شاته

پاکستان کې د الیکشن په لانجمنه قضیه نن سپریم کورټ خپله پرېکړه اوروي

ټاکل شوې ده د پاکستان سپریم کورټ نن د نهې-سه شنبې په ورځ پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو د قضیې په اړوند خپله پرېکړه اوروي.

تر پرېکړې اورول کیدو وړاندې د قانون مرکزي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ مرکزي پارلیمان ته ویلي چې که د انتخاباتو په حساسه او مهمه معامله پرېکړه په بېړه کې وارول شوه، نو وبه نه منل شي.

د پاکستان سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ درې کسیز بینچ د ګل/دوشنبې په ورځ په یاده قضیه اورونه سرته رسولې او خپله پرېکړه یې خوندي کړې ده.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي ایتلافي حکومت د سپریم کورټ په موجوده بینچ بې باوري ښکاره کړې ده او که چیف جسټس فل کورټ جوړ کړي او پخپله د دې قضیې له اوریدنې وتلي ججان په کې شامل نه کړي نو فیصله به ټول قام ته دمنلو وي.

د ګل/دوشنبې په ورځ اوریدنه کې مشر قاضي عمر عطا بندیال ویلي وؤ خلک د خپلې خوښې د ججانو د لارې فیصلې ترلاسه کول غواړي.

پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو د نیټې نه اعلانېدو پرضد پاکستان تحریک انصاف ګوند سپریم کورټ کې خواست جمع کړی دی چې په اوریدنه یې نه یوازې د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ سیاسي تاوتریخوالی زیات شوی بلکې د سپریم کورټ د ججانو ترمنځ هم په دې معامله اختلافات مخې ته راغلي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د قضیې اوریدنې په مهال اټارني جنرل دریځ خپل کړی چې په وړومبي مارچ د دې قضیې په اړوند فیصله ججانو په اکثریت سره کړې ده او اوس باید درې کسیز بینچ د متبادل په توګه د تحریک انصاف خواست وانه وري.

د حکومت دریځ وو چې باید د جسټس قاضي فایز عیسا د فیصلې نه وروسته د پي‌ ټي ایي د خواست اوریدنه ایساره کړل شي.

اټارني جنرل ویلي وؤ فیصله داسې د انصاف ډکه په کار وي چې انصاف کیدل په کې له ورایه وښکاري خو هغه ویلي وؤ په دې فیصله کې انصاف نه ښکاري.

په اوریدنه کې مشر قاضي ویلي وؤ چې قانون چاته د الیکشن ملتوي کولو واک نه ورکوي او یوازې عدالت د انتخاباتو تاریخ غځولی شي.

هغه پوښتنه راپورته کړې وه چې الیکشن کمیشن څنګه انتخاباتو لپاره د 8م اکتوبر نیټه ورکولی شي؟

مشر قاضي ویلي وؤ په کال 1988 کې هم د عدالت په حکم د انتخاباتو نیټه غځول شوې وه، عدالت زمکنیو حقیقتونو ته په کتلو سره خپل حکم جاري کوي.

مشر قاضي ویلي وؤ د دې قضیې د اوریدونکي بینچ څخه نه خو کوم جج ویستل شوی دی او نه ترې کوم جج پخپله خوښه وتلی دی.

هغه ویلي وؤ نهو ججانو چیف جسټس ته معامله لیږلې وه او زیاته یې کړه د عدالتي ریکارډ له مخې هیڅ یو جج د قضیې اوریدنې نه معذرت نه دی کړی.

په دغه مهال ددفاع سکتر هم عدالت ته وړاندې شوی وو او هغه ویلي وؤ دا وخت چې هیواد کې د امن کوم وضعیت دی د هغې په هکله په ډک عدالت کې څه نه شي ویلی ځکه چې دښمن ته به معلومات په لاس ورشي خو هغه ویلي وؤ چمتو دی چې د کیمرو په ترشا د امنیت په اړه احوال تېر کړي.

مشر قاضي ددفاع سکتر ته ویلي وؤ چې هغه کولی شي دغه احوال په لیکلې بڼه دعدالت مخې ته کښیږدي.

باید وویل شي الیکشن کمیشن د وړاندې نه ویلي چې حکومت ورته د ملک دخراب اقتصادي وضعیت له امله انتخاباتو لپاره د پیسو او پوځ ورته د ځواکونو د بوختیا له امله د عسکرو ورکولو نه انکار کړی دی.

په عدالت کې له اوږد بحث وروسته د یادې قضیې په اړوند پرېکړه خوندې کړل شوې او ټاکل شوې ده چې نن دنهې/سې شنبې په ورځ به دا پرېکړه دسپریم کورټ مشر قاضي اوروي.

خو له پرېکړې اورول کیدو مخېک د هیواد د قانون وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ ویلي چې که په دې مهمه معامله پرېکړه په بېړه کې واورول شوه نو قبلولی به نه شي.

دقامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې دقانون وزیر ویلي چې دعدلیې دخپلو ججانو له لوري مخالف غږونه راپورته کیږي خو دغه غږونه مخې ته نه پرېښودل کیږي.

هغه وویل مشر قاضي نن هم ویلي چې سیاسي ګوندونه دې مسله خپلو کې حل کړي خو دقانون وزیر وویل" زه چیف جسټس ته ویل غواړم چې وړومبی خپل کور سم کړه ، وړومبی خپل کور ته وګوره ،دهلته نه راپورته کیدونکي غږونه خو لږ واوره"

هغه وویل حکومت تر وسه کوشش وکړو چې د ادارې تقدس بحال پاتې شي خو ورسره یې زیاته کړه دا هم هغه اداره ده چې یو امر ته یې د دریوؤ میاشتو پر ځائ نهه کاله موده ورکړې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00