په ۳۵٪ رایو کې کرزی لومړی، عبدالله دویم، او بشردوست درېم نمبر دي
29.08.2009 20:14د ټاکنو خپلواک کميسيون تر اوسه د ۳۵٪ مرکزونو د رایو اعلان کړی دی. په دې رایو کې چې ټولې ۲ مليونه یو لک او ۴۰زره او ۶۴۳ رایې کېږي کرزی په لومړي مقام روان دی.
په شمېرل شوو رایو کې د مخکښو کانديدانو رایې په لاندې ډول دي:
| حامد کرزی | ۹۴۰۵۵۸ | ۴۶،۳٪ |
| عبدالله | ۶۳۸۹۲۴ | ۳۱،۴٪ |
| رمضان بشردوست | ۲۷۷۴۰۴ | ۱۳،۶٪ |
| اشرف غني احمدزی | ۴۸۵۷۵ | ۲،۴٪ |
| ميرويس ياسيني | ۲۳۹۵۷ | ۱،۱٪ |
په شمېرل شوو رایو کې ۷۳۴۹۹ رایې باطلې دي. نورو ته تېرشوو کانديدانو ۳۴۴۱۰ رایې اخيستي دي.
دټاکنو د خپلواک کميسيون د ټاکنو د پايلو لپاره ځانګړې پاڼه پرانيستې ده چې د هر ولايت بېله احصايه په کې خپروي. دا پاڼه په دې ادرس لیدلای شﺉ. تر دې دمه د ټاکنو خپلواک کميسيون یواځې په انګليسي او دري پايلې په پاڼه اچوي. متاسفانه لکه د تل په شان د پښتو ژبې سره دلته هم د مور او میرې سلوک شوی او د ټاکنو کميسيون د ټاکنو پايلې په پښتو ژبه نه خپروي.

