون ته يوړل شو،انورکاکا چه ډيرغريب وه اوکوم دوست يي په روغتون کي هم نه درلوده.
دډاکټرانو دبي غوري له کبله دمريض وضعه هم ورځ تربلي خرابيدله،په اخره کي ډاکټرانو انورکاکا ته وويل چه پاکستان ته يي ويوړي هلته امکان لري مريض ښه شي.
انورکاکاچه ددي وس نه درلوده چه دتداوي لپاره ځوي پاکستان ته ويوړي،نودروغتون څخه يي ځوي خارج کړه اوکورته يي راوړه.څوورځي تيري شوي خودګران ځوي وضعه يي ډيره خرابه شوه،انورکاکا چه په کورکي يي دپيسوهيڅ درک نه وه چه ځوي ته دواواخلي،ځوي يي دمرګ له پرښتي سره مخامخ شواوهميشه يي دانورکاکا څخه سترګي پټي کړي×××××