وحيد عمر: ځينې کانديدان د مناظرې اخلاق نه لري
05.07.2009 22:49د ولسمشرۍ د کانديد حامد کرزي ویاند وحيد عمر د شمشاد تلويزيون ته تېره شپه وویل چې حامد کرزي د نورو کانديدانو سره د مناظرې کول نه دي رد کړي، خو دا چې ځينې کانديدان د مناظرې اخلاق نه لري نو ځان سره دا حق ساتي چې د چا سره مناظره وکړي.
نوموړي وويل چې ۴۱ کسان د ولسمشرۍ دندې ته کانديد دي، خو په دوی کې ځينې داسې کسان هم شته چې په مناظره کولو یا نه پوهېږي او یا هم د دې اخلاق نه لري. نوموړي دا ونه ويل چې د مناظرې اخلاق څه مانا لري او هغه کوم شيان دي چې نور کانديدان د حامد کرزي سره د مناظرې کولو جوګه کوي.
وحيد عمر دا هم وويل چې حامد کرزي د چا سره د ډيورنډ د کرښې په رسميت پېژندلو ژمنه نه ده کړې.
وحيد عمر وويل چې حامد کرزی د چا سره فرېب ورکونکې ژمنې نه کوي او ټولې ژمنې يې په واقعيت ولاړې دي. هغه ضمنا نور کانديدان په دې تورن کړل چې ګنې د خلکو سره فرېب ورکونکې ژمنې کوي.
د يادونې وړ ده چې په کابل کې داسې اوازې دي چې یو کانديد د پاکستان سره د ډيورنډ د کرغېړنې کرښې د رسميت پېژندلو ژمنه کړې ده.
وحيد عمر دا ونه ويل چې د محمد محقق سره د پنځه وزارتونو او د ځينو ولسواليو ولايتونه کول هم په واقعيت ولاړې ژمني دي او که فرېب ورکونکي.
حامد کرزي مخکې د اشرف غني، ميرويس ياسيني او عبدالله عبدالله دې غوښتنې ته چې مناظره دې ورسره وکړي مثبت ځواب ويلی و، خو وروسته یې ځواب بدل کړ او ځينې کانديدان یې د دې وړ ونه بلل چې د نوموړي سره دې د مناظرې جوګه وي.
داسې انګېرنې هم شته چې حامد کرزی له یو شمېر کانديدانو سره له مناظرې ويرېږي او د دې پر ځاي چې مناظره وکړي د دې کانديدانو په مليتوب او افغانيت کې شکونه ښايي چې د مناظرې سره اړينه خبره نه ده. ځکه که یو څوک پوره افغان نه وي نو بيا ورته د ټولټاکنو کميسيون ولې د کانديدۍ اجازه ورکوي.
د کرزي د دې تورونو په اړه د ټولټاکنو کميسيون هم څه نه دي ويلي.