شاته

شاهين اپريدي د ټي ټوينټي په يو اوور کې څلور لوبغاړي اوټ کړي

د پاکستان تېز بالر شاهين اپريدي په برتانيه کې روان د بلاسټ په نوم ټي ټيونټي سيالیو کې په يو اوور کې څلور لوبغاړي اوټ کړي، ريکارډ یې جوړ کړی دی.

د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې سره تعلق لرونکی 23 کلن شاهين اپريدی لومړی بالر ګرځېدلی چې په لومړي اوور کې یې څلور لوبغاړي اوټ کړي دي.

نوموړی په برتانيه کې روان بلاسټ ټي ټوينټي کرکټ سیاليو کې د ناټنګم شاير په لوبډله کې لوبیږي.

د برمنګهم بيرز ضد لوبه کې شاهين اپريدي په لومړي اوور کې په لومړي او دويم، او پينځم او اخري شپږم بال وکټې اخستي دي.

نوموړي په سیالۍ کې څلور اوورونه کړي او 29 رنزونه یې ورکړي دي.

خو ياده سيالي برمنګهم بيرز په دوه وکټو ګټلې ده.

برمنګهم بيرز لومړی بېټنګ کړی او په 19.1 اوورونو کې یې په اته لوبغاړو اوټ کېدو 172 رنزونه جوړ کړي وو، په ځواب کې د ناټنګم شاير ټوله لوبډله په 168 رنزونو اوټ شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا آی سي سي) شاهين شاه اپریدی د کال 2021 غوره لوبغاړی ګرځولی وو.

د آی سي سی ترمخه اپريدي په کال 2021 کې په 36 سياليو کې 78 وکټې اخستې يا لوبغاړي سوځولي وو.

د ای سي سي لخوا په کال 2004م کې د کال د غوره لوبغاړي اعلانول پېل شوی او اپريدي کوم لومړی پاکستانی لوبغاړی وو چې د کال غوره لوبغاړی ګرځول شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00