د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګارډين: جنرال قاسم په افغانستان کې د ايران پاليسي چلوي

کمال الدین رنځور 01.08.2011 16:32

د ګارډين برطانوۍ او د شرق اوسط عربي ورځپاڼو په خپلو رپوټونو کې ويلي دي چې د افغانستان، عراق، غزه،  لبنان او سوريه لپاره د ايران تګلاره، سياستونه او فعاليتونه د ايران د القدس د ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني چلوي. په دې مانا چې  ايران لکه پاکستان د افغانستان سره چلند د بهرنيو چارو وزارت ته نه بلکه خپلو خطرناکو ځواکونو ته سپارلی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۰۸ کال کې په عراق کې يو سیاستوال هغه مهال په عراق کې د امريکايي ځواکونو مشر ډيوډ پټرايس ته يو تليفوني پيغام يا اس ام اس ښودلی و چې په کې د القدس غونډ مشر، جنرال پټرايس ته ليکلي و چې: 

((جنرال پيټرايس: ته بايد پوه شې چې زه قاسم سليماني د عراق، لبنان، غزه او افغانستان په اړه د ايران تګلاره  کنترولوم. او واقعيت دا دی چې په بغداد کې [د ايران] سفير د القدس ځواکونو غړی دی. د ده ځایناستی کس هم د القدس ځواکونو غړی دی.))

د يادونې ده چې د طالبانو له پرزېدو وروسته ايران په افغانستان کې ريښې کړي دي او د افغانانو د ژوند ټولو برخو ته له بېلابېلو لارو ننوتي او اغېز په کې کوي. تر دې چې افغان ولسمشر حامد کرزی او دفتر یې په تېرو کلونو کې په دوامداره توګه له ايرانيانو څخه نېغ په نېغه له پيسو ډکې کڅوړې ترلاسه کړي دي. دا رسوايي چې موده مخکې رسوا شوه نو افغانانو ته یې په افغانستان کې د افغان چارواکو په پرېکړو د ايران د اغېز په اړه ډول ډول پوښتنې راولاړې کړې، چې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي.

د القدس غونډ له خوا د افغانستان په اړه د ايران تګلاره کنترولېدل دا مانا لري چې ايران د افغانستان سره د جنګ په حال کې ده او له نورمالو لارو د افغانستان سره اړيکې نه ټينګوي بلکه دا دنده یې د پوځ هغې برخې ته ساتلې ده چې نورې اسلامي نړۍ ته د شيعه انقلابې افکارو د خپرولو دنده په غاړه لري. ويل کېږي چې ايران د دې غونډ ځواکونه سوريه ته هم لېږلي دي چې په کې روان ولسي پاڅون وټکوي او د بشار الاسد (چې علوي شيعه او د ايران ايتلافي دی) رژيم له نړېدو وژغوري. په سوريه کې ځواکونه په عملي توګه په قتل عام بوخت دي او د بشريت ضد جنايتونه ترسره کوي.

د ګارډين په رپوټ کې راغلي دي چې جنرال قاسم سليماني په عراق کې د بېلابېلو چارواکو او ګوندونو سره اړيکي لري او تېر کال چې کله عراقي سياستوال د صدراعظم په ټاکلو نه سلا کېدل نو په سوريه کې په يوه غونډه کې یې عراقي سياستوال مجبور کړل چې د ايران د خوښې کانديد نوري المالکي ومني. د دې ډول لاسوهنو په رڼا کې معلومه نه ده چې د افغانستان د حکومت په چارو او جوړښت کې د القدس ځواکونه او مشر یې څه ډول رول لري. خو د عراق د ملي امنيت د پخواني مشر موفق الربيعي په وينا جنرال قاسم سليماني په عراق کې ((بې شکه چې تر ټولو ځواکمن کس دی)). نوموړی وايي چې په عراق کې له سليماني پرته هيڅ کار شونی نه دی.))

القدس ځواک په ايران کې ساری نه لري. دا ځواک د دې لپاره جوړ شوی دی چې د خوميني له خوا په ۱۹۷۹ کې ترسره شوی انقلاب وساتي او د ايران د رژیم زهرجن شيعه انقلابي افکار نورې اسلامي نړۍ ته وغزوي. د دې ځواک مشر جنرال سليماني په نېغه توګه د ايران له ستر مشر علي خامنيي څخه اوامر اخلي، او آن د ايران د ولسمشر احمدي نژاد سره یې هم نه شريکوي.

په تکراري ډول ويل شوي دي چې ايران په افغانستان کې وسله والو ته وسلې او مهمات ورکوي او همدا ايران بيا په کابل رژيم کې دومره اغېز لري چې له نصاب څخه نيولې تر چارواکو ټاکلو او تګلارو جوړولو پورې په کې پرېکړه کونکی رول لري.

د هيچا له ذهنه هم نه وځي چې د ايران سفير فدا حسين په کابل کې دومره سرشاره دی چې لوی څارنوال ته نېغ په نېغه ليکي چې د ولسې جرګې يو غړی رمضان بشردوست ګرفتار کړي ځکه چې په ايران یې نیوکه کړې ده.

د الشرق الاوسط يو ليکوال طارق الحميد، جنرال قاسم سليماني د عراق حقيقي واکمن بللی دی. پوښتنه دا ده چې ايا دا بې رحمه جنرال د افغانستان حقيقي واکمن هم دی او که رول یې زيات و کم دی؟!