ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


فرانسه کې د بلوا په وجه مکرون جرمني ته خپل رسمي سفر لغوه کړ

د جرمني د جمهوري ریاست دفتر د شنبې په ورځ جولایی لومړۍ نیټه (چنګاښ لسمه) اعلان وکړ چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په هغه هیواد کې د رامنځته شوې بلوا په وجه، جرمني ته خپل رسمي سفر چې ټاکل شوی وه سبا د یکشنبې په ورځ تر سره شي، لغوه کړی دی. 

01.07.2023 امریکا غږ

د ګاز لروونکو خواږه مشروباتو په اړه نوې خبرداری

د سرطان د څیړنې نړیواله اداره به په روانه میاشتې کې "اسپارتم" چې په نړۍ کې یو له خورا عام مصنوعي خواږو څخه ګڼل کیږي او په ځینو ګاز لروونکو مشروباتو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، د سرطان زیږونکي په توګه معرفي کړي.‌

01.07.2023 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

01.07.2023 ازادي راډیو

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

01.07.2023 امریکا غږ

کوټه کې په پولیس تاڼه د لاسي بم بريد شوی

د پاکستان د بلوچستان صوبې سر ښار کوټه کې په یوه پوليس تاڼه د لاس بم يا ګرنېډ بريد شوی، پوليس د ګرنېډ بريد کې د يو پولیس اهلکار ژوبلېده تاييد کړي دي.

01.07.2023 ډیوه

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

01.07.2023 امریکا غږ

رزمک ته په اختر کې ګڼ خلک سېل ته ورغلي، ايا په سیمه کې امن په ځای شوی؟

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه سيمې شمالي وزيرستان رزمک علاقې ته په لوی اختر کې په ګڼ شمېر کې خلک سېلګرۍ ته ورغلي دي. ايا په سيمه کې امن په ځای شوی ځکه خلک ورغلي دي؟ ځايي خلک او خبريالان وايي پوره امن نه دی په ځای شوی خو خلک نور تنګ شوي دي.

01.07.2023 ډیوه

شاهين اپريدي د ټي ټوينټي په يو اوور کې څلور لوبغاړي اوټ کړي

د پاکستان تېز بالر شاهين اپريدي په برتانيه کې روان د بلاسټ په نوم ټي ټيونټي سيالیو کې په يو اوور کې څلور لوبغاړي اوټ کړي، ريکارډ یې جوړ کړی دی.

01.07.2023 ډیوه

طالبانو د صدر بایډن بیان ته په غبرګون کې ویلي، د دوي کړنې د امریکا په ګډون د هیچا په فرمایش نه تر سره کیږي

په افغانستان د واکمنو طالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي،دطالبانو حکومت هیچاته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي. افغانستان کې دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو په اړوند دامریکایي صدر جوبایډن وروستۍ وینا ته خپل غبرګون کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي د دوي حکومت دجو بایيډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقیقت درک بولي. تېره ورځ سپینه ماڼۍ کې مطبوعاتو سره دخبرو پرمهال دامریکې صدر جوبایډن دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي وؤ "ما ویلي وؤ چې هلته(افغانستان) کې به القاعده نه وي،ویلي مې وؤ چې مونږ به دطالبانو مرسته ترلاسه کوؤ اؤ ما دا سم ویلي وؤ اؤ هلته اوس څه کیږي؟ تاسو دمیډيا رپورټونه وګورئ" عبدالقهار بلخي ویلي دصدربایډن دا څرګندونې دا د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور ردوي چې ګواکې په افغانستان کې تر شلو ډېري جنګي ډلې شتون او فعاليت لري. دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي" زموږ کړني د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کیږي" روانه میاشت د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ،داسې شواهد دي چې افغانستان په چټکتیا سره د ترهګریزو فعالیتونو په ځای بدلېږي او دغلته د القاعده او داعش سره تړلې ډلې، هم د شمېر او هم د وړتیا له پلوه د ودې په حال کې دي. د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی ؤ چې القاعده او طالبان د ګډ ژوند اړیکې لري او القاعده بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یوی خوندي ځای په نظر ګوري. د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش د مئ په میاشت کې دافغانستان په اړه دقطر دننه راجوړ شوي یو کانفرنس ته دخپلې وینا په مهال د نړیوالو هغه اندېښنې مخې ته اېښودې وې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او بشري حقونو څخه د تېریو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو په برخه کې یې لري. دغه کانفرنس ته وینا کې انټونیو ګوټېریش ویلي وؤ "ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې لري او په دې اړه یې جدي اندېښنې شریکې کړي کوم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دایمي شتون په اړه دي چې نه یواځې خپله دغه هېواد، بلکه سیمې او نورې نړۍ ته یو ګواښ ګڼل کېږي" افغانستان کې د اشرف غني په پرځېدلي حکومت کې د دفاع د وزارت سرپرست وزیر او دا مهال د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویاند شاه محمود میاخېل په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره دخبرو په مهال دعوه کړې ده چې افغانستان ته زیاتې ترهګرې ډلې بېرته تللي دي. هغه ویلي وؤ "تاسو پېچلي عملیات ولیدل چې د روس په سفارت وشول، د چینايي کمپنۍ په غړو باندې، همدا ‌ډول د پاکستان په سفارت باندې او نور داسې مغلق عملیات په کابل ښار او نورو ولایتونو کې ترسره شول" دښاغلي میاخیل په وینا دا لړۍ لا نوره هم قوي کېږي او له همدې امله دا یو لوی چېلنج دی هم د افغانانو لپاره، هم د طالبانو لپاره او هم د سیمې او د نړۍ د هېوادونو لپاره

01.07.2023 ډیوه

ډبلیو ایف پي: اکتوبر له میاشتې وروسته افغانانو سره مرستې لپاره پیسې نلرو

د خوړو د نړیوال پروګرام چارواکو یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمبود په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې د اکتوبر د میاشتې وروسته په دغه هیواد کې د خپلو پروګرامو د تمویل لپاره هیڅ پیسې نلري.

01.07.2023 امریکا غږ

طالبان: د جمهور رئیس بايډن څرګندونې د حقیقت درک بولو

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د شتون په اړه د امریکا د جمهوررئیس جو بایډن تازه څرګندونو ته غبرګون ښودلشی او د هغه څرګندونې یې ددغه هیواد په باب د حقیقت درک بللی دی.

01.07.2023 امریکا غږ

د امریکا په تازه راپور کې د افغانستان څخه د تخلیې بهیر په چارو انتقادونه شوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې چې د افغانستان څخه د تخلیې بهیر اروزنې په هکله ترتیب شوی ویل شوي ښکاره پریکړې کولو نه شتون، د بحران تنظیم لپاره د مرکزیت نه شتون او ښکاره پیغامونه نه ورکول هغه څه دي چې امریکایي چارواکي د افغاستان څخه د تخلیې بهیر په دوران کې ورسره مخ و.

01.07.2023 امریکا غږ

یونېسکو په تنظیم کې د امریکې د بیا شمولیت منظوري ورکړه 

د صدر جوبایډن حکومت د کال ۲۰۲۴ په بجت کې یونېسکو دباره د ۱۵۰ مېلین ډالرو غوښتنه کړې ده چې په کې د یونېسکو بقایاجات او نورې پېسې شاملې دي. د حکومت تجویز دی چې په اینده کلونو کې به هم دغه هومره پېسې هرکال غوښتل کېږي چې دا ډول د یونېسکو  ټول ۶۱۹ مېلین ډالر بقایاجات ادا شي

01.07.2023 ډیوه

امریکا شمالي کوریا ته د ځواک ښودلو لپاره د بي -۵۲ بم غورځوونکو الوتکو پرازونه کړي

متحده ایالاتو جمعه جون ۳۰ (چنګاښ۹) د کوریا په ټاپو کې شمالي کوریا ته د قوت ښودلو لپاره د بم غورځوونکو الوتکو پرازونه کړي چې اتومي وسلې هم لیږدولی شي.

01.07.2023 امریکا غږ

آی ایم ایف سره له تړون وروسته پاکستان کې د ډيزلو بیعه لوړه شوې،دګیس اؤ بجلۍ دنرخ لوړیدو هم امکان دی

دجمعې په شپه د خزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار د پټرولیم مصنوعاتو د نوؤ نرخونو اعلانولو په وخت ویلي،په نړیواله منډهۍ کې دتیلو نرخونه ختلي دي ځکه نو پاکستان کې هم د ډیزلو په نرخ کې د اوؤ روپو اضافه کولی شي

01.07.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more