د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی به ولسمشر وي که قسیم فهیم!!

کمال الدین رنځور 12.05.2009 10:17

د افغانستان اوسني ولسمشر حامد کرزي بيا ځان په راتلونکو ټولټاکنو کې دې پوست ته کانديد کړی دی خو له شرمه تېره خبره دا ده چې مشهور ډاکو او د کابل د شپيته زره مسلمانانو د وژنو مسول قسيم فهيم یې ځانته لومړی کانديد مرستیال ټاکلی دی. خو ايا په داسې واکمنۍ کې به کرزی ولسمشر وي او که قسيم فهيم به واکمن وي!

تېر ته په کتلو دا د لمر غوندې روښانه ده چې کرزی ضعیفه شخصیت دی. ډېر زر د فشار لاندې راځي او ملي ګټې د پښو لاندې کوي. د تېرو اوو کلونو تجربه هم زموږ د ټولو په مخ کې پرته ده. پر دې برسېره، دا باید هېر نه کړو چې قسیم فهيم هماغه بدمعاش دی چې د رباني او مسعود د واکمنۍ (کورنۍ جګړې) په دوران کې چې کله کرزی د بهرنیو چارو په وزارت کې مامور و د همدې قسيم فهيم له خوا وهل شوی او څو ورځې په کوټه بندي ساتل شو و. کرزی دومره وهل شوی و چې په خوله او سپېږمو یې وينې راماتې شوې وې.

زما په اند د یو داسې بدمعاش سره کار کول چې خپل ريس یې یو وخت تر دې حده وهلی و دا مانا لري چې په عمل کې به قسيم فهيم ولسمشر وي. د قسيم د واکمنۍ په دور کې به د ځنګل قانون حاکم وي. کرزی به هسې سمبول وي او پوره ازادي به لري چې خپلې ببولالې ووایي. پرېکړې به د شمالي ټلوالې ډاکوان کوي.

پرون د ژورناليست او لیکوال محمد اجمل هوډمن په نیولو د قسيم فهيم د واکمنې دور په عملي توګه پیل شو.

د ظلم او جبر نوي پړاو ته ښه راغلاست.