د اطلاعاتو او فرهنګ وزير حامد کرزي ته کمپاين کوي
13.08.2009 13:42په هغه رپوټ کې چې ملي تلويزيون د چارشنبې په شپه خپور کړ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکریم خرم د حامد کرزي په ملاتړ په یوه غونډه کې وليدل شو.
غونډه د ولسمشر په دفتر کې جوړه شوې وه او یو شمېر سپين ګيري حامد کرزي ته د ملاتړ لپاره غونډ شوي وو. په غونډه کې حامد کرزی هم ناست و.
دا د ټاکنو او نافذه قوانیونو څخه ښکاره سرغړونه ده چې یو وزير دې د کوم کانديد په ګټه په غونډو کې برخه واخلي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون څو ورځې وړاندې د حامد کرزي دویم مرستيال کريم خليلي ۷۵ زره افغانۍ له دې امله جریمه کړ چې له دولتي وسايلو یې ناوړه ګټه پورته کړې وه. نوموړی بغلان ته د ټاکنيز کمپاين په ترڅ کې یوې غونډې لپاره د ملي دفاع په چورلکه کې تللی و.