د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرچينه: شمالي ټلواله او عبدالله عبدالله وارخطا دي

کمال الدین رنځور 19.08.2009 12:44

ټول افغان ته معتبرو سرچينو د نوم د نه يادولو په شرط  ويلي دي چې دوه ورځې وړاندې په شمشاد تلويزيون کې د ((پردې تر شا)) پروګرام کې د بيان شوو حقایقو څخه وروسته او د انترنت په مټ د عبدالله عبدالله د رشوت اخيستنې داعتراف د ويډيو له خپرېدو  وروسته عبدالله او د نوموړي د ټاکنيز کمپاين غړي  وارخطا شوي دي او په دې اند دي چې سبا ته په ټاکنو کې یې ډېرې رایې خرابي شوي دي.

سرچينه وايي چې د عبدالله او ملګرو بله اندېښنه دا هم ده چې د دوی هغه دسيسه چې غوښتل یې د ټاکنو څخه وروسته مظاهرې وکړي هم شنډه شوې ده او د کورنيو ادارو تر څنګ د بهرنيو سفارتونو د جدي غبرګون سره مخ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د ((پردې تر شا)) په پروګرام کې اسماعيل یون او عصمت قانع د کابل د یو شمېر ښاريانو تر څنګ د عبدالله د وياندسید مراد او د هغه د یو پلوي هارون مير په هغه خبرو شننې وکړې چې ويلي یې وو که ټاکنې یې ونه ګټلې نو وسلوالې مظاهرې به وکړي.

د کابل ښاريانو او شننونکو د عبدالله د ټاکنيز کمپاين د مصرفونو په سرچينو هم خبرې وکړې او دا اندېښنه وښودل شوه چې عبدالله او ټلواله یې له ايران او یو شمېر نور افغان ضد هېوادونو څخه پيسې اخلي. سرچينه وایي چې عبدالله په دې خبره اندېښمن دی چې امکان لري د دې پيسو حساب ورڅخه وغوښتل شي.

د شمشاد تلويزيون په پروګرام کې هارون مير - چې مخکې د عربي متحده اماراتو څخه خپرېدونکي ورځپاڼې ((دي نشنل)) ته ويلي و چې که عبدالله ټاکنې ونه ګټي نو په کابل کې به وسلوال ګډوډي جوړه کړي او هغه ځکه چې په هر کور کې یو کلاشنکوف شته - له خپلو خبرو تر ډېره بريده انکاري و او ویې ویل چې دې ورځپاڼې یې له دوه ساعته مرکې یواځې همدا څو ټکي راخيستي دي. نوموړی سره له دې چې د نظار د شورا سلاکار او غړی پاتې شوی دی له دې انکار وکړ چې ګنې د عبدالله د ټاکنيز کمپاين غړی دی.

هغه ويډيو چې عبدالله او ملګري یې ترې په ويره کې دي په ټول افغان پرون خپره شوې ده چې په کې عبدالله له امريکايانو د لسو مليون ډالرو په اخيستو اعتراف کړی.

د عبدالله کمپاين ته نږدې سرچينو ويلي دي چې د عبدالله د کمپاين یو شمېر غړي په دې باور دي چې دې ويډیو د دوی هغه هڅې د ناکامۍ سره مخ کړي دي د کومو په ترڅ کې چې دوی کوښښ کاوه عبدالله یو ملي او هېواددوست شخصیت معرفي کړي.

د عبدالله کمپاين په دې هڅو کې دی چې دا ويډيو په هېواد کې تلويزيونه خپره نه کړي او په دې اړه یې د یو شمېر رسنیو سره اړيکي هم نيولي دي.

 ويډيويي رپوټ دلته ليدلای شﺉ