شاته

ټرمپ د جنايي جرمونو د تور په تړاو محکمې ته د حاضرېدو دپاره نیویارک ته ورسېد

د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن دوشنبې اپریل ۳ (وري ۱۴) په فلوریډا کې له خپل کور څخه نیویارک ښار ته ولاړ چیرې چې ټاکل شوې هغه د سه شنبې په سهار ځان امنیتي مسولینو ته له تسلیمولو وروسته پر نوموړي باندې د لګول شویو جنايي جرمونو د تور په تړاو محکمې ته حاضر شي.

ټرمپ د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر دی چې د جنایي تورونو په تړاو محکمې ته حاضریږي. پر نوموړي تور دی چې د بربنډو فلمونو یوې کارکوونکې ته یې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو پر مهال نغدې پیسې ورکړي.

د ټرمپ مدافع وکیل، جو ټاکوپینا، ویلي چې نوموړی په محکمه کې د حاضرېدو دپاره تیار دی. ټاکوپینا د اې.بي.سي تلویزیون ته وویل چې هیله من دی چې له محکمې ژر ووځي. نوموړي زیاته کړه: "چېرې چې مونږ به د معمول په څیر د قاضي په وړاندې دریږو، او وایو به چې پړه نه یوو. مونږ خپل کارونه تنظیموو او د نورو موندنو لپاره مخکې ځو."

ټاکوپینا پدې باور دی چې قضاییه ډيره کمزورې او سیاسي مقاصد يي ترشا دي، خو د قاضي د بې پرې توب په اړه يي د ټرمپ اندېښنې شریکې نکړې. هغه وویل: "ایا زه فکر کوم چې قاضي بی طرفه ندی؟ البته نه. ما چې د قاضي سره هیڅ ډول خبرې ندي کړي، نو څنګه کولی شم دا تصور وکړم چې هغه بی طرفه نه دی."

ټرمپ پر څارنوال الوین براګ چې د هغه خلاف یې دا قضیه درج کړې، هم سخت انتقاد کړی. د نیویارک په منهاټن کې پخوانی څارنوال سایروس وینس د ان.بي.سي تلویزیون په خپرونه کې وویل چې دا نیوکې ښایي متقابل عکس العمل ولري.

وینس وویل: "که د قاضي په مخ کې د حکومت په فعالیتونو کې مداخله، یا اخطار یا بل ډول اضافه خبره مو وکړه، دا د هغې قضیې په اړه د منصفه پلاوي ذهن بدلولی شي چې غور پری کوي."

د ټرمپ بل مدافع وکیل جیم ټرسټي، د فاکس نیوز ته وویل: "فکر کوم دا به یو قاضي ته ډيره ګرانه وي چې د یو داسې کس په اړه حکم ورکړي چې غواړي جمهوري ریاست ته کاندید شي. فکر کوم دا به پدې هیواد ډیر ژور اغیز وکړي."

د ټرمپ مدافع وکیل وویل، محکمې ته د نوموړي د حاضرېدو په خاطر په نیویارک کې د محکمې دننه او شاوخوا ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دا قضیه په داسې وخت کې راسپړل شوې چې ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره کمپاین پیلوي.