ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په میدان وردک کې د اوبو لسګونه ډنډونه او استنادي دېوالونه جوړېږي

د میدان وردک په چک کي د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام په مالي لګښت د يو لک او اته دېرش زره ډالرو په ارزښت د اوبو مدیریت برخه کې د یو شمېر پروژو د تطبیق چارې پیل شوي دي. د دې ولایت د سیندیزې حوزې رییس وايي، د دې پروژو په پلي کېدو سره به ۲۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې پر مټ به یې د اوبو مدیریت برخه کې ۲۰۶ کوچني ډنډونه او یو شمېر استنادي دېوالونه جوړ شي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

04.04.2023 ازادي راډیو

"هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي" - د کوسوو د پخواني صدر د مقدمې اورېدنه پیل شوه

(اېسوشيټډ پرېس)  - د کوسوو د پخواني صدر او درېیو نورو ملزمانو باندې د درج شوې جرمي مقدمې عدالتي کاروایي، د ګل/دوشنبې په ورځ پیل شوه او یو نړېوال پراسېکیوټر یا وکیل اعلان وکړ چې "هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي". د کوسوو په پخواني صدر هاشم تاچي او درې نورو ملزمانو باندې په یوه قضیه کې د قتل او شکنجې په شمول یو لړ تورونه لګېدلي، مګر د هغوی ملاتړي وایي چې دا غیرمنصفانه تورونه دي چې د کوسوو د آزادۍ مبارزین په کې په نښه شوي دي. هاشم تاچي په کال ۲۰۲۰ کې د صدارت د عهدې نه استعفا ورکړه چې په ځان باندې د لګېدلو الزامانو په ضد دفاع وکړي. په هغه تور دی چې په ۹۹-۱۹۹۸ کلونو کې د صربیا نه د آزادۍ اخېستلو په جګړه کې یې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي. تاچي په هغو جګړو کې د "مار یا منگور" په نوم مشهور و. هغه د عدالتي کاروایۍ په پیلېدو سره ججانو ته وویل: "زه پوره بې قصوره یم." درې نورو ملزمانو هم د عدالتي کاروایۍ نه مخکې ابتدایي اورېدونو کې ځانونه بې قصوره ګڼلي دي. د دې قضیې په رابرسېره کېدو سره د کوسوو د مختلفو سیاسي ګوندونو نه د هاشم تاچي او نورو ملزمانو په ملاتړ غږونه رااوچت شول. د اتوار/یکشنبې په ورځ زرګونه کسان لارو سړکونو ته راووتل چې د ملزمانو ملاتړ وکړي. د کوسوو زیاتره خلک په دې فکر دي چې په نېډرلېنډز کې موجود نړېوال عدالت، انصاف نکوي او ګني غواړي د آزادۍ دپاره د دوی د جد و جهد تاریخ له سره ولیکي. د نړېوال عدالت وکیل الېکس وايټېنګ وویل، کې اېل اې چې یو ګوریلا ملېشه ځواک و او د صربیا طاقتوره پوځ په ضد جنګېده، "د (صربیا د پوځ) تعاوون کوونکو او هغو کسانو ته چي فکر یي کولو غداران دي، په شمول د سیاسي مخالفینو، د هغو د هدف ګرځولو یوه ډېره واضحه او روښانه پالیسي" یې درلوده. وایټېنګ وویل، وکیلان کولی شي دا ثابته کړي چې کې اېل اې په کوسوو او په شمالي البانیه کې په کال ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کې د سلګونو قتلونو او غیرقانوني حراستونو ذمه وار پاته شوی او دغه څلور ملزمان د کې اېل اې د پوځي مشرانو په حیث، د هغو جرمونو ذمه واري په غاړه لري. د نړېوال عدالت وکیل زیاته کړه: "د ملزمانو لخوا اکثره وژل شوي کسان، د کوسوو البانیایي وګړي و. د هغو کسانو د هدف ګرځولو او له منځه وړلو په جوش کې، دوی دښمنان ګڼل کېدل." وایټېنګ په آخره کې زیاته کړه چې، "هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي، حتی د جګړې په وخت کې." د نېډرلېنډز د هېګ ښار په نړېوال عدالت کې د هاشم تاچي او درېیو نورو ملزمانو د عدالتي کاروایۍ په پېلېدو سره، د هېګ د مرکزي رېل سټېشن مخې ته د ګل/دوشنبې په ورځ د تاچي سلګونه پلویان راټول شوي و او زیاترو یې جنډې او بېنرونه پورته کړي و. په یو یې لیکلي و: "مجرمان او قربانیان مه سره برابروئ!" په بل یې لیکلي و: "کې اېل اې د آزادۍ دپاره جنګېدلی". ټاکل شوې چې د هاشم تاچي او درې نورو ملزمانو وکیلان به نن د نهې/سې شنبې په ورځ په عدالت کې خپل پرانېستونکي بیانات ولولي. طمع کیږي چې ړومبي شاهدان به آینده هفته کې عدالت ته خپلې ګواهۍ پېشې کړي. توقع دا ده چې د ملزمانو وکیلان به دا دلیل پېش کوي چې کې اېل اې یو ګوریلا ځواک و چې کلک انتظام یې نه درلود او دغو څلورو ملزمانو هغه وخت کې په ځایي جنګیالیو باندې کم کنټرول درلود او د نورو د اعمالو دپاره دوی ذمه وار ګرځېدلی نشي. خو د عدالت وکیلانو د وړاندې نه دا ویلي چې دغو څلورو کسانو "طاقت، اختیار، او اثر رسوخ" درلود نو د دي امله د هغو جرمونو ذمه وار گرځول کېدلی شي. کوسوو په کال ۲۰۰۸ کې د صربیا نه خپله آزادي اعلانه کړه، مګر صربیا د هغوی آزادي نده تسلیمه کړې. چین او روس هم د صربیا ملاتړي دي او د کوسوو آزادي یې نده تسلیم کړې. د دې باوجود، امریکا او اکثره نور مغربي ملکونو د کوسوو آزادي په رسمیت وپېژندله.

04.04.2023 ډیوه

مرکزي کابینې د قاضي فایز عیسا په لیک د سپریم کورټ رجسټرار ګوښه کړو

د پاکستان د سپریم کورټ د سینیر جج قاضي فایز عیسا په لیکل شوي خط د پاکستان مرکزي کابېنې د سپریم کورټ رجسټرار عشرت علي د خپل منصب نه ګوښه کړی او هغه ته یې اسټیبلشمنټ ډويژن کې د رپورټ کولو امر کړی دی. په عین حال کې د سپریم کورټ دوؤ ججانو قاضي فایز عیسا او طارق مسعود د سپریم کورټ په یو جج مظاهر علي نقوي د لګیدو تورونو د څېړلو لپاره د سپریم کورټ جوډیشل کونسل د غونډې رابللو لپاره د دغه کونسل مشر او غړو ته لیکونه استولي دي. د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د ګل/دوشنبې په ماسخوتن د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د مرکزي کابینې په راجوړه شوې بېړنۍ غونډه کې د سپریم کورټ د حکم څخه د سرغړونې په اساس د سپریم کورټ د رجسټرار د خپل منصب نه د ګوښه کولو منظوري ورکړل شوې او اسټیبلمشنټ ډویژن دهغه دګوښه کولو اعلامیه هم جاري کړې ده. دکابینې دغونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې ویل شوي چې دقانون وزیر سینټیر اعظم نزیر تارړ کابینې ته دبیلابیلو چارو په اړه احوال تېر کړی اؤ هم دکابینې غونډه کې دسپریم کورټ دحکم پرضد د رجسټرار لخوا دخپرې شوې اعلامیې په معامله غور شوی دی. اعلامیه کې ویل شوي کابینې د سپریم کورټ نه درجسټرار د خدماتو دبېرته اخستو پرېکړه کړې اؤ رجسټرار ته یې امر کړی چې اسټیبلشمنټ ډويژن کې رپورټ وکړي. د رجسټرار د ګوښه کولو دا ګام حکومت وروسته له هغې اخستی چې تېره اوونۍ دسپریم کورټ سینیر جج قاضي‌ فایز عیسا دسپریم کورټ رجسټرار، دکابیني سیکرټریټ اؤ داسټیبلمشننټ ډویژن سیکرټري ته لیږل شوي خپل یو لیک کې ولیکل رجسټرار دعدالتي حکم دناچله ګرځولو هیڅ اختیار نه لري. تېره هفته دقاضي فایز عیسا په مشرۍ دسپریم کورټ درې کسیز بینچ خپله جاري کړې یوه فیصله کې عظما عدالت کې د قاعدو یا رولز تر نه جوړیدو د ازخود نوټسونو په اړه دټولو کیسونو د اوریدنو ځنډولو وړاندیز کړی ؤ . دسپریم کورټ ددغې پرېکړې یوه ورځ وروسته د سپریم کورټ د رجسټرار له لوري خپره کړل شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې د جسټس قاضي فایز عیسا اؤ جسټس امین الدین خان فیصله کې دارټیکل 184 (3) په هکله څرګندونې د ازخود نوټسونو په زمره کې نه راځي. د رجسټرار لخوا دخپرې کړل شوې دغې اعلامیې پرضد جج قاضي فایز عیسا رجسټرار عشرت علي ته لیږلي یو لیک کې هغه نه په سمدستي توګه دخپل منصب پرېښودلو غوښته شوې وه اؤ لیکلي یې وؤ چې رجسټرار د عدالتي حکم دناچله ګرځلو صلاحیت نه لري. ددغه خط نقلونه دکابیني سیکرټریټ اؤ داسټیبلمشننټ ډویژن سیکرټري ته هم لیږل شوي وؤ چې پکې ویل شوي وؤ دسپریم کورټ رجسټرار دې په سمدستي ډول بېرته راوغوښتل شي اؤ که مناسبه وګڼل شي نو په ضد یې باید قانوني ګامونه هم واخستل شي. په عین حال کې د سپریم کورټ دوؤ ججانو قاضي فایز عیسا اؤ طارق مسعود دسپریم کورټ په جج مظاهر علي نقوي دلګیدلو تورونو دڅېړنو لپاره دسپریم جوډیشل کونسل دغونډې رابللو لپاره دیاد کونسل مشر(چیف جسټس) اؤ غړو ته خط استول دی. دغه لیک کې ویل شوي چې دجوډیشل کونسل غونډه کې باید په جج مظاهر علي اکبر نقوي دپاکستان بار کونسل لخوا لیږل شوي ریفرنس کې دلګول شوؤ تورونو ارزونه وکړل شي. خط کې ویل شوي په غونډه کې باید دا ټاکنه وشي چې په جج مظاهر نقوي لګیدلي تورونه سم دي که ناسم ؟ که چرې تورونه ناسم وي نو دجج عزت دې بحال کړل شي اؤ که سم وي نو دایین مطابق دې کارروایي په عمل کې راوستل شي. دخط دمتن له مخې دتورونو په سیوري کې دساتلو له امله دجج اؤ عدلیې عزت ته زیان رسیږي اؤ دعدلیې د ازادۍ اؤ په دې د ولس دباور لپاره ضروري ده چې دسپریم جوډیشل کونسل غونډه باید په سمدستي ډول راوبلل شي.

04.04.2023 ډیوه

بلاول بوټو پاکستان کې دبېړني وضعیت یا مارشل لاء په څېر دصورتحال رامنځته کېدو اندېښنې ښودلي

د پاکستان پنجاب صوبه کې د ټاکنو په اړه د سپریم کورټ د نننۍ فیصلې د راتلو نه وړاندې، د وزیراعظم شهباز شریف په ګډون حکومتي غړو په مشر قاضي او هغه سره ناستو دواړو نورو قاضیانو باندې نیوکې لا نورې توندې کړې دي. د پخواني وزیر اعظم عمران خان د ګوند تحریک انصاف په خواست په پنجاب کې د ټاکنو د ځنډولو پر ضد د دریو قاضیانو جوړې ډلې د ګل/دوشنبې په ورځ دلیلونه اورېدل ختم کړل او فیصله به نن اوروي خو اېتلافي حکومت د مخکې نه د فیصلې نه منلو اعلان کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د انتخاباتو پر سر هیواد کې د راپیدا شوؤ وروستیو جنجالونو په ترڅ کې د بیړني وضعیت او یا هم د مارشل لاء پشان د صورتحال رامنځته کیدو اندېښنې ښودلي دي. بلاول بوټو وایي (دانتخاباتو) په مهمه قامي معامله د فل کورټ نه جوړیدو له امله د اییني بحران رامنځته کیدو اندېښنه ده او هغه فکرمند دی چې هیواد کې د بېړني وضعیت او مارشل لاء په څېر صورتحال جوړ نه شي. پرون ورځ پارلېمان کې هم تاوده سیاسي بیانونه ورکړل شوي دي. وزیر اعظم شهباز شریف د سپریم کوټ په مشر قاضي او د انتخابونو د قضیې اورېدو لپاره هغه سره په لانجمنو دواړو قاضیانو ټکونه وکړل. ښاغلي شریف مشر قاضي نه په وینا کې وپوښتل چې دوی سره ناست په یو قاضي جدي تورونه دي خو دوی یې پوښتنه نه کوي. خو حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف بیا دې بلاول بوټو دې اندېښنو ته خپل غبرګون کې په هغه دایین ماتوونکو د سهولت کار تورونه لګولي دي او وایي د دستور، جمهوریت او پارلیمان په چقولو بلاول بوټو د "نظریه ضرورت" ژوندي کولو لپاره تر خپله وسه زور لګوی. دګل په ورځ لاړکانه کې رسنیو سره خبرو کې بلاول بوټو ویلي عدلیه کې چې څه روان دي دا دالیکشن سوال نه بلکې دعدلیې ټرایل یا مقدمه روانه ده . پاکستان تحریک انصاف ګوند خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دانتخاباتو دنه کېدو په ضد تېره میاشت سپریم کورټ کې خواست جمع کړی چې دهغې د اوریدنې پسر پاکستان کې سختو سیاسي اؤ عدالتي اختلافونو سر راپورته کړی اؤ حکومت دسپریم کورټ دمشر قاضي په ګډون دعدالت درې کسیزه بینچ دتحریک انصاف په پلوۍ تورن کړی دی. همدا شان دسپریم کورټ ځېنو ججانو هم ددې قضیې پر سر خپل اختلافات څرګند کړي دي. بلاول بوټو وویل "دا دسپریم کورټ ټرایل دی چې هغه دایین تحفظ کوونکې اداره ده که ټاییګر فورس جوړیدل غواړي ،دابې باوري داپوزیشن لخوا نه بلکې دهغو ججانو لخوا ده چې په بینچ کې شامل وؤ" هغه وویل "عدلیه کې چې څه روان دي هغه دقام په وړاندې دي ، درې ججان باید سوچ وکړي چې دا څه کیږي، دسینیر ججانو له لوري په عدلیه نیوکې کیږي" دسپریم کورټ مشر قاضي ته په اشاره خارجه وزیر وویل "ستا خپل ججان ستا دکردار خلاف دي،مناسبه خبره داده چې لارجر بینچ جوړ کړل شي" هغه هیواد کې دمارشل لاء یا بېړني وضعیت اندېښنې هم څرګندې کړې اؤ وي ویل "په اهم ترینه قامي معامله دفل کورټ نه جوړیدو له امله داییني بحران رامنځته کیدو اندېښنه ده ،خدانخواسته ملک کې دایمرجنسي اؤ مارشل لا په شان صورتحال جوړ نه شي" خو دبلاول بوټو دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې حکومت مخالف پاکستان تحریک انصاف ګوند په بلاول بوټو دایین ماتوونکو دسهولت کارۍ تورونه لګولي دي اؤ ویلي یې دي کوم بوټو چې دپاکستان د متفقه ایین جوړولو کریډټ اخستی دهغه نمسی د ایین ماتونکو سهولت کار دی. دپاکستان تحریک انصاف ګوند په بیان کې ددغه ګوند دیو مرکزي مشر مراد سعید له خولې ویل شوي چې د دایین،جمهوریت اؤ پارلیمان په چقولو د "نظریه ضرورت" ژوندي کولو لپاره د "زرداري زوي" خپل پوره زور لګولی دی. بیان کې ویل شوي چې "امپورټډ ګوډاګیان دخپلو سلیکټرانو اؤ په لاسونو کې دلوبوونکو سره په ګډه انتخاباتو نه دتېښتې لپاره لاس پښې وهي" مراد سعید زیاته کړې ده ټول قام دچیف جسټس اؤ خپلې عدلیې ترشا ولاړ دی اؤ دلاقانونیت کندې ته دهیواد د دیکه کولو دهر سازش به په کلکه مقابله کوي. دا په داسې حال کې ده چې نن دنهې په ورځ سپریم کورټ پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا کې دانتخاباتو دنه کېدو پرضد دقضیې په اړوند خپله پرېکړه اوروي اؤ دهیواد دقانون مرکزي وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ ویلي دي که په دې مهمه معامله په عجلت کې پرېکړه وشوه نو قبلولی به نه شي.

04.04.2023 ډیوه

سعودي عربستان د روژې په میاشت کې یو تن اعدام کړ

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې دې هیواد یو تن د روژې په میاشت کې اعدام کړی.

04.04.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د الیکشن په لانجمنه قضیه نن سپریم کورټ خپله پرېکړه اوروي

ټاکل شوې ده د پاکستان سپریم کورټ نن د نهې-سه شنبې په ورځ پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو د قضیې په اړوند خپله پرېکړه اوروي. تر پرېکړې اورول کیدو وړاندې د قانون مرکزي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ مرکزي پارلیمان ته ویلي چې که د انتخاباتو په حساسه او مهمه معامله پرېکړه په بېړه کې وارول شوه، نو وبه نه منل شي. د پاکستان سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ درې کسیز بینچ د ګل/دوشنبې په ورځ په یاده قضیه اورونه سرته رسولې او خپله پرېکړه یې خوندي کړې ده. وزیراعظم شهباز شریف ویلي ایتلافي حکومت د سپریم کورټ په موجوده بینچ بې باوري ښکاره کړې ده او که چیف جسټس فل کورټ جوړ کړي او پخپله د دې قضیې له اوریدنې وتلي ججان په کې شامل نه کړي نو فیصله به ټول قام ته دمنلو وي. د ګل/دوشنبې په ورځ اوریدنه کې مشر قاضي عمر عطا بندیال ویلي وؤ خلک د خپلې خوښې د ججانو د لارې فیصلې ترلاسه کول غواړي. پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو د نیټې نه اعلانېدو پرضد پاکستان تحریک انصاف ګوند سپریم کورټ کې خواست جمع کړی دی چې په اوریدنه یې نه یوازې د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ سیاسي تاوتریخوالی زیات شوی بلکې د سپریم کورټ د ججانو ترمنځ هم په دې معامله اختلافات مخې ته راغلي دي. د ګل/دوشنبې په ورځ د قضیې اوریدنې په مهال اټارني جنرل دریځ خپل کړی چې په وړومبي مارچ د دې قضیې په اړوند فیصله ججانو په اکثریت سره کړې ده او اوس باید درې کسیز بینچ د متبادل په توګه د تحریک انصاف خواست وانه وري. د حکومت دریځ وو چې باید د جسټس قاضي فایز عیسا د فیصلې نه وروسته د پي‌ ټي ایي د خواست اوریدنه ایساره کړل شي. اټارني جنرل ویلي وؤ فیصله داسې د انصاف ډکه په کار وي چې انصاف کیدل په کې له ورایه وښکاري خو هغه ویلي وؤ په دې فیصله کې انصاف نه ښکاري. په اوریدنه کې مشر قاضي ویلي وؤ چې قانون چاته د الیکشن ملتوي کولو واک نه ورکوي او یوازې عدالت د انتخاباتو تاریخ غځولی شي. هغه پوښتنه راپورته کړې وه چې الیکشن کمیشن څنګه انتخاباتو لپاره د 8م اکتوبر نیټه ورکولی شي؟ مشر قاضي ویلي وؤ په کال 1988 کې هم د عدالت په حکم د انتخاباتو نیټه غځول شوې وه، عدالت زمکنیو حقیقتونو ته په کتلو سره خپل حکم جاري کوي. مشر قاضي ویلي وؤ د دې قضیې د اوریدونکي بینچ څخه نه خو کوم جج ویستل شوی دی او نه ترې کوم جج پخپله خوښه وتلی دی. هغه ویلي وؤ نهو ججانو چیف جسټس ته معامله لیږلې وه او زیاته یې کړه د عدالتي ریکارډ له مخې هیڅ یو جج د قضیې اوریدنې نه معذرت نه دی کړی. په دغه مهال ددفاع سکتر هم عدالت ته وړاندې شوی وو او هغه ویلي وؤ دا وخت چې هیواد کې د امن کوم وضعیت دی د هغې په هکله په ډک عدالت کې څه نه شي ویلی ځکه چې دښمن ته به معلومات په لاس ورشي خو هغه ویلي وؤ چمتو دی چې د کیمرو په ترشا د امنیت په اړه احوال تېر کړي. مشر قاضي ددفاع سکتر ته ویلي وؤ چې هغه کولی شي دغه احوال په لیکلې بڼه دعدالت مخې ته کښیږدي. باید وویل شي الیکشن کمیشن د وړاندې نه ویلي چې حکومت ورته د ملک دخراب اقتصادي وضعیت له امله انتخاباتو لپاره د پیسو او پوځ ورته د ځواکونو د بوختیا له امله د عسکرو ورکولو نه انکار کړی دی. په عدالت کې له اوږد بحث وروسته د یادې قضیې په اړوند پرېکړه خوندې کړل شوې او ټاکل شوې ده چې نن دنهې/سې شنبې په ورځ به دا پرېکړه دسپریم کورټ مشر قاضي اوروي. خو له پرېکړې اورول کیدو مخېک د هیواد د قانون وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ ویلي چې که په دې مهمه معامله پرېکړه په بېړه کې واورول شوه نو قبلولی به نه شي. دقامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې دقانون وزیر ویلي چې دعدلیې دخپلو ججانو له لوري مخالف غږونه راپورته کیږي خو دغه غږونه مخې ته نه پرېښودل کیږي. هغه وویل مشر قاضي نن هم ویلي چې سیاسي ګوندونه دې مسله خپلو کې حل کړي خو دقانون وزیر وویل" زه چیف جسټس ته ویل غواړم چې وړومبی خپل کور سم کړه ، وړومبی خپل کور ته وګوره ،دهلته نه راپورته کیدونکي غږونه خو لږ واوره" هغه وویل حکومت تر وسه کوشش وکړو چې د ادارې تقدس بحال پاتې شي خو ورسره یې زیاته کړه دا هم هغه اداره ده چې یو امر ته یې د دریوؤ میاشتو پر ځائ نهه کاله موده ورکړې وه.

04.04.2023 ډیوه

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر د تایوان د جمهور رئیسې سره ګوري

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر کیون مکارتي دوشنبه اپریل ۳ (وري۱۴) تائید کړه چې د چارشنبې په ورځ به د تایوان د جمهور رئیسې تسای انګ وین سره د کلفورنیا په ایالت کې وګوري.

04.04.2023 امریکا غږ

کوهاټ: د ترهګرو برید کې دوه پولیس وژل شوي دي

د خېبرپښتونخوا په جنوب غربي ضلعه کوهاټ کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې دوه پوليس عسکر وژل شوي دي. دپاکستاني طالبانو تحریک پخپل یو بیان کې د دې برید پړه په غاړه اخستې ده. د سرکاري شمیرو ترمخه سږکال په لومړیو درې میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه نزدې 125 پولیس عسکر د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي. چې په کې د پولیسو دوه ډي ایس پي افسران هم شامل دي. د خېبرپښتونخوا د کوهاټ ډويژن د پوليسو وياند فضل نعیم وايي، د کوهاټ په تپي سیمه کې ماښام (دریم د اپرېل) نامالومو وسله والو د پوليس دوه اهلکار په هدف کړي دي. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د پوليسو وياند فضل نعيم وویل، په ډزو کې دوه پوليس عسکر قاسم او ایاز په ځای وژل شوي او پولیسو له دې پېښې وروسته ټوله سیمه په ګیره کې اخستې ده. هغه وویل وژل شوي پولیس عسکر په علاقه کې په جومات کې د تراویحو د نمونځ په مهال د خلکو د ساتنې ډیوټۍ د پاره په موټر سایکل روان وو چې نامالوم کسانو په دوی لاره کې ډزې کړي اؤ وژلي یې دي. د پولیسو ویاند وایي چې له پېښې وروسته سیمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي. خېبرپښتونخوا کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي. د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د پوليسو په تاڼه وسله وال برید او بيا چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید ذمه واري په غاړه اخستې وه. په اسلام اباد کې د امنیتي چارو د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي يا پيکس په رپوټ کې ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې وسله وال بريدونه سېوا شوي او مرګ ژوبلو کې اضافه شوې ده. دغه رپورټ وایي په مارچ کې وسله والو 16 حملې کړي چې 21 تنه پکې وژل شوي او 30 ژوبل شوي وو. تر دې وړاندې په فرورۍ کې 13 حملې شوې وې او شپږ تنه پکې وژل شوي وو. د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې په ځانګړي ډول د بدامنۍ د پېښو ښکار پاتې شوي دي. د پيکس ترمخه د مارچ په مياشت کې په پنجاب کې د وسله والو بريدونو کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې، په سيند صوبه کې درې بريدونه شوي او درې کسان پکې وژل شوي دي. لکي مروت او د صوبې نورو جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې په پولیسو د بریدونو خبرونه ډېر مخې ته راځي. دسرکاري شمیرو ترمخه سږکال په لومړیو درېوؤ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه نزدې 125 پولیس عسکر دترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي چې پکې د پولیسو دوه ډي ایس پي افسران هم شامل دي. په 21م مارچ د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي سېکټر کمانډر بريګيډيير مصطفی کمال برکي په جنوبي وزيرستان کې په یو برید کې وژل شوی ؤ. په خېبرپښتونخوا کې په روانه ناامنۍ پښتانه سياستوال او څیړونکي اندېښنې څرګندوي اؤ وایي چې مرکزي حکومت د ترهګرۍ او ناامنۍ په اړوند تش بيانونه ورکوي خو د مخنيوي په اړوند یې عملي ګامونه نه پورته کوي. او ځينې سياسي ګوندونه وايي چې د خېبرپښتونخوا جنوبي او ځینې قبايلي ضلعو کې د وسله والو فعالیتونه ډېر سېوا شوي دي. خو د لکي مروت د تازه پېښې وروسته د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو“ ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي" هغه ویلي وؤ دهیواد وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي خو دکورنیو چارو د وزیر په وینا د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته

04.04.2023 ډیوه

د روس نه پاکستان ته په روانه میاشت کې د تېلو د رسېدو امکان

واشنګټن -  پاکستان کې د پټرولیم او قدرتي وسایلو دپاره د مملکت وزیر سنېټر مصدق ملک وایي چې د روس نه د تېلو د اخېستو دپاره ټول تکنیکي او مالیاتي معاملات ترسره شوي دي او دا امکان موجود دی چې د روانې میاشتې (اپرېل) تر آخره به د روس نه د تېلو ړومبی جهاز کراچي ته ورسیږي. مصدق ملک په اسلام آباد کې د وایس آف امریکه سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د روس نه د پاکستان د تېلو د اخېستلو چارې په سمه توګه پر مخ ځي او تر اوسه هرڅه سم روان دي. د تېر ډسمبر په اوایلو کې مصدق ملک ماسکو ته خپل د سفر نه پس اعلان کړی و چې روس به پاکستان ته ارزان بیعه تیل ورکړي. د هغه نه پس په جنوري میاشت کې د روس د توانایي وزیر اسلام آباد ته سفر وکړ او د تېلو د درامداتو په اړه معاملو باندې یې پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې. هغه وروسته توقع څرګنده کړه چې د راتلونکي کال په سر کې به پاکستان ته د ارزانو تېلو لېږل ممکن وګرځي. مصدق ملک اوس وایي چې د تېلو د معاملې چارې پر مخ تللي او د تفصیلاتو د بشپړېدو نه پس به اوس په دې هفته کې د روس نه د تېلو د اخېستو ړومبی آرډر ماسکو ته ولېږل شي. دا چې د روس نه به د تېلو د لېږلو کار څه وخت پیل شي، په دې اړه وزیر مملکت وویل چې په دې باره کې د کومې حتمي نېټې اعلان اوس مشکل دی. مګر د دې باوجود، مصدق ملک زیاته کړه چې که د اپرېل په اوله هفته کې آرډر ولېږل شي، نو د دې میاشتې تر آخره به د تېلو ترسیل ممکن وي. د هغه وینا ده چې د روس نه به پاکستان ته تېل د سمندر د لارې راځي، کوم چې د منځني ختیځ یا سنګاپور د لارې په نسبت، درې برابره ډېر وخت غواړي. مصدق ملک وویل، که پاکستان د سنګاپور یا منځني ختیځ نه تېل واخلي، نو په شپږ – اووه ورځو کې رارسیږي، لېکن د روس نه کراچي ته به جهاز په پنځه ویشت – شپږویشت ورځو کې رسیږي. د یادونې وړ ده چې په اوکراین باندې د روس د حملې نه پس، امریکا او مغربي ملکونو دا فشار زیات کړی چې نړېوال دې د روس نه تېل نه اخلي. په دې منځ کې هند د روس نه په زیاته اندازه ارزان بیعه تیل واخېستل او پاکستان هم وویل چې که هند یې اخېستی شي، نو پاکستان یې ولې وانخلي. مګر دا چې پاکستان به په کومې کرنسۍ باندې د روس نه تېل اخلي، په دې باب مصدق ملک وویل چې په مرکه کې د دې تجارتي معاملې تفصیلات څرګندول ګني مناسب ندي، مګر روانه هفته به دا فیصله کیږي چې اسلام آباد د ماسکو نه تېل په ډالرو او که د چین په یوآن کرنسۍ واخلي. د پاکستان د خارجي زرمبادلې ذخایر کم شوي او په دې سبب ورته په بهرنیو معاملاتو کې پیسې ورکول مشکل شوي دي.   دا رپوټ د وي او اې اردو ویب سایټ نه ژباړل شوی دی.

04.04.2023 ډیوه

د داعش-خراسان مشر په یو مبینه غږیز پیغام کې وایي چې دې ډلې ته سخت نقصانونه اوړېدلي دي

واشنګټن  -  د طالبانو طرفداره یوې سرکاري رسنۍ یو غږیز پیغام خپور کړی چې په هغه کې، په مبینه توګه د داعش-خراسان ډلې مشر خبرې کوي او دا مني چې په دې وروستو کې هغې ډلې ته سخت نقصانونه رسېدلي دي.   په دې پیغام کې چې د سوشل مېډیا د لارې خبریالانو سره شریک شوی، یو شخص چې خپلو وګړو ته په پښتو ژبه خبرې کوي او د طالبانو رسنۍ هغه د داعش خراسان ډلې مشر شهاب المهاجر بللی دی، وایي: "یقیني وروڼو، همدغسې د ګوتو په شمار مشران مونږ سره پاتي، همدغسې سختي مونږ ته راروانه ده، والله." په پیغام کې دا هم اورېدل کیږي چې دغه شخص په سرښار کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د داعش خراسان خلاف د طالبانو په وروستو عملیاتو کې د دې ډلې د اهمو مشرانو د وژل کېدو په اړه خبرې کوي. دا غږیز پیغام د المرصاد خبرې ادارې خپره کړې او طالب چارواکي وایي د المرصاد سرکاري رسنۍ یې ددې دپاره جوړه کړې چې د داعش-خراسان ډلې د پروپګېنډې مقابله وکړي. د داعش-خراسان ډلې لخوا د دغه غږیز پیغام په اړه چې د هغې ډلې مشر ته منسوب ګرځول شوی، پخپلې دې ډلې تر اوسه څه غبرګون ندی ښودلی. وي او اې په آزاده توګه دا تصدیق نشي کولی چې په پیغام کې ویناوال شخص به څوک وي. د طالبانو امنیتي ذرائعو وي او اې ته ویلي چې دا غږیز پیغام د شهاب المهاجر دی، چې اصلي نوم یې ثناء الله غفاري ښودل شوی او ویل کیږي چې د کابل اوسېدونکی دی. په سوېډن کې مېشت د سختدریځه اسلامي ډلو په اړه آزاد څېړونکی عبدالسعید وایي چې د داعش ذرائعو تر اوسه د المهاجر هېڅ غږیز یا صوتي پیغام نه و خپور کړی. عبدالسعید د طالبانو له اړخه د دې تازه غږیز پیغام د خپرېدو په باب وویل: "د هغه آواز په کابل کې د هغه د متعلقه سیمې د لهجې سره مشابهت لري، مګر هغه د افغانستان د شمال ختیځ ولایت کونړ یا پاکستان کې د ګاونډي قبایلي سیمو د لهجو کلمات استعمالوي." عبدالسعید وي او اې ته په یو لیکلي تبصرې کې زیاته کړې: "دویم دا چې، دغه غږیز پیغام، ځمکني حقایق څرګندوي. د طالبانو استخباراتي ادارې په دې وروستو کې د داعش-خراسان ډلې څو تنه اهم کمانډران ووژل، او المهاجر په افغانستان کې د مشرتابه د ضایع کېدو په اړه فکرمندي څرګندوي." سعید دا هم وویل چې المهاجر پخپلو خبرو کې د داعش-خراسان د یو وژل شوي کمانډر، مولوي محمد یادونه هم کوي او د هغه مرګ د خپلې ډلې دپاره "یوه لویه ضایعه" بللې ده. طالبانو د مارچ په ۲۶مه، د افغانستان په شمالي ولایت، بلخ کې د داعشیانو خلاف عملیات وکړل او مولوي محمد یې ووژلو. په ورته وخت کې، د طالبانو استخباراتي ادارې د اتوار/یکشنبې په ورځ هم خبر ورکړ چې د عین الدین محمد په نوم د داعش-خراسان ډلې یو اهم غړی یې ګرفتاره کړی دی. د طالبانو استخباراتي ادارې یوه وېډیو هم خپره کړې چې په کې په مبینه توګه ګرفتار شوی شخص، اقرار کوي او وایي چې تېره میاشت یې د افغانستان په شمال کې د مهمو حملو په انتظام کې مرکزي کردار درلود. په دې حملو کې یوه یې هغه ښودل شوې چې د بلخ د ولایت په دفتر کې ځانمرګې چاودنه وشوه او د طالبانو والي په کې ووژل شو. عین الدین محمد په مبینه توګه اقرار کړی چې ګني داعش-خراسان په ایران کې هغه برتي کړی و. طالبان وایي چې دوی د داعش ډلې سرسخته دښمنان دي او ګني د هغې ډلې خلاف یې ګڼ شمېر عملیاتونه کړي او هغوی یې چقولي دي، مګر د طالبانو زیاتره دغه رپوټونه په آزاده توګه تصدیق کېدلی نشي. د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد تېره هفته د وي او اې اشنا ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل، د هغه وخته چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې طالبانو د افغانستان واک اختیار په لاس کې اخېستی دی، د هغو ځواکونو تر یو زر و اووه سوه (۱۷۰۰) پورې د داعش-خراسان ډلې کسان نیولي او بندیان کړي، او قریب یوولس سوه (۱۱۰۰) نور یې ورته وژلي دي. دا اوس ممکنه نده چې آزادې ذرائع دې د طالبانو دغه دعوې تصدیق کړي. ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې چې د ګل/دوشنبې په ورځ د دوی د سرکاري ټي وي د لارې خپره شوه، د امریکا وروستي بیانونه یې رد کړل کوم چې وایي داعش-خراسان په افغانستان کې زور اخېستی او دا به وکولی شي چې د افغانستانه بهر حملی وکړي.  مجاهد دا صرف پروپګېنډې وبللې، خو د کوم ځانګړي ملک نوم یې په کې وانخېست.   دا رپوټ په اصل کې د وي او اې خبریال ایازګل په انګریزي ژبه د وي او اې په وېب سایټ ته لیکلی دی.

03.04.2023 ډیوه

ټرمپ د جنايي جرمونو د تور په تړاو محکمې ته د حاضرېدو دپاره نیویارک ته ورسېد

د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن دوشنبې اپریل ۳ (وري ۱۴) په فلوریډا کې له خپل کور څخه نیویارک ښار ته ولاړ چیرې چې ټاکل شوې هغه د سه شنبې په سهار ځان امنیتي مسولینو ته له تسلیمولو وروسته پر نوموړي باندې د لګول شویو جنايي تورونو په تړاو محکمې ته حاضر شي.

03.04.2023 امریکا غږ

هند کې د حزب اختلاف مشر راهول ګاندي د بدنامۍ په قضیه کې د اپیل درخواست وکړ

واشنګټن  - د هندوستان یو عدالت د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي ته د دوه کاله قید اورول شوې سزا ځنډولې او د بدنامۍ یا هتک عزت په یوه مقدمه کې یې د هغه په اپیل باندې د غور کولو فیصله کړې ده. د بدنامۍ په دې قضیه کې، د دوه کاله قید د سزا ترڅنګ، راهول ګاندي په داسې حال کې د عدالت په حکم په پارلېمان کې نااهله ګرځول شوی چې عمومي انتخابات په آینده کال کې ترسره کېدونکي دي. راهول ګاندي د ګل/دوشنبې په ورځ [د اپرېل په ۳مه] په داسې حال کې چې خور یې پریانکا وردا او د کانګرس ګوند څو تنه جګپوړي غړي هم ورسره و، د هند د ګجرات ایالت یو عدالت ته حاضر شو او د خپلې سزا په اړه یې د اپیل خواست وکړ. عدالت فیصله وکړه چې د هغه په درخواست به د اپرېل په دیارلسمه اورېدنه کوي. ګاندي ته د قید سزا په دې دلیل اورول شوې چې هغه په ۲۰۱۹ کال کې د انتخاباتو په یو جلوس کې متنازعه بیان کړی و او ویلي یې و، "ولې د ټولو غلو نوم مودي دی؟" او بیا یې د وزیراعظم نرېندرا مودي ترڅنګ، د دوه مفروره تاجرانو، لالېت مودي او نیراو مودي نومونه هم د مثال په توګه یاد کړي و. په دې بیان باندې، په ګجرات کې د بهارتیا جېناتا پارټۍ سره متعلق یو قانون ساز چې نوم یې پورنېش مودي دی، د بدنامۍ مقدمه درج کړه او دعوه یې وکړه چې راهول ګاندي پخپلې خبرې سره د ټولو هغو کسانو هتک عزت کړی چې نوم کې یې د مودي لفظ موجود دی. د هندوستان د قوانینو په بنیاد، که د پارلېمان کوم ممبر ته عدالت په کومه قضیه کې د دوه یا د دوو نه زیاتو کلونو قید سزا واوروي، نو هغه د پارلېماني څوکۍ نه نااهله ګرځول کیږي. د دې نه علاوه، که د راهول ګاندي دا سزا ملتوي او یا هم فسخه نشي، نو مهمه دا ده چې هغه به د آینده کال په عمومي انتخاباتو کې د یو امیدوار په توګه سیالي ونشي کړلی. هندوستان کې عدالتي کاروایانې ډېرې سوکه مخ ته ځي، او دې ته په کتو سره څېړونکي وایي چې ګاندي به کلونه کلونه په دې قضیه کې په عدالتونو ګرځي. د پارلېمان نه د اېستل کېدو نه پس، راهول ګاندي وویل چې هغه د مودي او د ستر سرمایه کار ګاتم اډاني په تعلقاتو باندې پارلېمان کې سنجیده پوښتنې راولاړې کړې وې، نو ګني د همدې وجې هغه هدف ګرځول شوی دی. کانګرس پارټي او نور احزاب اختلاف دعوه لري چې د راهول ګاندي په خلاف د بدنامۍ د قضیې درج کېدل، سیاسي مقصد لري او د دې اقدام په غندلو یې، هغه په جمهوریت باندې یو یرغل بللی دی. واکمن ګوند بي جې پي دا دعوې ردوي او وایي چې ګاندي ته د قانوني پروسې ترمخه سزا اورول شوې ده.

03.04.2023 ډیوه

امریکا د غږ له لارې د ناروغانو په درملني کار کوي

د امریکا د حکومت لخوا تمویل شوې یوه پروژه په زرګونه غږونه ددې لپاره راټولوي چې د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته د د ناروغیو د تشخیص لپاره یې وڅېړي.

03.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.04.2023 امریکا غږ

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

03.04.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more