ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پوټین په یو ناڅاپي سفر د اوکراین قبضه شوي ښار ماریوپول ته تللی دی

واشنګټن  - د روس سرکاري خبري ادارې (تاس) نن د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ولادیمیر پوټین په یو ناڅاپی سفر اوکراین کې د روس د قبضې لاندې ماریوپول ښار ته تللی دی. خبر زیاتوي چې دا غیراعلانیه سفر، د خالي ورځې په ماښام شوی دی. حکومتي رسنۍ یوه وېډیو هم جاري کړې ده چې په کې د روس صدر ولاډیمیر پوټین د ماښام د طرف نه په سړکونو باندې پخپله ګاډی چلوي، ځینو خلکو سره خبرې کوي، او بیا د ځینو ودانیو لیدو ته ځي. پوټین پرون د خالي/شنبې په ورځ د کریمیه جزیره نما ته تللی و چې روس سره د هغې سیمې د یوځای کېدو نهمه کلیزه ولمانځي. روس کریمیه اوس خپله خاوره ګڼي، خو په نړېواله کچه هغه د اوکراین سیمه بلل کیږي. د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي مطالبه کړې ده چې روس دې هم د کریمیه جزیره نما څخه او هم د ټولو هغو سیمو څخه ووځي کوم چې په څه باندې یو کال پوځي یرغل کې یې قبضه ورباندې لګولې ده. د تېرې جمعې په ورځ د جرمونو عالمي عدالت (آئي سي سي) د پوټین د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړ او هغه یې تورن کړ چې د یرغل په مهال د اوکرایني ماشومانو په اغواکولو کې په ذاتي توګه ذمه وار دی. یاده دې وي چې صدر پوټین، کریمیه ته د خپل سفر په مهال یو آرټ سنټر او د ماشومانو یو سنټر ته هم ولاړلو. په ورته وخت کې د برطانیې دفاع وزیر د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل روزانه استخباراتي رپوټ کې وویل، د روسانو له اړخه د اوکراین د زاپورېژیا اوبلاست صوبې د مرکز بدلول او میلیټوپول یې مرکز ګرځول، دا څرګندوي چې روسي عسکر به په نږدې آینده کې د اهمو اهدافو د نیولو خیال ونکړي. روس چارواکو د مارچ په درېیمه نېټه د یو حکم اعلان وکړ چې تر څو روسان د زاپورېژیا ښار باندې ولقه لګوي، نو مېلیټوپول دې د زاپورېژیا اوبلاست عرضي مرکز وي. زاپورېژیا د جګړې د اوسني محاذ نه قریب پنځه دېرش کلومټره لېرې پروت دی او په دې جګړې کې تر اوسه هېڅکله روسانو ندی قبضه کړی. پوټین په تېر سپټمبر میاشت کې د اوکراین څلور صوبې چې زاپورېژیا اوبلاست هم په کې شاملیږي، د روس هېواد د خاورې برخې وګرځولې.

19.03.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

19.03.2023 امریکا غږ

په بلوچستان صوبه کې بارانونو لس تنه مړه کړي - په ژوب کې اوبو وړی يو تن لا هم ورک دی

بلوچستان  -   د لېويز چارواکو په وينا، د خالي/شنبې په ورځ د بلوچستان صوبې د اواران سیمې په تحصیل جهاو کې په ګاډي کې سپاره 8 تنه اوبو وړي دي.   د لېویز د چارواکو په خبره، په پېښه کې مړه شوي اته واړه کسان د يوې کورنۍ و چې ماشومان هم په کې شامل دي. وايي د باران له اورېدو سره په ياده سيمه کې خوړ راغلی چې د اغېزمنې کورنۍ موټر په خړو اوبو ګډ شوی او په کې سپاره اته کسان يې له ځانه سره وړي دي. وروسته د دې کسانو جسدونه په بېلا بېلو سيمو کې موندل شوي او کورنۍ ته يې سپارل شوي دي. د ضلع ژوب د لېويز چارواکو په وينا، دوه ورځې وړاندې د جمعې په وﺭځ د ژوب دېره ګۍ سيمه ته نېږدې د باران اوبو دوه تنه وړي چې د يوه مړی يې موندل شوی او د مسعود خان په نامه  پنځلس کلن ځوان لا هم ورک دی چې د موندنې عمليات يې روان دي. د چاﺭواکو په وينا چې يادو کسانو هلته غواوې او مېږې پوولې چې د باﺭان اوبو یووړل. د بلوچستان وزیراعلی میرعبدالقدوس بزنجو په اواران کې د مړه شوو له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده. هغه د اوران چارواکو ته امر کړی چې له اغېزمنې کورنۍ سره دې هر ډول  مرسته وشي او د بارانونو له کبله بندې لارې دې  د خلګو د تګ راتګ لپاره خلاصې وساتلی شي. د یو بل خبر ترمخه، چارواکي وایي چې تازه شوې ږلۍ د صوبې په پښتني سيمو کې کښت و کروندو ته په لويه کچه زيان رسولی چې حکومت يې په تفصيل راټولول وبوخت دی. د افتونو پر وخت مرستندويه صوبايي ادارې - پي ډي ايم اې - رپورټ دی چې د جمعې او خالي/شنبې په ورځ د بلوچستان د سرښار کوئټې په شمول په بېلا بېلو پشتون او بلوڅ مېشتو سیمو - اواران، کېچ، ګوادر، ژوب، مسلم باغ، قلعه سیف الله، کاڼ مهترزي او زیارت - کې طوفاني بارانونه شوي او په زياتره  پښتني سيمو کې ږلۍ د خلکو کښت کروندو ته زيات زيان رسولی دی. د ادارې د چارواکي مقبول جعفر په وينا په زيارت، سنځاوی، مسلم باغ، قلعه سيف الله ، خضدار، اواران او ځينې نورو سيمو کې ږلې شوې ده. هغه وايي د غنمو کښتونو، د مڼو يا سېبو د ونو په ګډون ټولې ګل شوې ونو ته ﺯيات ﺯيان ﺭسېدلی دی، او د دوی اداره د شوي نقصان په اړه  پوره تفصيلي رپورټ جوړوي او له حکومت سره به يې شريکوي. وزیر اعلا قدوس بزنجو د موسمیاتو محکمې او پي ډي ايم اې ته هم امر کړی چې د موسمي حالاتو سره سم دې د سفر کوونکو لپاره لارښوونې او د پوهاوي چارې اعلان کړی شي او د ټولو ضلعو مرستیال کمشنران دې د موسم په اړه خلکو ته خبرتيا ورکوي. د کوټې په سردار بهادرخان پوهنتون کې استاده او چاپېريال پوهه نيلوفر جميل وي او اې ډيوه ته د ټيلي فون د لارې وويل، "د پسرلي يا بهار بارانونه دي، دا له اوله توقع وه چې کېده به. د دې بارانونو ګټه او تاوانونه دواړه وي، خو چې کومه ږلۍ شوې هغې په زياته کچه تاوان ځکه اړولی چې ونو ګلان نيولي و او ږلۍ هغه رژولي. دا د موسمي بدلون يا کلايمنټ چېنج برخه ده، خو زموږ د خلکو او حکومت پدې اړه کوم تياري نشته ځکه هم زيات تاوانونه کېږي". د پي ډي ايم اې رپورټ دی چې په بلوچستان کې د کال 2022 م په جون، جولايي او اګست په مياشتو کې د پشکال يا د وسې بارانونو او سېلابونو له کبله د ايالت 34 ضلعې اغېزمنې شوي دي.  رپورټ زیاتوي چې په  ايالت کې له  60 زره څخه  زيات کورونه په نيمايي او په پشپړه توګه نړېدلي دي، چې بيا رغونه يې پينځه سوه اربه روپۍ لګښت غواړي. پاکستان د سېلاب ځپلو او بيا رغونې لپاره له نړۍ څخه د مالي مرستو د غوښتنې غونډه د اقوام متحده په مرسته روان کال د جنورۍ کې کړې وه چې په کې تر څلوېښتو زیات ملکونو نمايندګانو ګډون کړی وو. د یادې غونډې پس د پاکستان وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف ويلي وو د جنېوا په غونډه کې د9.7 ډالرو مرستو ژمنې ورسره شوې چې هم دغو پیسو به بيا د سېلاب ځپلو د بحالۍ کارونو باندې ولګول شي. خو د زياترو سيمو اغېزمن لا هم له حکومته ګله من دې چې مرستې ورسره ندي شوې.

19.03.2023 ډیوه

پوتین له اوکراین څخه نیول شوي‌ ماریول ته سفر کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین نن یکشنبه مارچ ۱۹ (کب۲۸) ماریوپول ته،‌ چې په جګړې کې یې له اوکراین څخه نیولی، سفر کړی دی.

19.03.2023 امریکا غږ

بنگله دېش کې د بس د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي دي

واشنګټن  - د بنګله دېش پولیس وایي، د هغه هېواد په مرکزي سیمه کې یو تېزرفتاره بس د لویې اکسپرس وې نه اوړېدلی او یوې کندې ته غورځېدلی چې په دې پېښه کې لږ تر لږه نولس (۱۹) کسان مړه او لسهاوو نور زخمیان شوي دي. دا پېښه د بنګله دېش په شېبچار علاقه کې مخې ته راغلې، او د هغې علاقې د پولیسو یو مشر، انور حسین ویلي چې د ځينو زخمیانو حال خراب دی او شاید چې د مړیو شمېر د نهو نه هم زیات شي. شېبچار د سرښار ډهاکې نه اتیا (۸۰) کلومټره لېرې پرته ده. د پولیسو مشر، انور حسین زیاته کړه چې بس کې د څلوېښتو نه زیات مسافر سپاره و او چې کله په تېز رفتار سره د پدما سیند په سر نوي پول باندې تېرېده، نو د سړک د رېلنګ نه واوړېد او په یوې کندې کې چې نهه (۹) متره ژوره وه، ولوېد. حسین دا هم وویل چې داسې ښکاري اول کې د بس ټایر چاودلی وي او د هغه نه پس ډرائیور د بس اختیار له لاسه ورکړی او پېښه رامنځ ته شوې ده. په دې لړ کې پخپله د بس ډرائیور هم مړ شوی دی. د پولیسو مشر وویل چې د پېښې د څرنګوالي په هکله تحقیقات جاري دي. په بنګه دېش کې د ګاډو حادثې معموله خبره ده، او اکثره واقعاتو کې د ډرائیورانو بې پروایي، د ګاډو زوړوالی او د تحفظ د قوانینو خیال نه ساتل یې اهم وجوهات دي. د بنګله دېش د ګاډو په حادثاتو کې هر کال په زرهاوو کسان مړه کیږي. په کال ۲۰۱۸ کې، کله چې د دوو تنکیو ځوانونو د مرګ په حوالې سره بنګله دېش کې پراخې مظاهرې وشوې، د وزیراعظمې شیخ حسینې حکومت مجبوره شو چې د بې پروا ګاډي چلولو په پېښو کې د خلکو د مړه کېدو عاملینو ته د قید سزا موده، پنځه کلونو ته لوړه کړي. مخکې تر دې په داسې پېښو کې د ډرائیور سزا درې کاله قید و.

19.03.2023 ډیوه

هند د یو جلاغوښتونکي سیک مبلغ په لټون کې په لسګونو کسان نیولي 

په هند کې د سکانو د یو سخت دریځه مبلغ لټون د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۸) د دوهمې ورځې لپاره دوام درلود او مقاماتو په ټول پنجاب ایالت کې موبایل انټرنیټ بند کړی او ددغه جلاغوښتونکي سک ۷۸ ملاتړي یې نیولي دي. 

19.03.2023 امریکا غږ

اېچ ار سي پي: په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو اوسېدونکي د سختې مايوسۍ ښکار دي

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ويلي، په خېبرپښتونخوا کې د لوړې کچې د حقیقت موندنې ماموریت پای ته په رسېدو معلومه شوې چې "په ‏صوبه کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو اوسېدونکي د سختې مايوسۍ ښکار دي، او اوس هم په تمه دي چې رياست به دغه علاقې قامي چوکاټ ته راولي".‏

19.03.2023 ډیوه

د پښتنو په قبایلي سیمو کې د سرشمېرنې عمل څنګه روان دی؟

د افغانستان پولې ته نزدې د کرمې ضلعې سر وکۍ کلي کې، قریب څلوېښتو کورنيو چې ویل یې د بنیادي سهولیاتو د نه درلودلو په احتجاج کې د سرشمېرنې په پروسه کې د اندراج نه انکار کوي، د ضلعې انتظامي چارواکو ورته د سرشمېرنې ګټي په ګوته کړې او هغه کورنۍ یې اندراج ته آماده کړې. د ملک نورو برخو په څېر په قبايلي ضلعو کې هم د کورونیو او وګړو د سرشمېرنې عمل د تېر مارچ میاشتې نه پیل شوی دی. په پاکستان کې دا اوومه سرشمېرنه روانه ده، خو دا ځل یې فرق دا دی چې ډیجيټل سرشمېرنه کیږي. تر دې وړاندې، آخري سرشمېرنه په کال دوه زره اولسم (۲۰۱۷) کې شوې وه. د قبايلي ضلعو خلکو ګيله کوله چې د دوی ابادي فقط پنځوس لاکه ښودل شوې کومه چې د اصل ابادۍ نه ډيره کمه ده. د بره کرمې ضلعې اسسټنټ کمشنر امير نواز وايي دوی خلک په دې پوهه کوي چې سرشمېرنه کې برخه اخېستل د راتلونکي پرمختيايي کارونو د پاره ډېر مهم دي. امیر نواز وي او اې ډیوه ته وویل: "ځینې کورنۍ وې چې هغو ته مونږ قناعت ورکړ او هغو ته مو د دې سرشمېرنې اهمیت وښودلو چې دا ستاسو مستقبل دی، ستاسو د آینده نسلونو مستقبل دی. نو الحمدلله هغو خپل تعاون شورو کړو. او په دې پوره سیمه کې، اول ځل خلکو پوره مرسته د لفظونو نه بهر ده." د سرشمېرنې د ټيمونو غړي وايي د اندراج نه د انکاري خلکو شمېر ډير کم دی، خو په قبايلي ضلعو کې اکثر له سړي د کورونو نه بهر دي، او د ځايي رواياتو له وجې ښځې، ټېمونو ته معلومات نه ورکوي او اکثره معلومات په کور کې موجود د لوی ماشوم نه اخلي. په سرشمېرنه کې د بنيادي اسانتياو د نشوالي په سر د انکار تر څنګ، ځېني خلک د معلوماتو پټولو په غرض هم خپل اندراج نه کوي. خو په کرمه کې د سر شمېرنې ضلعي مشر سيد جواد حسین وايي دوی چې کوم معلومات راټولوي، هغه د پاکستان رياست سره محفوظ وي او خلک دې په ډاډه خپل ټول معلومات شريک کړي. قبايلي ضلعو کې زياتره سيمې د بنيادي آسانتیاوو نه محرومه دي. چارواکي وايي که د دې سيمو خلک په سرشمېرنه کې پوره برخه واخلي، آینده کې به د دغو معلوماتو په بنیاد، د هغو په کلیو او علاقو کې ترقیاتي کارونه کیږي.

19.03.2023 ډیوه

کېنېډا د شام او ترکیې خلکو دپاره د مهاجرت چارې آسانه کوي

(اې اېف پي)  - کېنېډا د ترکیې او شام د هغو شهریانو دپاره چې د وړاندې نه کېنېډا ته رسېدلي دي، هلته کې د مهاجرت د قانوني حیثیت لارې چارې آسانه کوي او په دې اړه یې د خالي/شنبې په ورځ یو ګام اوچت کړ. دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې تېره میاشت په ترکیه او شام کې د سختې زلزلې له امله څه باندې پنځوس زره کسان مړه شول. هغه زلزله چې قوت یې ۷.۸ درجې و، د فرورۍ په شپږمه، په ترکیې کې څه باندې پنځه څلوېښت زره او په ګاونډي هېواد شام کې یې هم زرهاوو کسان مړه کړل او په لکهاوو ودانۍ یې تباهې کړې. د کېنېډا د مهاجرت، ریفیوجیز او سېټيزنشپ د چارو وزیر شان فرېز وویل: "کېنېډا ژمنه ده هغو کسانو ته چې د ترکیې او شام په تباه کنه زلزله کې ځپل شوي دي، امداد ورسوي." د کېنېډا د حکومت تازه اقداماتو ترمخه، د مثال په ډول، د ترکیې او شام شهریان به وکولی شي کېنېډا کې د کار اجازت نامې دپاره درخواست ورکړي. په دې اجازت نامو سره بهرني وګړي کولی شي د یوې ځانګړې مودې دپاره کېنېډا کې د کوم آجر دپاره کار وکړي. ښاغلي فرېزر د خالي/شنبې په ورځ وویل: "نن مونږ داسې نوي اقدامات اعلانوو چې د ترکیې او شام شهریانو ته په کېنېډا کې او خپلو کورنیو سره پاته کېدل آسانه کوي او هغوی به وکړی شي په یو خوندي ماحول کې خپل کار او تعلیم ته دوام ورکړي." د کېنېډا د طرفه دا اعلان لس ورځې پس د هغه وشو چې ملګرو ملتونو د نړېوالې ټولنې نه وغوښتل چۍ د وروستۍ زلزلې نه وروسته دې د زلزله ځپلو سیمو شامي کډوالو ته د ځای او مرستې ورکولو عمل تېز کړي.

19.03.2023 ډیوه

په هندوستان کې افغان طالب علمې د سرو زرو مډال وګټلو او هغه یې د تعلیم نه محرومو افغانو جينکو ته وقف کړ

واشنګټن  - یوې اووه ویشت (۲۷) کلنې افغانې پېغلې، راضیه مرادي، د هندوستان په یو کالج کې د خپلې ماسټرۍ پروګرام کې د سرو زرو مډال ګټلې دی. راضیې مرادي د وي او اې سره مرکه کې ویلي چې کله یې دا مډال ترلاسه کړ، نو د وطن یادونه یې په ذهن کې تازه شول. هغه چې د افغانستان په بامیان ولایت کې لویه شوې ده، کله چې پخپل ولایت کې یې سبق ویلو، نو آینده ورته ډېره امید بخښونکې ښکارېدله. هغې به د ورځې کار کولو او د شپې به یې تعلیم کولو چې خپله بېچلر ډګري واخلي. مرادي وايي: "ژوند د سکون نه ډک او معمول روان و. ښځې په آزاده توګه پوهنتون ته تللی شوې. جېنکۍ لېواله وې چې سبق ووایي. کورنیو یې ملاتړ کولو او خپلې لورګانې یې تشویق کولې چې خپلې لوړې زده کړې پرمخ بوزي." دوه کاله وړاندې، راضیه مرادي د پبلک اېډمنسټرېشن په څانګه کې د ماسټرۍ اخېستلو دپاره، د یو سکالرشپ پروګرام د طریقه هند ته لاړه. هغه هم یو د هغو زرهاوو افغان طالب علمانو له ډلې څخه وه چې د طالبانو د اولې واکمنې د نسکورېدو (۲۰۰۱ کال) نه وروسته، په تېرو شلو کلونو کې په کالجونو او پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو دپاره هندوستان ته ولاړل. د زیاتره دغو ځوانو طالب علمانو غوندې، د راضیه مرادي مقصد هم دا و چې د تعلیم نه پس خپل وطن ته ستنه شي او د پالیسي سازۍ په برخه کې د خپلې ډګرۍ په ذریعه، یوه دنده ترلاسه کړي او د افغانستان په ترقۍ کې ونډه واخلي. خو کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان قبضه ولګوله، نو هرڅه یو دم بدل شول. د زیاتره نورو ښځو جېنکو غوندې، راضیه مرادي ته هم دا یره پیدا شوه چې ملک یې بېرته هغو تورو ورځو ته شاتګ کوي کوم چې یادونه یې د یو پخواني کهول په ذهن کې لا پاته و. همدا دلیل و چې کله په دې (مارچ) میاشت کې د هندوستان د ګجرات صوبې په ویر نمرد ساوټ ګجرات یونیورسېټۍ کې راضیه سټېج ته وختله چې د خپلې ماسټرۍ پروګرام کې د اعلی نمبرو د ګټلو په خاطر د سرو زرو مډال ترلاسه کړي، نو دا هم ورته د ډېر لوی فخر شېبه وه او هم د ژور خفګان شېبه. هغې وي او اې سره مرکه کې وویل: "زه دا کامیابي ټولو هغو ښځو ته وقف کوم چې د تعلیم دپاره هغه فرصت ورسره نشته کوم چې ما سره موجود دی. او زما غوندې جېنکۍ غواړي چې یو وخت دا فرصت په یو ډول دوی ته هم بېرته ورکړی شي. دا مډال د دې تصدیق کوي چې ښځې کولی شي هرڅه ترلاسه کړي." مرادي وویل، هغه ځان ته د تعلیم نه محرومو افغانو ښځو د نماینده په نظر ګوري. په ډسمبر میاشت کې، طالبانو ښځې او جېنکۍ پوهنتونونو ته د تګ نه هم منعه کړلې چې دا د هغو تعلیم باندې دویمه غټه پابندي وه. تر دې وړاندې، طالبانو د جېنکو ثانوي سکولونه هم بند کړي و، او د شپږم جماعت نه پس یې میلینونه جېنکۍ د سبق ویلو نه محرومه کړې وې. په تېر یو نیم کال کې چې طالبانو په افغانستان قبضه لګولې ده، ښځې د ګڼ شمېر کارونو څخه منعه کړی شوي دي، حجاب ورباندې جبري ګرځول شوی، او حق نلري چې د یو نارینه رشته دار نه بغیر سفر وکړي. پارکونو او جېمونو ته هم د ښځو جېنکو په تګ بندیز لګول شوی دی. د طالبانو سختدریځه اسلامي ډلې په دې توګه د ښځو حقونه او آزادۍ تروړلي دي. د راضیه مرادي غوندې افغان ښځو ته، ټول دا امیدونه چې طالبان به خپلې هغه اولې وعدې پرځای کړي او ښځو ته به آزادي ورکړي، اوس په خاورو برابر شوي دي. مرادي وایي: "داسې احساس کوم چې دننه نړېدلې یم. هر هغه څه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې شوي و، بیا تکراریږي. په هغه امید چې زه هند ته راغلې وم، هغه تباه شو. زه د ځان دپاره کومه روښانه آینده نشم لیدلی. نه پوهېږم چې زه به وکړی شم بېرته وطن ته لاړه شم او خپله کورنۍ وګورم او که نه. دا خیالونه همیش زما زړه خوري." کله چې افغانستان د ناکراریو ښکار و، د راضیې دپاره د ماسټرۍ پوره کول آسانه خبره نه وه. هغې سره د خپلې کورنۍ تشویش و، خو وایي کوشش یې کولو چې آرامه اوسي، ځکه څه یې د لاسه نه راتلل بغیر د دې چې د تعلیم د فرصت نه ګټه واخلي او په دې برخه کې د خپلې خوش قسمتۍ شکرګزاره اوسي. راضیه مرادي وایي: "ما ته په کار وه چې خپله پرېشاني کمه کړم. هر ځل به چې ما د افغانستان په اړه فکر کولو، ما به ځان ته ویل، دا زما ذمه واري ده چې د دې فرصت نه چې زما د ملک له نورو جېنکو سره نور نشته، ګټه پورته کړم. نو که غواړم په آینده کې بدلون راولم، زه باید خپل تعلیم ته توجو وکړم او خپل صلاحیتونه زیات کړم." مرادي اوس په هماغه هندي پوهنتون کې د پبلک اېډمنسټرېشن په برخه کې پخپلې پي اېچ ډي باندې کار کوي او دې برخه کې د هند حکومت د کلتوري تعلقاتو کونسل ورته یو سکالرشپ ورکړی دی. راضیه مرادي طالبانو ته دا پیغام لري: "فکر کوم چې طالبانو ته د تعلیم نه د ښځو د راګرځولو په اړه بیا سوچ کول په کار دي. که هغوی غواړي حکومت وکړي، نو ښځې نظراندازه کولی نشي. ښځې به احتجاج وکړي، یو وخت کې به د خپلو حقونو د تحفظ دپاره ودریږي. که دا ونشوه، نو د ملک نیمه آباتي به بېکاره پاته وي."

19.03.2023 ډیوه

راضیه مرادي خپل د سرو زرو مډال افغان میرمنو ته ډالۍ کړ

افغانه محصله راضیه مرادي چې د هند په یو پوهنتون کې د ماسټرۍ په پروګرام کې تر ټولو د لوړو نمرو اخیستو له کبله د سرو زرو مډال تر لاسه کړی وایي ، "په زړه دننه ماته یم چې ګورم افغان نجونې او میرمنې پوهنتون ته نه ځي".

19.03.2023 امریکا غږ

د هبت الله فرمان؛ د طالب چارواکو زامن دې له حکومتي مقامونو لیرې کړل شي

د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده د یوه شفاهي فرمان په صادرولو سره ټولو دولتي ادارو ته امر کړی چې د طالب چارواکو ګمارل شوي زامن له دندو څخه لیري کړي.

19.03.2023 امریکا غږ

متقي: د داعش غړي له 'بهر' څخه افغانستان ته راځي

د افغانستان  په یو شمېر سیمو کې د داعش ـ خراسان څانګې ډلې د بریدونو سره هم مهاله د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، داعش ډله په افغانستان کې نسته او په خبره یې د دغه ډلې غړي له بهر څخه افغانستان ته داخلیږي.

19.03.2023 امریکا غږ

د امریکا او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینونه؛ شمالي کوریا بیا بالستیک توغندی وتوغول

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینات روان دي، شمالي کوریا یکشنبه مارچ ۱۹ (کب۲۸) د لنډ واټن بالاستیک توغندی د بحر په لور وار کړی.

19.03.2023 امریکا غږ

ټرمپ وایي د سه شنبې په ورځ به ونیول شي

د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه مارچ ۱۸ (کب۲۷) ویلي د هغو معلوماتو پر اساس چې د نیویارک ایالت د منهاټن ولسوالۍ د څارنوالۍ څخه افشا شوي، دی تمه لري چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ به ونیول شي.

19.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more