د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالله منلې ده چې لس مليونه ډالره رشوت یې اخيستی دی

کمال الدین رنځور 18.08.2009 11:03

د يوټيوب په پاڼه په یوه خپره شوې ويډيو کې چې د دې مياشتې په ۱۶ نېټه خپره شوې ده ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله اعتراف کړی دی چې د طالبانو د پرزولو په وخت یې له امريکا څخه لس مليونه ډالر رشوت اخيستی دی.

نوموړی دا اعتراف د یوې افغانې ښځې د نيوکو په ځواب کې کوي. یوه افغانه ښځه په دغه ويډيو کې -  چې په امریکا کې د  عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو د وزارت په مهال په یوه غونډه کې ثبت شوې ده -  په عبدالله عبدالله ډېرې نيوکي کوي.

په ويډيو کې افغانه ډاکتر عبدالله ته وایي چې په اوس وخت کې د عزت په مانا نه پوهېږو چې عزت څه ته وایي، عبدالله ترې پوښتنه کوي چې پخوا عزت څه مانا لرلو، افغانه ورته وایي چې: پخوا افغانانو عزت لرلو، ابرو یې لرله، په پيسو یې ځان نه خرڅاوه، مزدور نه وو، غلام نه وو، جاسوس نه وو، خاين نه وو، منافق نه وو، د شخصي ګټو لپاره یې د ملت ګټې د پښو لاندې کولې نه.

افغانه ښځه ډېره احساساتي کېږي او چېغې وهې چې افغانستان زنده باد، د افغانستان ملت زنده باد، مرګ په انسان وژونکو، مرګ د افغانستان د ملت په خاينينو، مرګ د پښتنو په وژونکو، مرګ د تاجکانو په وژونکو، مرګ د ازبکانو په وژونکو.

بيا ورته افغانه وایي چې د ((بوش په جګړه)) کتاب کې یې ليکلي دي  او ته یې په نوم یاد کړی یې  چې له امريکايانو دې لس مليون ډالر رشوت اخيستی دی، عبدالله عبدالله اعتراف کوي او وايي چې ((ښه مو کړي دي)).

که لاندينۍ ويډيو نه شﺉ ليدلای دلته ټک ورکړﺉ او په يوټيوب یې وګورﺉ.