شاته

د داعش-خراسان مشر په یو مبینه غږیز پیغام کې وایي چې دې ډلې ته سخت نقصانونه اوړېدلي دي

واشنګټن - د طالبانو طرفداره یوې سرکاري رسنۍ یو غږیز پیغام خپور کړی چې په هغه کې، په مبینه توګه د داعش-خراسان ډلې مشر خبرې کوي او دا مني چې په دې وروستو کې هغې ډلې ته سخت نقصانونه رسېدلي دي.

په دې پیغام کې چې د سوشل مېډیا د لارې خبریالانو سره شریک شوی، یو شخص چې خپلو وګړو ته په پښتو ژبه خبرې کوي او د طالبانو رسنۍ هغه د داعش خراسان ډلې مشر شهاب المهاجر بللی دی، وایي: "یقیني وروڼو، همدغسې د ګوتو په شمار مشران مونږ سره پاتي، همدغسې سختي مونږ ته راروانه ده، والله."

په پیغام کې دا هم اورېدل کیږي چې دغه شخص په سرښار کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د داعش خراسان خلاف د طالبانو په وروستو عملیاتو کې د دې ډلې د اهمو مشرانو د وژل کېدو په اړه خبرې کوي.

دا غږیز پیغام د المرصاد خبرې ادارې خپره کړې او طالب چارواکي وایي د المرصاد سرکاري رسنۍ یې ددې دپاره جوړه کړې چې د داعش-خراسان ډلې د پروپګېنډې مقابله وکړي.

د داعش-خراسان ډلې لخوا د دغه غږیز پیغام په اړه چې د هغې ډلې مشر ته منسوب ګرځول شوی، پخپلې دې ډلې تر اوسه څه غبرګون ندی ښودلی.

وي او اې په آزاده توګه دا تصدیق نشي کولی چې په پیغام کې ویناوال شخص به څوک وي.

د طالبانو امنیتي ذرائعو وي او اې ته ویلي چې دا غږیز پیغام د شهاب المهاجر دی، چې اصلي نوم یې ثناء الله غفاري ښودل شوی او ویل کیږي چې د کابل اوسېدونکی دی.

په سوېډن کې مېشت د سختدریځه اسلامي ډلو په اړه آزاد څېړونکی عبدالسعید وایي چې د داعش ذرائعو تر اوسه د المهاجر هېڅ غږیز یا صوتي پیغام نه و خپور کړی.

عبدالسعید د طالبانو له اړخه د دې تازه غږیز پیغام د خپرېدو په باب وویل: "د هغه آواز په کابل کې د هغه د متعلقه سیمې د لهجې سره مشابهت لري، مګر هغه د افغانستان د شمال ختیځ ولایت کونړ یا پاکستان کې د ګاونډي قبایلي سیمو د لهجو کلمات استعمالوي."

عبدالسعید وي او اې ته په یو لیکلي تبصرې کې زیاته کړې: "دویم دا چې، دغه غږیز پیغام، ځمکني حقایق څرګندوي. د طالبانو استخباراتي ادارې په دې وروستو کې د داعش-خراسان ډلې څو تنه اهم کمانډران ووژل، او المهاجر په افغانستان کې د مشرتابه د ضایع کېدو په اړه فکرمندي څرګندوي."

سعید دا هم وویل چې المهاجر پخپلو خبرو کې د داعش-خراسان د یو وژل شوي کمانډر، مولوي محمد یادونه هم کوي او د هغه مرګ د خپلې ډلې دپاره "یوه لویه ضایعه" بللې ده. طالبانو د مارچ په ۲۶مه، د افغانستان په شمالي ولایت، بلخ کې د داعشیانو خلاف عملیات وکړل او مولوي محمد یې ووژلو.

په ورته وخت کې، د طالبانو استخباراتي ادارې د اتوار/یکشنبې په ورځ هم خبر ورکړ چې د عین الدین محمد په نوم د داعش-خراسان ډلې یو اهم غړی یې ګرفتاره کړی دی.

د طالبانو استخباراتي ادارې یوه وېډیو هم خپره کړې چې په کې په مبینه توګه ګرفتار شوی شخص، اقرار کوي او وایي چې تېره میاشت یې د افغانستان په شمال کې د مهمو حملو په انتظام کې مرکزي کردار درلود. په دې حملو کې یوه یې هغه ښودل شوې چې د بلخ د ولایت په دفتر کې ځانمرګې چاودنه وشوه او د طالبانو والي په کې ووژل شو. عین الدین محمد په مبینه توګه اقرار کړی چې ګني داعش-خراسان په ایران کې هغه برتي کړی و.

طالبان وایي چې دوی د داعش ډلې سرسخته دښمنان دي او ګني د هغې ډلې خلاف یې ګڼ شمېر عملیاتونه کړي او هغوی یې چقولي دي، مګر د طالبانو زیاتره دغه رپوټونه په آزاده توګه تصدیق کېدلی نشي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد تېره هفته د وي او اې اشنا ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل، د هغه وخته چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې طالبانو د افغانستان واک اختیار په لاس کې اخېستی دی، د هغو ځواکونو تر یو زر و اووه سوه (۱۷۰۰) پورې د داعش-خراسان ډلې کسان نیولي او بندیان کړي، او قریب یوولس سوه (۱۱۰۰) نور یې ورته وژلي دي.

دا اوس ممکنه نده چې آزادې ذرائع دې د طالبانو دغه دعوې تصدیق کړي.

ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې چې د ګل/دوشنبې په ورځ د دوی د سرکاري ټي وي د لارې خپره شوه، د امریکا وروستي بیانونه یې رد کړل کوم چې وایي داعش-خراسان په افغانستان کې زور اخېستی او دا به وکولی شي چې د افغانستانه بهر حملی وکړي. مجاهد دا صرف پروپګېنډې وبللې، خو د کوم ځانګړي ملک نوم یې په کې وانخېست.

دا رپوټ په اصل کې د وي او اې خبریال ایازګل په انګریزي ژبه د وي او اې په وېب سایټ ته لیکلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00