د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له سياستوال سره مرکه:

حق دوست 14.08.2008 23:33
مرکه کوونکی: سياستوال صيب د بخښنې په غوښتلو سره غواړم ستاسو لږ وخت ونيسم او څو پوښتنې درنه وکړم.
سياستوال: مهرباني وکړئ خو لمړی غواړم پوه شم چې دا مرکه تاسو زما سره د يوه انډيوال او که د يو ژورنالست په توګه کوئ ځکه مونږ ژورنالستانو ته ډېر ځل رښتيا نه وايو؟
مرکه کوونکی: نه نه .... ته سياستوال یی خو زه ژورنالست نه يم ، بس يواځې د يوه انډيوال په ډول درنه څو پوښتنې کوم.
سياستوال: ښه، نو زه حاضر يم چې ستا پوښتنو ته رښتيني ځوابونه درکړم.
مرکه کوونکی: لمړی تر هرڅه غواړم وپوښتم چې سياست څه ته وایی؟
سياستوال: ښايي سياست په بېلابېلو ډولونو تعريف شوی وي خو د عمل په ډګر کې د سياستوال د سياسي، اقتصادي او نورو موخود لاس ته راوړلو لپاره د عامو وګړو وژلو ته سياست وايي.
مرکه کوونکی: ستاسو په اند قانون د څه لپاره چوړېږي؟
سياستوال: قانون وګړو ته د انصاف او هوسا ژوند د برابرولو په موخه جوړېږي خو د بې وزلو او کمزورو وګړو د ځورولو او همدارنګه د چارواکو د اقتصادي ګټو او د هغوی د خوندي کولو لپاره ترې ګټه اخيستل کېږي.
مرکه کوونکی: سياستوال صيب ، سره لدې چې چارواکي او مخالفين دواړه وايي چې مونږ سوله غواړو، نو بيا په هېواد کې سوله ولې نه راځي؟
سياستوال: سوله هغه وخت راځي چې واکمن سياستوال د مخالفينو ځنې غوښتنې ومني، په واک کې هغوی ته هم يو څه برخه ورکړي او که دا کار وکړي پرته له شک نه هغوي ته تاوان رسېږي، واک ېې کمېږي او اقتصادي ګټو ته ېې تاوان رسېږي.
مرکه کوونکی: سياستوال صيب ستاسو په اند سياسي لوبې څه ته وایی؟
سياستوال: سياسي لوبې ډول ډول دي، دا هم يوه سياسي لوبه ده چې ډېر ځل مونږ خپل مخالفين پخپله په مخالفينو وژنو او خپل پلويان ساتو.
مرکه کوونکی: که دا خبره لږه روښانه کړئ چې څنګه تاسې خپل مخالفين بېرته په مخالفينو وژنۍ؟
سياستوال: دا خبره روښانه ده. همدا اوس تاسو د جګړې ډګر ته لاړ شئ هلته او په خاص ډول د جګړې په لمړيو ليکو کې به نزدې يو هم زمونږ پلوي پيدا نه کړې، ټول به زمونږ مخالفين وي، همدارنګه د جګړې مړي او ټپيان وګورئ يو به هم پکې زمونږ پلوي پيدا نه کړئ. دا لدې کبله چې مونږ خپل پلويان په خوندی ځايونو کې په لوړو تنخاګانو ځای په ځای کوو او نورو خلکو ته د ژوند شرايط دومره سختوو چې هغوی پخپله دې ته غاړه کېږدي چې د جګړې لمړيو ليکو ته لاړ شي. بله خبره دا ده چې مونږ د جګړې اور هم ډېرځل د خپلو سيمو څخه لېرې د مخالفينو سيمو ته وړو پدې ډول د جګړې له کبله د هغوی اقتصادي ګټې هم له خنډ سره مخامخ کوو.
مرکه کوونکی: ولسواکي څه شی ده؟
سياستوال: په لنډو ټکو کې ولسواکي دې ته وایی چې سياسي او ټولنيزې ټولې چارې به د ټولنې د ډېره کيو (اکثريت) په خوښه صورت نيسي خو د عمل په ډګر کې ولسواکۍ هم خپله اصلي مانا له لاسه ورکړې. پدې مانا چې د ټولنې نزدې ټولې چارې به د لږه کيو په خوښه صورت نيسي خو ښکاره بڼه به یی داسې وي چې دا د ټولنې د ډېره کيو خوښه ده.
مرکه کوونکی: پدې ناوړه چارو کې د قانوني چال چلند او سزا سره د مخامخ کېدو څخه نه وېرېږئ؟
سياستوال: قانون تل بې وسه او بې وزلو ته سزا ورکوي او مونږ ځانونه ځواکمن او شتمن ساتو، قانون هېڅکله يو ځواکمن او شتمن ته سزا نشي ورکولی. په ټولنه کې ددې ډول پېښو بې شمېره ژوندي بېلګې ليدلی شو، همدا اوس زمونږ په ټولنه کې ډېر داسې وګړي شته چې د لکونو انسانانو په وينو ېې لاسونه سره دي، په زرګونو بېګناه تورسرې ېې بې پته کړي، د زرګونو وګړو کورونه ېې وران کړي خو دا چې هغوی ځواکمن او شتمن دي نو قانون ورته په برندو سترګو ګورې او هېڅ ډول سزا نشي ورکولی خو يو بې وزله او بې وسه که په درواغو هم په کوم جرم تورن شي نو سمدستي د زندان د تورو تمبو شاته اچول کېږي او کلکه سزا ورکول کېږي.
مرکه کوونکی: ستاسو د مالوماتو څخه يوه نړۍ مننه.
سياستوال: ستاسو څخه هم مننه.