فرانسوي فوټبالر د روژې نیولو په خاطر له لوبې ایستل شوی
د فرانسې د غوره لیګ فوټبال په سیالیو کې د نانت لوبډلې د یکشنبې په ورځ اپریل ۲ (وري ۱۳) وروسته له هغه ۳-۰ ماتې وخوړه چې خپل مسلمان لوبغاړی جاوین هاجم یې د روژې نیولو په خاطر له لوبې وایست.
طالبانو له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته کړه
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي چې انفرادي حساب لرونکي کولی شي تر دې وروسته په اونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر چې (۵۰زره افغانۍ) کیږي له خپلو بانکي حسابونو څخه وباسي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره: افغانستان کې د خپلو نیول شویو اتباعو په اړه په خبرو بوخت یو
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره سویلا براورمن وايي چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د طالبانو له لوري د دریو نیول شویو بریتانویانو په اړه په مذاکراتو بوخت دی.
عمران خان وايي حکومت يې په زرګونو پلویان ګرفتار کړي دي
شهباز شریف او د هغه مرستیالان وايي عمران خان د احتساب نه ځان بچ کول غواړي او د عمران خان حکومت د پاکستان د موجوده اقتصادي مسلو ذمه وار بلي
روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې یې ۱۸۲ بېړني صحي مرکزونه جوړ کړي
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیايي مرستو د دوام په اړه خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې تازه یې په ټول هیواد کې ۲۷۱ روغتیايي مرکزونه او وینې بانکونه په روغتیايي وسایلو سمبال کړي دي.
افغانستان کې د داعش د ګواښ په اړه د لوېدیځ له اندېښنو سره سره، طالبان داګواښ کم اهمیته ګڼي
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد داعش په افغانستان کې یوه ځپل شوې ډله بولي، خو وايي چې د دغه ډلې بریدونه په دغه هیواد کې یونیم سلنه امنیتي ستونزې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ويلي، د اسرایل سره یې هیڅ تجارت نه دی شوی
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سپيناوی کړی چې د پاکستان او اسرايل ترمنځ هیڅ تجارت نه دی شوی. د سوداګرۍ وزات په ټویټر ویلي، د پاکستان د اسرايل سره سفارتي اړيکې نشته او نه ورسره تجارت کوي.
داعش خراسان په پېښور کې د سيکهـ او مسيحي د وژلو زمه وارۍ منلي
داعش خراسان ډلې په پېښور کې د سيکهـ دوکاندار او يو مسيحی د وژلو زمه وارۍ منلي دي. څيړونکي وايي په پاکستان او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې د داعش خراسان خطره موجوده ده او ياده ډله د دغه ډول بريدونو د لارې د خپلې موجودګۍ څرګندونه کوي.
پاکستان ويلي، د چين سره د خنجراب لاره درې کاله وروسته بيا پرانستل شوه
پاکستان ويلي، د چین سره تجارتي لاره خنجراب درې کاله وروسته بيا پرانستل شوې او وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د خنجراب پرانستو سره د چين، پاکستان اقتصادي راهدارۍ [سي پېک] د رفتار تېزولو په وړاندې بل خنډ لرې شو.
نیویارک کې د ټرمپ ځان سپارلو ته چمتوالی نیول کیږي
پداسې حال کې چې ټاکل شوې د راتلونکې سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د نیویارک په ښار کې محکمې ته حاضر شي، د دې ښار پولیسو د ټرمپ ټاور او منهاټن ناحیې جنایي محکمې شاوخوا سړکونه بند کړي او د اوسپنو خنډونه یې ځای پر ځای کړیدي.
پاکستان وایي اسرائیل ته یې صادارت ندي کړي
وروسته تر هغه چې یو پاکستاني یهودي تیره اوونۍ په ټویټر کې ولیکل چې د لومړي ځل لپاره یې د اسرائیل بیت المقدس او هیفا ښارونو ته خوراکي مواد صادر کړي، پاکستان نن یکشنبه مارچ ۲ (کب۱۳) دا اوازې رد کړلې او وایي د اسرائیل سره یې پالیسي نده بدله شوې.
په افغانستان کي پیدا شوی د هند مشهوره کرکټ لوبغاړی سلیم دراني د 88 کلونو په عمر مړ شو
واشنګټن - د هندوستان پخوانی آل-راونډر سلیم دراني چې یو وخت کې د مېچونو په ګټلو مشهوره و، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ [د اپرېل په ۲مه] د اته اتیا (۸۸) کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. سلیم عزیز دراني په کال ۱۹۳۴ کې د افغانستان په سرښار کابل کې نړۍ ته راغلی و او بیا هند ته ولاړ او په ګجرات ایالت کې مېشت شو. دراني د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ د هندوستان دپاره نهه وېشت (۲۹) تېسټ لوبې وکړې او هغو کې یې دوولس سوه و دوه (۱۲۰۲) رنزونه جوړ کړي و او پنځه اویا (۷۵) وېکېټې یې اخېستې وې. هغه د شپږیزو په وهلو هم ډېر مشهوره و. د اي اېس پي اېن وېب سایټ خبر ورکړی چې سږ کال په جنوري میاشت کې سلیم دراني غورځېدلی و او د ورانه هډوکی یې مات شوی و چې له دې امله یې آپرېشن کړی و. د هند وزیراعظم نرېندرا مودي، سلیم دراني په مړینه خفګان څرګند کړی او هغه ته یې خراج تحسین پېش کړی دی. مودي پخپل ټوېټر لیکلي دي: "هغه [سلیم دراني] د کرکټ په نړۍ کې د هند په پیاوړي کېدو کې یو اهم کردار درلودلی دی. د لوبې د مېدان دننه او بهر، هغه د خپل [ځانګړي] سټایل له مخې پېژندل کېدلو. په مړینه یې ودردېدلم. د هغه کورنۍ او ملګرو ته تعزیت وایم. اروا دې ښاده وي." په نوې ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي هم د سلیم دراني په مړینه د غمشریکۍ پیغام خپور کړی او پخپل ټوېټر یې لیکلي دي: "د کرکټ د یو ستر لېجنډ سلیم دراني د مړینې د خبر په اورېدو ډېر خواشینی شوم. دغه پخوانی آل-راونډر، د هند د ټېسټ مېچونو یوازېنی لوبغاړی و چې په افغانستان کې زېږېدلی و. درانی، چې پیدایش یې په افغانستان کې شوی و، په ګجرات کې مېشت و او د هند په ۲۹ ټېسټ مېچونو کې ولوبېد. د هغه کورنۍ او ملګرو سره د زړه له تله غمشریکي کوم." سلیم دراني اولنی کرکټ لوبغاړی و چې د ارجونا اېوارډ ورکړل شو. ارجونا د هند تر ټولو اعلی دویم نمبر اېوارډ دی چې د سپورټس په برخو کې ورکولو کیږي. د هند د کرکټ ټیم پخواني کوچ، راوي شاستري ویلي چې سلیم دراني "د هند تر ټولو رنګین کرکټ لوبغاړی و." د هند د کرکټ بورډ سېکرېټري جی شاه ویلي چې سلیم درانی "د هند د کرکټ د تاج یو زېور و."
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)