د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخکښ کانديدان د ټولو رسنیو له لارې خپريدونکي مناظرې ته چمتو دي

کمال الدین رنځور 30.07.2009 17:00

د ولسمشر حامد کرزي دفتر رسنیو ته ویلي دي چې نوموړی د مخکښو کانديدانو سره مناظرې ته حاضر شوی دی.

تر دې دمخه حامد کرزی د طلوع تلويزيون له لارې د عبدالله او اشرف غني سره مناظرې ته نه و حاضر شوی او طلوع یې تورن کړی و چې بې طرفه رسنۍ نه ده.

دا خبره سمه ده چې طلوع بې طرفه رسنۍ نه ده. د اشرف غني او عبدالله له مناظرې څخه وروسته یې ټول شنونکي د ملي جبهې او شمالي ټلوالې پلويان ول چې ټولو سره له دې چې اشرف غني ښه طرحه او پلان لاره د عبدالله په ګټه خبرې کولې او نوموړی یې په مناظره کې بریالی بللو.

په نوي مناظره کې چې حامد کرزی به په کې وي، د اشرف غني او عبدالله برسېره په کې ميرويس ياسيني هم برخه اخلي. خو د کرزي ټاکنيز کمپاين د ميرويس ياسيني په شاملولو خوښ نه دی. کرزي ته نږدې سرچينو انديښنه ښودلې ده چې کرزی د اشرف غني او عبدالله په خلاف یو شمېر نيوکې او ثبوتونه په لاس کې لري خو د ياسيني په خلاف بيا ډېر څه ځکه نه لري چې نوموړي ورسره په کابينه کې لکه د غني او عبدالله کار نه دی کړی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د مناظرو په نامه بېلابېل تلويزيونونه کانديدانو ته وخت ورکوي چې خلکو ته خپل پيغام ورسوي. سره د دې چې دې پروګرامونو ته د مناظرو نوم ورکول کېږي خو ډېری یې مناظرې نه بلکه د طرحو د وړاندې کولو عادي پرواګرامونه دي. په دې پروګرامونو کې کانديدان په یو بل نيوکي نه کوي او نه هم د یو بل طرحې څېړي.