شاته

کوهاټ: د ترهګرو برید کې دوه پولیس وژل شوي دي

د خېبرپښتونخوا په جنوب غربي ضلعه کوهاټ کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې دوه پوليس عسکر وژل شوي دي. دپاکستاني طالبانو تحریک پخپل یو بیان کې د دې برید پړه په غاړه اخستې ده.

د سرکاري شمیرو ترمخه سږکال په لومړیو درې میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه نزدې 125 پولیس عسکر د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي. چې په کې د پولیسو دوه ډي ایس پي افسران هم شامل دي.

د خېبرپښتونخوا د کوهاټ ډويژن د پوليسو وياند فضل نعیم وايي، د کوهاټ په تپي سیمه کې ماښام (دریم د اپرېل) نامالومو وسله والو د پوليس دوه اهلکار په هدف کړي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د پوليسو وياند فضل نعيم وویل، په ډزو کې دوه پوليس عسکر قاسم او ایاز په ځای وژل شوي او پولیسو له دې پېښې وروسته ټوله سیمه په ګیره کې اخستې ده.

هغه وویل وژل شوي پولیس عسکر په علاقه کې په جومات کې د تراویحو د نمونځ په مهال د خلکو د ساتنې ډیوټۍ د پاره په موټر سایکل روان وو چې نامالوم کسانو په دوی لاره کې ډزې کړي اؤ وژلي یې دي.

د پولیسو ویاند وایي چې له پېښې وروسته سیمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي. خېبرپښتونخوا کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د پوليسو په تاڼه وسله وال برید او بيا چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید ذمه واري په غاړه اخستې وه.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي يا پيکس په رپوټ کې ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې وسله وال بريدونه سېوا شوي او مرګ ژوبلو کې اضافه شوې ده.

دغه رپورټ وایي په مارچ کې وسله والو 16 حملې کړي چې 21 تنه پکې وژل شوي او 30 ژوبل شوي وو.

تر دې وړاندې په فرورۍ کې 13 حملې شوې وې او شپږ تنه پکې وژل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې په ځانګړي ډول د بدامنۍ د پېښو ښکار پاتې شوي دي.

د پيکس ترمخه د مارچ په مياشت کې په پنجاب کې د وسله والو بريدونو کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې، په سيند صوبه کې درې بريدونه شوي او درې کسان پکې وژل شوي دي.

لکي مروت او د صوبې نورو جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې په پولیسو د بریدونو خبرونه ډېر مخې ته راځي.

دسرکاري شمیرو ترمخه سږکال په لومړیو درېوؤ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه نزدې 125 پولیس عسکر دترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي چې پکې د پولیسو دوه ډي ایس پي افسران هم شامل دي.

په 21م مارچ د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي سېکټر کمانډر بريګيډيير مصطفی کمال برکي په جنوبي وزيرستان کې په یو برید کې وژل شوی ؤ.

په خېبرپښتونخوا کې په روانه ناامنۍ پښتانه سياستوال او څیړونکي اندېښنې څرګندوي اؤ وایي چې مرکزي حکومت د ترهګرۍ او ناامنۍ په اړوند تش بيانونه ورکوي خو د مخنيوي په اړوند یې عملي ګامونه نه پورته کوي.

او ځينې سياسي ګوندونه وايي چې د خېبرپښتونخوا جنوبي او ځینې قبايلي ضلعو کې د وسله والو فعالیتونه ډېر سېوا شوي دي.

خو د لکي مروت د تازه پېښې وروسته د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو“ ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي"

هغه ویلي وؤ دهیواد وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي خو دکورنیو چارو د وزیر په وینا د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00